منځپانگې ته ورتلل

د فرانسوي ادبیاتو تاریخي او فلسفي بهیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فرانسوي ادبیاتو تاریخي او فلسفي بهیر

فرانسوي ادبیات د نړۍ یو له خورا بډایه او اغېزناکو ادبي حوزو څخه شمېرل کېږي چې د منځنیو پېړیو له حماسي منظومو څخه نیولې تر اوسني عصر پورې یې د بشري فکر په وده کې بنسټیز رول لوبولی دی. دغه ادبپوهنها په پیل کې د رولانډ سندره په څېر د میړانې په کیسو پیل شول، مګر د وخت په تېرېدو سره یې د رنسانس او کلاسیسیزم په دورو کې نوي هنري او جوړښتي ابعاد وموندل. په اتلسمه پېړۍ کې چې د روښانتیا په نوم پېژندل کېږي، د ولټایر او روسو په څېر مفکرینو د عقل ٰٙٓمنطق او فردي ازادۍ غږ پورته کړ، چې دې چارې نه یوازې پر ادبیاتو بلکې پر نړیوالو سیاسي نظامونو هم ژور اثر وکړ. په نولسمه پېړۍ کې د رومانتیزم او ریالیزم مکتبونو د احساساتو او د ټولنې د رښتیني انځور ترمنځ توازن رامنځته کړ، چې د ویکتور هوګو او بالزاک په څېر لیکوالان یې د نمونې په توګه یادولای شو. په شلمه پېړۍ کې بیا د ایګزیستانشلیزم فلسفې د ژوند د مانا او بشري مسؤلیت په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې چې تر ننه یې اغېز په نړیواله کچه محسوس دی.

بهرنۍ تړنې

[سمول]

د فرانسې ملي کتابتون

د فرانسې اکاډمي

لاروس دایرة المعارف

ویشنیزه:فرانسوي ادبیات ویشنیزه:ادبي تاریخ ویشنیزه:د فرانسې کلتور