د شنې خونې اغېزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شنې خونې اغېزه چې څوک یې د ګلخونې یا د ګلخانې اغېزه هم بولي، د لمر د وړانګو په مرسته د مځکې د تودونې بهیر دی. دغه چار کې د شنې خونې غاز اړین رول لري. غاز روڼ دي او د لمر وړانګې په نېغه ترې تېرېږي او مځکې ته راځي. د وړانګو یوه برخه مځکه جذبوي او بله بېرته اوښتنه (انعکاس) کوي. دې بهیر کې مځکه تر منفي ۱۸ درجو تودوېږي. د اوښتونکو وړانګو یوه برخه د ګلخونې د غازونو په مرسته راګرځول کېږي چې دې سره د مځکې تودوخه تر مثبت ۱۵ درجو لوړېږي. که چېرته د شنې خونې غاز ته د مځکې په ګرچاپېر کې د ښيښې او یا یوه پلاستیک په سترګه وکتل شي نو د تودونې بهیر به یې کټ مټ د شنې خونې چار ته ورته وي او له دې څخه یې نوم د شنې خونې د اغېزې شوی دی.

د شنې خونې د اغېزې رامنځ ته کېدنه[سمول]

وروسته له اتلسمې او نولسمې پیړۍ، د رغاویز اوښتون د راډګر ته کېدو سره کارخونو د سکارو، نفتو او غازو د سوځول کارول ډېر کړل چې په پایله کې د شنې خونې په غازونو کې د کاربن دای اکسایډ کچه ډېره شوه چې د تودوخې ساتنې یې پیاوړتیا وموندله او د مځکې د تودوخې درجه مخ په لوړېدو شوه. دغه چار غټې اغېزې په پنځ درلودې چې غټ غټ بدلونونه یې راوستل د بېلګه په توګه د مځکې د تودوخې د لوړېدو سره د اوبو تاو هم ډېر شو چې د شنې خونې غاز یې لا تکړه کړ.

د شنې خونې د اغېزې موندنه[سمول]

په ۱۸۲۷ کې فرانسوي جوزف فوریر وویل چې تودوخه کیدای شي يوازې نه لیدونکې تودې وړانګې وي. د زیږیدیز په ۱۸۶۱ کې د انګریزي جان تیندېل په ډاګه کړه چې د اوبو تاو او غازونه لکه کاربن دای اکسایډ تودوخه جذبوي او په دې اند شو چې دغه غازونه د پنځ او د اقلیم بدلون کولای شي روښانه کړي. په ۱۸۹۶ زیږیدیز کې سویدني سوانت ارحینیوس خپلې موندنې خپرې کړې. هغه لیکلي و چې د مځکې د تودوخې بدلون د کاربن دای اکسایډ د کچې سره تړښت لري او د هغه دوه ځله ډېروالی سره د مځکې تودوخه د ۴ څخه تر ۶ درجو لوړېږي. نوموړي د زیږیدیز په ۱۹۰۶ کې دغه شمېر په ځیره (دقیق) توګه څرګند کړ چې ۱،۶ ځله به وي. دې سره ارحینیوس د مځکې د تودېدو د بهیر موندونکی وګڼل شو.

سرچينې[سمول]

  • ښيښه په ودانۍ کې کتاب
  • د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ پاڼې