منځپانگې ته ورتلل

د لندن د پُل عملیات ( اوپرشن لندن برج)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لندن د پل عملیات چې کود ېې " د لندن پل لوېدلی دی" په نامه هم یادیږې د ددویمې الیزلبت د جنازې پلان و. په دې پلان کې دهغې د مړينې اعلانول، درسمې ماتم دوره او دولتې جنازې مراسمو جزیات شامل و. دا پلان د ۱۹۶۰ ز کال په لومړېو کې جوړ شو او تر ۲۰۲۰ز کال کې د هغې تر مړينې ډیر ځله نوې کړل شوې وه.

د " د لندن پل لوېدلی دی" عبارت به د ملکې د مړينې خبر لومړۍ وزیرې او نوروکلیدې کارکووونکو ته چې دا پلان یې جواړوه رسول وي. هغه ډله کې چې د دې پلان په جوړولو کې ښکېل و د لندن کلیسا، مرکزي پولیسو خدمات، دبرتانیا وسله والو ځواکونه، رسنۍ، شاهي پارکونه، د لندن قصبې ( هغه قصبې چې پارلمان ته استاذی استوي)، د لندن سترچارواکي او د لندن ترانسپورت  شامل و. د جنازې په اړوند ځينې مهم تصمیونه د ملکې له خوا نیول شوي و او ځینې یې دهغه ځای ناستي ته پرېښول شوي و. د ګاردین The Guardian ورځپاڼې د دې مراسمو" د دقیقه ای پلا ن جوړونې " ډېر خاص او محرم جزیات تشریح کړل. [۱]

ګڼ شمېر نور پلانونه هم جوړ شول تر څو د لندن د پل عملیاتو څخه ملاتړ وکړي لکه ( د تک شاخ عملیات) (هغه پلان چې داتشریح کوي چې څه باید تر سره شي که ملکه په سکاتلند کې مړه شی لکه چې همداسې وشول). په داسې حال کې چې د لندن پل عملیات روان و، تخت ته د پاچا دریم چارلس رسېدلو او د هغه د تاج ايښودنې د مراسمو په اړوند هم فکر کېده. ډېرو همګټو هېوادونو خپل پلانونه جوړول چې څنګه د ملکې د مړينې په وړاندې غبرګون وښیي.  

مخينه

[سمول]

د شاهې کورنۍ د غړیو د جنازې او تاج ايښودنې مراسم په عمومي توګه د ایرل مارشال  Earl Marshal ( دا د شاهي کورنی د دفتر د سنبالوونکي  یولقب دی) د کالج ااف ارمس (College of Arms) ( دا د شاهي کورنۍ یو کارپورېشن دی چې د وسلو مسلکي متخصصینو څخه جوړدی) له خوا تنظیمیږي.  [۲][۳]

په عمومی توګه له پخوا ټاکل شوي عبارات چې د شفري نومونو په نامه یادیږي په هغو پلانونو کې کارول کیږي چې د شاهي کورنۍ د یوه غړي د جنازي لپاره جوړیږي. په پیل کې، دا شفري نومونه د کلیدي مامورینو له خوا د دې موخې لپاره کا رول کیږي چې د ملکې د مړينې د خبر د عام اعلان مخکې د بکینګام د ماڼۍ د سویچبورد د آپرېتور (چلوونکي) له خبرېدو مخنیوی وشي. کله چې پاچا  شپږم جورج  په ۱۹۵۲ کې ومړ، نو دولتي کلیدي  مامورین د (Hyde Park Corner) د عبارت د خپرېدو له لارې خبر کړل شول.  [۴][۵][۶]

د شلمې پېړۍ په وروستیو او یویشتمې پېړۍ په پیل کې د شاهي کورنۍ د غړیو دجنازې په پلانونو کې کارول شوي شفري نومونه په برتانیا کې د سترو پلونو نومونه دي. د تې د پل عملیات Operation Tay Bridge هغه عبارت و چې د ملکې الیزابت د مور د جنازې په پلان کې وکارول شو او د ۲۲ کلونو لپاره په ۲۰۰۲ کال کې دهغه د وروستی کارونې پورې وکارول شو. د شهزادګۍ دیانا د ولز د شهزادګۍ د جنازې پلان  کې هم د تې د پل عملیات Operation Tay Bridge عبارت وکارول شو. له ۲۰۱۷ ز کال را دېخوا، د فورت د پل عملیات Operation Forth Bridge عبارت د شهزاده فلیپ Prince Philip ( دایدنګبرګ دک) د جنازې په پلان کې چې په ۲۰۲۱ زکال کې مړ شوی و وکارول شو او د پاچا دریم چارلس د جنازې په پلان کې د مینای د پل عملیات Operation Menai Bridge عبارت وکارول شو. د ملکې دویمې الیزابت  په ګډون د شاهي کورنۍ جنازې  لپاره په شفري نومونو سنبال ټول عملیات د زمري د عملیاتو Operation Lion چې تر ټولو پلانونو پورته دی یوه برخه ده.  [۷][۸][۹]

پلان

[سمول]

د ملکې دویمې الیزابت د مړينې او جنازې لپاره چمتووالي تر ۱۹۶۰ زکال چمتو والي پورې اړوندیږي که څه هم په تیروشوو لسیزو کې یوشمېر بدلونونه په پلان کې رامنځ ته شوي دي. دا پلان دې ځلې په یوکال کې د یوې ناستې په ترڅ کې چې ګډون وال به یې دولتي چارواکي، پولیس او خپروونکې ادارې و درې ځله نوی کېده. هغه پلان چې د ملکې دویمې الیزابت له مرګ او دهغې د جنازې تر منځ بهیر تشرېح کوي د لندن د پل عملیات په نامه سره شفري شو. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ملکې دویمې الیزابت د مرګ په مهال د هغې مخصوص سکرتر( د هغې له خپلوان او یا طبي ټیم پرته) لومړی څوک وه چې باید د ملکې د مرګ خبر یې خپور کړای وای. دهغوی لومړی عمل د لومړۍ وزیرې خبرول و چې د " د لندن پل لوېدلی دی " شفری عبارت په کارولو سره د خوندې تلفونی لاینونو په واسطه تر سر شول. د کابینې سکرتر او شورای مخصوصه اداره هم د ملکې د مخصوص سکرتر له خوا خبر شول. د همګټو هېوادونو  بهرني پرمختګ د ادارې د غبرګون مرکز چې د لندن په یوه پټ ځای کې پروت و د ملکې د مړينې خبر د همګټو ۱۴ هېوادونو ته چې دویمه الیزابت یې ملکه وه او نورو همګټو هیوادونو ته ورساوي. دولتي ویبسایتونه، د ټولنیزو رسنیو حسابونه، او دشاهي کورنۍ ویبسایت تور رنګ غوره کړ او د هغو خپرونو مخنیوی باید وشي چې نا اړینې منځپانګې لرې .    [۱۴][۱۵]

رسنۍ باید PA Media ( د مطبوعاتو اتحادیه) ته اعلان له لارې خبرې کړای شی ، بي بي سي به د رادیو د خبرداري د استولو د سیستم له لارې او په مستقلو رادیویي خبرونو کې د تجارتي اعلانونو رادیو به په آبي شبکې کې د مړینې د څراغونو له لارې چې وړاندې کوونکی به خبروي چې آرامه موسیقه خپره کړي خبره کړي، د بی بی سي دویم چنل به خپل په مهالوېش برابرې برنامې ودروي او د بي بي سي لومړي چنل ته په یې انتقال کړي. د بي بي سي خبرونه به له پخوا ریکار شوی منظم انځور خپورکړي چې د خپرولو په ترڅ کې به نوکریوال وړاندې کوونکي په داسې حال کې چې هغه تیاره کالي یې اغوستي وي چې په همدې موخه جوړ شوي وي چمتو کیږي چې رسما د ملکې دمړینې اعلان وکړي. ګاردین Guardian ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې ټایمز ورځپاڼې The Times ۱۱ ورځې او آی ټي ان ITN او سکای نیوزSky News له دې هم د ډیر وخت لپاره د ملکې د جنازې مراسم تر پوښښ لاندې راوستل او د رابینسون Mrs Robinson به نوم به یې د ملکې د نوم په ځای کاراوه.    [۱۶]

یو مستخدم به د بکینګهام د ماڼۍ په دروازه کې د ملکې د مړينې په اړوند یوه خبرتیا چې د پاڼې څنډې یې خړې وي نصبوي. د دې ماڼۍ ویب سایت به همدا خبرتیا خپروي. د برتانیا، سکاتلند، ویلز او شمالي ایرلند پارلمانونه به که شونې وي سره ژر تر ژره سره وويني . لومړی وزیره به اعیانو مجلس ته وینا کوي او نوی پاچا به له لومړۍ وزیرې سره د یوې ناستې کوربه وی او ملت ته به په ۶ بجو د ملکې له مړینې وروسته وینا کوي. په وایت هالWhitehall ( د مرکزي لندن په ویست منستر سیمه کی یو سړک دی) او نورو دولتي ماڼیو که به بیرغونه نم ځوړند وي اود تسلیت ورکولو لپاره به کتاب پرانستی وي. تشریفاتی تزینات لکه د تشریفاتو لکړي او دشورا ځنځیرونه به په تور کڅوړو کې واچول شي. د سلام توپک د سلامي ورکولو په ځای کې ځای په ځای شي او د یادونې مراسم به د لومړۍ وزیرې اونورو وزیرانو له خوا د سنټ پاول په کلیسا کې تر سره شي. [۱۷][۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Knight, Sam (16 March 2017). "Operation London Bridge: the secret plan for the days after the Queen's death". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 May 2019. بياځلي په 17 March 2017.
  2. "About Us". College of Arms. 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 July 2019. بياځلي په 12 November 2019.
  3. Wickham, Alex (3 September 2021). "Britain's plan for when Queen Elizabeth II dies". Politico. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 September 2021. بياځلي په 3 September 2021.
  4. "What happens when the Queen dies – 'Operation London Bridge' explained". The Independent (in انګليسي). 8 September 2022. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 September 2022. بياځلي په 2022-09-08.
  5. Oppenheim, Maya (16 March 2017). "This is the secret code word when the Queen dies". The Independent. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 May 2022.
  6. Knight, Sam (16 March 2017). "Operation London Bridge: the secret plan for the days after the Queen's death". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 May 2019. بياځلي په 17 March 2017.
  7. "A week of mourning for the last empress". The Guardian. 1 April 2002. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 March 2019. بياځلي په 17 March 2017.
  8. "The Insider – Paul Routledge". New Statesman. 17 June 2002. خوندي شوی له the original on 15 April 2020. بياځلي په 17 March 2017.
  9. "All the coded operations triggered by the Queen's death". www.walesonline.co.uk. Media Wales Group. 8 September 2022. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 September 2022. بياځلي په 9 September 2022.
  10. "Operation Unicorn: the secret strategy for the Queen dying in Scotland". The Herald. Glasgow. 7 July 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 September 2022. بياځلي په 8 September 2022.
  11. Hepburn, David (1 September 2022). "What are Operation Unicorn, Operation London Bridge and Operation Spring Tide? The secret plan outlining what would happen if the Queen dies in Scotland – and what happens next". The Scotsman. خوندي شوی له the original on 1 September 2022. بياځلي په 7 September 2022.
  12. "All the coded operations triggered by the Queen's death". www.walesonline.co.uk. Media Wales Group. 8 September 2022. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 September 2022. بياځلي په 9 September 2022.
  13. Bowden, George (16 March 2017). "5 Things We've Learned About 'London Bridge' – The Queen's Death Protocol". خوندي شوی له اصلي څخه په 12 June 2018. بياځلي په 16 March 2017.
  14. Knight, Sam (16 March 2017). "Operation London Bridge: the secret plan for the days after the Queen's death". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 May 2019. بياځلي په 17 March 2017.
  15. Knight, Sam (16 March 2017). "Operation London Bridge: the secret plan for the days after the Queen's death". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 May 2019. بياځلي په 17 March 2017.
  16. Gogarty, Conor (7 July 2018). "Operation London Bridge: This is what will happen when the Queen dies". Gloucestershire Live. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 December 2019. بياځلي په 26 August 2018.
  17. Wickham, Alex (3 September 2021). "Britain's plan for when Queen Elizabeth II dies". Politico. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 September 2021. بياځلي په 3 September 2021.
  18. "Protocol for Marking the Death of a Senior National Figure Operation London Bridge" (PDF). Fremington Parish Council. 5 June 2019. خوندي شوی له the original (PDF) on 10 March 2021.