د طائف سفر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نبوت په لسم کال د شوال په مياشت کې کله چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  نور د مکې د مشرکانو له اسلام راوړلو څخه ناهيلي شو، د خپل مريه زيد بن حارثه  رضي الله عنه  سره د طائف په لورچې دمکې څخه څه باندې شپږ نوي کيلو متره لرې پرته سيمه ده  روان شو په دې هيله که هلته څوک مسلمان شي او مرسته يې وکړي، او لس ورځې يې د طائف خلکو او مشرانو ته  جلا جلا بلنې ورکړې؛ خو هغوی نه يوازې دا چې اسلام يې را نه ووړ؛ بلکې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ته يې ستوغې خبرې وکړې او له کلي څخه يې ورته د وتلو وويل، بيا يې هلکانواو بدماشانو ته امر وکړ چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم   په کاڼو وولي،هغوی په دوو کتارو کې ودرېدل او په پيغمبر   صلی الله عليه وسلم  باندې يې کاڼي  ويشتل او بدې خبرې کول  پيل کړل  زيد بن حارثه  رضي الله عنه  به رسول الله  صلی الله عليه وسلم  په خپل ځان باندې د کاڼو له گزارونو څخه ساتلو آن تردې چې سر يې سخت ټپي شو او په پايله کې  رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د ربيعه د زامنو عتبه  او شیبه باغ ته چې له طايف څخه څه باندې څلور کيلومتره لرې پروت و پناه يووړه چې پڼې يې په وينو رنگ وې مشرکان نورځنې وگرځېدل اورسول الله  صلی الله عليه وسلم  د انگور ونې لاندې سيورې ته کښېناست او له الله  جل جلاله  څخه يې دعا وکړه .

کله چې د ربيعه زامنو دا حال وليد نو سخت زړه يې پرې وخوږېد او خپل يوه مريه ته چې عداس نومېده او نصراني و د انگورو يو وږی ورکړ او ورته يې وويل چې دا هغه کس ته يوسه کله چې هغه انگور وروړل نو محمد  صلی الله عليه وسلم  د بسم الله په ويلو سره خوراک پيل کړ عداس ورته وويل د دې ښار خلک خو دا نه وايي رسول الله  صلی الله عليه وسلم  پوښتنه ترې وکړه د کوم ځای او دين دې څه دی ؟ هغه ورته وويل د( نينوی ) نومي ځای او نصراني يم محمد  صلی الله عليه وسلم  ورته وويل د نيک سړي يونس بن متی له کلي څخه ؟ هغه وويل ته څنگه هغه پېژنې ورته وې ويل هغه زما ورور نبي و او زه هم نبي يم نوموړی مريی د رسول الله  صلی الله عليه وسلم   په سر ورټيټ شو او لاس او پښې يې ورښکل کړې

او په همدې باغ کې  الله پاک ورته پرښته را ولېږله ورته يې وويل: که غواړې موږ به دغه کافران د دوو غرونو ترمنځ تباه کړو، رسول الله  صلی الله عليه وسلم   ورته وويل: نه !  ښايي د هغوی په اولادونو کې مسلمانان پيدا شي.

عروه بن زبيررضي الله عنه  وايي: د ابوطالب له مړينې وروسته قريشو د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ځورولو ته لا ډيره مخه کړه او ډول ډول تکليفونه به يې ور رسول،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې دلته ناهيلى شو د طائف بنو ثقيف ته په دې هيله ورغى که هلته څوک مسلمان شي او ملاتړ يې وکړي، د بنو ثقيف درې مشران وو يو يې عبديا ليل نوميد، بل حبيب او دريم يې مسعود نوميده، او درې واړه د عمرو زامن وو،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  درې واړو ته ورغى دملاتړ غوښتنه يې ترې وکړه اود خپل قوم د سپکاوي او ربړونو شکايت يي ورته وکړ، يوه ورور وويل: که به ته د الله  ريښتونى استازى يې؛ نو زه دې د کعبې د غلاف غل شم! دوهم وويل: که ته ريښتونى پيغمبر يې نو زه تا سره خبرې نه کوم ځکه چې بيا خو ستا مرتبه ترما ډيره لوړه ده او درېم يې وويل: الله  پاک ته بل څوک نه پيداکيدل چې ته يې پيغمبر کولې؟ په ټول کلي کې د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  خبرې خپرې شوې چې: يوسړى راغلى نوى دين يې راوړى دى، ټول خلک راغلل  په  رسول الله صلی الله عليه وسلم  پورې يې ټوکې پيل کړې بيا ټول د لارې  دواړو غاړو ته کتار-کتار ودريدل  رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې به يو قدم وړاندې اخيست دوى به پرې دکاڼو گزارونه کول او ور پورې خندل به يې، دا لړۍ همداسې روانه وه تردې چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  له ټولو خلکو را تير شو؛ نو د انگورو يو باغ ته ننوت د يو بوټي د سيوري لاندې کښيناست، ډير درديدلى، غمجن او له مبارکو پښو يې  وينې روانې وې، هاخواته يې چې وکتل د ربيعه دوه زامن عتبه او شيبه په باغ کې ناست دي؛ خو خبرو چې دوى هم د الله  او رسول دښمنان دي؛ نو ورنغى، هغوى چې د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  دردونکى حالت وليد خپل عيسايى غلام (عداس) ته يې يوڅه انگور ورکړل ويل دا وروړه! عداس انگور را وړل د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  مخ ته يې کيښودل،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  بسم الله وويله؛ نو عداس حيران شو چې داخوڅوک دى،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  پوښتنه ترې وکړه چې : دکوم ځاى يې؟ عداس وويل: دنينو اوسيدونکى يم، -ښه! د هغه غوره او نيک انسان يونس بن متى کليوال يې؟ – يونس بن متى څه پيژنې؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته له خپل عادت سره سم د يونس  عليه السلام  ډيره ستاينه وکړ او د اسلام بلنه يې ورکړه، عداس وويل: يارسول الله! د يونس  عليه السلام  په هکله لږ نور څه هم راته ووايه!  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته هغه ټول اياتونه ولوستل چې د يونس  عليه السلام  په هکله نازل شوي وو، عداس چې اياتونه واوريدل د رسول الله صلی الله عليه وسلم  پښو ته پرېوت او په وينو رنگ قدمونه يې ور ښکل کړل، عتبه او شيبه چې خپل غلام ته وکتل حيران شول او چې بيا ورغى پوښتنه يې ترې وکړه ويل: څنگه دې محمد ( صلی الله عليه وسلم  ) ته سجده وکړه او بښې دې يې ښکل کړې؟ مونږ سره خو دې کله داسې چلند نه دى کړى! عداس ورته وويل: دا خوډير نيک انسان دى! ماته يې زمونږ دسيمې د يو پيغمبر (يونس عليه السلام ) په هکله داسې خبرې وکړې چې ماته له پخوا نه معلومې وې او وايي زه د الله  رسول يم، دواړو ورته په خنداوويل: پام کوه چې غلط دې نه کړي ! دا ډيرلوى ټگ دى (نعوذبالله)

له يو شيبه دمه کيدو وروسته بيرته مکې ته ستون شو .([1] )

ابن اسحاق په خپل روايت کې وايي:  رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې د بنو ثقيف  له خلکو ناهيلى شو نو ورته ويې ويل: چې اسلام نه راوړئ؛ نودومره خو وکړئ چې دا خبره پټه وساتئ! راوي وايي:  رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه غوښتل له هغه څه نه قريش خبرشي چې دطائف خلکو ورسره وکړل ځکه چې بيا به يې په وړاندې نورهم زړور شي؛ خو دطائف خلکو دا خبره پټه نه کړه  خپل ماشومان او ځوانان يې راوپارول او  رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره يې ډيره ناځواني وکړه، سپکې خبرې يې ورته وکړې او دومره يې ودرداوه چې آن په ډبرو ويشتلو يې هم دريغ ونه کړ،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  اړشو چې د ربيعه د زامنو باغ ته پنا ور وړي اوځان وژغوري،کله چې خلک بيرته خپلو کورونو ته ولاړل  رسول الله صلی الله عليه وسلم  د يو انگور تاک سيوري ته کښيناست له مبارکو پښو يې وينې بهيدې او د ربيعه دواړو زامنو -عتبه او شيبه- يې د باغ له يوې څنډې ننداره کوله.

-ابن اسحاق وايي: چا راته وويل چې يوځل  رسول الله صلی الله عليه وسلم  (په طائف کې واده شوې) د بنو جمع قبيلې يوې ميرمنې سره مخ شو؛ نو ورته ويې ويل: ستا خسرگنۍ خو زه ډير وځورولم!-

په باغ کې له يوڅه دمه کيدو وروسته يې خپل رب ته لاسونه پورته کړل او داسې دعا يې وکړه:

يا الله! تاته د خپلې کمزورۍ او بې وسۍ شکايت کوم او خلکو راسره ډير سپکه رويه وکړه، اى ارحم الراحمينه! ته د کمزورو خلکو رب او زما پروردگار يې؛ نو ما چاته سپارې؟ هغه اجنبي ته چې ما وويني مخ را څخه واړوي؟  او که هغه دښمن ته چې پر مادې برلاسى ورکړى؟ اى الله! که ته راڅخه ناراضه نه يې زه د نورڅه پروا نلرم ستا ساتنه زما له پاره بس ده، ستا د مخ د هغه نور په برکت -چې تيارې يې رڼا کړي او د دنيا او آخرت ټولې چارې يې سمې کړي دي- له دې څخه پنا غواړم چې ته را نه خوابدى شې! ستا خوښي ترهرڅه لومړۍ ده او له تا پرته بل ځواک نشته.

عتبه اوشيبه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  دردونکى حالت وليد د خپلوۍ له امله يې زړه سوى پرې راغى؛ نو خپل يو عيسايي غلام “عداس” ته يې د انگورو يوه غونچه ورکړه ويل دا ور وړه چې ويې خوري، عداس انگور ور وړل او د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  مخ ته يې کيښودل ويل دا وخوره،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  بسم الله وويله او د انگورو خوارک يې پيل کړ، عداس د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  مبارک مخ ته په ځير-ځير وکتل او حيران شو چې ددې ځاى خلک خو دا توري نه وايي!  رسول الله صلی الله عليه وسلم  پوښتنه ترې وکړه چې: د کوم ځاى يې او دين دې څه دى؟ عداس ورته وويل: زه عيسايي او د “نينوا” اوسيدونکى يم،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: ته خو د هغه نيک انسان “يونس بن متى” کليوال يې، عداس ورته وويل: ته يونس بن متى څه پيژنې؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: هغه زما پيغمبر ورور و او زه هم پيغمبر يم.

عداس چې داخبره واورېده د رسول الله صلی الله عليه وسلم  لاسونه او پښې يې ښکل کړل، د ربيعه زامنو چې عداس وليد چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته ټيټ و پاس شو يو بل ته يې وکتل ويل غلام خو يې بې لارې کړ، هغه چې بيرته ورغى دواړو ورته وويل: غرق شې دادې څه وکړل؟ تا خو د هغه لاسونه او پښې ښکل کړل! عداس ورته وويل: زما باداره! د ځمکې پرسرله دې سړي نه غوره انسان نشته ما ته يې داسې خبرې وکړې چې له پيغمبره پرته يې بل څوک نشي کولاى، هغوى ورته وويل: الله  دې ووهه پام کوه چې بې لارې دې نه کړي ځکه چې ستا دين د هغه له دين نه غوره دى ([2]).

سليمان تيمي رحمه الله  په خپل سيرت کې ليکلي دي چې عداس د  رسول الله صلی الله عليه وسلم  په وړاندې د شهادت کلمه وويله. رضى الله عنه ([3]).

[1]  (اخرجه ابو نعيم في دلائل النبوة ١٠٣).

[2]  (كذا في البداية ٣/١٣٥-١٣٦).

[3]  (كذا في الاصابه ٢/٤٦٦ و قد ذكره في الصحابة).

سرچينې[سمول]

http://afghanfoundation.net/?p%3D8515&hl=ps-AF&grqid=ZUQe60wM&grqid=ZUQe60wM