د فیلیپین اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فیلیپین اقتصاد په ۲۰۲۱م کال کې د پیسو نړیوال صندوق پراساس د نومیز ناخالص کورني تولید له پلوه د نړۍ دوه دېرشم لوی اقتصاد او د آسیا دولسم لوی اقتصاد او له انډونیزیا او ټایلنډ څخه وروسته په ASEAN کې دریم لوی اقتصاد دی. فیلیپین یو له چټکو مخ پر ودو بازارونو څخه دی او د‌ آسیا په سوېل ختیځ کې له ټایلنډ او انډونیزیا څخه وروسته د نومیز ناخالص کورني تولید له اړخه ترټولو لوړ دریم اقتصاد دی.

فیلیپین په لومړۍ درجه کې یو نوی صنعتي شوی هېواد ګڼل کېږي چې پر کرنې ولاړ اقتصاد څخه پر خدمتونو او تولید ولاړ اقتصاد ته د لېږد په حال کې دی. تر ۲۰۲۱م کاله، د اخېستو توان برابرۍ پر اساس کورنی ناخالص تولید یې ۱.۴۷ ټریلیون ډالر اټکل شو چې په نړۍ کې ۱۸م ځای خپلوي.[۱]

د دې هېواد لومړني صادراتو کې نیمه هادي ګان او الکټرونیکي محصولات، د ټرانسپورټ (لېږد رالېږد) تجهیزات، جامې، د مس محصولات، د تېلو محصولات، د کوپرې غوړ او میوې شامل دي. د هغه اصلي سوداګریز شریکان عبارت دي له جاپان، چین، متحده ایالتونه، سنګاپور، سوېلي کوریا، هالنډ، هانګ کانګ، آلمان، ټایوان او ټایلنډ. فیلیپین د انډونیزیا، مالیزیا، ویټنام او ټایلنډ په څنګ کې د کوچني پړانګ اقتصادونو په توګه نومول شوي دي. دا هېواد اوس مهال یو له ډېرو چټکو آسیایي اقتصادونو څخه دی چې د ودې پرحال کې دی. په هرحال، لویې ستونزې پاته کېږي چې په عمده ډول د هېواد په بېلابېلو سیمو او ټولنیزو – اقتصادي طبقو په منځ کې د پراخ عاید او ودې د اختلاف کمولو، د فساد کمولو او د راتلونکې ودې تضمین لپاره په اړینو زیربناوو کې پانګه اچونې پورې اړوند دي.

داسې اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰م کاله پورې به د فیلیپین اقتصاد په آسیا کې څلورم لوی اقتصاد او د نړۍ په کچه نولسم لوی اقتصاد وي. داسې هم اټکل کېږي چې تر ۲۰۳۵م کاله پورې به فیلیپین د نړۍ پنځه ویشتم لوی اقتصاد وي.[۲][۳][۴]

تاریخ[سمول]

له استعمار څخه مخکې دوره (۹۰۰-۱۵۶۵)[سمول]

د فیلیپین ټاپوګانو اقتصادي تاریخ له استعمار څخه مخکې دورې ته ورګرځي. هغه هېواد چې په هغه وخت کې له بېلابېلو سلطنتونو او تالاسوکراسي ګانو څخه جوړ شوی وو، او پر ډېری سوداګرو یې نظارت درلود کوم چې دې ټاپوګانو ته به د سوداګرۍ لپاره راتلل. د دې سلطنت لخوا د هندي، عرب، چیني او جاپاني سوداګرو هرکلی وشو چې ډېری یې د سیند په غاړو، ساحلي بندرونو او مرکزي دښتو کې قرار درلود. سوداګرو د طلا، وریجو، لوښو او نورو محصولاتي توکو سره سوداګري کوله. بهرني سوداګرو له معاملو ورهاخوا، د فیلیپیني سلطنتونو له اعتباري پورونو، د اسیرانو مبادلې یا ښکاره بریدونو سره هم مخ وو. په هرحال، د پایاپای سیسټم (مال د مال په بدل کې) په هغه وخت کې ډېر پلی شو او له استعمار څخه مخکې خلکو د وارد شویو توکو څخه ډک ژوند څخه برخمن وو چې د هغوی د ژوند د موډ او سټایل ښکارندویي یې کوله.[۵]

له دولسمې پېړۍ څخه، د تولید یو لوی صنعت متمرکز شو او د بورنای خټین لوښو سوداګري، چې د چای او نورو خرابېدونکو موادو د ساتنې لپآره کارول کېدل، د فیلیپین په شمال کې له جاپاني او اوکیناوان سوداګرو سره په لاره واچول شو. دا لوښي په جاپاني ژبه کې د Ruson-tsukuri (له لوزون څخه جوړ شوي) په نوم پېژندل کېدل او د چای پاڼو او وریجو شرابو د تازه ساتلو لپاره ترټولو ښو ذخیروي لوښو له جملې څخه شمېرل کېدل. له همدې کبله د Ruson-tsukuri خټین لوښو د آسیا په شمال ختیځ کې د پام وړ وګرځېدل. د فیلیپین هر لوښي خپل ځان ته ځانګړی د نښې سمبول درلود چې د Ruson-tsukuri په لاندې برخه کې به د یوه بایباین توري سره مشخص شوی وو.

خلک ډېر ماهر کروندګر وو او ټاپوګانې په ځانګړې توګه لوزون کې په لویه پیمانه وریجې، مرغۍ، شراب او همدارنګه ګڼ شمېر کاراباو، هوسۍ، وحشي خنزیر او وزې پیدا کېدې. سربېره پر دې، هلته نخي او رنګه جامې، موم، شات او خرما په لوی مقدار سره د بومیانو لخوا تولید کېدل. مخکې له استعماره په پانګاسینان کې د کابولوان ایالت ډېری د هوسۍ پوټکی جاپان او اوکیناوا ته صادروه. د Ma-i ملت د آسیا له ختیځ سره خپلې سوداګرۍ کې د شاتو مچیو موم، پنبه، اصلي مروارید، د شمشتۍ پوښ، د دارو درملو مغزیات او یوتا جامې تولیدولې. د شپاړسمې پېړۍ په لومړیو کې، د پاسیګ سیند ډلټا دوه لویو دولتونو ماینیلا او ټونډو د فیلیپین په نورو ټاپوګانو کې د چیني توکو سوداګري کې ګډ انحصار جوړ کړ. د نامایان ښار د ترګاڼي، معماري او کب نیونې ګڼ صنعتونه درلودل.[۶]

د ویسایاس ټاپوګانې چې د مادجااس کېداتوانو، داپیتان کېداتوانو او د سیبو راجانېټانو کور دی له بلې خوا په کې وریجې، کبان، پنبه، خنزیر، مرغۍ، موم او شات پرېمانه وو. ویل کېږي چې لیته به هر کال د وریجو دوه محصوله تولیدول او پډرو چیرینو د وریجو او پنبې لویو عایداتو په هکله نظر ورکړ چې د خلکو تغذیې او پوښښ لپاره یې بسنه کوله.

په مینداناو کې د بوټوان راجانېټ د سرو زرو په کیندنې او د زیوراتو په جوړولو کې تخصص درلود. د سانمالان راجانېټ د درملو په لېږد کې تخصص درلود. د ماګوینډاناو سلطنت د دارچیني په کرنه او راټولولو کې نوم درلود. د لاناو سلطنت د لاناو جهیل څنډې ته د کب نیونې صنعت درلود او د سولو سلطنت د مروارید موندنې لپاره غوطه وهونکي عملیات درلودل.

د لرغوني فیلیپین سلطنتونه په نړیوالې سوداګرۍ کې فعال وو او له سمندر څخه یې د طبیعي لویې لارې په توګه ګټه اخیستله. لرغونو خلکو په لوېدیځ کې تر مالدیفه پورې او په شمال کې تر جاپانه پورې له خپلو آسیایي ګاونډیو سره د اوږد واټن په سوداګرۍ بوخت وو.[۷]

ځینو تاریخ پوهانو ان سپارښتنه وکړه چې هغوی همدارنګه په لوېدیځې میکرونېزیا کې له اسټرونیزي خلکو سره منظمې اړیکې درلودې، ځکه دا په سمندرګي کې یوازنۍ سیمه وه چې هلته د لومړنیو اروپایانو د ننه کېدو په وخت کې یې د وریجو محصول، توبا (د کوپرې خمیره شوې شیره) او د فوفا مغز ژاولو دود درلود. د ویسایانانو د بدن پیچلو ټاټوګانو او د بورنئو ټاټوګانو ترمنځ عجیب ورته والي هم د بورنئو او لرغوني فیلیپین ترمنځ په زړه پورې اړیکه ثابته کړه.

د ماګېلان تاریخ لیکونکی، انټونیو پیګافتا، اشاره وکړه چې د شاوخوا ټولو سیمو سوداګر او سفیران د سوداګرۍ موخې لپاره د سوګبو (سیبو) راجا ته د خراج ورکولو لپاره راغلل. په داسې حال کې چې د ماګېلان خدمه له راجا سره وه، د سیام یو استازی راجا ته د درناوي ادا کولو په حال کې وو. میګوئل لوپز دې لګازپي هم ولیکل چې څنګه سوداګر له لوزون او میندورو څخه د سوداګرۍ لپاره سیبو ته راغلي وو او همدارنګه اشاره یې وکړه چې څنګه چیني سوداګر په منظم ډول د همدې موخې لپاره لوزون ته راتلل. د ویزایان ټاپوګانې پخوا مخکې له میلاده په ۲۱م کال کې له یوناني سوداګرو سره مخامخ شوې وې. د هغه ځای خلکو له نورو کلتورونو سره د پراخې سوداګریزې اړیکې څخه خوند اخیسته. هندیان، جاپانیان، عربان، ویټنامیان، کمبوډیایان، ټایلنډیان، مالیزیایان او انډونیزیایانو د سوداګرو یا مهاجرو په توګه شتون درلود.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د هسپانیې د استعمار دوره[سمول]

بومي یا اصلي اوسیدونکي د نورو توکمونو لکه لاپو-لاپو له خوا غلامان شوو چې نور ټاپوګان یې د مالیې ورکولو ته اړ کړل. د هسپانویانو په راتګ سره دغه د غلامي نظام ړنګ شو. Miguel Lopez de Legazpi او له مکسیکو نه Tlaxcaltecs دغه ټاپوګان فتح او سره یوځای کړه. دا سوبه د اګسټینو اردونټا له خوا د مکسیکو سواحلو ته د سفر د کشف په پایله کې ممکنه شوه. د کیپیتانیا جنرال له خوا د اسلاس فیلیپین اداره کنټرولېده او د مکسیکو پلازمینې پورې یې اړه درلوده چې د نوې هسپانیا نایب السطنه حکومت یې جوړوه. کله چې د هسپانیې حکومت د منیلا ګیلون سوداګریز سیسټم پرانسته، د اسلاس فلیپین اقتصاد نوره هم وده وکړه. سوداګریزو کښتیو، مهاجرینو او نظامي ځواکونو به په کال کې یو یا دوه ځله د ارام سمندر په اوږدو کې د مکسیکو له اکاپولکو بندر نه د فیلیپین مانیلا ته سفرونه کول. په هغه وخت کې دا دواړه ښارونه د هسپانیا د نوي ولایت برخې وې.[۱۲][۱۳]

د دې سوداګرۍ له امله د مانیلا ښار د نړۍ په لویو ښارونو بدل شو، او په راتلونکو کلونو کې یې د فیلیپین اقتصاد ته وده ورکړه. سوداګرۍ د مکسیکو او پرو خوراکي توکي لکه جوار، روميان، کچالو، مرچ، چاکلیټ او اناناس هم معرفي کړل. تمباکو، چې لومړی ځل په لاتینې امریکې کې کورنی یا اهلي شوی و، چې وروسته فیلیپین ته معرفي یا وړاندې شو، د فیلیپینانو لپاره یو مهم نغدي محصول شو. [۱۴][۱۵][۱۶] 

د فیلیپین لومړی جمهوریت (۱۸۹۹- ۱۹۰۱)[سمول]

د فیلیپین د لومړي جمهوریت د بغاوت پرمهال د فیلیپین اقتصاد د لومړیو کلونو په اوږدو کې ثابته پاتې شو، خو د فیلیپین – امریکې د جګړې له پیل سره ټکنی شو. پر دې سربېره، د لومړي جمهوریت په دوره کې، په ۱۹۰۰ کال کې د فیلیپین لپاره د سر سړي ناخالص کورنی تولید ۱۰۳۳ ډالره اټکل شوی و. دا ددې لامل شو چې په ټولې اسیا کې دویم بډایه ځای جوړ کړي، په دې معنا چې یوازې له جاپان (۱۱۳۵ ډالر) نه لږ شاته، او له چین (۶۵۲ ډالر) یا هند (۶۲۵ ډالر) نه ډېر مخکې و.[۱۷]

کرنه[سمول]

له ۲۰۲۱ کال  نه راهیسې فیلیپین د کرنې په برخه کې ۲۳٪ کاري ځواک  په کار ګمارلی. له ۲۰۱۴ کال نه راپه دېخوا کرنې د فیلیپین د ناخالص کورني تولید ۱۱٪ برخه جوړه کړې. [۱۸][۱۹]

فیلیپین په نړۍ کې د کوپرې یا ناریالو ترټولو لوی تولیدونکی هېواد دی چې په ۲۰۰۹ کال کې یې ۱۹،۵۰۰،۰۰۰ ټنه ناریال تولید کړي. په فیلیپین کې د ناریالو تولید عموما په متوسطو فارمونو باندې متمرکز دی. همداشان فیلیپین د اناناس دویم لوی تولید کوونکی هېواد دی چې په ۲۰۱۸ کې یې ۲،۷۳۰،۰۰۰ میټریک ټنه تولید کړي.[۲۰][۲۱]

د وریجو تولید په فیلیپین کې د خوړو د تامینولو او اقتصاد لپاره خورا اړین دی. فیلیپین په نړۍ کې د وریجو اتم لوی تولیدونکی هېواد دی، چې د نړۍ د وریجو د تولید ۲،۸٪ برخه جوړوي. همدارنګه فیلیپین په ۲۰۱۰ کال کې د نړۍ په کچه د وریجو لوی واردوونکی هېواد و. وریجې تر ټولو مهم خوراکي محصول دی، چې د هیواد په ډیریو برخو کې د اصلي خوړو له ډلې ګڼل کېږي. په پراخه کچه دا په لوزون (په ځانګړي توګه مرکزي لوزون)، لویدیځ ویسایاس، سویلي مینډاناو او مرکزي مینډاناو کې تولیدېږي.[۲۲][۲۳]

فیلیپین په نړۍ کې د بورې یا شکر د سترو تولیدونکو له ډلې نه دی. لږ تر لږه د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې د ګني فصلونه کرل کېږي، چې له دې ډلې د نیګروس ټاپو سیمه د هیواد د ټول تولید نیمایي برخه جوړوي. [۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Report for Selected Countries and Subjects". imf.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. PricewaterhouseCoopers. “The World in 2050.” PricewaterhouseCoopers, February 2017. https://www.pwc.com/gx/en/research-insights/economy/the-world-in-2050.html. "RANKED: These will be the 32 most powerful economies in the world by 2050". Business Insider. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "PHL economy projected as 12th biggest by 2050 – HSBC". BusinessWorld. د اصلي آرشيف څخه پر September 21, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 13, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. World Economic League Table 2022: A world economic league table with forecasts for 191 countries to 2036 (PDF). Center for Economic and Business Research. 2021. د کتاب پاڼې 174. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. CHINESE TRADE IN PRE-SPANISH PHILIPPINES: CREDIT, HOSTAGE AND RAID REGIMES By Tina S. ClementeAsian Center, University of the Philippines-Diliman (Jati, Volume 17, December 2012, 191-206)
  6. Dery, Luis Camara (2001). A History of the Inarticulate. Quezon City: New Day Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-971-10-1069-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. From the mountains to the seas Archived May 21, 2009, at the Wayback Machine.. Mallari, Perry Gil S. The Manila Times. January 18, 2009.
  8. Ancient Philippine Civilization. Accessed January 7, 2013.(archived from the original on December 1, 2007)
  9. Felix Regalado and Quentin B. Franco, History of Panay (Iloilo City, Central Philippines University: 1973) ed., Eliza B. Grimo, p. 78.
  10. The Cultural Influences of India, China, Arabia, and Japan – Philippine Almanac Archived July 1, 2012, at the Wayback Machine.
  11. Cebu, a Port City in Prehistoric and in Present Times Archived 2016-03-03 at the Wayback Machine.. Accessed September 5, 2008.
  12. Letter from Fajardo to Felipe III From Manila, August 15 1620.(From the Spanish Archives of the Indies) ("The infantry does not amount to two hundred men, in three companies. If these men were that number, and Spaniards, it would not be so bad; but, although I have not seen them, because they have not yet arrived here, I am told that they are, as at other times, for the most part boys, mestizos, and mulattoes, with some Indians (Native Americans). There is no little cause for regret in the great sums that reënforcements of such men waste for, and cost, your Majesty. I cannot see what betterment there will be until your Majesty shall provide it, since I do not think, that more can be done in Nueva Spaña, although the viceroy must be endeavoring to do so, as he is ordered.")
  13. "Forced Migration in the Spanish Pacific World" By Eva Maria Mehl, page 235.
  14. 1996. “Silk for Silver: Manila-Macao Trade in the 17th Century.” Philippine Studies 44, 1:52–68.
  15. Chuan, Hang-sheng. 2001. “The Chinese Silk Trade with Spanish-America from the Late Ming Period to the Mid-Ch’ing Period.” In Studia Asiatica Essays in Asian Studies in Felicitation to the Seventy-fifth Anniversary of Professor Ch’en Shouyi, ed. Laurence G. Thompson, 99–117. San Francisco: Chinese Materials Center.
  16. Jose Maria S. Luengo (1996). A History of the Manila-Acapulco Slave Trade (1565-1815). Mater Dei Publications. د کتاب پاڼې 132. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. NationMaster (2010). "GDP per capita in 1900 by country. Definition, graph and map". د لاسرسي‌نېټه December 12, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Employment in agriculture (% of total employment)". د لاسرسي‌نېټه March 3, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Agriculture, value added (% of GDP)". د لاسرسي‌نېټه March 3, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "World pineapple production by Country". د لاسرسي‌نېټه September 27, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Hayami, Yūjirō; Quisumbing, Maria Agnes R.; Adriano, Lourdes S. (1990). Toward an alternative land reform paradigm: a Philippine perspective. Ateneo de Manila University Press. د کتاب پاڼې 108. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-971-11-3096-1. د لاسرسي‌نېټه November 15, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Faostat". د اصلي آرشيف څخه پر July 28, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په January 28, 2011 باندې). Factbox – Top 10 rice exporting, importing countries.
  24. "ESS Website ESS : Statistics home". د لاسرسي‌نېټه March 3, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Historical Statistics". د لاسرسي‌نېټه March 3, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Master Plan For the Philippine Sugar Industry. Sugar Master Plan Foundation, Inc. 2010. د کتاب پاڼې 7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)