د فرانسې لوی انقلاب
د دغې مقالې بېطرفي تر بحث لاندې ده.
د دې لپاره چې دغه ليکنه د ويکيپېډيا له معيارونو سره سمه شي، بايد ټول لیدلوري په مساوي او ناپېیلې بڼه پکې بیان شي. لطفاً د سمون په برخه کې مرسته وکړئ.
د فرانسې لوی انقلاب (۱۷۸۹–۱۷۹۹) په فرانسه او د اروپا په عصري تاریخ کې یو له خورا مهمو پېښو څخه دی چې د مطلقې پاچاهۍ ټغر یې ور ټول کړ. دغه انقلاب نه یوازې په فرانسه کې سیاست بدل کړ، بلکې په ټوله نړۍ کې یې د ډیموکراسي، لیبرالیزم، او د بشر حقونو د مفکورو د خپرولو لاره هواره کړه.
د انقلاب ريښې
[سمول]فرانسوي ټولنه له انقلاب څخه وړاندې په دریو برخو (اشراف، مذهبي مشران او عام خلک) وېشل شوې وه. د وګړو دغه نابرابري، اقتصادي بحران او د ټولنیز تړون په څېر فلسفي افکارو خلک پاڅون ته وهڅول. عام ولس د فیوډالیزم له ظلمونو او لوړ مالیاتو څخه په تنګ راغلي وو.
مهم پړاوونه
[سمول]۱. د باستیل کلا سوبه: د ۱۷۸۹ کال د جولای په ۱۴مه، خلکو د باستیل پر زندان برید وکړ چې د استبداد د ماتې نښه وه. ۲. د بشر د حقونو اعلامیه: دغه سند د لومړي ځل لپاره د وګړو ازادي او مساوات په قانوني ډول تایید کړل. ۳. د جمهوریت اعلان: په ۱۷۹۲ کال کې پاچاهي لغوه او لومړی فرانسوي جمهوریت رامنځته شو. ۴. د ترور دوره: د روبسپیر په مشرۍ یو خونړی پړاو و چې ډېری مخالفین پکې اعدام شول.
پر ادبیاتو او هنر اغېزه
[سمول]د فرانسې انقلاب پر ادبي مکتبونو ژوره اغېزه وکړه. لومړی د رومانتیزم لپاره لاره پرانیستل شوه او وروسته د ټولنې د حقایقو بیانولو لپاره رولیزم او بیا د لاشعور سپړلو لپاره سورریالیزم رامنځته شول. د فرانسې د انقلاب مفکورې د نړۍ په ناول لیکنې او سیاسي ادبیاتو کې لا هم ژ ژوندۍ دي.
پایلې او میراث
[سمول]- د ناپلیون بوناپارټ واک ته رسېدل او د نوي قانون (Napoleonic Code) جوړول.
- په اروپا کې د ملتپالنې (Nationalism) د روح پیاوړي کېدل.
- د ښځو د حقونو او د غلامۍ د لغوه کولو لپاره د لومړنیو هڅو پیل.
سرچینې
[سمول]- د فرانسې د انقلاب تاریخ - د فرانسې ملي کتابتون (BnF)[مړه لينکونه]
- د انقلاب مستند ارشیف - د فرانسې ملي ارشیف
- Soboul, Albert. The French Revolution 1787–1799. Random House.
- McPhee, Peter. The French Revolution, 1789-1799. Oxford University Press.