د فرانسې تاريخ (له ۱۹۰۰ ز کال څخه تر اوسه پورې)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۹۱۴ ز کال څخه تر اوسمهاله پورې د فرانسې تاريخ لاندې دورې رانغاړي:

  • د درېيم جمهوريت (۱۹۴۰ – ۱۸۷۰ز) وروستي کالونه.
  • لومړۍ نړيواله جګړه (۱۹۱۸ ـ ۱۹۱۴ ز کلونه).
  • د جګړې دوره (۱۹۳۹ –  ز کلونه۱۹۱۸ ز کلونه).
  • دويمه نړيواله جګړه (۱۹۴۵ – ۱۹۳۹ ز کلونه).
  • درېيم جمهوريت (۱۹۵۸ – ۱۹۴۶ز کلونه).
  • پينځم جمهوريت (له ۱۹۵۸ز کال  راهيسې).

جغرافيه[سمول]

په ۱۹۱۴ ز کال کې د فرانسې سيمې له نننۍ فرانسې څخه د دوو مهمو دلايلو له مخې توپير درلود. لومړی دا چې د الزاس زياتره برخه او د لورين شمال ختيځه برخه په ۱۸۷۰ ز کال کې (د ۱۸۷۱ -۱۸۷۰ ز کلونو د فرانسې او پروس تر منځ له جګړې څخه وروسته) جرمني پورې تړل شوې وه. دويم دا چې د شمالي افریقا الجيريا هېواد په ۱۸۴۸ ز کال کې د فرانسې د يوې بشپړونکې برخې يا څانګې په توګه رامنځته شو. الزاس او لورن د لومړۍ نړيوالې جګړې په پای کې بېرته تر لاسه شول (يوازې د لنډ مهال لپاره ورڅخه جرمني د دويم ځل لپاره د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال ونيول).

سر شمېرنې[سمول]

د نورو اروپايي هېوادونو خلاف، فرانسې د ۱۹ مې پېړۍ په نيمايي او وروستيو او د ۲۰ مې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د وګړو يوه پياوړې وده ونه ازمويله. دا د لومړۍ نړيوالې جګړې د فرانسې د لویو زيانونو له مخې ترکيب کېدلی شي، چې د اټکل له مخې د ملکي وګړو په ګډون نږدې ۱،۴ ميليونه فرانسويان په کې مړه شول (يا د فعال بالغ نارينه نفوس نږدې ٪۱۰) او د همدې شمېر څلور برابره په کې ټپيان شول. همدارنګه په دويمه نړيواله جګړه کې د اټکل له مخې ۵۹۳۰۰۰ فرانسويان ووژل شول (د امريکايي وګړو د مړينې يو نيم برابر زيات)، چې ۴۷۰۰۰۰ يې ملکي وګړي وو. په ۱۸۸۰ ز کال کې د نږدې ۳۹ ميليونه وګړو څخه، فرانسې په ۱۹۴۰ ز کال کې لا هم ۴۰ ميليونه نفوس درلود. له جګړې څخه په وروسته کلونو کې «د بچي سترې پراختيا» او کډوالۍ سره د فرانسې نفوس په ۱۹۶۸ ز کال کې ۵۰ ميليونه ته ورسېده. دا وده په ۱۹۷۴ ز کال کې بطي شوه.

له ۱۹۹۰ ز کال راهيسې فرانسې په نفوس کې بې مخينې وده ليدلې ده. په ۲۰۰۴ ز کال کې د وګړو وده ٪۰،۹۸ وه، چې نږدې د شمالي امريکا کچو ته رسېده (۲۰۰۴ ز کال فرانسې له ۱۹۷۴ راهيسې تر ټولو لوړ زياتوالی درلود). فرانسه د وګړو د ودې له مخې د ايرلينډ جمهوريت څخه پرته، د نورو ټولو اروپايي هېوادونو په سر کې دی او په ۲۰۰۳ ز کال کې له کډوالو پرته د فرانسې د طبيعي وګړو وده په ټول اروپايي نفوس کې د نږدې ټولې طبيعې ودې ځواب ويونکې وه. يعنې د اروپايي ټولنې نفوس له کډوالۍ پرته تر ۲۱۶۰۰۰ پورې زيات شو، چې له ډلې يې ۲۱۱۰۰۰ زياتوالی يې يوازې د فرانسې په نفوس کې او ۵۰۰۰ يې د يادې ټولنې په نورو ټولو هېوادونو نفوس کې و.

نن ورځ فرانسه د ۶۲،۵ ميليونه وګړو يا له هېواده د باندې وګړو په ګډون د ۶۵ ميليونه نفوس په لرلو سره، له روسيې او جرمني څخه وروسته د اروپا درېيم تر ټول ګڼ نفوسه هېواد دی.

په ۲۰ مې پېړۍ کې کډوالۍ د تېرې پېړۍ په پرتله د پام وړ توپير درلود. ۱۹۲۰ز لسيزه له ايټاليا او پولينډ څخه د خورا پرېمانه کډوالو د راتګ شاهده وه. له ۱۹۳۰ ز کال څخه تر ۱۹۵۰ز لسيزې پورې له هسپانيې او پرتګال څخه کډوال راغلل. که څه هم له ۱۹۶۰ ز کال لسيزې راهيسې د کډوالو تر ټولو سترې څپې له پخوانيو فرانسوي مستعمرو څخه وې، چې له ډلې يې الجيريا (يو ميليون)، مراکش (۵۷۰۰۰۰)، تونس (۲۰۰۰۰۰)، سينيګال (۴۵۰۰۰)، مالي (۴۰۰۰۰)، کمبوديا (۴۵۰۰۰)، لاوس (۳۰۰۰۰) او له ويتنام څخه (۳۵۰۰۰) تنه فرانسې ته کډوال شول. د دې وروستۍ کډوالۍ زياتره برخه په لومړيو کې اقتصادي وه، مګر ډېری دا کډوال په فرانسه کې پاتې شول، تابعيت يې ترلاسه کړ او له فرانسوي ټولنې سره يو ځای شول. اټکلونه توپير کوي، مګر د هغو ۶۰ ميليونه خلکو له ډلې چې اوسمهال په فرانسه کې ژوند کوي؛ ۴ ميليونو ته نږدې يې د بانديني اصليت ادعا کوي. دې پراخه نفوذ په معاصره فرانسه کې کړکېچ رامنځته کړی دی، په ځانګړي ډول «په فرانسوي ټولنه کې د يو ځای کېدنې» او د «فرانسوي پېژندنې يا هويت» په مسئلو کې او په وروستيو کلونو کې تر ټولو کړکېچنې مسئلې، د مسلمان وګړو په اړه دي (په ٪۷ کې، اسلام په نننۍ فرانسه کې دويم تر ټولو ستر دين دی).

فرانسې ته د ختيځو اروپايي او شمالي افريقايي يهودانو کډوالي د ۱۹ پېړۍ له نيمايي څخه تر وروستيو پورې په پراخه ډول پيل شوه. په ۱۸۷۲ ز کال کې په فرانسه کې ۸۶۰۰۰ اټکل شوي يهودان اوسېدل او په ۱۹۴۵ز کال کې دا شمېر ۳۰۰۰۰۰ ته زيات شو. زيات يهودان په فرانسوي ټولنه کې مدغم شول او يا یې د مدغم کېدلو هڅه وکړه، که څه هم فرانسوي ملت پالنه په زياتو څلورمو (ربعو) کې د Semitism خلاف شوه. له نازي Holocaust سره د Vichy د نظام مرستې د ۷۶۰۰۰ فرانسوي يهودانو (د Vichy چارواکو که څه هم هغو يو ځای شويو يهودانو سره امتيازي چال چلند وکړ، چې له دوه تر پينځو نسلونو پورې فرانسه کې پاتې شوي وو، هغوی چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې جنګېدلي وو او يا يې د حکومت مهمې اداري دندې لرلي) او د ختيځې اروپا له نورو ټولو هېوادونو [يهودانو يا کډوالو] په بنسټيز ډول له منځه وړلو ته لاره هواره کړه. دا نمونه د جرمني په اړه يوازينۍ دويمه ده، مګر زيات يهودان د اتلتوب د عملونو او په تبعيد کې د ګډون د اداري نفې له مخې وژغورل شول (د فرانسوي يهودانو درې پر څلور برخې نفوس په اړه له هيڅ هڅې ډډه ونه وکړه، چې دا د اور وژنې يا عام وژنې له مخې د بل هر اروپايي هېواد په پرتله لوړ تناسب و). د ۱۹۶۰ ز لسيزې راهيسې، فرانسې له مديترانې او شمالی افريقا څخه د يهودي کډوالۍ ستره اندازه ازمويلې ده او فرانسه کې اوسمهال نږدې ۶۰۰۰۰۰ يهودي نفوس اټکل شوی دی.

د ۲۰ پېړۍ پيل ته نږدې نيمايي فرانسويانو د خپل ژوند لپاره پر ځمکه تکيه کوله او تر دويمې نړيوالې جګړې پورې؛ فرانسه په پراخ ډول يو کليوالي هېواد پاتې شو (په ۱۹۵۰ز کال  کې نږدې ٪۲۵ نفوس پر ځمکه باندې کار وکړ)، مګر له جګړې څخه وروسته کلونه ښارونو ته د خلکو د بې مخينې لېږد شاهد وو: يوازې ٪۴ فرانسويان اوسمهال هم په کروندو کې کار کولو ته ادامه ورکوي او ٪۷۳ يې په سترو ښارونو کې ژوند کوي. تر دې دمه د فرانسې تر ټولو ستر ښار پاريس دی، ۲،۱ ميليونه اوسېدونکي لري (۱۱ ميلیونه په Parisian سيمه کې). په پاريس پسې Lille, Lyon, Marsille ښارونه دي، چې هر يو يې له ۱،۲ ميليون څخه زيات اوسېدونکي لري. د دې ښاري کوونې زياته برخه د ښارونو په دوديزو مرکزونو کې نه پېښېږي، مګر په هغو ښاري سيمو کې پېښېږي، چې دوی يې احاطه کړي دي (په دې سيمو کې د سيمنټو او فولادو کور جوړونې پروژو ته Cites وايي). له يو څه بې وزلو هېوادونو څخه په کډوالۍ سره دا cites له ۱۹۶۰ ز کال لسيزې راهيسې د توکميز او ټولګي کړکېچونو مرکز دي.

د فرانسې هويت[سمول]

د سيمه ييز او دوديز کلتور له لاسه ورکولو (ژبه او لهجه، په لباس او خوړو کې سيمه ييز دودونه)، د زياتو کليوالي سيمو فقر او د عصري ښاري جوړښتونو (د کور جوړونې نقشې يا پروژې، ستربازارونه) په معاصره فرانسه کې د دوديز پالو او پرمختلونکو تر منځ کړکېچونه رامنځته کړي دي. د سيمې پالنې د له لاسه ورکولو ترکيب، د فرانسې د پلازمېنې او د متمرکز فرانسوي دولت ونډه ده.

په Brittany، Corsica او Basque سيمو کې خپلواک خوځښتونه راپورته شول، په داسې حال کې چې د Vichy Regime (وېشي نظام)، چې د نازي توکميز تبليغاتو ته غبرګون ورکوي؛ په فعال ډول کاتوليک پلوي (Catholicism) او سيمه ييز «ولسي» دودونه وهڅول، دوی ياد دودونه، د فرانسوي ملت لپاره رښتيني بنسټونه وګڼل.

له جګړې څخه وروسته کلونو کې دولت د يو شمېر فرانسوي صنعتونو واک تر لاسه کړ. معاصره سياسي فضا که څه هم د سيمه ييز واک د زياتوالي (نامتمرکزيت) او په شخصي تشبث(شخصي کولو) کې د دولت د لږ واک لپاره ده. [۱]

سرچينې[سمول]

  1. Civilization Without Sexes: Reconstructing Gender In Postwar France, 1971-1927, by: Mary Louise Roberts