د فرانسې پوځي تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د فرانسې پوځي تاريخ د شخړو يو ستر پرله پسې والی رانغاړي، چې له ۲۰۰۰ څخه د زياتو کلونو لپاره د معاصرې فرانسې، اروپا او په ټوله نړۍ کې د سيمو د يو ډول په ګډون په ډېرو سيمو کې غځېدلي دي.

د تاريخپوه Niall Ferguson د نظر له مخې فرانسه په تاریخ کې تر ټولو بريالی پوځي ځواک دی. فرانسويانو له ۱۴۹۵ ز کال راهيسې د ۱۲۵ سترو اروپايي جګړو له ډلې په ۵۰ جګړو کې ونډه اخيستې، چې دا ګډون د بل هر اروپايي هېواد څخه زيات دی. له فرانسې څخه وروسته اتريشيان دي، چې په ۴۷ جګړو کې جنګېدلي، هسپانيې په ۴۴ جګړو کې او انګليستانيان (او وروسته بریتانويان) په ۴۳ جګړو کې شامل وو. له ميلاد څخه مخکې له ۳۸۷ ز کال راهيسې د ټول ۱۶۹ جګړو له ډلې، فرانسې ۱۰۹ ګټلي، ۴۹ يې بايللي او ۱۰ يې مساوي کړي دي. [۱][۲]

د اوسنۍ معاصرې فرانسې په سيمه کې تر ټول سترې ثبت شوې جګړې په خپله د ګالو او روميانو تر منځ (Gallo-Roman) جګړې په شا او خوا کې رامنځته شوي دي، چې له ميلاد څخه مخکې له ۶۰ تر ۵۰ کلونو پورې واکمن وو. روميانو په پای کې د Julius Caesar د مبارزو له لارې برياوې خپلې کړې. د رومي سترواکۍ له ړنګېدلو څخه وروسته، د Franks په نوم يوې جرمني قبيلې د سيالو قبيلو په ماتولو سره د Gaul واک تر لاسه کړ. د “Francia” خاوره چې فرانسه ترېنه خپل نوم تر لاسه کوي، د لومړي Clovis او Charlemagne تر پاچهيو لاندې د پراختيا لوړ ټکي لرل. يادو پاچایانو د راتلونکي فرانسوي دولت هسته رامنځته کړه. په منځنيو پېړيو کې له انګليستان سره سياليو. لکه: د نارمن بريا (Norman Conquest) او د سلو کلونو جګړې (Hundred Years’ War) غوندې سترې جګړې وهڅولې. په زياتېدونکې ډول په يوې متمرکزې پاچهۍ، د روميانو له وخت راهيسې لومړني منظم لښکر او د توپخانې په کارونې سره، فرانسې له خپلې سيمې څخه انګریزان وايستل او په اروپا کې د منځينو دورو يو تر ټولو ځواکمن دولت شو. دوی دا حالت يا دريځ د ايټاليا جګړو کې له ماتې څخه وروسته د روم مقدسې سترواکۍ او هسپانيې ته بايلود. د ۱۶ پېړۍ په وروستيو کې دين جګړو (Wars of Religion) فرانسه کمزروې کړه، مګر په دېرش کلنه جګړه (Thirty Years’ War) کې پر هسپانيه يوې بريا؛ فرانسه يو ځل بيا په لويه وچه [اروپا] کې تر ټولو پياوړی ملت کړ. فرانسې په موازي ډول په اسيا، افریقا او امريکا کې خپله لومړنۍ استعماري سترواکي جوړه کړه. د څوارلسم لوی (Louis XIV) په مشرتابه فرانسې پر خپلو سيالانو باندې پوځي لوړوالی تر لاسه کړ، مګر په زياتېدونکي ډول د پياوړي دښمن يو ځای کېدنو پر وړاندې زور اخيستونکو جګړو د فرانسې د هيلو مخنيوی وکړ او ياده پاچهي يې د ۱۸ پېړۍ په پيل کې وروسته پاتې دېوالي (ماته) پرېښوده.

بيارغول شويو فرانسوي لښکرو د هسپانيې، پولينډ او اطريش تاجونو (پاچاهيو) پر وړاندې کورنيو جګړو برياوې تر لاسه کړې. په ورته وخت کې فرانسې خپلې مستعمرې له بريدونو څخه ژغورلې. څنګه چې ۱۸ پېړۍ پرمختګ وکړ، له لويې بريتانيا سره نړيوالې سيالۍ اووه کلنو جګړو ته لار هواره کړه، چې فرانسې په کې د ختيځې امريکا نيول شوې سيمې له لاسه ورکړې. هوساينه د واک يا نفوذ په بڼه په اروپا او د امريکا په اوښتنيزه (انقلابي) جګړه کې راغله، چې د پيسو او وسلو په بڼه د فرانسې پراخه مرستې او د دوی د لښکر او سمندرې ځواک سيده يا مستقيم ګډون د متحده ايالتونو د خپلواکۍ سبب شو. کورنی سياسي پړسوب يا پورته کېدنه په پای کې د فرانسې د اوښتون په جګړو او ناپيليوني جګړو کې د ۲۳ کالونو نږدې پرله پسې جګړې سبب شوه. فرانسه د همدې دورې پر مهال د خپل ځواک تر ټولو لوړې څوکې ته ورسېده، چې د ناپيليون بناپارت په مشرتابه يې په بې مخينې ډول لويې وچې واکمني کوله. په ۱۸۱۵ ز کې که څه هم فرانسې هغومره پولې بيا تر لاسه کړې، چې له اوښتون څخه مخکې يې اداره کولې. د ۱۹ پېړۍ پاتې دوره د فرانسې د دويمې استعماري سترواکۍ او همدارنګه په بلجيم، هسپانيه او مکسيکو کې د فرانسوي منځګړيتوبونو (لاسوهنو) شاهد وه. نورې سترې جګړې د روسيې پر وړاندې په کريميا، د اتريش پر وړاندې په ايټاليا او د پروس پر وړاندې په خپله فرانسه کې وشوې. [۱]

د فرانسې او روسيې تر منځ جګړه کې له ماتې څخه وروسته، د فرانسې او جرمني سيالي په لومړۍ نړيواله جګړه کې يو ځل بيا راپورته شوه. فرانسه او متحدين يې دا ځل بريالي وو. د جګړې په راپورته کېدنه کې ټولنيز، سياسي او اقتصادي پړسوب د دويمې نړيوالې جګړې سبب شو، چې متحدين په کې د فرانسې جګړه کې مات شول او فرانسوي حکومت له جرمني سره اوربند لاسليک کړ. متحدينو د فرانسې د خپلواکو ځواکونو (Free French Forces) په ګډون، د يو تبعيد شوي حکومت په مشرتابه د جګړې په پای کې پر محور ځواکونو باندې بريا تر لاسه کړه. د بايلې په توګه فرانسې په المان کې یوه نيول شوې سيمه او د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې خپله تل پاتې څوکۍ وساتله. د لومړيو دوه نړيوالو جګړو په کچه د فرانسې او جرمني تر منځ د درېيمې نړيوالې جګړې د مخنيوي امر اروپايي يو ځای کېدنې ته لاره هواره کړه چې په ۱۹۵۰ ز لسيزه کې پيل کېږي. فرانسه يو هستوي ځواک شو او د ۲۰ پېړۍ له وروستيو څخه يې له ناټو او خپلو اروپايي ملګرو سره نږدې مرسته کړې ده.

په وروستو[سمول]

په وروستو څو لسيزو کې د فرانسې سوق الجيشي فکر ځينې وختونه د دې اړتيا له مخې پر مخ تللی، چې تش په نوم «طبيعي پولې» تر لاسه يا وساتي، چې په سويل لويديځ کې پيرنه غرونه، سويل ختيځ ته الپ غرونه او ختيځ ته د راين سيند دی. ۱۵۰۰ کالونه جګړه او ديپلوماسي چې په Clovis سره پيل شوه، د دې زياتره موخو د تر لاسه کولو شاهد دي. له نورو اروپايي ځواکونو سره جګړه تل د دې انګېرنو له مخې څرګنده نه وه او زياتره وختونه د فرانسې واکمنانو خپلې لويې وچې واک له دې خنډونو څخه لرې پراخه کړ، چې د Charlemagne، څوارلسم لويی او ناپيليون په مشرتابه لاسته راوړنې يې خورا د يادونې وړ دي. د بې پايه جګړې دا دورې د خپلو معيارونو او عمومي دودونو له مخې ځانګړې کېږي، مګر ټولو يې د فرانسوي واګې د پراختيا په موخه پياوړې مرکزي مشرۍ ته اړتيا لرله. په انساني تاريخ کې مهمې نامي سيالۍ د فرانسويانو او نورو اروپايي ځواکونو تر منځ د شخړې د پايلې په توګه منځته راغلي دي. په اروپا او نوره نړۍ کې د نفوذ يا حيثيت لپاره د انګليستان او فرانسې تر منځ سيالۍ د پېړيو لپاره دوام وکړ، په داسې حال کې چې د فرانسې او جرمني تر منځ خورا وروستۍ سيالۍ د موازنې ساتلو په موخه،  دوو نړيوالو جګړو ته اړتيا درلوده. [۲][۳][۴][۵]

د فرانسې زياتره پوځي هڅې چې د ۱۶ پېړۍ په لومړيو کې پيل شوې، له هېواده د باندې د فرانسې د ملکيتونو خونديتوب او د فرانسې د استعمارچيانو او اصلي وګړو تر منځ د مخالفت اچولو لپاره ځانګړې شوې وې. فرانسوي ځواکونه په بنسټيز ډول له سيمه یيزو وګړو سره د د راکړې ورکړې په موخه، د خپلې سترواکۍ په ټولو برخو کې خپاره شول. د فرانسې يوه استعماري سترواکي د ۱۹۵۰ ز لسيزې په وروستيو کې د الجيريا ملتپالو د ماتولو له بې پايلې هڅې څخه وروسته ړنګه (ټوټه ټوټه) شوه، چې دا هغه ناکامي وه چې د څلورم جمهوريت (Fourth Republic) له مينځه تللو سبب شوه. له دويمې نړيوالې جګړې راهيسې د فرانسې هڅې د يو ستر ځواک په توګه خپل دريځ او د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د خپل نفوذ ساتنې لپاره ځانګړې شوې دي. فرانسه د  اروپا د دوسله والو ځواکونو (د دوی د ساتنې په موخه) د يو کولو په هڅه کې د يوې وسيلې په توګه هم ده، چې موخې يې د دواړو له لورې د روسيې د ځواک متوازن کول او په متحده ايالتونو کې د اروپايي فوځي تکيې کمزوري کول وو. [۶][۷][۸]

سرچينې[سمول]

  1. Ferguson, Niall (2001). "The Cash Nexus: Money and Power in the Modern World, 1700-2000; p.25-27". www.goodreads.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Quite Interesting: The QI cabinet of curiosity". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)