د عصري انسانانو څو سیمه ییز اصل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څو اړخیزه  فرضیه، څو اړخیز تکامل (MRE) ، یا پولیسینټریک فرضیه یو ساینسي ماډل دی چې د انسان د تکامل نمونې لپاره یواصل چې خورا پراخه منل شوي "افریقا څخه بهر" ماډل ته بدیل توضیح وړاندې کوي.  

څو اړخیزه تکامل دا په ګوته کوي چې د انسان نمونه لومړی شاوخوا دوه میلیونه کاله د مخه راپورته شوې او ورپسې د انسان تکامل په یو واحد، دوامداره انساني نمونه کې ده. دا نمونه ټول لرغوني انساني ډولونه لکه H. erectus او Neanderthals اوعصري ډولونه لري او په ټوله نړۍ کې د اناتومي پلوه عصري انسانانو (Homo sapiens)، متنوع نفوس ته وده ورکوي. 

دا فرضیه استدلال کوي چې د کلینیکي تغییر میکانیزم د "مرکز او څنډې" ماډل له لارې د  Pleistocene په اوږدو کې د جنیتیکی انحراف، د جین جریان او انتخاب ترمنځ اړین توازن ته اجازه ورکوي، د نړیوالې نمونې په توګه عمومي تکامل، مګر په داسې حال کې چې سیمه ییز توپیرونه په ځینو مورفولوژیکي خصوصیاتو کې ساتي.  د multiregionalism  پلویان د فوسیل او جینومیک معلوماتو او د لرغون پیژندنې دودونو دوام ته دخپلې فرضیې ملاتړ په توګه اشاره کوي، څو اړخیزه فرضیه لومړی په ۱۹۸۴ز کې وړاندیز شوه او بیا په ۲۰۰۳ زکې بیا وکتل شوه. [۱]

په دې بیا کتل شوې بڼه کې، دا د Assimilation ماډل ته ورته دی چې په دې باور دي چې عصري انسانان په افریقا کې زېږېدلي او نن ورځ د افریقا اصلي اوسیدونکي دي، مګر کوچني، دجغرافیوي پلوه متغییر، د نورو سیمه ییزو (لرغونو) انسانانو نمونې څخه  یې یو څه اندازه ترکیب هم جذب کړی.     [۲]

تاریخچه[سمول]

بیا کتنه[سمول]

څو اړخیزه فرضیه په ۱۹۸۴ زکې د میلفورډ ایچ ولپوف، الان تورن او ژینزي وو له خوا وړاندې شوه. وولف د فرانز ویډینریچ د انسان اصلیت "پولی سینټریک" فرضیې ته د لوی نفوذ په توګه اعتبار ورکړی، مګر خبرداری ورکوي چې دا باید د  polygenism، یا Carleton Coons' ماډل سره ګډوډ نه شي چې د جین جریان کموي. د ولپف په وینا: څو اړخیزم د ویلیم ډبلیو هویلز له خوا غلط تشریح شوی و، چا چې د ویډینریچ فرضیه د پینځو لسیزو په اوږدو خپرونو کې د پولیجینک "کینډیلبرا ماډل" سره  غلطه کړه.[۳][۴][۵][۶]

څو اړخیز تکامل څنګه د پولیجني (څو مبدا) په توګه بدنام شو؟ موږ باور لرو چې دا د ویډینریچ نظرونو ګډوډي  او په نهایت کې زموږ د خپلو او کوون له نظریاتو څخه  منځ ته راځي. د کوونز او ویډینریچ  نظریاتو د اتصال تاریخي دلیل د ویدنریچ پولیسینټریک ماډل له غلط توصیف څخه منځ  ته راغلی چې دکینډیلا برا یا ونه ډول (هاویلز ۱۹۴۲ ،۱۹۴۴ ، ۱۹۵۹ ، ۱۹۹۳) په شکل شوی، چې د نوموړي پولی سینټرک ماډل د نظر اصل ته کوون په شکل زیات تشبیه کړی.  [۷]

د هاویلز د نفوذ له لارې، ډېری نورو بشریت پوهانو او بیولوژیستانو څواړخیزم د پولیګینیزم سره ګډوډ کړی لکه د مختلف نفوس لپاره جلا یا ډېری سرچینې، د مثال په توګه:: الان ټیمپلټن یادونه کوي چې دا ګډوډي د تېروتنې لامل شوې چې د مختلف نفوس ترمنځ د جین جریان د څواړخیزه فرضیه کې د "وروستيو مشکلاتو په ځواب کې د ځانګړي غوښتنې" په توګه اضافه شوی، د دې حقیقت سربیره  موازي تکامل هېڅکله د څو اړخیز ماډل برخه نه وه، د دې اساس خورا لږ، په داسې حال کې چې د جین جریان وروستي اضافه نه ؤ، بلکې په پیل کې په ماډل کې شتون درلود" (په اصل ټینګار). [۸][۹][۱۰]

د دې سره سره ، څو اړخیزم لاهم د پولیګینیزم  یا د کوون نژادي اصلونو ماډل سره مغشوش دی، له کوم ځایه چې ولپف او د هغه همکارانو ځانونه لرې کړي دي. ولپوف د ویډینریچ پولی سینټریک فرضیه د پولیفیلیتیک «مختلف نژاد) له خاص کیدو څخه هم دفاع کړې. ویډینریچ په خپله په ۱۹۴۹ زکې لیکلي: "زه ممکن د ناسم پوهېدو خطر ولرم، یعنی دا چې زه د انسان په پولی فیلیټیک تکامل باور لرم.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۹۹۸ زکې وو، د چین ځانګړي څو اړخیز ماډل تاسیس کړ چې "د [ناڅاپي] هایبرډایزیشن (قلمه زني، یا د نسل دوه رګي) سره تسلسل" نومیږي. د واو متغییریوازې د ختیځې آسیا فوسیل ریکارډ کې څو اړخیز فرضیه پلي کوي، او د چینایي ساینس پوهانو ترمنځ مشهور دی. اما، جیمز لیبولډ، د عصري چین سیاسي تاریخپوه، استدلال وکړ چې د واو ماډل ملاتړ په لویه کچه د چینایی ملتپالنې ریښې لري. له چین څخه بهر، د څو اړخیزې فرضیې محدود ملاتړشته چې یوازې د لږ شمیر اروا پوهان له خوا ترسره کېږي.

کلاسیک او  کمزوری"څو اړخیزم[سمول]

دکریس سټرینګر، د وروستي افریقا اصلي تیوري اصلي جریان کې یو مخکښ وړاندیز کوونکی، د ۱۹۸۰ زاو ۱۹۹۰ زپه اوږدو کې د خپرونو په لړۍ کې له څو ژبپوهانو لکه Wolpoff او  Thorne سره بحث وکړ. سټرینګر تشرېح کوي چې څنګه نوموړی اصلي څو اړخیزه فرضیه په پام کې نیسي چې د وخت په تیریدو سره ضعیف ډول ته بدلېږي چې اوس په بشري تکامل کې افریقا ته خورا لوی نقش ورکوي، کله د عصري اناتوميک (او وروسته د لومړي وړاندیز شوي په پرتله لږ سیمه ییز دوام).[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سټرینګر اصلي یا "کلاسیک" څو اړخیز ماډل تفکیک کوي، لکه څنګه چې له ۱۹۸۴ زڅخه (د دې تشکیل)۲۰۰۳ زپورې شتون درلود، د ۲۰۰۳ ز وروسته "ضعیف" ډول ته چې "د اسیمیلیشن ماډل ته نږدې  دی تغییرشوی.[۲۱][۲۲]

جینیتیکي مطالعات[سمول]

د هغه موندنه چې Mitochondrial Eve"  نسبتاً نوې او افریقایی و، داسې برېښي چې د افریقا څخه بهر فرضیې پلویانو ته لوړ لاس ورکړي، مګر په۲۰۰۲ زکې، الان ټیمپلټن یو جینیتیکي تحلیل خپور کړ چې په کې په جینوم کې نور loci یا موقعیتونه هم شامل وو او دې وښودله چې ځینې ډولونه چې په عصري نفوس کې شته، په سلګونه زره کاله دمخه په آسیا کې شتون درلود.

دا په دې معنا وه چې حتی که زموږ نارینه رښته (Y کروموزوم) او زموږ ښځینه رښته (میتوکاندریایی DNA ) په تیرو 100،000 کلونو کې له افریقا څخه راوتلی وي، موږ نور جینونه له خلکو څخه په میراث کې اخیستي دي چې د مخه له افریقا بهر وو. د دې مطالعې راهیسې نورې مطالعې ډېرې د ډیټا په کارولو سره ترسره شوي. (د فیلوجیوګرافي وګورئ)    [۲۳]

فوسیلي شواهد[سمول]

مورفولوژیک کلیډونه (د مشترک جدارګانیزم)[سمول]

د څو اړخیزې فرضیې پلویان د افریقا څخه د واحد بدیل ماډل پروړاندې د شواهدو په توګه د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې د پلیستیسین پراخیدونکي ځینې مورفولوژیکي ځانګړتیاوو سیمه ییز دوام په نظر کې نیسي. په عموم کې، درې لویې سیمې پیژندل شوې: اروپا ، چین او اندونیزیا (ډېری وختونه د استرالیا په شمول). ولپف خبرداری ورکوي چې په دې سیمو کې د ځینو سکلیټي ځانګړتیاوو دوام باید په نژادي شرایطو کې ونه لیدل شي، پرځای یې دوی ته مورفولوژیکي کلاډ ویل کیږي چې د ځانګړو کرښو په توګه تعریف شوی چې "په ځانګړي ډول جغرافیوي سیمه مشخص کوي.

د ولپف او تورن (۱۹۸۱ز) په وینا: "موږ مورفولوژیک کلاډ ته د ځانګړي نسل په توګه نه ګورو او نه هم موږ باور لرو چې د دې لپاره د ځانګړي taxonomic حالت څرګندول اړین دي. د څو اړخیزم انتقادکوونکو په ګوته کړې چې د انسان هیڅ یوه ځانګړتیا جغرافیوي سیمې ته ځانګړې نه ده.(د بیلګې په توګه په یوه نفوس پورې محدود او په بل کې نه موندل کیږي). مګر ولپوف او نور. (۲۰۰۰ ز) څرګندوي چې سیمه ییز تسلسل یوازې د ځانګړنو ترکیب پیژني، نه هغه ځانګړتیاوې که په انفرادي ډول ورته لاسرسی ومومي، یوه نقطه چې دوی په بل ځای کې د انسان سکليټ عدلي پیژندنې سره پرتله کوي:[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سیمه ییز دوام، دا ادعا نه ده چې دا ډول ځانګړنې په بل ځای کې نه ښکاري، د انسانانو د نوعې جنیټیک جوړښت دا ډول امکان جوړوي، خو خورا زیات نه دی. ممکن د ځانګړتیاوو په ترکیب کې انفرادیت وي، مګر احتمال شته چې هیڅ یوه ځانګړتیا یې د نړۍ په ځانګړي برخه کې بې ساري نه وي. که څه هم داسې ښکاري چې داسې وي یعنې د نیمګړي نمونې اخیستو له امله چې د سپوټي spotty انساني فوسیل ریکارډ له خوا چمتو شوي.

د ځانګړنو ترکیبونه یوازې په یوه سیمه کې د موندلو په معنا "بې ساري" دي، یا ډیر ضعیف په لوړه فریکونسۍ کې یوې سیمې پورې محدود (په ندرت سره په بله سیمه کې). ولپوف ټینګار کوي چې سیمه ییز تسلسل د نفوسو ترمینځ د جنیټیک تبادلو سره په ګډه کار کوي.  په ځینې مورفولوژیکي ځانګړتیاوو کې اوږدمهاله سیمه ییز دوام د الان تورن د "مرکز او څنډې"  نفوس جینیتیک ماډل له خوا توضیح شوی چې د ویډینریچ تضاد حل کوي "نفوس څنګه جغرافیوي توپیرونه ساتلي او لاهم یوځای وده کوي؟".

د مثال په توګه، په ۲۰۰۱ کې ودوی دې پایلې ته ورسیدل چې د دې وروستي انسانانو تنوع نه شي کولی "په ځانګړي ډول د یو ناوخته Pleistocene خپریدو څخه پایله ولري" او د هرې سیمې لپاره دوه ګونی نسب معرفي کوي ، چې پکې د افریقایانو سره مینځګړیتوب شامل دیلپف او همکارانو په اسټرالیا او مرکزي اروپا کې د لومړني عصري انساني فوسیلونو د کوپړۍ د شخصیت ځانګړتیاوو تحلیل خپورکړ. دوی دې پایلې ته ورسېدل چې د اوسنیو انسانانو تنوع د ورستي پليستوسن د تیتوالي ځانګرې نتیجه نه ده او د هرې سیمې لپاره یې په دوه ګوني‌ جد دلالت وکړ چې له افریقایانو سره مزدوجې اړیکې لري. [۲۹][۳۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Wolpoff, M. H.; Spuhler, J. N.; Smith, F. H.; Radovcic, J.; Pope, G.; Frayer, D. W.; Eckhardt, R.; Clark, G. (1988). "Modern Human Origins". Science. 241 (4867): 772–74. Bibcode:1988Sci...241..772W. doi:10.1126/science.3136545. PMID 3136545. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cartmill, M & Smith, F. H. (2009). The Human Lineage. Wiley-Blackwell. p. 450.
  3. Wolpoff, M. H., Wu, X. Z., & Alan, G. (86). G. Thorne: 1984, "Modern Homo Sapiens Origins: A General Theory of Hominid Evolution Involving the Fossil Evidence from east Asia". The Origins of Modern Humans, Liss, New York, 411–83.
  4. Wolpoff, MH; Hawks, J; Caspari, R (2000). "Multiregional, not multiple origins" (PDF). American Journal of Physical Anthropology. 112 (1): 129–36. doi:10.1002/(SICI)1096-8644(200005)112:1<129::AID-AJPA11>3.0.CO;2-K. hdl:2027.42/34270. PMID 10766948. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hawks, J.; Wolpoff, M. H. (2003). "Sixty years of modern human origins in the American Anthropological Association" (PDF). American Anthropologist. 105 (1): 89–100. doi:10.1525/aa.2003.105.1.89. hdl:2027.42/65197. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Eckhardt, R. B.; Wolpoff, M. H.; Thorne, A. G. (1993). "Multiregional Evolution". Science. 262 (5136): 974. doi:10.1126/science.262.5136.973-b. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Caspari, R.; Wolpoff, M. H. (1996). "Weidenreich, Coon, and multiregional evolution". Human Evolution. 11 (3–4): 261–68. doi:10.1007/bf02436629. S2CID 84805412. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wolpoff, M. H. and R. Caspari. 1997. Race and human evolution: A fatal attraction. New York: Simon and Schuster.
  9. Wolpoff, M.H., and R. Caspari. (2000). "The Many Species of Humanity". Przegląd Antropologiczny (Anthropological Review) 63(1): 3–17.
  10. Weidenreich, F. (1949). "Interpretations of the fossil material". In: Early Man in the Far East: Studies in Physical Anthropology. Howells, W. W (ed). Studies in Physical Anthropology; No. 1, American Association of Physical Anthropologists, Detroit. pp. 149–57.
  11. Wu, X. (1998). "Origin of modern humans of China viewed from cranio-dental characteristics of late Homo sapiens". Acta Anthropologica Sinica. 17: 276–82. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Rosenberg, K. R., Wu, X. (2013). "A River Runs through It: Modern Human Origins in East Asia". In: The Origins of Modern Humans: Biology Reconsidered. Smith, F. H (ed). Wiley-Blackwell. pp. 89–122.
  13. Liu, L., Chen, X. (2012). The Archaeology of China: From the Late Paleolithic to the Early Bronze Age. Cambridge University Press. p. 14: "the majority of Chinese archaeologists and palaeontologists support[s] the multiregional development model, proposing a hypothesis of regional continuity with hybridization between immigrants and indigenous populations in the evolution from H. erectus to H. sapiens in East Asia."
  14. Leibold, J. (2012). "'Filling in the Nation: The Spatial Trajectory of Prehistoric Archaeology in Twentieth-Century China," in Transforming History: The Making of a Modern Academic Discipline in Twentieth Century China, eds. Brian Moloughney and Peter Zarrow, pp. 333–71 (Hong Kong: Chinese University Press).
  15. Begun, DR. (2013). "The Past, Present and Future of Palaeoanthropology". In: A Companion to Paleoanthropology. Wiley-Blackwell. p. 8: "It needs to be noted, however, that this [Multiregional model] is a minority view among paleoanthropologists, most of whom support the African replacement model."
  16. Stringer, C. B.; Andrews, P. (1988). "Genetic and fossil evidence for the origin of modern humans". Science. 239 (4845): 1263–68. Bibcode:1988Sci...239.1263S. doi:10.1126/science.3125610. PMID 3125610. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Stringer, C.; Bräuer, G. (1994). "Methods, misreading, and bias". American Anthropologist. 96 (2): 416–24. doi:10.1525/aa.1994.96.2.02a00080. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Stringer, C. B. (1992). "Replacement, continuity and the origin of Homo sapiens". In: Continuity or replacement? Controversies in Homo sapiens evolution. F. H. Smith (ed). Rotterdam: Balkema. pp. 9–24.
  19. Stringer, C. (2001). "Modern human origins – distinguishing the models". Afr. Archaeol. Rev. 18 (2): 67–75. doi:10.1023/A:1011079908461. S2CID 161991922. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bräuer, G., & Stringer, C. (1997). "Models, polarization, and perspectives on modern human origins". In: Conceptual issues in modern human origins research. New York: Aldine de Gruyter. pp. 191–201.
  21. Stringer, C (2002). "Modern human origins: progress and prospects". Philosophical Transactions of the Royal Society of London. 357 (1420): 563–79. doi:10.1098/rstb.2001.1057. PMC 1692961. PMID 12028792. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Stringer, C. (2014). "Why we are not all multiregionalists now". Trends in Ecology & Evolution. 29 (5): 248–51. doi:10.1016/j.tree.2014.03.001. PMID 24702983. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Templeton, A. R. (2002). "Out of Africa again and again" (PDF). Nature. 416 (6876): 45–51. Bibcode:2002Natur.416...45T. doi:10.1038/416045a. PMID 11882887. S2CID 4397398. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Wolpoff, M. H. (1985). Human evolution at the peripheries: the pattern at the eastern edge. Hominid Evolution: past, present and future, 355–65.
  25. Frayer, D.W.; Wolpoff, M. H.; Thorne, A.G.; Smith, F. H.; Pope, G.G. (1993). "Theories of modern human origins: the paleontological test". American Anthropologist. 95 (1): 14–50. doi:10.1525/aa.1993.95.1.02a00020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Wolpoff, M.H., A.G. Thorne, F.H. Smith, D.W. Frayer, and G.G. Pope: Multiregional Evolution: A World-Wide Source for Modern Human Populations. In: Origins of Anatomically Modern Humans, edited by M.H. Nitecki and D.V. Nitecki. Plenum Press, New York. pp. 175–99.
  27. Thorne, A. G.; Wolpoff, M. H. (1981). "Regional continuity in Australasian Pleistocene hominid evolution". American Journal of Physical Anthropology. 55 (3): 337–49. doi:10.1002/ajpa.1330550308. PMID 6791505. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Wolpoff, M. H. (1989). "Multiregional evolution: the fossil alternative to Eden". The Human Revolution: Behavioural and Biological Perspectives on the Origins of Modern Humans. 1: 62–108. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Thorne, A.G. (1981). "The Centre and the Edge: The significance of Australian hominids to African Palaeoanthropology". Proceedings of the 8th Pan-African Congress of Prehistory (Nairobi), pp. 180–81. Nairobi: National Museums of Kenya.
  30. Wolpoff, Milford H.; John Hawks; David W. Frayer; Keith Hunley (2001). "Modern Human Ancestry at the Peripheries: A Test of the Replacement Theory". Science. 291 (5502): 293–97. Bibcode:2001Sci...291..293W. doi:10.1126/science.291.5502.293. PMID 11209077. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)