منځپانگې ته ورتلل

د سویز کړکېچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سویز کړکېچ چي د دوهمي عرب-اسرائیلي جګړې په نوم هم پیژندل کیږي، [۱] [۲] [۳] په عربي نړۍ کي یو فوځي کړکېچ وو، چي په ترڅ کي یې اسراییلو په 1956 کال کي د برتانیا او فرانسې په نظامي ملاتړ پر مصر باندي یرغل وکړ. د اسراییل نوي دولت د اکتوبر په ۲۹مه یاد برید پیل کړ او اصلي موخه یې د تیران تنګي او د عقبه خلیج بیا پرانیستل وو، ترڅو د مصر هغه جغرافیایي کلابندي چي د مصري ولسمشر جمال عبدالناصر له لوري پر دوی باندي راغلې وه، له منځه یوسي. [۴] انګلستان او فرانسې د اسراییلو د ملاتړ لپاره د نومبر پر پنځمه میدان ته راودانګل، او هیله یې درلوده چي د مصري ولسمشر جمال عبدالناصر په چپه کولو سره د سویز کانال چي ناصر د مصر ملکیت ګرځولی وو، بیرته راخپل کړي.تر بشپړ چمتووالي وروسته کله چي درې واړه متحدینو پر مصر باندي یرغل پیل کړ، ورسره سم د شوروي اتحاد، متحده ایالاتو او نړیوالي ټولني د سخت غبرګون سره مخ سول او ملګرو ملتونو سمدستي ترې وغوښتل ترڅو جګړه بنده او له مصر څخه پر شا سي. د ملګرو ملتونو ددې غوښتني سره سره اسراییلو بیا هم د غزې تړانګه ونیول، او د سینا ټاپووزمې د څلورو میاشتو اوږد نیواک دوی ته دا توان ورکړ ترڅو د تیران تنګي له لارۍ د تګ راتګ آزادي بیرته ترلاسه کړي، مګر د سویز کانال لا هم د اکتوبر 1956 څخه تر مارچ 1957 پوري تړلی پاته سو. [۵] [۶]

سوېز کړکېچ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
مارچ ۱۹۵۷ (۱۹۵۷) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځای
نور اړين مالومات
برخه د
پيل موده
۲۹ اکتوبر ۱۹۵۶ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
پای
۷ نومبر ۱۹۵۶ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ګډونوال

د امریکا ولسمشر ډوایټ ډي آیزن هاور برتانوي جکومت ته سخت خبرداری ورکړ چي که چیري دوی له مصر څخه لاس وانخلي، د امریکا حکومت به د پونډ سټرلینګ بانډونو په پلورلو سره د برتانیا مالي سیسټم ته کلک زیان ورسوي. هاخوا ته مصري ځواکونو د خپلي ماتي دمخه په کانال کي د څلویښتو کښتیو په ډوبولو سره د کښتیو ټول تګ راتګ بشپړ بند کړ. د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته څرګنده سوه چي اسراییل، انګلستان او فرانسې د مصر د اشغال لپاره یوه دسیسه جوړه کړې وه.

د سویز کړکېچ د ناصر دریځ په نړیواله کچه ډېر پیاوړی کړ او برتانوی دولت یې په نړیواله کچه له پوښتني سره مخ کړ. د تاریخ پوهانو په وینا دا د نړۍ د زبرځواک په توګه د برتانیا د رول پای ته رسیدو یوه نښه وه. [۷] [۸] [۹] [۱۰] [۱۱] [۱۲] [۱۳]د یادي شخړي په پایله کي ملګرو ملتونو د مصر او اسراییلو په پوله کي د پولیسو او ګزمې لپاره بیړني ځواکونه ځای پر ځای کړل، او د برتانیا لومړي وزیر انتوني ایډن له خپلي دندي استعفا ورکړه. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر لیسټر بي پیرسن د ملګرو ملتونو په مټ د یادي شخړي د حل لپاره د خپلو ډیپلوماتیکو هڅو په پار د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.

  1. . 2004. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  2. . 2006. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  3. . 1983. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  4. . 2010. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  5. . 15 August 2014. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  6. . 1995. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  7. . 2000. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  8. . 2001. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  9. . 27 June 2006. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  10. . 2009. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  11. Suez and Britain's Decline as a World Power
  12. . 2022-09-14. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  13. . 2016. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)