د شمالي افریقا تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شمالي افریقا د ځمکې نسبتآ هغه نرۍ برخه ده  چې د صحارا دښتې او د مدیترانې سمندر تر منځ پرته ده او د مراکش د اتلانتیک ساحل نه تر مصر پورې غځېدلې ده، چې اوس مهال له لوېدیځ نه تر ختیځه پورې پنځه هېوادونه (مراکش، الجزایر، تونس، لیبیا او مصر) په کې شامل دي. دا سیمه د بېلابېلو کلتورونو له خوا اغېزمنه شوې. همدارنګه د سمندري تګ راتګ پراختیا په ځانګړې توګه د کلاسیک دورې په لړ کې سیمه د مدیترانې نړۍ ته راوړه. په لومړۍ ميلادي پېړۍ کې صحارا د سوداګرۍ لپاره مهمه سيمه وه، ځکه چې د اوښانو کاروان له جنوب نه مالونه او خلک راوړل. دغه راز دغه سیمه له منځني ختیځ سره یو کوچنی خو حیاتي ځمکنۍ اړیکه هم لري او دې سیمې د شمالي افریقا په تاریخ کې هم مهم رول لوبولی دی.[۱]

مخکې له تاریخ نه[سمول]

لومړني پېژندل شوي انسانان شاوخوا ۲۶۰،۰۰۰کال مخکې له میلاد نه په شمالي افریقا کې ژوند کاوه. دغه راز د ډبرې د دورې په ډېرو وختونو کې د دې سیمې اقلیم د نن ورځې په پرتله ډېر توپیر درلود، ځکه یاده دښته ډېره لنده او د سوانا په څېر وه. [۲]

د ډبرې دوري منځني تاریخ (Mesolithic) په اوږدو کې د کاپسي (Capsian) کلتور د شمالي افریقا په ختیځه برخه واکمنه وه.  د دې دورې په لړ کې د صحارا سیمه په دوامداره توګه وچه شوه او په دې ډول یې د شمالي افریقا او پاتې افریقا ترمنځ خنډ رامنځته کړ. دغه راز په شمالي نایجریا،  سویلي الجزایر او د لیبیا په ګاونډیو برخو د څړځایونو بېلابېلو نفوسو د پراخه ځنګلي ژوند، کورني څارویو، کښتیو او پیچلي کلتور نښې پریښي چې لږترلږه ۱۰،۰۰۰ کاله مخکې له میلاده تاریخ لري. همدارنګه په شمالي نایجیریا کې ډېری پخواني لرغوني کلي او سیمې د ۷۰۰۰-۷۵۰۰ نه تر ۳۰۰۰-۳۵۰۰ کاله مخکې له میلاد نه د شنې صحارا دورې پورې تړاو لري.

د لرغون پېژندنې شواهد ښیي چې په نوبیا کې د انسانانو مېشتیدل د وروستي پلیسټوسین (Pleistocene) په لومړۍ دوره کې واقع شوي، پداسې حال کې چې د دې دورې په اوږدو کې بیا د مصر په نیل دره کې د انسانانو د مېشتیدو «هېڅ یا لږ شواهد» شتون نه لري. لکه څنګه چې د نیل دره د شمالي افریقا په ختیځه څنډه کې د نړۍ یو له خورا بډایه کرنیزو سیمو نه ده. داسې انګېرل کېږي چې د صحارا د وچېدو له امله د نیل په دره کې د نفوس زیاتوالۍ او د لویو ښارونو پراختیا زیاته شوه، چې په پای کې لرغونی مصر د نړۍ له لومړیو تمدنونو نه وګڼل شو.[۳]

کلاسیک دوره[سمول]

د لیبیا د صحرا پراخوالی، مصر د شمالي افریقا له پاتې برخو نه جلا کوي. دغه راز مصري کښتۍ چې د نیل لپاره مناسبه وه، د مدیترانې په خلاص سمندر کې د کارولو وړ نه وې.

له اروپا نه یونانیان او له اسیا نه فونیشیان د شمالي افریقا په ساحل کې میشت شول، چې دواړو ټولنو به خپله ګټه له سمندر او د سمندر له لارې سوداګرۍ نه لاس ته راوړله، خو دوی له ځایي اوسېدونکو سره یوازې د سوداګرۍ محدود فرصتونه وموندل او پرځای یې استعمار ته مخه کړه. د یونان سوداګرۍ زیاتره د ایجین، اډریاټیک، تور او سور سمندرونو کې و او دوی یوازې د سویلي یونان په سیرینیکا کې سیمه لوی ښارونه جوړ کړل. له میلاد نه ۳۳۲ کاله مخکې سکندر مقدوني مصر فتح کړ او په دې ډول د دریو پېړیو لپاره د Ptolemaic یوناني کورنۍ هلته واکمني وکړه.

دغه راز فونیشیانو د شمالي افریقا د طرابلس نه تر اتلانتیک سمندر پورې د استعمارونو په رامنځته کولو سره پراخه شتون درلود. د فونیشیانو یو له خورا مهم ښارونو نه کارتیج و، کوم چې په سیمه کې یو له سترو قدرتونو نه شو. د خپل ځواک په په اوج کې کارتیج د لوېدیځ مدیترانې او د شمالي افریقا ډېری برخې له مصر نه بهر کنټرول کولې، خو په شمال کې د کارتیج اصلي سیال روم هغه ته په یو لړ جګړو کې چې د پونیک جګړو په نوم یادېدې ماتې ورکړه. په پایله کې ۱۴۶کاله مخکې له میلاد نه کارتیج ویجاړ شو او د رومیانو د سترواکۍ لاندې راغۍ. همدارنګه ۳۰ کاله مخکې له میلاد نه د روم امپراتور اوکتویان مصر فتح کړ او په رسمي ډول یې له خپلې امپراتورۍ سره ضمیمه کړ او په دې ډول د لومړي ځل لپاره د شمالي افریقا ساحل د یو واحدې واکمنۍ لاندې یو ځای شوې. 

د کارتاجیانو ځواک په صحارا کې ژور نفوذ کړی و، ځکه دوی په سیمه کې د کوچیانو قومونو چپتیا تضمینوله. دغه راز د روم امپراتورۍ تر ډېره بریده د شمالي افریقا ساحل پورې محدوده وه، په داسې حال کې چې دوی په منظمه توګه د رومي بزګرانو لپاره ځمکې غضبولي. همدارنګه دوی له سویل نه په پرله پسې توګه ګواښ سره مخ وو نو ځکه د سویلي پولو په اوږدو کې د کلاګانو او دیوالونو جوړولو باندې پیل وکړ او په پای کې سیمه د محلي ګارنیزیونونو لپاره د سترواکۍ له پراخه ملاتړ نه پرته د کنټرول لپاره ښه خوندي کړه. 

لکه څنګه چې د روم سترواکۍ په ړنګېدو وه شمالي افریقا ۴۲۹ کال وروسته له میلاد نه د وانډالانو یرغل پورې له ډېری ګډوډۍ نه ژغورل شوې وه. وانډالانو په شمالي افریقا کې تر هغه وخته پورې حکومت وکړ تر څو جسټینین په شپږمه پېړۍ کې له ختیځې سترواکۍ نه دا سیمې بېرته ونیولې. دغه راز مصر هېڅ کله د وانډالانو له خوا تر برید لاندې رانغې  ځکه چې په صحارا دښته کې یو زر میله خنډ شتون درلود او د ختیځې روم سترواکۍ ښه دفاع یې کوله. د روميانو، وانډالانو، بیزانسیانو، کارتاګيجيانو او عثمانيانو د واکمنۍ پر مهال د کابیل (Kabyle) خلکو وکولای شول چې خپله خپلواکي وساتي. په داسې حال کې چې پر شمالي افریقا د عربو له فتحې وروسته د کابیل خلکو د خپلو غرونو ملکیت ساتلی و.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د اسلام راتګ[سمول]

پر لوېدیځ باندې د عربو يرغل په ۶۴۲ ميلادي کال کې هغه مهال پيل شو چې د مصر والي عمرو بن العاص په سيرينيکا بريد وکړ او له میلاد نه وروسته ۶۴۵ کال کې طرابلس ته ورسېد. په داسې حال کې چې  شمالي افریقا کې د نورو فتوحاتو پراخول د لومړي فتنې له امله شل کاله په ځڼډ شو. همدارنګه له میلاد نه وروسته ۶۷۰ کال کې عقبه بن نافع الفهري له  بیزانسي سترواکۍ نه د اوسني تونس د نیولو په هڅه کې برید وکړ چې  یو څه بریالی هم شو، خو په ۶۷۴ میلادي کال کې ابوالمهاجر دینارد عقبه ځایناستۍ شو او ابوالمهاجر په بریالیتوب سره ختیځې لوري ته چې اوس الجزایر دی پرمختګ وکړ او د بربرانو اتحاد چې د کوسایلا تر مشري لاندې و د اسلامي نفوذ تر سیوري لاندې راوست.[۱۰][۱۱]

په ۶۸۱ میلادي کال کې عقبه ته بیا د عربو ځواکونو قومنده ورکړل شوه او په ۶۸۲ میلادي کال کې یې بیا د لوېدیځ په لور پرمختګ وکړ او کوسیا یې د یرغمل په توګه ونیوله. هغه لوېدیځ لوري ته تر اتلانتیک سمندر پورې پرمختګ وکړ او د دارا سیند دره اوسني مراکش کې د سوس سیمې ته ننوتل، خو کوسیا د عملیاتو په لړی کې وتښتید او بېرته یې په عقبه برید وکړ او د اوسني الجزایر په بسکرا سیمه کې یې عقبه وواژه. د عقبه له مرګه وروسته د عربو لښکر له قایروان سیمې نه شاتګ وکړ په دې ډول کوسایلا دا سیمه د خپلې پلازمینې په توګه وټاکله. هغه هلته تر هغه وخته حکومت وکړ چې د زهیر بن قیس تر قوماندې لاندې د عربو لښکر له ماتې سره مخ کړ. زهیر په ۶۸۸ میلادي کال کې کله چې سیرینیکا بیزانسیانو بېرته نیولې وه او دی په تونس کې بوخت و د بیزانسي امپراتورۍ سره د جګړې په مهال ووژل شو.[۱۲]

په ۶۹۳ میلادي کال کې خلیفه عبدالمالک بن مروان د حسن بن نعمان تر قوماندې لاندې څلویښت زره کسیزه لښکر سیرینیکا او طرابلس ته واستوله تر څو په شمالي افریقا کې د امویانو د پرمختګ په وړاندې د بیزانسانو ګواښ له منځه یوسي په دې ډول هغوی هېڅ مقاومت سره مخ نه شو تر هغه چې تونس ته ورسیدل او کارتیج یې ونیوه او د بیزرت په شاوخوا کې یې بیزانسانو او بربرانو ته ماتې ورکړه.[۱۳]

لږ وروسته د النعمان ځواکونو د جروا قبیلې له ځایي بربرانو سره چې مشري یې د دوی ملکې الکهینه کوله په جګړه کې شو په پای کې بربرانو النعمان ته په دوو جګړو کې ماتې ورکړه، چې لومړی یې د نیني سیند او دویمه یې د ګابیس سره نږدې وه او وروسته د النعمان ځواکونه د مرستو په تمه سیرینیکا کې په شا شول. په ۶۹۷ میلادي کال کې مرستې ورسېدلې او النعمان اوسني تونس ته لاړ او ګابیس کې نږدې بیا الکهینه سره مخامخ شو. دا ځل هغه بریالی شو او الکهینه توبنه ته شاتګ وکړ په دې توګه هلته د هغې پوځونه مات شول او هغه ووژل شوه.[۱۴]

النعمان وروسته د بیزانسانو نه کارتیج بېرته ونیوه، دغه راز هلته نږدې یې د تونس ښار جوړ کړ او په مدیترانه کې یې د امویانو د سمندري اډې په توګه وکارول. په دې توګه بیزانسیان دې ته اړ شول چې له لوېدیځ نه ووځي او د مدیترانې بحیرې ټاپوګانو ته شاتګ وکړي. په هر حال په ۷۰۵ میلادي کال کې موسی بن ناصر د النعمان ځایناستۍ وټاکل شو، چې د مصر د هغه وخت د والي عبدالعزیز بن مروان معاون و. ناصر په اوسني مراکش برید وکړ تانګیر یې ونیولو او په درې کلن عملیاتو کې یې د سوس سیند  لوري ته تر تیفلالټ نخلستان پورې پرمختګ وکړ.[۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. According to UN country classification Archived 2011-07-13 at the Wayback Machine.. Western Sahara (formerly Spanish Sahara) is disputed mostly administered by Morocco. The Polisario Front claims the territory in militating for the establishment of an independent republic, and exercises limited control over rump border territories.
  2. Hublin, Jean-Jacques; Ben-Ncer, Abdelouahed; Bailey, Shara E.; Freidline, Sarah E.; Neubauer, Simon; Skinner, Matthew M.; Bergmann, Inga; Le Cabec, Adeline; Benazzi, Stefano (2017-06-07). "New fossils from Jebel Irhoud, Morocco and the pan-African origin of Homo sapiens" (PDF). Nature (په انګلیسي ژبه کي). 546 (7657): 289–292. Bibcode:2017Natur.546..289H. doi:10.1038/nature22336. ISSN 0028-0836. PMID 28593953. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gatto, Maria C. "The Nubian Pastoral Culture as Link between Egypt and Africa: A View from the Archaeological Record". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. The Middle East and North Africa: Pg 156
  5. Sketches of Algeria During the Kabyle War By Hugh Mulleneux Walmsley: Pg 118
  6. The Kabyle People By Glora M. Wysner
  7. The art journal London, Volume 4: Pg 45
  8. The Barbary Coast By Henry Martyn Field: Pg 93
  9. The Encyclopedia Americana, Volume 1: Pg 568
  10. A History of the Maghrib in the Islamic Period, Cambridge University Press, 1987.
  11. Hans Kung, Tracing the Way : Spiritual Dimensions of the World Religions, Continuum International Publishing Group, 2006, page 248
  12. A History of the Maghrib in the Islamic Period, Cambridge University Press, 1987.
  13. A History of the Maghrib in the Islamic Period, Cambridge University Press, 1987.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ A History of the Maghrib in the Islamic Period, Cambridge University Press, 1987.