د سویلي افریقا کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سویلي افریقا د خپلې توکمیزې او کلتوري رنګارنګۍ له امله پېژندل کېږي. د سویلي افریقا زیاتره تورپوستي کلیوال په ډېرې بېوزلۍ کې ژوند کوي. کابو ټول سویلي افریقایان له مورنۍ ژبې پرته په انګلیسي ژبه هم د خبرو کولو مهارت لري. له انګلیسي نه په سوداګرۍ، زده کړه او حکومت کې د فرانکا ژبې په څېر ګټه اخلي. په سویلي افریقا کې یوولس رسمي ژبې دي، خو د کوچنیو ډلو له خوا نورې مورنۍ ژبې په ځانګړې توګه د خویسان ژبه هم ویل کېږي. [۱][۲][۳]

په ټوله کې زیاتره د منځنۍ طبقې غړي سپین او هندي دي، چې په لیکه کې یې نورې ډلې هم مخ پر زیاتېدو دي. په زیاترو برخو کې یې ژوند د لوېدیځې اروپا، شمالي امریکا، آسټرالیا او نیوزیلینډ د خلکو په څېر دی.

اپارتایډ هغه ایالت و، چې سویلي افریقایان یې په قانوني توګه په څلورو توکمیزو ډلو ووېشل او د دوی د ژوند ساحې یې وټاکلې، په زده کړه، کاري فرصتونو، عامه اسانتیاوو او ټولنیزو اړیکو کې یې پر توکمیز تبعیض ټینګار وکړ. سره له دې چې دا قوانین د ۱۹۹۰ز کال په لومړیو کې رد شوي وو، د اپارتاید توکمیزه کټګوري په ذاتي ډول د سویلي افریقا په کلتور کې پاتې ده، دوی دې ته دوام ورکړ چې ځانونه د سویلي افریقایانو په وېش کې راولي او هر یو یې ځانونه له تعریف شوو څلورو توکمونو( تور، سپین، رنګین او هندیان) نه په یوه پورې وتړي. دا د سویلي افریقا د یوه واحد کلتور تعریفول ستونزمنوي چې توکمیزو کټګوریو ته اشاره نه کوي. [۴][۵][۶][۷]

هنر[سمول]

د نړۍ تر ټولو پخواني هنري توکي د سویلي افریقا له یوه غار نه ترلاسه شول. دا سوري شوي صدفونه، چې تاریخ یې ۷۵۰۰۰ کاله مخکې و یوازې د امېل په توګه په تار کې ځړېدلای شي، بل کار ترې نه اخیستل کېږي. سویلي افریقا د انسانانو د مهدونو یوه زانګو وه. د هنر جوړول زموږ د ډولونو یوه مشخصه ځانګړنه ده ( له لاتین ars نه اخیستل شوې او معنا یې دا ده، چې له اولیه موادو نه جوړ شوي یا کار ترې اخیستل شوی دی).

د خویسان د خلکو قبیلې له ۱۰۰۰۰ مخ زېږدیز کال راهیسې په سویلي افریقا کې خپرې شوې دي، چې نن ورځ یې روان هنري سبک په ډېرو غارونو کې تر سترګو کېږي. دوی د بانتو او نګوني وګړو له خوا له خپلو ځانګړو کلیمو سره په هنري ډولونو کې ځایناستي شوي دي. په ۲۰مه پېړۍ کې د قبیلوي هنر دودیزې بڼې ووېشل شوې او بېرته بیا د اپارټایډ له تفرقه اچونکو تګلارو سره ګډې شوې دي.

له کانونو او ښارګوټو نه د هنر نوي ډولونه را اېستل شوي دي، دا یو خوځنده هنر دی، چې له پلاستيکي نوارونو نیولې د بایسکل تر مېلې پورې ترې کار اخیستل کېږي. له ۱۸۵۰ لسیزې نه مخکې د افریکانر ټریکبویر د اغېزمن شوي  هالنډي ملت هنر او ښاري سپین پوستو هنرمندانو د اروپایي دودونو بدلون تعقیب کړی او له دې انتخابي ترکیب سره یې مرسته کړې، چې نن ورځ یې خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی.

د هنر یوې بڼې د اپارتاید په دوره کې پراختیا موندلې ده. دا نوې ځانګړنه د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز کلونو ترمنځ عامه شوه او د (ښارګوټي هنر) نوم ورکړل شو. په سویلي افریقا کې د بېوزلو تور پوستو خلکو د ورځني ژوند صحنې د همدغه هنري سبک  له لارې انځور شوې دي. په دغه هنري سبک کې عام لیدل کېدونکي عناصر لکه ویجاړ شوي کورونه، ښځې د جامو وینځلو په حال کې او د مور او ماشوم تورې تابلو ګانې شاملې دي.[۸]

د اوسنۍ سویلي افریقا هنرمندان نړیواله پېژندګلوي ترلاسه کوي او یوه په زړه پورې هنري صحنه لري. د لندن په ویکټوریا او البرټ موزیم کې چې د سویلي افریقا د انځورګرۍ وروستی نندارتون «انځورونه او افسانې» و، په دغه نندارتون کې میخایل سوبوټزکي، زینیل موهلي، ډیویډ ګولډبلاټ، زویلتو میتیوا او ګای ټیلم کار کړی و. مارلین ډومس او ویلیم کینټریج د سویلي افریقا معاصر هنرمندان دي، چې په نړیواله کچه یې د کار ستاینه شوې ده.

معماري[سمول]

سویلي افریقا  داسې معماري لري، چې د هېواد پراخه توکمیزه او کلتوري رنګارنګي او تاریخي استعماري دورې څرګندوي. د دې ترڅنګ د سویلي افریقا د معمارۍ د منظرې له ډول سره د نورو لرې پرتو هېوادونو نفوذ مرسته کړې ده.

هربرټ بیکر د هېواد له ډېرو اغېزناکو معمارانو نه دی، چې په پریتوریا کې یې د اتحادیې ودانۍ ډیزاین کړې ده. نورې د پام وړ ودانۍ هم شته چې په هغو کې د روډز یادګار، په کیپ ټاون کې د سینټ جورج کلیسا او په جوهانسبرګ کې د سینټ جان کالج شامل دي.

د کیپ هالنډي معمارۍ نوم له دغه حقیقت نه ترلاسه شوی، چې په اصل کې د کیپ لومړني اوسېدونکي د هالنډ وو او د کیپ کالونی په لومړیو ورځو (۱۷مه پېړۍ) کې مشهور و. د دې بڼې ریښې د منځنۍ پېړۍ په هالنډ، جرمني، فرانسه او اندونیزیا کې دي. د دې بڼې یا سټایل لرونکو کورونو ډیزاین ځانګړی او د پېژندنې وړ دی، چې د پام وړ ځانګړنو په لرلو سره لوی، ښکلي او ګرد درې ضلعي دي. دا کورونه د امسټرډم په ښارګوټو کې په هالنډي بڼه جوړې شوې ځانګړنې ذهن ته راولي.

د سویلي افریقا کلیوالي منظره ټوله دودیزه معماري ده، چې له افریقایي اروپایانو نه اغېزمنه ده.

شاعري[سمول]

د ګړنیو شعرونو د دود له اړخه سویلي افریقا بډایه ده. د افریقا زیاتره اغېزناک شاعران په ۱۹۷۰مه لسیزه کې خلکو وپېژندل لکه مونګین ویلی سیروټ، چې « هېڅ ماشوم باید و نه ژاړي» یې تر ټولو مشهور کار و او دې کار یې د تورپوستو سویلي افریقایانو ورځني ژوند ته تر توکمیز تعصب لاندې لیدلوری ورکړ. زاکس مادا بل تورپوستی نامتو ناول لیکونکی و، چې په ورته وخت کې یې له شاعرۍ او ډرامو لیکلو نه ناول لیکلو ته دوام ورکړ. « د سوروالي زړه» یې هغه ناول و، چې په ۲۰۰۱ز کال کې یې د مشترک المنافع د لیکوالو جایزه وګټله او دغه ناول په سویلي افریقا کې د ښوونځي د نصاب برخه وګرځېده.

لوبې[سمول]

فوټبال، رګبي او کریکټ په سویلي افریقا کې ترټولو نامتو لوبې دي. فیلډ هاکي، لامبو، اتلیټیکس، ګالف، سوک وهنه، ټینس او ​​نېټبال هغه لوبې دي چې د پام وړ مینه ‌وال لري. سره له دې چې د فوټبال ټولنه د ځوانانو ترمنځ د ډېرې تعقیبونې امر کوي، خو د ځینو نورو لوبو لکه باسکیټبال، سرفینګ او سکیټ بورډینګ شهرت مخ پر زیاتېدو دی.[۹]

بیبي جیک جیکب ماتلالا، وویاني بنګو، ویلکم نکیتا، ډینګان توبیلا، ګیري کوتزي او براین مچل د سوک وهنې په مشهورو شخصیتونو کې راځي. لوکاس رادیبي او فیلیمون مسینگا (دواړه د لیډز یونایټیډ پخواني غړي دي)، کوینټن فارچون (اتلیټیکو ماډریډ او مانچسټر یونایټیډ)، بینني مک کارتي (ایجکس امستردام، ایف سي پورټو، بلیک برن روورز او ویسټ هام یونایټډ) آرون موکوینا (ایجکس امستردام، بلیک برن روورز او پورټسموت)، ډیلرون بکلي (بورسیا دورتموند) او سټیون پیینار (ایجکس امستردام او ایورټن) د فوټبال هغه لوبغاړي دي، چې په لویو بهرنیو کلبونو کې لوبېدلي دي. سویلي افریقا په ۱۹۷۹ز کال کې جوډي شیکټر او د هغه زوی توماس شیکټر وروزل، چې د فارمولا ون نړیوال اتل و، دوه ځله یې د انډیکار لوبلړۍ ګټلې وه، چې د ۲۰۰۲ز او ۲۰۰۳ز کلونو د منډو د سیالیو په لړ کې یې په دوو لومړیو ایندیاناپولیس ۵۰۰ کې تر ټولو ډېر لیپونه ترسره کړي وو. ډربن سرفر جورډي سمیټ د ۲۰۱۰ز کال د بلابونګ جې-بې سیالۍ وګټلې چې په ټوله نړۍ کې یې لومړی مقام ور په برخه کړ. هرشل ګیبس، ګریم سمیټ، ژاک کیلیس، جې پي ډومیني او داسې نور د کرکټ اوسني مشهور لوبغاړي دي، چې زیاتره یې د هند په غوره لیګ کې هم لوبېږي.[۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Posel, Dorrit; Zeller, Jochen (2011). "Home language and English language ability in South Africa: Insights from new data". Southern African Linguistics and Applied Language Studies. 29 (2): 115–126. doi:10.2989/16073614.2011.633360. hdl:10413/8453. ISSN 1607-3614. S2CID 145123143. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "ENGLISH IN SOUTH AFRICA – A DOUBLE-EDGED SWORD (2)". Teaching English Today. 2020-11-03. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. du Plessis, Menán (2019). "The Khoisan Languages of Southern Africa: Facts, Theories and Confusions". Critical Arts. 33 (4–5): 1–22. doi:10.1080/02560046.2019.1647256. ISSN 0256-0046. S2CID 203429045. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 6 June 2006 باندې). Being an African makes me who I am.
  5. (په 9 March 2011 باندې). Are we all 'coloured'?.
  6. Posel, Deborah (2001). "What's in a name? Racial categorisations under apartheid and their afterlife" (PDF). Transformation: 50–74. ISSN 0258-7696. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Pillay, Kathryn (2019). "Indian Identity in South Africa". The Palgrave Handbook of Ethnicity. د کتاب پاڼي 77–92. doi:10.1007/978-981-13-2898-5_9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-13-2897-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Peffer, John. (2009). Art and the end of apartheid. Minneapolis: University of Minnesota Press. د کتاب پاڼې 31. OCLC 320842091. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8166-6792-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Sport in South Africa". SouthAfrica.info. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Cooper, Billy (12 July 2010). "South Africa gets 9/10 for World Cup". Mail & Guardian. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)