د عدالت نمونه
يو ځل د اهل فارس يو هيات مدينې ته راغی.. په مدينه کي وګرځيدل کومه ماڼی يي ونه مونده. پوښتنه وکړه چې ستاسو باچا چيرته دي ؟ خلکو ورته وويل: مونږ خو پاچاه نلرو! زمونږ مشري امير کوي! وفد پوښتنه وکړه هغه چرته دي؟ خلکو وويل: معلومات نلرو خو د بيت المال يو څو وښان بي درکه شوي د لټون لپاره خپله ورپسې ګرځۍ ، وفد وويل : ستاسو په ګمان به کوم لوري ته تللی وي؟ خلکو ورته وويل غالب ګمان چي هغه لوري ته! وفد هغه لوري ته روان شو او پوښتنې يي کولي بالاخره چا ورته وویل چي امير المومنين هغه خوړ کي دي. وفد خوړ ته ورسېد ګوري چې يو سړي پرته له باډيګاډانو او عسکرو يواځې د خوړ يوه سوري کي د شګو دپاسه ويده دي او خپله کوڼټي يي له سر لاندي يښي... نو د وفد مشر خپله مشهوره جمله وويله! اي عمره تا عدالت کړي نو ځکه پرته له ويري خوب کوي.. او زمونږ باچاهانو ظلم کړي ځکه په محلونو خوب نلري.... نو ورونو کله چي حاکم له باډيګاډانو سره له خلکو پټ شو پوه شه چې عدالت يي ندي کړي
سرچينې
[سمول]استاد عبدالحميد جليل