د شهابو طوفان
د_شهابو_طوفان Meteor_Storm
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ★
لکه څرنګه چې زموږ په لمریز نظام کې زموږ ځمکه زموږ پر لمر راڅرخي، دغسې نورې سیارې هم پر لمر راګرځي. یوازې سیارې نه بلکې کومېټ comet هم زموږ پر لمر راګرځي.
دغسې یو کومېټ ☄️ چې د 109P/Swift-Tuttle په نوم ياديږي، زموږ پر لمر په 133 کلونو کې یوځل راګرځي. د دغه کومېټ منځنۍ قطر 26 کيلومتره دی. دغه کومېټ په یو ثانيه کې شاوخوا 42 کيلومتره رفتار لري او د دغه کومېټ مدار بيضوي دی. نو ځکه کله چې زموږ ځمکه پر لمر په کال کې یوځل راګرځي، نو د دغه کومېټ comet له مدار سره نژدې تېرېږي.
دغه کومېټ د وخت له تېرېدو سره په خپل مدار کې بېخي ډېر ذرات او یا ګرد غبار پاشلي دي. چې کله زموږ ځمکه د جولای او د اګست په میاشت کې د دغه کومېټ له مدار سره تېرېږي، نو دغه پاشل شوي ذرات یا ګرد او غبار، چې د 0,1 ملي متر څخه تر 1 ملي متر پوري دي، د ځمکې د اتموسفير له ګازونو سره ټکر کېږي. داچې د دا ذراتو رفتار ډېر لوړ دی، شاوخوا په ساعت کې 147600 کيلومتره دی، نو ډېر په تېزوالي سره د ځمکې د اتموسفير له ګازونو سره جنګېږي، چې خپله دغه ذره هم ډېره ګرم کېږي او ټکر کړي ماليکيولونه هم رڼا کوي، چې موږ ته لمبه غوندې ښکاري. دغه ذرات یوازې په یوې یا په دوو ثانیو کې په مکمله توګه وپاشل شي. کله ناکله خو کم وخت دا شهاب Meteor که غټ وي، نو تر اتموسفير تېرېږي او پر ځمکه راغورځي. دغه شهاب چې هرڅومره غټ وي، هغومره تاوان و ځمکې او شاوخوا سيمې ته رسوي.
دغسې لکه 109P/Swift-Tuttle کومېټ، نور کومېټونه هم شته، چې پر لمر راګرځي او خپل پر مدار یې دا ګرد او غبار یا ذرات پاشلي دي. چې هرکله زموږ ځمکه له داسې مدارو سره نژدې تېرېږي، نو دا طبيعي پېښې موږ لیدلی شو.
د اګست پر دولسمه او دیارلسمه بېخي د شهابونو باران وي. په یو ساعت کې چې تیاره وي او هوا روښانه وي، نو سړی شاوخوا تر 200 پورې شهابونه ليدلی شي، ځکه خو یې ورته د شهابو طوفان نوم ورکړی دی.
د راتلونکي اګسټ پر دوولسمه او دیارلسمه که سړی د شپې له خوا څخه دباندې ورته کښېني،