د لنډيو پېژندنه
دلنډۍ پېژندنه
[سمول]وړاندې تردې چې دلنډيو په بېلابېلولفظي اومعنوي صنايعو رڼا واچول شي دموضوع دمنځ پانګې له مخې اړينه ده چې لومړی لنډۍ معرفي شي .
دلنډۍ په اړه بېلابېلو څېړونکوډول ډول تعريفونه کړي دي لکه لنډۍ،ټپه،ټيکۍاو مسره هغه کوچنی شعري قالب يا فورم دی چې د نړۍ په ټولو ژبو کې يې ساری نه لېدل کيږي ،دلنډۍ لومړۍ څپه نهه سېلابه اودوهمه څپه ديارلس سېلابه وي چې ټول دوه ويشت سېلابه جوړوي.
لکه څنګه چې پورته هم ور ته نغوته وشوه،د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خلک لنډۍ په بېلابېلو نومونو يادوي،ځنې خلک يې مسرۍ (مصرۍ) بولي ،څوک ورته ټپې وايي اوڅوک يې هم د ټيکۍ په نامه يادوي اواکثريت يې لنډۍ بولي چې په همدې نامه مشهورې هم دي.
نو،لکه څنګه چې بېل بېل نومونه لري دغه شان بېلا بېلا تعبيرونه هم لري چې په لنډو ټکوکې به نغوته وکړو.
(۲مخ )
لنډۍ :
[سمول] ځنې خلک وايي،لنډۍ د يو کوچني زهرجن مار نوم دی چې سترګې يې له رڼاسره حساسيت لري او نشي کولای دورځې په رڼا کې وګرځي،دشپې له خوا را وځي اوښکار کوي،ويل کېږي ،((ددې مار زهر دومره تېز دی چې کله يو ځناور او يا انسان وچيچي نو بيا د پاتې کېدو نه وي)) همدا لامل دی چې لنډۍ په خپلو دوو نيم بيتو کې داسې لوی او ناشونی جاج ځايوي چې اټکل يې هم ناشونې ده او په همدې پار ورته لنډۍ وايي.
مسره (مصره):
[سمول]ويل کېږي،((مسره دهغې تېرې تورې نوم وه يا ده چې په مصر کې جوړېدله او په يو ډول زهرجنو موادو به يې لمدوله او دجګړې په مهال به يې ترې ګټه اخيستله .))
البته چې دنړې ډېرو خلکو ترې ګټه اخيستله خو،دا چې پښتنو ته ډېر په درد درمل کېده او کاروونه يې زياته وه نو له دهمدې اغېزې له کبله يې مسره ونوموله چې له مصر څخه اخيستل شوی.
(۵مخ )
ټپه :
[سمول]ټپ خو ښکاره خبره ده چې په پښتو ژبه کې دزخم مانا ښيي،ديوشمېرڅېړونکو په آند هم ټپه دټپ څخه اخيستل شوې کلمه ده،چې کله انسان ته ټپ يا زخم ورسېږي او زړه يې د يو موضوغ په اړه ودردېږي، نو له ډېره درده يوه ناره راباسي چې هغې ته بيا ټپه يالنډۍ وايي.يانې،ټپه له همدغه درده اغېزمنه شوې او ويل شوې ده.
ټيکۍ:
[سمول]ټيکۍبه ځکه ورته ويل کېده،چې کله به پښتنې پېغلې ګودرونوته داوبو راوړلولپاره له خپلو منګېوسره تللې ټيکۍ به يې هم پرتنه پرتې وې او ډيرخوند به يې کاوه همدا لامل دی چې ورته ټيکۍهم وايي.
په هر حال دې او دې ته ورته خورا ډېرتعبيرونه شته چې دلنډۍ په اړه ويل کېږي اوفولکلورپوهان يې کاروي ،خو داچې حقيقت به څه وي هغه به لوې خدای (ج) ته معلوم وي،خو مونږ ته دومره پوهېدل پکار دی چې فولکلورد يو ولس ټوله شتمني او ارزښت دی او هغه ټولنه چې ونشي کولای دغه خپله شتمني خوندي کړي او يا يې په اړه بې پامي وکړي، نو دا ولس به په مړو ولسونو کې وشمارل شي.
د ټپې د تاريخ په اړه ويل کېږي چې دغه فورم له ويدي سندروسره يو ځای پيل شوی او کابو پنځه زره کاله عمر لري،خو د دغه کلونو په اوږدو کې يې شاعر معلوم نه شو اونه يې شمېرثبت شو چې څومره به ويل شوې وي؟چا به ويلې وي؟ اوپه کوم حالت کې به يې ويلې وي.؟، خو دومره ويلای شو چې کله يو انسان له له يو خپګان ياستونزې سره مخ شي او یه يې زړه ته کومه ضربه ورسېږي نو له ډېره درده يې له خولې څخه په ناشعوري توګه راووځي او دوخت په تېرېدو سره په ولس کې عامه شي،البته ډېرځله لنډۍ دښځو له خوا ويل کېږي خو کله کله يې نارينه هم وايي .
اوس به له موضوع سره سم لومړی پرلفظي صنايعو اودهغې په اړوندو څانګو او ښکلاګانو خبرې وکړو بيا به معنوي صنايعو ته ورشو.
لومړی – لفظي صنايع :
له څنګه چې مو پورته هم نغوته وکړه لفظي صنايع هغه صنايعو ته وايي چې ښکلا او ښايست يوازې اويوازې په لفظ پورې اړه ولري اوله مانا سره يې دومره کار نشته، ځکه د مانا لپاره ځانګړي صنايع شتون لري، نو په دې برخه کې هڅه کېږي چې دشعر په لفظي برخې خبرې وشي .
که څه هم دغه صنايع خورا ډېرې برخې لري خو،موږ به يې تر خپلې وسې هغه برخې دلته معرفي کړوچې لنډۍ پکې تطبيقېدای شي .
تجنيس :
[سمول]((په لغت کې هم جنس کولوته يا همشکله کولو ته وايي اودبديع په اصطلاح کې هغه ادبي صنعت ته وايي کوم چې شاعر يا ناثر په يو بيت،نيم بيتي يا هم يوه ټوټه نثرکې دوه يا زياتې داسې کلمې راوړي چې ټولې يا ځينې يې د جنس،بڼې،توروشمېر،وزن،ليک اولوست له پلوه سره ورته وي ،خو مانا يې سره توپيرولري ،چې،تجنيس يا جناس يې بولي)).
ددې لپاره چې داموضوع مو ښه روښانه کړې وي لاندې بېلګه په نظر کې نيسو.
(۳: ۲۱ مخ)
په زړه ملا په خلې بلا وي
په ژبه رب په خولې يې درب ختلې وينه
(۲۲:۳مخ)
په پورته بېلګه کې ګورو چې دتجنيس ادبي صنعت راغلی دی چې د(ملا،بلا) کلمې دتجنيس کلمې دي .
تجنيس په لاندې ډولونو ويشل شوی دي .
الف ـ تام تجنيس :
[سمول]تام په لغت کې بشپړ اوتکميل ته وايي،او په اصطلاح کې دتجنيس دصنعت هغه ډول ته وايي چې،شاعر په حپل ګلام کې داسې دوه يا زياتې کلمې راوړي چې دجنس ،شکل،ترکيب،وزن ،تلفظ او بڼې له مخې سره يو ډول وي،خو په مانا کې يې توپيرشتون ولري تام تجنيس يې بولي لکه په لاندې لنډۍ کې .
(۸۹:۷ مخ)
سالو په سر مخې له راغله
د زړه په سر يې راله وليکل غمونه
(۱۶:۴مخ)
په پورته لنډۍ کې ګورو چې د((سر)) په کلمه کې هم تجنيس راغلی چې په لومړۍ مسره کې ((سر)) درانغاړل په سر کول او يا سره په پرده کولو اوحجاب ته وايي او په دوهمه مسره کې (سر) دبالا( مخ )د روی او يا د زړه پر پاڼه مانا ښيې.
ب ـ ناقص تجنيس :
[سمول]ناقص تجنيس چې محرف اونيمګړی تجنيس هم ورته وايي، هغه ادبي صنعت ته وايي چې شاعر په خپل کلام کې دوه داسې کلمې راوړي چې د بڼې اوتورود شمېر له مخې سره ورته وي،خو په حرکاتو او سکناتو يا ويلوکې سره توپيرولري لکهپه لاندې بېلګو کې.
(۵۹:۶مخ)
توره وهه مخ ته مې ګوره
که دغليم مخ دې خطا کړه توره يمه
مينه دې کمه شوه پوهېږم
په يارانه کې چا ستومانه کړې مينه
(۴۴:۴مخ)
مينه په تلو راتلو زياتېږي
کله راځ کله به زه درځم مينه
(۲۵:۳مخ)
په لومړۍ لنډۍ کې وينو چې د(توره) په کلمه کې نيمګړی تجنيس راغلی دی يانې،په لومړۍ د(توره) کلمه چې په فارسي کې ورته شمشیر وايي په مانا راغلې ده،اودوهمه (توره)دبدنامۍ ،شرمېدلې ،خجالته ،چا سره په يو کار کې نيول شوي او.......... نورو په مانا ده.
دغه شان په دوهمه لنډۍ کې وينو چې د(مينه) په کلمې کې ناقص تجنيس راغلی دی،چې لومړۍ (مينه )د محبت اودوستۍ په مانادی او دوهمه (مينه)دعاشق ،جانان،دزړه سراوزړګي په ماناو راغلي دي، په همدې ډول دريمه لنډۍ هم راواخله،نو دغه ډول ادبي صنعت ته دادبي فنونوپه پوهه کې ناقص تجنيس وايي.
ج ـ زايد تجنيس:
[سمول]((زايد په لغت کې زيات شوي،اضافه شوي اوزيات کړل شوي ته وايي،اوپه اصطلاح کې هغه ادبي صنعت ته وايي چې شاعر په خپل کلام کې داسې متجانسې کلمې وکاروي چې ديوې کلمې په پيل،منځ او ياهم پای کې يو توری زيات شوی وي))،په لاندې لنډيو کې وګورۍ .
(۸۴:۷مخ)
عمل دې مل له ځان سره کړه
يواځې ګران دي په پردي وطن ګلونه
(۸۷:۱مخ)
په پورته لنډۍ کې د(عمل)او(مل) په کلمو کې زايد تجنيس راغلی دی چې دعمل په کلمه کې يوتوری (ع)زيات راغلی نو دغه ډول زياتوالي ته زايد تجنيس وايي.
د ـ مرکب تجنيس:
[سمول]مرکب په لغت کې ګډ او يوځای ته وايي،او په اصطلاح کې دتجنيس د صنعت هغه ډول دی چې شاعر په خپل کلام کې دوه داسې همډوله يامتجانسې کلمې وکاروي چې يوه يې مرکبه اوبله يې بسيطه وي،نو هغې ته مرکب تجنيس وايي ،په لاندې لنډيو کې يې وګورۍ.
(۹۲:۷مخ)
په سپين تنه دي دې تور اوربل دی
زما په زړه کې دې اور بل دی مړ به شمه
(۵۹:۱مخ)
په پورته لنډۍ کې وينو چې د(اوربل)په کلمو کې متشابه مرکب تجنيس راغلی دی چې،لومړۍ(اوربل)په بسيط ډول راغلی او د تورو زلفو مانا لري،او دوهم (اوربل) په مرکبه بڼه راغلی چې دلمبه کېدلو ،اوربلېدلو اوآتش ګرفتن په مانا راغلی دی.
ح ـ مکرر تجنيس:
[سمول]په لغت کې تکرار يا بيا ځلي ته وايي او په اصطلاح کې هغه صنعت ته وايي چې شاعر په خپل کلام کې متجانسې کلمې داسې راوړي چې د ګړۍ يا بيت په پای کې قافيه يې په مکرر ډول څنګ په څنګ وي، خومانا يې توپيرولري.
(۳۰:۳مخ)
لاندې بېلګوته پام وکړئ.
اوربل به جوړ کړم سترګې تورې
په لنډۍ زنې به کتار کړم شنه خالونه
(۳۱:۱مخ)
پېزوان يې بيا په پوزه سور کړ
په شان دلور تل بڅرې غورځوينه
(۵۲:۱مخ)
په پورته دواړه لنډيو کې په وار سره وينو چې په لومړۍ لنډۍ کې د(خالونه)او په دوهمه لنډۍ کې د(غورځوينه) په کلمو کې د((نه)) ((نه)) کلمې دتکرار په ډول راغلي چې دغه ډول تکرار ته مکرر تجنيس وايي.
خ ـ خطي تجنيس:
[سمول]دتجنيس د صنعت هغه ډول دی چې شاعر په خپل کلام کې دوه متجانسې کلمې داسې راوړي چې که چېرې ټکي ونه لري د بڼې له مخې سره يو شان وي .
پام وکړئ لاندې لنډۍ ته:
سفر په ځای دې سقر ګورم
داهم سقر دی چې له تانه جلا يمه
(۳۱:۳مخ)
په پورته کلمو کې په وار سره د(سفر) (سقر) په کلمو کې خطي تجنيس راغلی دی.داځکه که چېرې له دغو کلمو څخه ټکي لېرې شي نو ټول دبڼې يا جولې له مخې سره يوشان کېږي،خو که ټکي ورکړل شي ژورمعانيز بدلون پيدا کوي چې په ادبياتو کې دغه بدلون ته خطي تجنيس وايي .
ص ـ مطرف تجنيس:
[سمول]دتجنيس دصنعت هغه ډول دی چې شاعر په خپل کلام کې دوه همډوله يا متجانسې کلمې داسې وکاروي چې يوازې په يوه توري کې سره توپيروکړي،نو دې ته مطرف تجنيس وايي لکه لاندې لنډۍ:
يو يې کمال بل يې جمال دی
پرما محال دی چی دځان اشنا يې کړمه
(۳۳:۳مخ)
په پورته کلمو کې ګورو چې د(کمال) او (جمال) په کلمو کې مطرف تجنيس راغلی دی ،يانې د(ک او ج) په تورو کې سره توپيرلري او ددواړو تونځايونه يارمخرجونه هم سره نږدې دي.
قلب:
[سمول]په لغت کې اوښتلو،سرچپه کولو اونسکورولو ته وايي او په ادبي اصطلاح کې هغه صنعت دی چې شاعر په خپل کلام کې دوه يا زياتې داسې کلمې راوړي چې توري يې د بڼې او شمېر له مخې سره يو شان وي، خو په ترتيب کې سرچپه شوې وي.
(۸۲:۲مخ)
لکه لاندې بېلګې:
صورت مې وچ لکه رباب دی
د بېلتانه بابر ترې کاږي فريادونه
په پورته لنډۍ کې وينو چې د(رباب ا وبابر) په کلمو کې د قلب صنعت راغلی دی، ځکه ټولې کلمې دتورو په شمېر کې سره يوشان دي او کله چې سرچپه شوي نو بله کلمه يې جوړه کړې ده چې دې ډول صنعت ته قلب صنعت وايي.
سجع:
[سمول]سجع په لغت کې د قومرۍ يا کوترې ښکلې په زړه پورې او موزون اواز ته وايي.اوپه ادبي اصطلاح کې هغه صنعت دی چې يوشاعراويا هم نثر ليکونکی خپل نظم،شعر او يا هم نثر کې فقرې او جملې همغږې کړي.يانې کلام پرې ښکلی کېږي او زړه ته لار پيدا کوي لکه په لاندې لنډۍ کې:
(۲۷:۲مخ)
زما په تاپسې ژړاده
درب رضا ده زه به صبر پرې کومه
(۶۲:۱مخ)
په پورته لنډۍ کې وينو چې د ژړا او رضا په کلموکې سجع راغلې ده، ځکه هم د ژړا کلمه درې توري (ژ،ړ،الف) لري اوهم درضا کلمه (ر،ض،الف) ،نو ويلای شو چې په ياده لنډۍ کې دکلمو شمېر او وزن يو شی دي.
تکرار حسن:
[سمول]اصلاً خو تکرار حسن هغه تکرار دی چې کلام ښکلی او ښايسته کوي،خو په اصطلاح کې هغه ادبي صنعت دی چې شاعر دخپل کلام په يو يا څو بيتونو کې يوه کلمه دتاکيد ،تدريج،ډېروالي او ښکلا څخه نورو موخو لپاره راوړي او په وسيله يې کلام ښکلی کړي ،د دې لپاره چې دا موضوع روښانه شوی وي لاندې بېلګې وګورئ.
په خوله توبې توبې وباسم
په تا مين زړګی توبه نه قبلوينه
(۴۵:۳مخ)
تکړې تکړې شې دوزخي شې
چې په سلګو سلګو کې وکړې ارمانونه
(۲۷:۱مخ)
په پورته لنډيو کې په وار سره وينو چې په ومړۍ لنډۍ کې د(توبې،توبې)کلمې په لومړۍ مسره کي تکرار راغلي،اوکلام ته يې پرقيد اوشرط بر سېره لفظي اومعنوي ښکلاهم ورکړې .دغه راز په دوهمه لنډۍ کې هم د(( تکړې تکړې او سلګو سلګو)) په کلمو کې تکرار راغلي اوکلام ته يې ښکلا ورکړې ده چې دې ډول صنعت ته په ادبيات کې تکرار حسن صنعت وايي.
تضمين:
[سمول]هغه ادبي صنعت دی چې شاعر په خپل کلام کې دخپل کلام دتقويې اويا هم دخپلې خبرې داثبات لپاره دبل شاعر يا ناثر خبرې دتخمين په توګه راوړي خوشرط پکې دادی چې يادې خبرې باید په لنډيو کې وليکل شي که چېرې داسې نه وي نو بيا ادبي غلا باله شي لکه لاندې بېلګې :
(۲۱۲:۷مخ)
هرچاته خپل وطن کشمير دی
ماته کشمير دی ننګرهار ښکلي ډاګونه
(۲۴:۱۱مخ)
يارمې په ټوکو نه پوهېږي
ماپه خورو زلفو واهه مرور شو نه
( ۲۸:۱مخ)
په پورته لنډيو کې وينو لومړۍ مسرې يا اصطلاح ګانې متلونه دي اودلنډيو ويونکو دخپلو خبرودقوت او پياوړتيا لپاره راوړي،دساري په ډول ((هرچاته خپل وطن کشمير دی)) يو مشهور متل دی چې ټول خلک ورسره بلدتيا لري دمسافرۍاو پردېسۍ پرمهال يې په ډېر سوزاووياړ سره وايي همداسې دوهمه او دريمه بېلګه در واخله ،نو دغه ډول ادبي صنعت ته تخمين وايي.
دوهم ـ معنوي صنايع
[سمول]هغه صنايعو ته وايي ،چې ښکلا او ښايست يوازې د مانا پورې اړه ولري .يانې په دې برخه کې هڅه کېږی چې دشعر معانېزې برخې ډېره پاملرنه وشي، معنوي صنايع خورا ډېرې برخې لري چې په لاندې ډول به دځېنو بېلګو سره واضحه شي.
طباق :
[سمول]((طباق اصلاً عربي کلمه ده چې له مخامخ کېدا يا تقابل ،تناقض،تضاد اومقابلې څخه اخيستل شوی دی يانې يو دبل په مخ کې درېدل،خو په ادبي اصطلاح کې هغه معنوي صنعت ته ويل کېږي چې شاعر په خپل کلام کې داسې کلمې وکاروي چې يودبل ضد واقع شي))
(۵۹:۳مخ)
لکه په لاندې لنډيو کې:
اسلام کښتۍ کفر درياب دی
شيطان نهنګ دی عالمونه غرقوينه
(۵۹:۳مخ)
اسمان او ځمکه دواړه ژاړي
چې يو اشنا دبل نه اخلي رخصتو نه
(۶۲:۴مخ)
په پورته ذکر شوي لنډيوکې وينو چې د(اسلام او اسمان ) په مقابل يا تناقض کې (کفر،ځمکه)کلمې راغلي دي او دطباق صنعت يې جوړ کړی دی.
دطباق ډولونه :
[سمول]طباق خورا ډېر ډولونه لري چې د ټولو راوړل يې اړين نه دي ،مونږ به يوازې هغه درې برخې دلته تاسې ته در وپېژنو چې نن سبا ډېر عام دي.
الف ـ اسمي يا صفتي طباق :
[سمول]هغه طباق ته ويل کېږي چې په يو شعر کې د دوو نومونو اويا صفتونو ترمنځ تناقض يامتقابلې کلمې راوړل شي، لکه په لاندې دا لاندې بېلګې :
اشنا زما په ژړا خاندي
بې قدره اوښکې مې په مخ څپې وهينه
(۶۱:۳مخ)
اشنا دې تل خوشحاله اوسي
که زمارعمر وي په غم کې تېر به شينه
(۱۴:۴مخ)
په پورته کلمو کې ګورو چې د ژړا اوخوشحاله کلمو پر وړاندې د (خاندي او غم ) کلمې راغلي دي او يو اسمي صفتي طباق يې جوړ کړی دی.
ب ـ تضادي ( فعلي )طباق:
[سمول]هغه طباق ته ويل کېږي چې که چېرې په يو شعر کې دطباق له مصدر څخه دوه داسې کلمې وکارول شي چې يو دبل ضد او نقيض وي، نو فعلي طباق بلل کيږي ،لکه لاندې لنډۍ:
اشنا مې پاتې په وطن شو
زه مسافر په لاره ځم سلګۍ وهمه
(۶۲:۳مخ)
اشنا مې توت لاندې وېده وه
لکه باښه پرې شرنګېدم راويښ مې کړنه
(۳۲:۱مخ)
اشنا مې جنګ کې سر ورکړی
ځکه همزولو کې سرلوړې ناسته يمه
(۳۳:۱مخ)
په پورته بېلګو کې وينوچې د ( پاتې، ويده او سرورکړی ) فعلي کلمو پروړاندې د ( ځم،ويښول او سرلوړې ) فعلي کلمې راغلي اوپه حقيقت کې يې فعلي طباق جوړ کړی دی چې همدې ته فعلي طباق وايي.
ج ـ ايجابي اوسلبي طباق :
[سمول]په لغت کې د منلو او قبولولو په مانا دی او سلب يې بېرته د رد يا نه منلو په مانا دی او په اصطلاح کې که چېرې په يو شعر کې دوه فعلونه يا صفتونه د يوې مادې څخه دمثبت او منفي يا امر او نهي په بڼه وکارول شي هغې ته سلبي طباق وايي يا په بله وينا که چېرې په يو شعر کې دوه متقابلې کلمې داسې وکارول شي چې يو فعل يې يوځل مثبته اوبېرته منفي شي او يا هماغه فعل يو ځل منفي ماناورکړي او بېرته مثبته شي دې ته سلبي يا ايجابي طباق وايي لکه لاندې بېلګې :
په لختي ټوپ که بيا راټوپ کړه
چې داوربل روپۍ دې ګډې وډې شينه
(۶۱:۳مخ)
اندېښنو زورراباندې وکړې
چې لمر خاته او لمر لوېده نه پېژنمه
اوښکو مې لارې په مخ وکړې
ژاړم که نه ژاړم هجران مې ژړوينه
( ۴۲:۱مخ)
په پورته بېلګو کې وينو چې د((ټوپ کړ،ګډې،لمر خاته،ژاړم)) فعلي کلمې د امر په مانا او يا دفعل په مثبته مانا راغلي دي دچې په مقابل کې يې بېرته ((راټوپ کړه،وډې،لمر لوېده ،نه ژاړم)) فعلونه راغلي دي او ايجابي يا سلبي طباق يې جوړکړی دی.
ابهام (توريه) :
[سمول]ابهام په لغت کې شک، ترديد،وهم اوګومان کې اچولوته وايي،او توريه په لغت کې دحقيقت په ډاګه کولو، څېړلواو لټولو ته وايي او په ادبي اصطلاح کې ابهام هغه ادبي صنعت ته وايي چې په يو شعراويا ديوشعر په يو بيت کې شاعر دوه يا زياتې داسې کلمې وکاروي چې لوستونکی يا اورېدونکی ترې غير مقصوده يا ظاهري نږدې مانا واخلي خو اره موخه يې بله وي .
توريه هغه ادبي صنعت ته وايي چې شاعر په خپل کلام کې يوه داسې کلمه استعمال کړی چې دوه ماناوې ولري يانې هم (بعيده ) او هم (قريبه) ، خو استعمال يې داسې وي چې لوستونکی ترې (نږدې) مانا واخلي خو دشاعر موخه (لېرې) مانا وي لکه لاندې لنډيو کې.
( ۹۱:۲مخ)
الف او ميم ته په ژړا شوم
چې مې له يار ځنې جدا نکړې مينه
(۶۱:۱مخ)
بورا له ګل سره جوړېږي
چېرته ګونګټ چېرته دګل وصورتونه
(۶۲:۱مخ)
په پورته لومړۍ لنډۍ کې وينو چې په ښکاره د (الف) او (ميم) کليمې راغلې دي چې نږدې مانا يې (الف، با) توري دي، خو لېرې مانا ته که يې ورشو نو له (الف )څخه موخه الله (ج) او له (م) څخه موخه محمد(ص) دی چې خورا په ډېر ښايسته او هنري الفاظو په دغه لنډۍ کې کارول شوي دي.
په دوهمه لنډۍکې وينو چې د بورا ،ګل او ګنګټ کلمې راغلي دي چې نږدې او قريبه مانايې ښکاره ده اوټول خلک پرې پوهېږي ،خو که چېرې لېرې مانا ته يې ورشو نو اره موخه يې د نجلۍ يا معشوقې، هلک يا معشوقې اورقيب يا ريبار دي په دې مانا چې تل مدام معشوقه او معشوق سره جوړېږي ولو که هغه دواړه ښاېسته يا بدرنګه وي ،او يا يې يو ښکلی اوبل بدرنګ وي، خو بيا هم په خپلو کې سره جوړ وي ،خو که چېرې رقيب ورسره يو ځای شي، نو د هغوۍ ټوله طبعي ښکلا له منځه ځي.
مراعات النظير:
((په لغت کې ساتل او پام کولو ته وايي اونظير مثل،ډول ،شان په رقم ته وايي، دمراعات النظير صنعت ته تناسب، تلفيق ،او ايتلاف ته هم ويل کېږي .
ددکتوراحمدکامل نژاد په اند مراعات النظير((هغه ادبي صنعت ته وايي چې په هغه کې دوه ياڅوکلمې داسې راوړل شي چې يو له بل سره مناسبت ولري لکه ګل،بلبل اوبڼ ،لکه په لاندې لنډيو کې.
باغچه په ګلو شه شکارېږي
لکه د پېغلې سينه ډک له ګلو وينه
(۷۲؛۳مخ)
بانه چترۍ سترګوته نيسه
که چېرې اووري دغمونو بارانونه
(۶۲:۱مخ)
باغ چې دزاغ په حواله شي
بلبل نری فرياد کوي له باغه ځينه
(۶۳:۱مخ)
په پورته لنډيو کې ګورو چې ((باغچه ،ګل،باڼه،باغ)) کلمو سره د ((پېغلې،سينه،چترۍ،بلبل)) کلمې متناسبې،نږدې او ورته راغلي چې همدې ته مراعات النظيرصنعت وايي .
لف ونشر:
[سمول]په لغت کې راټولولو ،پېچلو،نچوړولو،رانغاړلو او بيا يې خپرولو،پرانيستلواو تغيرولو ته وايي او په ادبي اصطلاح کې هغه ادبي صنعت ته وايي چې يو شعر په لومړي نيم بيتې او يا هم په څو بيتونوکې يوه خبره په نچوړ او لنډه توګه راوړي او وروسته په دوهمه نيم بيتې يا نورو بيتونو کې تفصيل وړاندې کړي لف ونشر بلل کېږي لکه لاندې بېلګې:
پردنيا سره، وړانګه پرته ده
ليلا ېه څڼو کې لاله ټومبلې دينه
(۷۹:۳مخ)
په پورته بېلګو کې له ورايه وينو چې لومړۍ مصره يې لف او دوهمه يې نشر دی .
لف ونشر دوه ډوله دی چې يو يې مرتب لف ونشر او بل يې نا مرتب لف ونشر چې لومړی مرتب او بيا نامرتب لف ونشر څېړو.
الف - مرتب لف ونشر:
[سمول]هغې ته ويل کېږي چې شاعر دشعر يا بيت تفصيل د اجمالي ذکر په شتون کې په ترتيب برابر کړی وي لکه:
په زړه مې شنه پيشو لګيا ده
وينه يې وڅښله هډوکې شپېلوينه
( ۷۹:۳مخ)
په زړه مې شنې لوخړې راغلې
لکه په شنه اسمان چې ورېځ راغلې وينه
(۷۹:۳مخ)
په پورته لنډيو کې وينو چې (زړه او پیشو)،(زړه او لوخړې) او جفا داجمال په ډول راغلي دي چې تفصيل يې (وينه اوهډوکې) ،(اسمان او ورېځ) او (لحد) دي او په دې توګه يې مرتب لف ونشر جوړ کړی دی.
ب - نامرتب لف ونشر:
[سمول]که تفصيل له اجمال سره او يا په دوهمه مصره کې مربوطې مانا ګانې په منظم ډول نه وي راغلي دغه ډول صنعت ته نامرتب لف ونشر وايي لکه :
په سر وېريږي راتلای نه شي
څوک چې ياري کړي سر په لاس کې ګرځوينه
(۷۹:۳مخ)
په ګړنګو درسره تللای
چې ته لوېدای مادې نيولای مړوندونه
(۸۲:۱مخ)
په پورته لنډيو کې وينو چې د(سر،وېريږي،راتلای) ،(ګړنګودرسره) کلمې داجمال په ډول راغلي چې تفصيل يې (څوک چې ياري ،سر) ،(نه لوېدای) کلمې دي، اوټول يې په نامرتب ډول راغلي،يانې،دوهم نيم بيتي کې يې تفصيل وړاندې اووروسته شوی دی ،چې دې ډول صنعت ته نامرتب صنعت وايي.
حسن تعليل :
[سمول]حسن په لغت ښکلا او ښايست ته وايي ،اوتعطيل بيا د يوداسې مطلب راوړلو ته وايي چې هغه ثابت هم شي او په اصطلاح کې هغه ادبي صنعت دی چې يوشاعر په خپل کلام کې ديو طبعي صفت لپاره داسې لاسوند،سبب يا لامل پيداکړي چې په حقيقت کې موجود نه وي، خو شاعر د خپل کلام د جوړېدا، لطافت او باريکۍ په موخه کارولی وي او په دې توګه يې ورته نسبت شوی وي لکه :
وخت دسپرلي په ما خزان دی
زما په غم کې اسمان اوښکې توېوينه
(۸۱:۳مخ)
اندېښنو زړونه په ژړا کړل
دبېلتانه په اوښکوډک راغلل خوړونه
(۳۱:۱مخ)
په لومړۍ لنډۍ کې ګورو چې، سپرلی پر شاعر خزان دی، ځکه چې په زړه يې ډېر دردونه دي او له ياره ځنې جلا دی نوپه همدې سبب اسمان پرې اوښکې توېوي او په غم يې ژاړي .
اوس که چېرې خپلې بېلګې ته ځير شو،له اسمان څخه هروخت باران او واورې را ورېږي، اودا يوه طبعي خبره ده.خو شاعر دخپل شعر دلطافت او باريکۍ لپاره داسمان باران داسمان نه اوښکې بللي چې دده په خاطر يې توېوي.
دغه شان په دوهمه لنډۍ کې ګورو چې داندېښنو له لاسه غرونه په ژړا شوي ، که څه هم له غرونو څخه هروخت اوبه را بهېږي او آبشارونه يې جوړې کړيدي ،يانې ډېر ځله مونږ وينو چې په غرونو کې داوبو چینې وي يادباران له امله پکې ډنډونه جوړ شوې وي،چې په وخت سره ترې ورو ورو راتوېږی ،خو شاعر د خپل شعر لپاره دغه طبعي پېښه دباريکۍ او لطافت لپاره په خپل شعر کې ګډ کړی اوحسن تعلیل صنعت يې ترې جوړ کړی
ارسال المثل :
[سمول]هغه ادبي صنعت ته وايي چې شاعرپه خپل کلام کې يو متل په ځانګړي هنر او فن سره په داسې ډول وکاروي چې خبرې ته يې نور قوت هم ورکړي ،البته دغه صنعت په شعرونو کې خورا ډېر زيات لېدل کېږي، خو لنډۍ هم ترې څه کمه نده او په دغه زړه راښکونکې هنر رنګېنه شوې ده .
لاندې بيت ته پام وکړئ :
بخت دهېچا دې کوټه مه شي
بخت چې کوټه شي پادشاهان ټکرې خورينه
(۹۷:۳مخ)
ټک خو له دواړو لاسو خېژي
اشنايې هم له دواړو خوا مزه کوينه
(۶۴:۱مخ)
هرچاته خپل وطن کشمير دی
ماته کشمير دی دننګرهار ښکلې ډاکونه
(۲۱۶:۱مخ)
په پورته لنډيو کې په وار سره (بخت دهېچا دې کوټه مه شي ) ،( ټک خو له دواړو لاسو خېژي) ،( هرچاته خپل وطن کشمير دی) متلونه راغلي دي او په دې توګه يې دارسال المثل ادبي صنعت تشکيل کړی دی .
تلمېح :
[سمول]په لغت کې لېدلو ،اشاره کولو او په مالګه کولو ته وايي .او په ادبي اصطلاح کې هغه ادبي صنعت ته وايي ،چ شاعر په خپل کلام کې ديوې تاريخي پېښې يا کيسې ته په لنډه توګه داعجاز په بڼه نغوته کړی وي او يا هم په خپل کلام کې ديو آیت يا حدیث ژباړه راوړی وي ،دغه ډول صنعت په پښتولنډيوکې خورا ډېرې زياتې برخې لري ،چې دلته يې مونږ څو بېلګې دمثال په ډول رانقلوو.
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لالېه بې ننګۍ ته دې ساتينه
(۱۰۰:۳مخ)
دوهم يوسف راته ښکارېږې
د زلېخا په شانې لار درته څارمه
(۲۳:۱مخ)
په لومړۍ لنډۍ کې وينو چې د مېوند مشهورې جګړې يا غزا ته نغوته شوې ده چې د ملالۍ په همدې ټپۍ افغانانوبېرته خپل بايللی جنګ وګاټه او سوبه يې په برخه شوه ، اوله هماغې ورځې وروسته يې دنړۍ په کچه د مېړانې ا وسرښندنې نوم خپور شو ،دغه راز په دوهمه لنډۍ کې د حضرت يوسف (ع) او بي بي زلېخا د مينې کيسې ته اشاره شوې ده .
سياقةالاعداد:
[سمول]په لغت کې داعدادو يا شمېرو مرتب کولو يا داعدادو طرز ته وايي او په ادبي اصطلاح کې هغه ادبي صنعت ته وايي چې شاعر په خپل کلام کې شمېرې په منظم يانا منظم يانې مرتب يا غېرمرتب ډول ذکر کړي لکه لاندې بېلګې :
په سينه يو لالی ځاېږي
زه لونګين او لالی دواړه ځايومه
(۸۴:۳مخ)
په چلم دوه سکروټې کېږده
لکه دوه بنې په سيالۍ خوله ورکوينه
(۹۱:۱مخ)
ته که لس دولس ځلي راغلې
زه دې په ورځ کې ورڅلوېښت ځل ټکومه
(۴۱:۱مخ)
کټه څلور دې بازوګان دي
پنځم اشنا شپږم يې زه دروختمه
[سمول](۷۴:۴مخ)
په پورته لنډيو کې وينو چې په منظم شکل اعداد راغلي دي يانې په لومړۍ لنډۍ کې يوسړی او لونګين او لالی دواړه راغلي چې سياقة الاعداد يې جوړ کړی په دوهمه لنډۍ کې دوه دوه راغلي اوپه درېمه لنډۍ کې هم لس ،دولس او څلوېښت اعداد راغلي دي چې په دې توګه يې سياقة الاعداد جوړکړی.
تنسيق الصفات :
[سمول]په لغت کې ترتيبولو او ډولواو يا په يو مزي کې دڅوشيانواچولو ته وايي اوپه اصطلاح کې هغه ادبي صنعت ته وايي چې شاعر په خپل کلام کې ديو څيز يا معشوقې لباره څو پرله پسې صفتونه راوړي لکه دا لاندې لنډۍ :
خال دې فقير مخ دې زيارت دی
دانرۍ ورېځې دې جنډې ولاړې دينه
(۸۷:۳مخ)
مخ دې اسمان خالونه ستورې
اوږۍ دې مياشت امېل دې واورې وروينه
(۳۱:۴مخ)
په مخ دې خط دږېرې راغلې
لکه چې تاو شي دسپوږمۍ ځنې شپولونه
(۲۱۷:۱مخ)
په پورته لنډيو کې په وار سره وينو چې د((خال،فقير ،مخ،زيارت،نرۍ وريځې،جنډې)) ،((مخ، اسمان،خالونه ،ستوري،اوږۍ،مياشت،امېل واورې)) او ((مخ،خط دږېرې،سپوږمۍ او شپولونه پرلپسې صفات راغلي.او په دې ډول يې دتنسيق الصفات ادبي صنعت يې جوړکړی چې په معنوي صنايع کې همدې ډول صنعت ته تنسيق الصفات صنعت وايي .
عارفانه تجاهل :
[سمول]په لغت کې د يو پوه شخص ناپوهۍ او نادانۍ ته وايي ،اوپه ادبي صنعت کې هغه صنعت ته وايي چې شاعر په خپل کلام کې داسې الفاظ وکاروي چې ښه پرې پوهېږي، خو ځان يې په ناپوهۍ اوشوده توب آچولی وي اودهغه مطلب په اړه له نورو پوښتي .
په حقيقت کې له دغه صنعت څخه دشاعر يا ناثر موخه دنورو خلکو ځيرکول او په مطلب يې پوه کول دي، چې بېلګې يې په لاندې لنډيو ګې وينو:
يادشمشاد خوږې نغمې دي
يا دنجلۍ دڅڼو بوې مزه کوينه
(۹۲:۳مخ)
يا دجانان دمخ رڼا ده
يا په اسمان کې مشتري رڼا کوينه
(۲۸۲:۱مخ)
يا دې دزلفو خوشبويې ده
يا دې دعطرو په چينه لمبلې دينه
(۲۸۳:۱مخ)
په پورته بېلګو کې ګوروچې شاعر له ډېرې مينې جانان په څو ډوله ستايلی دی خوداسې الفاظ يې کارولي چې ګواکې دی په دې ستاېنه کې شک لري اوهېڅ پرې نه پوهېږي .دغه ډول صنعت ته دمدحې يا ستاينې عارفانه تجاهل وايي.
تدبيج :
[سمول]په لغت کې ښکلې کولو يا ښکلاورکولو ته وايي ،او په ادبي اصطلاح کې هغه ادبي صنعت ته وايي چې شاعر يا ناثر په خپل کلام کې دڅو ډوله يا بېلابېلو رنګونو ذکر کړی وي، لکه لاندې بېلګې :
سالو يې سوردی مخ يې سپين دی
زما يقين دی چې به ژر لېونی شمه
(۱۰۳:۳مخ)
ټول به له خپل ياره قربان کړم
هم تورې سترګې بل شين خال او سره لاسونه
(۷۷:۱مخ)
ټنډه دې نه ده زېړی لمر دی
چې پناه کېږي په ماتوره تياره شينه
(۲۴:۴مخ)
په ګودر سور والو ښکاره شوه
چا وې دې تورو اوبواور واخيست مينه
(۳۷:۴مخ)
په پورته لنډيو کې په وار سره معلومېږي چې سور، شين، تورې، سپين، سره، زېړی او تور رنګونه راغلي دي او په دې ډول يې دتدبيج صنعت جوړکړی دی همدې صنعت ته تدبيج وايي.
پايله اونتيجه نيونه
[سمول]ښايې درانه لوستونکې په ځينو مواردو کې نيوکې هم ولري چې په لفظي اوهم په معنوي صنايعو کې ډېری داسې صنعتونه شته چې دلته نه دي را اخيستل شوي اوخبرې پرې نه دي شوي چې دا نيوکې تر ډېره بريده پرځای هم دي.
خوڅومره چې زماذهن کار کاوه همدومره صنعتونه چې که لفظي دي او که معنوي دتطبيق وړ وواو نور پاتې صنعتونه يې دوی سره جوخت او کټ مټ نه راتلل، نو ځکه مې نه دي ذکړ کړي،البته چې په معنوي صنعتونو کې يو څه ناڅه بېلګې تطبيقېدلې، خو په لفظي صنايعو کې ستونزه يو څه زياته وه ، په دې مانا چې لفظي صنعتونه لکه څنګه چې نوم نه پيدا ده ترډېره له الفاظو او کلمو سره کار لري چې دغه کلمې اکثره په قافيې،رديف او دروې په تورو کې وي، چې لنډۍ بيا تر ډېره مقطع اومطلعې نه وي اوډېرکم داسې پېښېږي چې د دواړو مسرورديف اوقافيې دې سره ورته راشي،ځکه چې دهرې لنډۍ ددوهمې مسرې پاس په (مه او نه)باندې وي خولومړۍ مسره بياډېره لږه داسې پېښېږي، نو ځکه مونږ د لفظي صنايعو په برخه کې په دې بحث کې مېړني نه يو، نو هيله منه يم نور تکړه ځوانان او د دې برخې څېړونکي او څانکه وال په ګانده کې دغه لړۍ بشپړ اوپوره کړي .
که خبره راونغاړو ،لنډۍ يوداسې فورم (ژانر) صنف اوشعري چوکاټ دی چې د نړۍ په هېڅ يوه ژبه کې نشته اوپه خپلو لنډوالفاظو کې دومره لوې اوقوي ماناوې رانغاړي چې آن دغزل ،بوللې او نورو عروضي چوکاټونوغېږې ترې خالي دي، ترټولو لويه ښېګڼه يې دا ده چې په هرشعري فورم کې داسې لګول کېږي لکه خښته په دېوال کې ،اوښه بېلګه يې همداد فنونو پوهه ده .
ما په دې بحث يواځې لفظي اومعنوي ښکلاوکې رانغاړلې چې داسې کچ مېچ لګېدلی ، او که چېرې دفنونو په نورو صنعتونوکې يې هم راونغاړو په ډاډسره وايم چې تردې به خوندورې په کې ږکارول شي ،چې دا يې يوه لويه خوبي اوله نورونړېوالوشعري چوکاټونواومنځپانګو څخه توپيردی.
ماخذونه
[سمول]۱- پښتو لنډۍ:(۱۳۶۳ل) کال دشفاهي ادب فولکلور ډيپارتمنټ د علمي غړو ګډه پروژه، کابل،پښتو ټولنه (خپرندوې)
۲ - حقپال،محمداجان (پوهندوې ډاکټر):(۱۳۸۹ل)کال بديع پوهنه،کابل،دکابل پوهنتون مطبعه (خپرندوې)
۳ - سيدي ،سيدنظم:(۱۳۹۱ل)کال ،زرچاڼ،جلالاباد ،مومندتخنيکي څانګه (خپرندوې)
۴ - شېرزاد،هېواد شېرزاد،(۱۳۹۰ل)کال،پښتولنډۍ،پېښورتخنيکي څانکه(خپرندوې)
۵- کاکړ،عبدلکبير،(انجينر):(۱۳۸۹ل)کال،سپوږمۍ پاڼه،کابل،دافغانستان دعلومواکاډمي(خپرندوې)
۶- مسلم دوست،عبدالرحيم : (۱۳۸۸ل) کال، خوږه ژبه ،پېښور، عنايت کتاب پلورنځی(خپرندوې
۷- همکار،محمدابراهيم : (۱۳۸۷ل)کال،دبديع فن اوپښتو شاعري،جلال اباد،رڼامرکز(خپرندوې) .
﴿پای﴾