د شاه شهید موټربم ځانمرګی برید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شاه شهید موټربم ځانمرگي برید کې چې د کابل په اتمه ناحیه کې د دولت وسله والو له خوا د ۲۰۱۵ز کال د اگست په اوومه د جمعې شپی په یوه نیمه بجه ترسره شو، د کال تر ټولو خونړی بمي برید گڼل کېږي. په دې بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۴۵۰ کسه ټپیان او وژل شوي. شاوخوا ملکي وگړو کورونه، مارکېټونه، هټۍ او سوداگریز اموال په بشپړ ډول له منځه تللي او په مېلیونونو افغانیو زیان یې د سیمې وگړو ته اړولی. ددې پېښې په اړه د کابل امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وايی، چې چاودنه د دفاع وزارت د کشف رياست سره نږدې د سياه سنگ د نقليې ساحه کې وشوه، چې ۸ تنه ملکي کسان په کې وژل شوي دي او ۱۲۷ هم ټپيان دي. د يادونې ده، چې دغه چاودنه دومره ځواکمنه وه، چې ان د کارته نو په سيمه کې يې هم د ځينو کورونو شيشې ماتې کړي وې او خلک يې ټپيان کړي وو. يو شمېرهغه کسان چې ډير ژور ټپي شوي نه وو، د شپې تر چاودنې وروسته سمدلاسه هم په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي وو، چې سرسري ټپي شوي دي. ځينې سرچینو د ټپي شوو کسانو شمېر ۴۰۰ تنه ښودلی او کيدی شي تر دې هم زيات وي.