د عبرت څخه د ډکو کيسو لړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


استاد نورالله خان احمدزى[سمول]

دقرآن کريم د علومو باره کي مخلتف نظريات دي چي شاه ولي الله محدث دهلوي په خپل کتاب الفوز االکبير في اصول التفسير کي ليکي چي دقرآن کريم پنځه علومو باندې مشتمل ده.

اول: علم التذکير بايام الله (دتيري زماني واقعات يا پيښو دتذکير علم)

دوهم: علم التذکير بآلاء الله (دالله تعالي په نعمتونو دتذکير علم).

دريم: علم التذکير بالموت وما بعد الموت (دمرګ او لدي وروسته څخه دتذکير علم).

څلورم: علم الاحکام (داحکامو الهي علم).

پنځم: علم الجدل (دنورو مذاهبو له خلکو سره دمباحثو علم).

قرآن کريم د همدغو علومو په مرسته انسان ته د هدايت لاره ښيي او د ژوند د هري شعبې او برخي لارښوونه ورته کوي. دلته همدغه اول علم چي علم التذکير بايام الله چي د تيري زمانې او وختونو د پيښو او حوادثو له ذکر کولو او انسانانو ته داصلاح او هدايت لپاره ډير مؤثر دئ، دغه علم کي يوه خوا انبياء، صلحاء، او دمؤمنانو پيښي او واقعات پکښي بيان سوي ترڅو انسان خپل ژوند د هغوى په تګ او هغه چي هغوى ترسره کړي دوى يې هم خپل کړي او عمل پرې وکړي، کله چي انسان دا کړني ترسره کوي نو بريا، سعادت، خوښي او نيک بختي به د دوى په برخه وي. او بلخوا د کفارو، منافقينو، فساق، فجار، بد عملي او نافرماني او داسې نور ناروا اعمالو سره انسان په قهر الهي اخته کيږي او د دوى اخروي ژوند له ماتي او ناکامۍ سره مخ کيږي. نو انسان بايد د تير وخت له کيسو او او پيښو څخه عبرت واخلي او پر هغي لاري ولاړ نه سي کومه چي جهنم خواته خلک وړي.ددې بحث موخه داده چي دا ډول کيسو او پيښو څخه انسانان بالخصوص مسلمانان بايد د عبرت د ډکو کيسو څخه پند واخلي او له هغو خلکو او ډلو او اعمالو څخه لاس په سر سي کوم چي دوى د بربادۍ کندي ته غورځوي. نو پايله داسوه چي نېکان به د نېکانو خلکو لاره غوره کوي او دوى به دبدو خلکو له واقعياتو او پيښوڅخه د هغوى له غلط کارونو ، خبائثو، او د هغوی د بدو پايلو په ذريعه دا امت په صراط مستقيم باندې روانوي او د هغوى له بدو کارونو څخه عبرت اخلي.

دلته په دغو موضوعاتو خبري سوي. د ايمان او يقين حيرانوونکي طاقت او قوت، ذکر او تلاوت - حلاوت او طاقت يې، معرفت او محبت الهي، محبت او عظمت - يو زړه راښکونکي نقش، ايثار او سخاوت کي داسلافو مقابله، د شيطاني مکر او فريب، د تصوف او سلوک هنداره، ذوق د عبادت او مجاهده، فکر دآخرت او د دنيا حقارت، تقوا او طهارت - خوف او خشيت، عاجزي او تواضع يعني دا دسلوک لويه لاره، علم او مرتبه داهل علم، د ټولني حسن يا ښايست، د ګناهونو نحوست – دتوبې فضيلت او داسې نور.

ډيرى وخت به مو ليدلي او اورېدلي وي چي خلک په کورونو کي خپلوماشومانو ته داسې کيسې کوي لکه دځنارو باره کي، د بازار، او يا په حقيقت نه ولاړي کيسې ورته کوي، په حجرو يا ميلمستونو کي هم داسې خلک او داسې کيسې کوي چي ټولي دنياوي او د دين هيڅ ذکر پکښي نه وي، سپين ږيري، واړه، ځوانان او ښځي چي هرځاى کي وي نو دوى به ديو او بل غيبت، د دنيا کيسې او يادونه کوي، ما د همدې موخي لپاره لازمه وګڼل چي داسې کيسې تاسو ته وړاندي کړم چي هم اسلامي دي او له عبرت، پند، درس، حلاوت دايمان، ذکر، مجاهده، پاکوالي دنفس، تقوا، زهد، علم او عمل او د ژوند د هري برخي باره کي به انشاءالله ګټوري ثابت سي او تاسو بايد دا د عبرت څخه ډکي کيسې خپلو ملګرو، ماشومانو او هر هغه چاسره چي پيژنى يې ورته وکړئ ترڅو ثواب دارين مو په برخه سي