د غلې پوستکی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د غلې پوستکی – Bran د غلې میده شوی د خوړو وړ پوستکی چې له غنمو، اوربشو، جودرو او نورو غلو جلا کیږي او میده کیږي. د غنمو په پروسس کې د بیلر په څېر ګرد لوښي کې د بولټینګ یا تاوول په ذریعه له غنمو پوستکی جلا کیږي. د غنمو میده شوی پوستکی ۱۶% پروتین، ۱۱% طبعي فایبر او ۵۰% کاربو هایډرېټ لري. د زېاتو غلو میده شوی پوستکی په نهار غله یا سیریال کی کاریږي. د هاضمې د سیستم لپاره ګټور دي.