د غلامۍ تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د غلامۍ تاريخ له پخوا وختونو څخه تر نن ورځې پورې زيات کلتورونه، مليتونه او دينونه رانغاړي. همدا ډول د غلامۍ قربانيان له زياتو بېلابېلو توکمي لږه کيو او مذهبي ډلو څخه وو. د غلامانو ټولنيزو، اقتصادي او حقوقي دريځونو، د غلامۍ په بېلابېلو نظامونو کې په پراخ ډول د وختونو او ځايونو له مخې توپير درلود. [۱]

غلامي په پرتليز ډول له تمدن څخه مخکې، د ښکاري ډلې وګړو کې خورا لږه ځکه وه، چې غلامي د تولنيزې ډلبندۍ تر شرطونو لاندې وده کوي. غلامي په لومړيو تمدنونو، (لکه:  بين النهرين کې سومر، چې له ميلاد څخه ۳۵۰۰ کلونو پخوا ته ورګرځي) کې پلې شوه. مریيتوب د بين النهرين حمورابي قانون (۱۸۶۰ ق . م) کې راڅرګندېږي، چې د يوه رامنځته شوي بنسټ په توګه ورته ورګرځي. مریيتوب په لرغونۍ نړۍ کې خپور شوی و او د رومي سترواکۍ په ګډون په نږدې هر لرغوني تمدن کې موندل شوی و. د منځنيو پېړيو په لومړيو کې په اروپا کې لږ عام شو [مرييتوب]، که څه هم په ځينو سيمو کې يې پلې کېدل دوام وکړ. په مديترانه يي هېوادونو کې د جنګ د پېړيو پر مهال عيسويانو او مسلمانانو دواړو د يو بل غړي ونيول او غلامان يې کړل. اسلامي مرييتوب له ۷ پېړي څخه تر ۲۰ پېړۍ پورې په بنسټيز ډول د لویديخې او مرکزي اسيا، شمالي او ختيځې افريقا، هندوستان او اروپا سيمې راونغاړلې. هالنډ، فرانسې، هسپانيې، پرتګال، بریتانيا او د لويديځې افریقا يو شمېر پاچاهيو د اتلانتيک غلامۍ سوداګرۍ (Atlantic Slave trade) کې په ځانګړي ډول له ۱۶۰۰ ز څخه وروسته د يادونې وړ ونډه ولوبوله. [۲][۳][۴][۵][۶]

که څه هم غلامي نوره د نړۍ په هيڅ ځای کې قانوني نه ده، مګر انساني قاچاق تر اوسه د يوې نړيوالې ستونزې په توګه پاتې کېږي. د اټکل له مخې په ۲۰۱۳ ز کې له ۲۵ څخه تر ۴۰ ميليونو خلکو پورې غلامان کړای شوي وو، چې ډېری يې په اسيا کې وو. له ۱۹۸۳ ز څخه تر ۲۰۰۵ ز کال پورې د سوډان د دويمې کورنۍ جګړې پر مهال خلک په غلامۍ نيول شوي وو. په لوېديځې افريقا کې د کاکاو بوټو [يو ډول ونه ده، چې تخم يې د چايو په توګه او چاکلېټ کې کارول کېږي] د نيالولو په موخه د ۱۹۹۰ ز لسيزې په وروستيو کې د کوچنيانو د منظمې غلامۍ او قاچاق ثبوت په ډاګه شو. [۷][۸][۹]

په ۲۱ مه پېړۍ کې هم غلامي ادامه لري او په کلني ډول ۱۵۰ بېليونه امريکايي ډالر ګټه جوړوي. د وسله والې جګړې لرونکو سيمو کې وګړي په ځانګړي ډول حساس دي او معاصر لېږد رالېږد په کې انساني قاچاق يو څه اسانه کړی دی. په ۲۰۱۹ ز کې د ټولې نړۍ په کچه اټکل شوي ۴۰ ميليونه خلک د مرئيتوب د ځينو بڼو تابع وو، چې له دې ډلې ۲۵ سلنه يې کوچنيان وو. ۶۱ سلنه يې په زور کار کولو چارو کې کارول کېدل، چې زياتره يې په خصوصي برخه کې وو. ۳۸ سلنه د زور ودونو له مخې ژوند کوي. د معاصرې غلامۍ نور ډولونه د سربازانو په توګه د کوچنيانو ګومارل، جنسي قاچاق او جنسيتي مرئيتوب دي. [۱۰][۱۱]

اصلي[سمول]

د غلامۍ ثبوتونه يا شواهد له ليکلو ثبتونو څخه مخکې نېټو ته ځکه ورګرځي، چې که په ډېری کلتورونو کې نه وه [غلامي]؛ نو په زياتو کې هرومرو وه. ډله یيزه غلامي د ژوندي پاتې کېدلو په موخه زياتو اقتصادي امکاناتو او د خورا ډېرو وګړو او د نفوس غلظت ته اړتيا لري. د همدې له امله به کېدای شي د غلامۍ دود نږدې ۱۱۰۰۰ کالونه پخوا د نوې تيږې دورې اوښتون Neolithic Revolution پر مهال د کرنې له رامنځته کېدلو څخه وروسته پراختيا کړې وي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

مریيتوب په ځينو پخوانيو تمدنونو، لکه: د سومر او ههم د لرغوني مصر، لرغوني چين، Akkadian سترواکۍ، اشور يا Assyria، بابلي، فارسي، لرغوني يونان، لرغوني هند، رومي سترواکۍ، د عربو اسلامي خلافت او سلطنت، نوبيا او د امريکا [امريکاګانو] له کلمبيايي تمدنونو په ګډون نږدې په هر لرغوني تمدن کې پېښ شوی دی. [۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Klein, Herbert S.; III, Ben Vinson (2007). African Slavery in Latin America and the Caribbean (الطبعة 2nd). New York [etc.]: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195189421. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Smith, Eric Alden; Hill, Kim; Marlowe, Frank; Nolin, David; Wiessner, Polly; Gurven, Michael; Bowles, Samuel; Mulder, Monique Borgerhoff; Hertz, Tom; Bell, Adrian (February 2010). "Wealth Transmission and Inequality Among Hunter-Gatherers". Current Anthropology. 51 (1): 19–34. doi:10.1086/648530. PMC 2999363. PMID 21151711. Summary characteristics of hunter-gatherer societies in the Standard Cross-Cultural Sample (SCSS). [...] Social stratification [: ...] Hereditary slavery 24% [...]. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Wanzola, Hamba (30 November 2012). Rediscovering the Hidden World: The Changing Human Geography of Kongo. Xlibris Corporation. د کتاب پاڼې 72. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1479751914. Slavery is rare among hunter-gatherer populations as slavery depends on a system of social stratification. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Tetlow, Elisabeth Meier (2004). "Sumer". Women, Crime and Punishment in Ancient Law and Society: Volume 1: The Ancient Near East. 1. New York: A&C Black. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780826416285. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۱۹. In Sumer, as in most ancient societies, the institution of slavery existed as an integral part of the social and economic structure. Sumer was not, however, a slavery based economy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Mesopotamia: The Code of Hammurabi". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۱۱ باندې. e.g. Prologue, "the shepherd of the oppressed and of the slaves" Code of Laws No. 307, "If any one buy from the son or the slave of another man". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ariel Salzmann (2013). "Migrants in Chains: On the Enslavement of Muslims in Renaissance and Enlightenment Europe". Religions. Between the Renaissance and the French Revolution, hundreds of thousands of Muslim men and women from the southern and eastern shores of the Mediterranean were forcibly transported to Western Europe. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Inaugural Global Slavery Index Reveals more Than 29 Million people Living In Slavery". Global Slavery Index 2013. 4 October 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Slavery, Abduction and Forced Servitude in Sudan". US Department of State. 22 May 2002. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. 5 Minutes 10 Minutes. "West is master of slave trade guilt". Theaustralian.news.com.au. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kate Hodal (2016-05-31). "One in 200 people is a slave. Why?". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "10 countries with the highest prevalence of modern slavery". Global Slavery Index (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Historical survey: Slave-owning societies". Encyclopædia Britannica. 
  13. Compare: Ericson, David F. (2000). "Dew, Fitzhugh, and Proslavery Liberalism". The Debate Over Slavery: Antislavery and Proslavery Liberalism in Antebellum America. New York: New York University Press. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780814722121. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۰. [...] Fitzhugh compares wives [...], children [...], wards [...], apprentices [...], prisoners [...], soldiers [...], sailors [...], the poor under the English poor laws [...], imported Chinese laborers in the British colonies [...], as well as the remaining serfs of eastern Europe and central Asia [...] with slaves. Thus broadly understood, the status of slaves is very widespread indeed, and every society seems to be a slave society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Compare: "Slavery". Encyclopædia Britannica. “[...] for slavery to flourish, social differentiation or stratification was essential. Also essential was an economic surplus, for slaves were often consumption goods who themselves had to be maintained rather than productive assets who generated income for their owner. Surplus was also essential in slave systems where the owners expected economic gain from slave ownership.
    Ordinarily there had to be a perceived labour shortage, for otherwise it is unlikely that most people would bother to acquire or to keep slaves. Free land, and more generally, open resources, were often a prerequisite for slavery; in most cases where there were no open resources, non-slaves could be found who would fulfill the same social functions at lower cost. Last, some centralized governmental institutions willing to enforce slave laws had to exist, or else the property aspects of slavery were likely to be chimerical.”
     
  15. "Slavery". Encyclopædia Britannica. 
  16. "Historical survey > Slave-owning societies". Encyclopædia Britannica.
  17. "Demography, Geography and the Sources of Roman Slaves," by W.V. Harris: The Journal of Roman Studies, 1999.