منځپانگې ته ورتلل

د قوشتپې کانال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د قوشتپې کانال د افغانستان په شمال کي د آمو سیند څخه د اوبو اړولو لپاره یو کانال دی.[۱] تمه کیږي چي ددغه کانال اوږدوالی به ۲۸۵ کیلومتره وي او په ټولیزه توګه به ۵۵۰،۰۰۰ هکتاره دښته په کرنیزو ځمکو باندي بدله کړي.[۲] د قوشتپې کانال د بلخ ولایت څخه پیل کیږي او د جوزجان څخه په تېرېدو سره په فاریاب ولایت کي پای ته ورسیږي.[۳]

د قوشتپې کانال
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
canal (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
د اوبو ایستلو ډنډ
اداري سیمه
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
اوږدوالۍ
۲۸۵ كيلومتر پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۷°۰۵′۰۵″شمال ۶۷°۴۶′۲۶″ختیځ / 37.084797°شمال 67.773767°ختيځ / 37.084797; 67.773767 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

په افغانستان کي د طالبانو تر واک لاندي اوسني حکومت ددې کانال پروژه په لومړیتوبونو کي ګرځولې ده او د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کي یې چاري پیل سوې. [۱] د پلانیټ لابراتوار لخوا چمتو سوي انځورونه ښیي چي د اپریل 2022 څخه تر فبروري 2023 پوري د کانال له 100 کیلومترو څخه ډیره برخه کیندل سوې ده. [۲] ددې پروژې لومړی پړاو د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کي بشپړ سو، [۴] [۵] چي ورپسې یې دوهم پړاو سمدلاسه پیل او د ۲۰۲۴ کال تر دسمبر پوري یو اتیا سلنه بشپړ سوی دی. [۶] [۷]

نوم

[سمول]

د ځینو سرچینو په وینا دا کانال د افغانستان د جوزجان ولایت د قوش تیپه ولسوالۍ په نوم نومول سوی دی. [۸] د "قوش" کلمه یوه ترکي کلمه ده چي معنی یې "جوړه" یا "غبرګولي" ده. [۹] له همدې امله د کانال نوم "د دوه غونډیو کانال" بلل کیږي.

د آمو سیند د اوبو کارونه

[سمول]

د شوروي اتحاد په دوره کي د څلورو پخواني د شوروي اتحاد اړوند جمهوریتونو لکه قرغزستان ، تاجکستان ، ترکمنستان او ازبکستان ترمنځ د آمو سیند د اوبو د ویش لپاره یو رسمي تړون رامنځته سو، خو څرنګه چي دا تړونونه د شوروي اتحاد دننه وه، نو ځکه د افغانستان ګټو پکښي شتون نه درلود.[۱۰] کله چي په ۲۰۲۲ کال کې د کانال د جوړولو چاري پیل سوې، افغانستان لا هم د پولو ترمنځ د سیندونو د اوبو کارولو په اړه د کوم سیمه ییز یا نړیوال تړون غړی نه وو. [۱۱] د افغانستان شته حکومت استدلال وکړ چي افغانستان د آمو سیند د اوبو کارولو بشپړ حق پرته له کوم رسمي تړون څخه لري، ځکه یوه ستره برخه یې د هیواد په شمال کي تېرېدل او جریان یې هم تر یوې کچي د افغانستان له اوبو څخه وو. [۱۲]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ . 24 March 2023. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ . 16 February 2023. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. . 20 February 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  4. . 11 October 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  5. . 11 October 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  6. . October 11, 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  7. . 11 October 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  8. . 20 February 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  9. . Tashkent. 2000. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)CS1 maint: location missing publisher (link)
  10. . 2021. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  11. . 17 October 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  12. . 19 February 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)