منځپانگې ته ورتلل

د غڼو سمڅې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د غڼو سمڅې (غارونه) چې په هسپانوي کې د کویواس دي لا ارانا په نوم پېژندل کېږي، د ختیځي اسپانیا اړوند په والینسیا کې د بایکورپ په ښاري سیمه کې د غارونو یوه ټولگه ده. دا سمڅې د ایسکالونا سیند په دره کي پرتې دي او تر تاریخ مخکې دوره کې د هغو خلکو لخوا کارول کېدې چې د ډبرې د زمانې انسانان بلل کېږي. سمڅې د کمان او تیر، د وزو د ښکار د انځورونو او د انسانانو په لاسونو د شاتو د راټولولو له مخې پېژندل کېږي، او پکې شته د مچیو لومړني پېژندل سوي انځور او د هومو سیپینز لخوا د شاتو ټولولو ترټولو پخواني شواهد په ډاگه کوي.

د غڼو سمڅې
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
Bicorp (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
هېواد
تاريخي اثار
د تاريخي‌ اثارو ډلبندي
نور اړين مالومات
برخې
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۹°۰۶′۳۶″شمال ۰°۵۱′۵۱″لويديځ / 39.10992°شمال 0.86408°لويديځ / 39.10992; -0.86408 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map
د هسپانیې د والینسیا سره نږدې د ۸۰۰۰ کلن غار په لرغوني انځور کي د شاتو د مچیو څخه د شاتو راټولولو لپاره یو انساني جسم، چي یاده کړنه ترسره کوي.

د غڼو د سمڅو د لرغونتوب نېټه جنجالي ده، خو د شاتو راټولولو نامتو انځورګري د ایپی پالیولیتیک په توګه ددې تاریخ شاوخوا 8000 کاله مخکي ښیي. [۱]

دا غارونه د شلمي پیړۍ په لومړیو کي د یو سیمه ییز ښوونکي جومی ګاري پوچ لخوا کشف سول.

سرچينې

[سمول]
  1. Ullmann, Fritz (2003). Ullmann's Encyclopedia of Industrial Chemistry. John Wiley & Sons. ISBN 978-3-527-30385-4.