د شنو خونو ګاز توليد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شنو خونو ګاز، د انسان له فعاليتونو نه توليديږي، چې د اقليم د بدلون سبب کېږي. زياتره يې له فوسيلي سون توکو له سوځېدلو نه کاربن ډای اکسايد دی. تر ټولو پراخه ککړونکو نه په چين کې د ډبرو سکاره او د تېلو او ګازو ستر شرکتونه دي، چې زيات دولتونه يې د OPEC [د نفتو صادرونکي هېوادونه] او روسيې پورې اړوند دي. د انسان له امله د ګازونو توليد له صنعتي دورې نه د مخکې کچو په پرتله فضايي کاربن ډای اکسايد نږدې ٪۵۰ زيات کړی دی.

د برېښنا توليد او لېږد رالېږد توکي يې ستر خپروونکي دي، چې د ډبرو سکرو پر مټ چلېدونکي د برېښنا سټېشنونو يوه تر ټولو پراخه سرچينه ٪۲۰ د شنو خونو ګاز توليدوي. د ځنګلونو پرې کول او د ځمکې په کارونه کې نور بدلونونه هم کاربن ډای اکسايد او ميتان خپروي. د انتروپوجينيک ميتان د خپرولو تر ټولو پراخه سرچينه کرنه ده، چې له فوسيلي سون توکو صنعت نه په نږدې ډول د ګاز د خپرولو او لنډمهالي شنو خونو ګاز توليد په واسطه تعقيبېږي. د کرنيز ميتان تر ټولو پراخه سرچينه کورني حيوانات دي. کرنيزې خاورې د سرې (پارو) له امله نايترس اکسايد خپروي. په ورته ډول له يخچالونو نه فلوريني ګازونه د انسان په ټول توليد کې ستره ونډه لوبوي.

د ګازونو د توليد اوسنۍ اندازې، په کال کې د يوه شخص پر سرشپږ نيم ټنونه منځنۍ کچه ټاکي، چې د حرارت درجه به له ۲۰۳۰ ز نه مخکې کېدای شي، د صنعتي دورې نه د مخکې کچې په پرتله (1.5 °C (2.7 °F)) زياته کړې وي، چې د اووه سترو هېوادونو حد او د پاريس د تړون د هيله مندۍ حد دی. [۱]

اندازه اخيستنې او محاسبات[سمول]

د نړۍ د شنو خونوګازونو توليد نږدې 50Gt  پر يو شخص دی (۶.۶ ټنه پر يوه شخص) او د ۲۰۱۹ ز لپاره د ځمکې د کارونې د بدلون له امله د 5Gt په ګډون 57 Gt کاربن ډای اکسايد اټکل شوی دی. [۲][۳][۴]

کاربن ډای اکسايد، نايټرس اکسايد، ميتان، د فلوريني ګازونو درې ډلې (sulfur hexafluoride (SF6) , hydrofluorocarbons (HFCs) او perfluorocarbons (PFCs)) ستر انتروپوجينيک شنو خونو ګازونه دي او د پاريس تر تړون لاندې ترتيب شوي دي. [۵][۶]

که څه هم  CFCsد  شنو خونو ګازونه دي، مګر د Montreal تړون په واسطه تنظيم شوي دي، چې د نړيوالې تودوخې کې د ونډې په پرتله د اوزون د زيانمنونې په برخې کې د CFCs د ونډې په واسطه هڅول شوې دي. په ياد ولرئ چې د اوزون زيانمنېدل د ګلخانې په تودوخې کې يوازې کوچنۍ ونډه لري، که څه هم ذکر شوي دوه پړاوونه ،ځيني وختونه په رسنيو کې يو له بل سره ګډيږي. په ۲۰۱۶ ز کې د ۱۷۰ ملتونو مرکچيان د ملګرو ملتونو د چاپيريال پروګرام په ناسته کې سره وکتل، چې د Montreal تړون په اړه د (Kigali Amendment) [کېګالي په تعديل] کې د (hydrofluorocarbons (HFCs)) د له منځه وړلو په موخه د قانوني ډول تړلتيا هوکړې ته ورسېدل. [۷][۸][۹]

د شنو خونو ګاز توليد، د اندازه کولو بېلابېلې لارې شته. ځينې راپور شوي اختيارات دا دي: [۱۰]

  • د اندازه کولو د پولو پېژندنه: د ګازونو توليد ته په جغرافيوي ډول هغې سيمې ته نسبت ورکول کېږي، چې ګازونه په کې خپرېږي (د قلمرو اصل) يا د فعاليت د اصل له مخې هغې سيمې ته چې د شنو خونو ګازونه توليدوي. دا دواړه اصول د اندازه کولو پر مهال په بېلابېلو مجموعو کې اغېز لري. د بېلګې په ډول: له يوه هېواده بل هېواد ته د برېښنا واردونه يا په يو نړيوال هوايي ډګر کې د ګازونو توليد.
  • د بېلابېلو ګازونو د وخت څنډه: د ورکړل شويو شنو خونو ګاز ونډه د کاربن ډای اکسايد د برابر (معادل) په توګه راپور شوې ده. د دې د مشخص کولو په موخه محاسبه په فضا کې د دې ډول ګاز د پاتې کېدلو د مودې په څرنګوالي بحث کوي. دا تل د سمې محاسبې په توګه نه پېژندل کېږي او د نوو معلوماتو د خپرولو په موخه بايد محاسبې په منظم ډول تازه وي.
  • د اندازه کولو تړون (په خپله): دا کېدای شي، د مستقيمې اندازې کوونې يا اټکل په واسطه وي. څلور بنسټيز مېتودونه يې د توليد د عامل پر بنسټ مېتود، د حجم د ميزان مېتود، د اټکلي ګازونو توليد د څارنې سيستمونه او د پرله پسې ګازونو توليد د څارنې سيستمونه دي. دا مېتودونه په سموالي، لګښت او د کارولو وړتيا کې سره توپير لري. د اقليم نښې (Climate Trace) په واسطه د کاربن ډای اکسايد د فضا پر بنسټ له اندازه کولو نه عمومي معلوماتو نه تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو د اقليم بدلون د ۲۰۲۱ ز ناستې نه وړاندې انفرادي پراخ نباتات څرګند کړي. [۱۱]

دا معيارونه ځيني وختونه د هېوادونو له خوا د اقليم بدلون په اړه د بېلابېلو کړنلارو يا اخلاقي موقفونو د ښکاره کولو په موخه کارول کېږي. د بېلابېلو معيارونو کارول د پرتلنې د وړتيا کمښت رهبري کوي، چې د نښو پر لور د پرمختګ د څارنې پر مهال ربړوونکي دي. د اندازه کولو د يوه عمومي توکي د توافق لپاره يا لږ تر لږه د بېلابېلو توکو تر منځ د اړيکې د ودې په برخه کې بحثونه شته.[۱۲][۱۳]

د ګازونو توليد کېدای شي، د وخت په اوږد مهال کې معلوم شي، چې د تاريخي يا د ګازونو د پرله پسې راټولېدونکي (متراکم) اندازه کولو په توګه پېژندل کېږي. د راټولېدونکو (په متراکم ډول) ګازونو توليد په دې اړه ځيني شاخصونه چمتو کوي، چې څه شی د شنو خونو ګاز د فضايي راټولېدنې لپاره ځواب ويونکی دی. [۱۴]

د ملي حسابونو ميزان د شنو خونو ګازونو توليد د يوه هېواد د صادراتو او وارداتو تر منځ د توپير پر بنسټ معلوموي. د زياتو شتمنو ملتونو لپاره ياد ميزان ځکه مثبت دی، چې د صادراتو په پرتله يې زيات توکي واردېږي. دا پايله نږدې د هغه حقيقت له امله ده، چې له پرمختلوو هېوادونو نه د باندې د توکو توليدول يو څه ارزانه دي، چې همدا چاره پرمختللو هېوادونو ته لارښوونه کوي، چې په زياتېدونکي ډول په توکو نه، بلکې خدماتو باندې تکيه وکړي. د یوه مثبت حساب ميزان به دا معنا ولري، چې په يوه هېواد کې که زيات توليد کېږي، نو زياتې عملياتي فابريکې به د کاربن د توليد کچې زياتې کړي. [۱۵]

د شنو خونو ګازونو توليد په يو څه لنډمهاله دورو نه هم کېدای شي، اندازه شي. د ګازونو د توليد بدلون، د بېلګې په ډول کېدای شي، د ۱۹۹۰ ز د بنسټ يا قاعدې د کال پر وړاندې اندازه شي. ۱۹۹۰ ز د اقليم بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چارچوکاټ په ناسته کې د شنو خونو ګازونو د توليد لپاره د بنسټ يا قاعدې کال په توګه کارول کېده او د Kyoto په تړون کې هم کارول کېږي (ځيني ګازونه له ۱۹۹۵ز کال نه محاسبه کېږي). د يوه هېواد د شنو خونو ګاز توليد کېدای شي، د يوه ځانګړي کال لپاره د نړيوالو شنو خونو ګاز د توليد د ورته والي په توګه راپور شي. [۱۶][۱۷]

يوه بله اندازه (محاسبه) د سړي سرشنو خونو ګاز توليد دی. دا طريقه د يوه هېواد د ټول کلني ګاز توليد د خپل نيم کال وګړو باندې وېشي. د سړي سر شنو خونو ګاز توليد کېدای شي، د تاريخي يا کلني توليد پر بنسټ وي.

په داسې حال کې چې ځيني وختونه ښارونه د شنو خونو ګازونو د توليد په برخه کې د ناورته ونډه اخېستونکو په توګه په پام کې نيول کېږي، د سړي سر ګازونو توليد د ښارونو لپاره د هغوی په هېوادونو کې د اوسطونو په پرتله د ټيټ اوسېدلو هڅه کوي. [۱۸]

د شنو خونو ګازونو د توليد په اوسنۍ اندازو کې، د حرارت درجې مخکې له ۲۰۳۰ ز نه کېدای شي، تر (1.5 °C (2.7 °F)) پورې (له صنعتي دورې نه د مخکې اندازو نه) زياته شوې وي، چې د اووه سترو صنعتي هېوادونو حد (اندازه) او د پاريس د تړون د هيله مندۍ اندازه ده. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

له ۱۷۵۰ ز راهيسې د انسان فعاليت د کاربن ډای اکسايد او نورو شنو خونو ګازونو راغونډېدنه زياته کړې ده. په ۲۰۲۱ ز کې د کاربن ډای اکساید اندازه شوی فضايي راغونډېدنې له صنعتي دورې نه د مخکې اندازې په پرتله ٪۵۰ لوړ و. د کاربن ډای اکسايد طبيعي سرچينې، د انسان د فعاليت له امله د سرچينو په پرتله له ۲۰ ځلو نه زياتې لويې دي، مګر له څو کلونو نه د زياتو دورو په پرتله طبيعي سرچينې، د طبيعي ډوبېدلو، په بنسټيز ډول د نباتاتو او سمندري plankton په واسطه د کاربن مرکبونو د ضيايي ترکيب عمليې (فوتوسنتېز) په واسطه نږدې متوازن شوي دي. د اوږدې څپې جذبوونکو ګازونو په واسطه د ځمکنۍ د داخلې شوې وړاندې جذب ځمکه د شنو خونو ګاز لږه اغېزناکه خپروونکې ګرځوي. له همدې له امله، د دې لپاره چې ځمکه د جذب شوې انرژي په اندازه انرژي خپره کړي، د نړۍ د تودوخې درجې بايد زياتې شي. [۲۳][۲۴]

د سوځېدونکو فوسيلي سون توکو په اړه اټکل شوې ده، چې د ۲۰۱۵ ز انساني فعاليت له مخې د شنو خونو ګاز ٪۶۲ يې خپور کړی دی. يوه تر ټولو پراخه سرچينه د ډبرو سکرو پر مټ چلېدونکي د انرژي تمځايونه (سټېشنونه) دي، چې په ۲۰۲۱ ز کې يې ٪۲۰ د شنو خونو ګاز توليد کړی و. [۲۵][۲۶]

سرچینې[سمول]

  1. "Territorial (MtCO2)". GlobalCarbonAtlas.org. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (choose "Chart view"; use download link) ● Data for 2020 is also presented in (په November 12, 2021 باندې). Who Has The Most Historical Responsibility for Climate Change?. The New York Times. ● Source for country populations: "List of the populations of the world's countries, dependencies, and territories". britannica.com. Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ritchie, Hannah; Roser, Max (11 May 2020). "Greenhouse gas emissions". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "By 2030, Cut Per Capita Emission to Global Average: India to G20". The Leading Solar Magazine In India (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. PBL (2020-12-21). "Trends in Global CO2 and Total Greenhouse Gas Emissions; 2020 Report". PBL Netherlands Environmental Assessment Agency (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Grubb, M. (July–September 2003). "The economics of the Kyoto protocol" (PDF). World Economics. 4 (3). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۷ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  6. Lerner & K. Lee Lerner, Brenda Wilmoth (2006). "Environmental issues: essential primary sources". Thomson Gale. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Johnston, Chris; Milman, Oliver; Vidal, John (15 October 2016). "Climate change: global deal reached to limit use of hydrofluorocarbons". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 15 October 2016 باندې). Climate change: 'Monumental' deal to cut HFCs, fastest growing greenhouse gases. BBC News.
  9. "Nations, Fighting Powerful Refrigerant That Warms Planet, Reach Landmark Deal". The New York Times. 15 October 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bader, N.; Bleichwitz, R. (2009). "Measuring urban greenhouse gas emissions: The challenge of comparability". S.A.P.I.EN.S. 2 (3). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. . Transcript: The Path Forward: Al Gore on Climate and the Economy.
  12. Banuri, T. (1996). Equity and social considerations. In: Climate change 1995: Economic and social dimensions of climate change. Contribution of Working Group III to the Second Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (J.P. Bruce et al. Eds.). This version: Printed by Cambridge University Press, Cambridge, and New York. PDF version: IPCC website. doi:10.2277/0521568544. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521568548. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bader, N.; Bleichwitz, R. (2009). "Measuring urban greenhouse gas emissions: The challenge of comparability". S.A.P.I.EN.S. 2 (3). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. World energy outlook 2007 edition – China and India insights. International Energy Agency (IEA), Head of Communication and Information Office, 9 rue de la Fédération, 75739 Paris Cedex 15, France. 2007. د کتاب پاڼې 600. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9264027305. د اصلي آرشيف څخه پر 15 جون 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه 4 مې 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Holtz-Eakin, D. (1995). "Stoking the fires? CO2 emissions and economic growth" (PDF). Journal of Public Economics. 57 (1): 85–101. doi:10.1016/0047-2727(94)01449-X. S2CID 152513329. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Selected Development Indicators" (PDF). World Development Report 2010: Development and Climate Change (PDF). Washington, DC: The International Bank for Reconstruction and Development / The World Bank. 2010. Tables A1 and A2. doi:10.1596/978-0-8213-7987-5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0821379875. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Banuri, T. (1996). Equity and social considerations. In: Climate change 1995: Economic and social dimensions of climate change. Contribution of Working Group III to the Second Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (J.P. Bruce et al. Eds.). This version: Printed by Cambridge University Press, Cambridge, and New York. PDF version: IPCC website. doi:10.2277/0521568544. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521568548. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Dodman, David (April 2009). "Blaming cities for climate change? An analysis of urban greenhouse gas emissions inventories". Environment and Urbanization. 21 (1): 185–201. doi:10.1177/0956247809103016. ISSN 0956-2478. S2CID 154669383. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Analysis: When might the world exceed 1.5C and 2C of global warming?". Carbon Brief. 2020-12-04. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "World now likely to hit watershed 1.5 °C rise in next five years, warns UN weather agency". UN News (په انګلیسي ژبه کي). 2021-05-26. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Nishat (2021-06-14). "G7 countries agree to existing climate change policies". Open Access Government (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Tollefson, Jeff (9 August 2021). Helmuth, Laura (المحرر). "Earth Is Warmer Than It's Been in 125,000 Years". Scientific American. Berlin: Springer Nature. ISSN 0036-8733. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Fox, Alex. "Atmospheric Carbon Dioxide Reaches New High Despite Pandemic Emissions Reduction". Smithsonian Magazine (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The present carbon cycle – Climate Change". Grida.no. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Climate Change: Causation Archives". EarthCharts (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "It's critical to tackle coal emissions – Analysis". IEA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)