منځپانگې ته ورتلل

د فرهاد پاشا تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د عثماني امپراتورۍ او د هغې د سیمو نقشه په ۱۵۹۰ میلادي کال کې

د فرهاد پاشا تړون د صفوي امپراتورۍ او عثماني امپراتورۍ ترمنځ یو تړون و. دا د ۱۵۷۸ څخه تر ۱۵۹۰ پورې د دوی ترمنځ د اوږدې جګړې وروسته د ۱۵۹۰ کال د می په ۲۱مه لاسلیک شو.

جګړه

[سمول]

دا جګړه په جنوبي قفقاز کې وشوه. په یوه جګړه کې چې د چالدر جګړه نومېږي، عثماني پوځ د چالدر سیمې ( قارص ښار ته نږدې) ایراني پوځ ته په ماتې ورکولو او د جنوبي قفقاز د ډیری برخې په ترلاسه کولو کې بریالی شو. یو څه وخت وروسته، د صفوي ایراني پوځ د لاس ورکړای شویو سیمو بیرته ترلاسه کول پیل کړل. په پایله کې، عثماني پوځ (چې ډیری یې د کریمیا تاتارانو څخه جوړ وو) یو ځل بیا د ایران په لور حرکت وکړ، او په ۱۵۸۳ کال کې، د مشعل جګړې په نوم په یوه جګړه کې (چې دا جګړه د شپې ترسره شوه، دوی ډیری مشعلونه کارول)، د عثمانیانو لخوا د ایران پوځ مات شو او د جنوبي قفقاز سیمې بیرته د عثمانیانو لاسونو ته ولویدې. د دې فتحې وروسته د ۶ کلونو په اوږدو کې، ترټولو مهمه پیښه د عثمانیانو لخوا د تبریز فتحه وه. په ایران کې د نورو ستونزو لکه کورنۍ جګړې او د ازبکانو په وړاندې د جګړې په پام کې نیولو سره، شاه عباس لومړی اړ شو چې تړون لاسلیک کړي.

تړون

[سمول]

دا تړون د فرهاد پاشا تړون یا د استانبول تړون په نوم پیژندل کیږي ( فرهاد پاشا د عثماني حکومت د یو جنرال نوم و). په دې تړون کې، ایران د نیول شویو سیمو ( ګرجستان ، ارمنستان ، او د اذربایجان جمهوریت اوسنی موقعیت، او همدارنګه د شمال لویدیځ ایران ځینې برخې لکه تبریز) د عثماني ملکیت ومنلو.

د تړون پایله

[سمول]

دا تړون د عثماني امپراتورۍ لپاره یوه لویه بریا ګڼل کېده. خو دا وضعیت ډېر دوام ونه کړ، او وروسته له هغه چې شاه عباس وکولای شول چې ازبکان وځپي او داخلي ستونزې حل کړي، هغه د لاسه ورکړای شویو ځمکو د بیرته ترلاسه کولو لپاره د مناسب فرصت په تمه و. دا مناسب فرصت هغه وخت راغی کله چې عثماني حکومت داخلي ستونزې درلودې او شاه عباس د عثماني خاورې باندي برید وکړ، او په پایله کې، د فرهاد پاشا له تړون څخه ۲۲ کاله وروسته، هغه د ناسوه پاشا تړون په عثمانیانو باندې تحمیل کړ.

سرچینې

[سمول]
  1. ^ ا ب پ ت Roemer 1986
  2. ^ ا ب Mitchell 2009
  3. ^ ا ب پ Mikaberidze 2011
  4. Floor 2001
  5. Such as in Shirvan, which was sparked due to heavy taxation (Matthee (1999)، p. 21)
  6. Bengio & Litvak 2014

مشارکت‌کنندگان ویکی‌پدیا. «Treaty of Ferhat Pasha». در دانشنامهٔ ویکی‌پدیای انگلیسی، بازبینی‌شده در ۷ بهمن ۱۳۸۹.