د علي مسجد کلا
د علي مسجد کلا د علي مسجد څخه پورته په یوه لوړه کي موقعیت لري، چي د خیبر درې تر ټولو تنګه نقطه ګڼل کیږي، [۱] او د خیبر پښتونخوا ایالت په شمال لویدیځ کي د ډیورنډ تپل سوی کرښي ته نژدې پرته ده. [۲]
د علي مسجد کلا په لمړي ځل د افغانستان په خاوره کي په ۱۸۳۷ کال کي د امیر دوست محمد خان په امر جوړه سوه، او د ۱۹ پیړۍ په اوږدو کي د افغان او برتانوي ځواکونو ترمنځ د یو شمېر شخړو ځای هم وو.
کلا په ۱۸۳۹ کال کي د لومړۍ انګلیس-افغان جګړې پر مهال د انګریزانو لخوا ونیول سوه، او ورپسې د ۱۸۷۸ کال په نومبر کي د دوهمې انګلیس-افغان جګړې پر مهال د علي مسجد په جګړه کي هم.استعمال سوه. د ۱۸۷۹ کال په می میاشت کي د ګندمک تړون له مخي د خیبر دره د برتانويانو لاسونو ته ورغله، او له هغه وروسته د علي مسجد کلا د برتانوي راج له لوري لاندي سوه. په ۱۹۴۷ کال کي د برتانوي هند له لوري دا کلا د پاته پښتونخواه په څېر په ظالمانه توګه د پاکستان برخه سوه.

سرچینې
[سمول]- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P276 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P131 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه
