منځپانگې ته ورتلل

د سینا ټاپووزمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سینا ټاپووزمه
اړوند
ترټولو لوړه څوکه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۵۹۷٬۰۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
 مصر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۶۰٬۰۰۰ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۲۹°۳۰′۰۰″شمال ۳۳°۵۰′۰۰″ختیځ / 29.5°شمال 33.833333333333°ختيځ / 29.5; 33.833333333333۲۹°۳۰′شمال ۳۴°۰۰′ختیځ / 29.5°شمال 34°ختيځ / 29.5; 34 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د سینا ټاپووزمه یا په دودیزه توګه سینا په مصر کي یوه ټاپووزمه او ددې هیواد یوازینۍ برخه ده چي په آسیا کي موقعیت لري. دا ټاپووزمه په شمال کي د مدیترانې له سمندرګي او په سویل کي د سره سمندر تر مینځ پرته ده، او د آسیا او افریقا ترمینځ ځمکنی پل هم ګڼل کیږي. سینا شاوخوا ۶۰٬۰۰۰ kم2 (۶٫۵×۱۰۱۱ قدم2) ځمکه (د ټول مصر 6 سلنه) په ځان کي رانغاړي، او نږدې 600,000 وګړي پکښي مېشت دي. له اداري اړخه د سینا ټاپووزمه پر دوو ولایتونو لکه جنوبي سینا او شمالي سینا باندي وېشل سوې ده. په یاده سیمه کي درې نور ولایتونه چي د سویز کانال په اوږدو کي ځای پر ځای دي، د مصر تر افریقايي برخي رسیږي لکه: په سویلي پای او د سویز په ولایت کي د سویز کانال، په مرکز کي د اسماعیلیه ولایت او په شمال کي د پورټ سعید ولایت.

سینا په لرغونې دوره کي د عرب پیټریا په نوم پیژندل کېده، خو په عصري وختونو کي یې د سینا نوم له دې امله ترلاسه کړ چي د سینټ کاترین خانقاه ته نږدې د انجیل سینا غر په نوم یو ځای شتون لري. د سینا غر د ابراهیمي عقیدې او دین یو له خورا مذهبي او د پام وړ ځایونو څخه بلل کيږي.

د سینا ټاپووزمه په 3100 مخکي تر زیږد کي د لرغوني مصر د لومړۍ واکمنۍ څخه ددغه هیواد یوه برخه وه. دا سیمه په شمال کي د شام (اوسنۍ سوریه، لبنان، اردن، اسراییل او فلسطین سیمه) سره په بشپړه توګه توپیر لري، خو په لویه کچه بیا د خپل ستراتیژیک جیوپولیټیک موقعیت او کلتوري اړیکو له امله خورا نامتو او تاریخي ځای دی. سینا د مصر د پاتي برخو په څیر وخت پر وخت د بهرنیو امپراتوریو لخوا نیول سوې او ولکه سوې ده، چي وروستي تاریخونه یې د عثماني امپراتورۍ ( 1517-1867 ) او انګلستان ( 1882-1956 ) سره سر لګوي. اسراییلو د سویز کړکیچ پر مهال په 1956 کي او ورپسې د 1967 د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کي سینا دوه ځله لاندي کړه. تر دې وروسته د ۱۹۷۳ کال د اکټوبر په شپږمه مصر د یوم کیپور جګړه پیل او د سویز کانال د ختیځي څنډي زیاته برخه یې ونیوله. د 1979 د مصر-اسرائیل د سولې تړون په پایله کي اسراییل د سینا ټاپووزمې څخه د تبا د متنازع سیمي پرته چي وروسته په 1989 کي د منځګړیتوب د کمیسیون لخوا د یوې پریکړې پر بنسټ بیرته مصر ته وسپارل سوه، څخه ووتل.

سینا نن ورځ د خپل طبیعي جوړښت، بډایه مرجاني ډبرو او مذهبي تاریخ له امله د ګرځندوی خاص ځای ګرځیدلی دی.