د غزني منارونه
په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د غزني د یو منار انځور | |
| بل نوم | د درېيم مسعود او بهرام شاه منارونه[۱] |
|---|---|
| ځاي | غزني، افغانستان |
| علاقه | غزني ولايت |
| کورډيناټونه | ۳۳°۳۲′۵۷″ شمال ۶۸°۲۵′۲۴″ ختیځ / 33.54917°شمال 68.42333°ختيځ |
| ډول | منار |
| لوړوالی | ۲۰ متره |
| تاریخ | |
| تاريخ | درېيم مسعود، بهرامشاه |
| جوړښت توکي | خښته |
| جوړښت | ۱۲مه زېږديزه پېړۍ |
| نوټ سايټ | |
| حالت | تر خطر لاندې |
د غزني منارونه په مرکزي افغانستان کې دوه ښکلي منارونه دي، چې د دولسمې پېړۍ په نیمایي کې جوړ شوي او د بهرام شاه د ژوند پاتې شوې یادګارونه دي.[۲] دواړه منارونه یو له بل څخه 600 متره واټن لري او د غزني په ختیځ کې په یوه خلاصه او تاریخي سیمه کې موقعیت لري. [۳]
دواړه منارونه چې د پخو خښتو څخه جوړ شوي ۲۰ متره لوړوالی لري [۴] د منارونه د قرآن کریم په آیتونه او د منظمې سطحې هندسي شکلونو سره سینګار شوي. په ۱۹۶۰ لسیزه کې، د منارونو د ساتنې لپاره یوه لنډه هڅه وشوه، او د دوی په بامونو کې فلزي پاڼې کېښودل شوې.[۴][۲]
شاليد
[سمول]د غزني د دولسمې پېړۍ منارونه د غزني ښار تر ټولو مشهور تاریخي اثار دي او د غزنویانو د واکمنۍ له اثارو څخه دي. هر منار د هغې د جوړونکي په نوم نومول شوی، چې عبارت دي له: د دریم مسعود منار (۱ې۹۹-۱۱۱۵ میلادي کال) او د بهرام شاه منار (۱۱۱۸-۱۱۵۷ میل[۱] کال). د درېیم مسعود ماڼۍ برجونو ته نږدې جوړه شوې وه.
منارونه لوړ وو؛ خو د وخت په تېرېدو سره یې پورتنۍ برخې زیانمنې او وېجاړې شوې. د درېیم مسعود د منار یوه برخه د ۱۹۰۲ کال د زلزلې له امله زیانمنه شوه. [۴][۲] چې ښه ليد يې د ۱۹۰۲ کال د زلزلې څخه مخکې انځورونو کې په څرګنده توګه کتل کېدای شي.
ستونزې
[سمول]د غزني منارونه په سمه توګه نه ساتل کېږي او دواړه برجونه د طبیعي پېښو او د افغانستان سیاسي بې ثباتۍ له کبله زيانمن شوې دي. د برجونو د ساتنې لپاره په ساحه کې هېڅ امنیتي تدابير نه دي نيول شوي، او د اوبو د ننوتلو مخنیوي لپاره د چتونو ترمیم ته اړتیا لري.[۴]
د برجونو په دېوالونو کې پېچلي تفصیلي سینګار شوي نمونې، د قرآن کریم آیتونه، ټول د واورې او باران له امله په چټکۍ سره خرابېږي. په سیمه کې د وخت په تېرېدو سره سیلاوونو د دې برجونو وېجاړولو او تخريب کې چټکه ونډه لرلې ده.[۴]
اړوند ليکنې
[سمول]- د جام منار
- منار
- غزني
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ "072. Ghazni: Bahram Shah Minaret". cemml.colostate.edu. خوندي شوی له the original on 2 اپريل 2016. بياځلي په 19 September 2018.
- ↑ "Ghazni Towers Documentation Project: History". eca.state.gov. خوندي شوی له the original on ۲۲ فېبروري ۲۰۱۷. بياځلي په 19 September 2018.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ "Ghazni Minarets". wmf.org. World Monuments Fund. بياځلي په 19 September 2018.
