د عام نسب شواهد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهان چې له څو لسیزو راهيسې په بېلابېلو څانګو کې څېړنه کوي، د ژوندیو موجوداتو د ګډ نسب اړوند شواهد یې کشف کړي چې له مخې يې د ځمکې پر مخ ټول موجودات له یو واحد نيکه/جد څخه سرچینه اخلي. دا خبره د شواهدو اړینه برخه جوړوي ځکه چې د تکامل نظریې پر بنسټ ولاړه ده او د تکامل هغه پروسې روښانوي چې د ځمکې حیاتي تنوع یې رامنځته کړې او ښيي چې تکامل واقعاً پېښېږي. دا چاره د مدرن تکامل له ترکيب/سنتېز(modern evolutionary synthesis) څخه ملاتړ کوي. فعلي علمي تیوري د وخت په تېرېدو سره د ژوند د بدلون څرنکوالی او دلیل تشرېح کوي. د تکاملي بیولوژۍ پوهانو د د دې لاملونو د تشرېح کولو لپاره د ازموینې‌وړ ځينو پرمختللو وړاندوینو ازمويښتونو، فرضیو او نظریو له وړاندې کولو سره د ګد نصب مستند شواهد تر وروستي نړیوال نیکه/جد روښانه کړل.

د ژوندیو موجوداتو د DNA د جنتیکي پرلپسې‌والي/تسلسل (DNA genetic sequences) پرتله ښيي، هغه ژوندي موجودات چې د فیلوجنتیکي (phylogenetically ) پلوه له یو بل سره نژدې وي د هغو موجوداتو په پرتله چې د فیلوجنتیکي پلوه له یو بل څخه لرې دي د DNA د جنتیکي تسلسل ورته‌والی په کې زیات دی. جنتیکي ټوټې لکه کاذب/دروغي جینونه، د DNA هغه برخې چې د اړوند اورګانیزم په يوه جین کې  اورتولوګ / orthologous  (هغه جین چې په بیلابېلو ډولونو کې چې له یو مشترک نیکه څخه تکامل ته رسېدلې د ډولونو د رامنځته کېدلو پر بنسټ توپير کوي) دي خو نورې فعالې نه دي او داسې بريښي چې د ټولیزو میوټېشنونو تر دایمي انحطاطي پروسو لاندې دي، د ګډ نسب تر څنګ له نړیوال بیوشیمیايي سازمان او مالیکولي وریانس له بېلګو څخه ملاتړ کوي او په ټولو موجوداتو کې پیدا کېږي. جنتیکي اطلاعات په قطعي ډول له ژوند څخه ملاتړ کوي او د DNA د کشف راهیسې پوهانو ته اجازه ورکوي چې فېلیوجنتیکو ونو (د تکاملي اړیکې اړوند د یو ژوندي موجود جوړښت) ته پراختیا ورکړي. همداراز د تاکسونونو د تاریخي توپیرنو مهال او د مالیکولي ساعت د تخنیکونو وده او د فوسیلي ریکارډونو سره يې د سمونې لامل شوي.

فوسیلونه د دې اټکل لپاره چې بېلابېلو نسبونو د ځمکې پېژندنې په کوم وخت کې وده کړې اړین دي.  دا  چې فوسیلي کېدل یوه غیر معمولي پېښه ده معمولاً د بدن کلکو برخو او هغه سیمې ته نژدې مړینې ته اړتیا لري چې رسوبات په کې تل ته شوي وي. فوسیلي ریکارډونه یوازیني تيت او متناوب ریکارډونه دي چې د ژوند د تکامل په اړه وړاندې کېږي. د ژوندیو موجوداتو د بدن کلکو برخو لکه هډوکو، غاښونو او مرغلرو/ shells (کلک خوندي ساتونکی بهرنی پوښ)  له ودې څخه مخکې شواهد په ځانګړي ډول نادر دي، خو د پخوانیو مایکرو فوسیلي اثارو په بڼه او همداراز د بېلابېلو نرم بدن لرونکو موجوداتو په توګه شته. د حیواني  ډلو د اناتومي پرتله‌ایزه مطالعه هغه ساختماني ځانګړنې ښيي چې اساساً سره ورته (مشابې/  homologous) دي، چې د ګڼو موجوداتو فیلیوجنتیکي اړیکې له نیکونو/اجدادو سره او په ځانکړي ډول د پخوانیو منقرض شویوموجوداتو له فوسیلونو سره په پرتله ښيي. ويستجیال جوړښتونه / Vestigial structures (د تکاملي پروسو په لړ کې د ځانګړو جنتیکي ځانګړنو خودیتوب) او په جنیني وده کې پرتله د ګډ نسب له اناتومیکي ورته‌والي سره سم یو لوی مرسته کوونکی فکتور/عامل دی. له هغه ځایه چې د فوسیل میتابولیکې پروسې نه پاتې کېږي، نو د تکامل په اړه څېړنې تر ډېره د شته موجوداتو د بنسټيزې حجرې د فېزیولوژي او بیوشمي سره د پرتلې پر بنسټ ترسره کېږي. ډېری نسبونه د ودې په بېلابېلو پړاونو کې له یو بل څخه جلا شوي، په دې اساس د یو مشترک نیکه د بچیانو د اوصافو له پرتلې څخه کولی شو دا تعین کړو چې کله ځانګړې میتابولیکي پروسې راڅرګنديږي.

د حیواناتو د رنګولو شواهد د داروین د ځنيو معاصرینو له خوا راټول شوي لکه؛ کموفلېج / camouflage (یومیتود دی چې د دوښمن له سترګو څخه د ژونديو او غیر ژونديو موجوداتو د خوندیتوب لپاره کارول کېږي)، مېمرسي /  mimicry (کله چې یو بوټی یا څاروی د بل بوټي يا څاروي له بهرنۍ بڼې څخه تقلید/پېښې کوي) او وارنېنګ‌کالر/ warning coloration (ځينې ژوي له خطر سره د مخېدو پر مهال په ځانګړي ډول خپل رنګ بدلوي چې نورو ژويو ته خبرداری ورکړي) د طبعي ټاکنې له خوا په اسانۍ سره تشرېح شوي. په ځانګړو مواردو لکه موسمي بدلونونو کې د ژمي په موسم کې د واورې پر وړاندې او د اوړي په موسم کې قهویي مورلېنډ / brown moorland (د رنګولو یو ډول، د نه ليدل کېدو په موخه) د سیسۍ د بڼګو کموفلېج / بڼه اړونه کره شواهد دي چې ښيي ټاکنه شته. نور شواهد د حیاتي جغرافیې څخه ترلاسه کېږي ځکه حیاتي جغرافیه له مشترک نسب سره د بوټو او حیواناتو د تکامل او نړیوال انتشار په برخه کې تر ټولو غوره او بشپړ توضیحات او حقایق وړاندې کوي. دا چاره تر ډېره د ټاپو‌ایزې حیاتي جغرافیې په برخه کې تر سترکو کېږي. د پلېټ تېکتونیک / plate tectonics (د ځمکې د لېتوسفیېر اړوند مطالعې) جیولوژيکي تیوري له رامنځته کېدو سره ګډ نسب د فوسیلي ریکارډي شواهدو په رڼا کې د ډولونو د اوسني انتشار په اړه د حقیقتونو ترکیب ته لار پرانیزي چې په منطقي ډول دا روښانه کړي چې د تاريخ په اوږدو کې د ژوندیو موجوداتو انتشار څنګه بدلون کړی.

د انتي بیوتیک پر وړاندې د مقاومو باکتري‌ګانو وده او خپرېدل د دې لپاره شواهد برابروي چې د طبعي ټاکنې له امله تکامل په طبعي نړۍ کې یوه روانه پروسه ده. طبعي ټاکنه د تکامل اړوند په ټولو څېړنو کې شته، یاد حقیقت ته په پام سره د دې مقالې په هره برخه کې لاندې مثالونه دا پروسه مستندوي. د دې ترڅنګ د نویو ډولونو د ټولکو د رامنځته کولو په موخه له نفوسونو څخه د ډولونو د بېل‌والي اړوند موارد هم ترسترګو شوي. د نویو ډولونو رامنځته کول (speciation) په لابراتوار او طبیعت کې لیدل شوي. د دغه ډولونو بېلابېلې بڼې د ډولونو د رامنځته کولو د فردي حالتونو لپاره د یو مثال په توګه تشرېح او مستند شوي دي. پردې سربېره په دې مقاله کې له تاریخي پلوه او اوس‌مهال د ګډ نسب اړوند شواهد او ګڼ نور موضوعات شامل دي چې په لابراتوارونو کې د ژوندیو موجوداتو د ټاکنیزې روزنې له مستقیمو ازمويښتونو او ګڼو نورو کنترول شويو ازمویښتونو څخه ترلاسه شوي. د دې مقالې بېلابېلې موضوع‌ګانې د تکامل او د ځمکې پر مخ د ټول ژوند د عام نسب اړوند شواهدو لنډیز د بېلابېلو تخصصي مثالونو سره وړاندې کوي چې د شواهدو د قناعت بښونکي رضایت ښکارندویي کوي.  

له پرتله‌اييزې بیوشمي او فیزیولوي څخه شواهد[سمول]

جنتیک[سمول]

د ګډ نسب لپاره یو له تر ټولو پیاوړو شواهدو څخه د جین پرلپسې‌والی دی. د جین د پرلپسې‌والي پرتله‌اییزه تجزیه د بېلابېلو ډولونو د DNA د جین پرلپسې‌والي تر منځ اړیکه ارزوي، چې د عام نسب په اړه د داروین د اصلي فرضیې د تائید په اړه څو کرښې شواهد وړاندې کوي. که چېرې د عام نسب فرضیه حقیقت وي، نو هغه ډولونه چې مشترک نیکه لري، له خپل نیکه څخه یې د DNA د جینونو پرلپسې‌والی او بې ساري میوټېشنونه په میراث اخیستي. یو بل ته ډېر نژدې ډولونه د ډېرو لرې ډولونو په پرتله د برابر پرلپسې‌والي ډېره برخه اوګډ بدیلونه لري.    [۱]

تر ټولو ساده او پیاوړي شواهد دفيلیوجنتیکي بیارغونې په واسطه وړاندې شوي. دا ډول بیا رغونې، په ځانګړي ډول د پروتيني پرلپسې‌والي د کارولو پر مهال په ورو ورو ترسره کېږي تر ډېره پیاوړې دي او کولی شي د مدرنو موجوداتو د تکامل تاریخ د ډېرې برخې د بیا رغونې (او ان په ځینو مواردو کې د منقرض شویو او بیا موندل شویو حیواناتو د تکامل په تاریخ کې لکه د ماموت /mammoths  او نئندرتالوس /Neanderthals د جین‌پرلپسې‌والي) لپاره وکارول شي. دا بیا رغول شویې فېلیوجینۍ (phylogenies) د مورفولوژیکي او بیوشمیکي مطالعاتو له لارې د رامنځته شویو اړیکو نچوړ وړاندې کوي. تر ټولو کره بیارغونې د ټولو ایوکریوت موجوداتو تر منځ د ګډ مایتوکاندریايي جینوم پر بنسټ ترسره شوې، چې د پرلپسې‌والي لپاره لنډ او اسانه دي. تر ټولو پراخې بیارغونې د څو ډېرو پخوانیو پروتینونو یا د رایبوزمي RNA د پرلپسې‌والي له کارولو سره شوې دي. [اخځ ته اړتیا ده]    [۲][۳]

فېلیوجنتیکي اړیکو د غیر وظیفوي عناصرو په پرلپسې‌والی کې په پراخه کچه پراختیا موندلې لکه بیاځلي، تراسپوژن / transposons (ځای په ځای کېدونکي عناصر) او د پروتني کودټاکونکو جینونو په پرلپسې‌والي کې میوټېشن چې د امینو اسیدونو په پرلپسې‌والي کې بدلون نه راولي. په داسې حال کې چې د دغو عناصرو ډېر لږ وظیفوي عناصر ښايي وروسته مشخص شيٍ، په ټوله کې هغوی څرګندوي چې د مشترک عملکرد/دندې په پرتله پېژندګلوي باید د مشترک نسب حاصل وي.  [۴]

سرچینۍ[سمول]

  1. Mount, D.M. (2004). Bioinformatics: Sequence and Genome Analysis (الطبعة 2nd). Cold Spring Harbor Laboratory Press: Cold Spring Harbor, NY. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87969-608-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Penny, David; Foulds, L. R.; Hendy, M. D. (1982). "Testing the theory of evolution by comparing phylogenetic trees constructed from five different protein sequences". Nature. 297 (5863): 197–200. Bibcode:1982Natur.297..197P. doi:10.1038/297197a0. PMID 7078635. S2CID 4270111. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Eukaryotes". www.tolweb.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Max, Edward (5 May 2003). "Plagiarized Errors and Molecular Genetics". The Talk Origins Archive. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)