د سوریې او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سوریې او متحده ایالاتو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې اوس مهال شتون نلري، ځکه د دوی تر منځ اړیکې په ۲۰۱۲ ز کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته وځنډول شوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ځینې مسايل لکه د عربو او اسرائيلو ترمنځ شخړه، د ګولان الحاق او د عراق جګړه لومړیتوب درلوده. دغه راز د ۲۰۱۲ز کال د متحده ایالاتو د نړیوال رهبرۍ  راپور له مخې په یوه نظرپوښتنه کې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال ترسره شوې، ۲۹ سلنه سوریایان د متحده ایالاتو مشرتابه نه ملاتړ کړی په داسې حال کې چې ۴۰ سلنه یې ناراضه او ۳۱ سلنه یې ناڅرګند نظر درلود.[۱][۲]

له ۱۹۹۰ز کال نه تر ۲۰۰۰ زکال پورې[سمول]

د ۱۹۹۰-۱۹۹۱ز کلونو ترمنځ د فارس خلیج جګړې په لړ کې سوریې له متحده ایالاتو سره د څو مليتي ایتلاف د غړي په توګه همکاري وکړه. همدارنګه  امريكا او سوریې له نږدې نه د طائف تړون او لبنان کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې اترې وکړې. په ۱۹۹۱ز کال کې د سوریې ولسمشر حافظ اسد یوه تاریخي پریکړه وکړه او په دې ډول یې د هغه وخت د امریکا ولسمشر بوش بلنه ومنله تر څو د منځني ختیځ د سولې کنفرانس او له اسراییل سره په راتلونکو دوه اړخیزو خبرو اترو کې ګډون وکړي. دغه راز سوریې په لبنان کې د لوېدیځو یرغمل شوو بندیانو د خوشې کولو او د سوریې په یهودانو باندې د سفر محدودیتونو په لرې کولو سره له متحده ایالاتو سره اړیکې ښې کړې.[۳][۴]

د کلنټن د ادارې په اوږدو کې د منځني ختیځ د سولې په خبرو کې د الاسد د ګډون لپاره ډېرې هڅې وشوې. په دې کې په ۱۹۹۴ ز کال کې سوریې ته د ولسمشر بل کلنټن د سفر په ګډون د ولسمشرۍ څو نورې غونډې هم شاملې وي، چې وروستۍ غونډه هغه وخت ترسره شوه، کله چې د هغه وخت ولسمشر بل کلنټن د ۲۰۰۰ ز کال مارچ میاشت کې په جنیوا کې له ولسمشر حافظ الاسد سره وکتل.

له ۲۰۰۱ ز کال نه تر ۲۰۰۸ زکال پورې[سمول]

په ۲۰۰۱ ز کال کې پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د سوریې حکومت له امریکا سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې محدوده همکاري پیل کړه. په ورته یوه قضیه کې، د سوریې استخباراتو متحده ایالاتو ته د USS د بمبارۍ په اړه د القاعدې له دسیسې خبرداری ورکړ چې موخه یې په بحرین کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د پنځمې بیړۍ مرکزي دفتر ته له چاودیدونکو توکو نه ډکې الوتکې ته الوتنه ورکوله.[۵]

د عراق د جګړې له امله د سوریې او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې شوې. دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ جدي اختلافات هغه مهال رامنځته شول، چې د سوریې حکومت د هغو بهرنیو جنګیالیو په مخنیوي کې پاتې راغی چې د سوریې له پولې نه په استفادې عراق ته ننوتل او د صدام حسین د پخواني حکومتي عناصرو له ایستلو نه انکار وکړه چې د عراقي یاغیانو ملاتړ یې کاوه. همدارنګه د سوریې چارواکو خپل هېواد ته د عراقي کډوالو د زیاتېدونکي راتګ له امله اندیښنه درلوده. دغه راز د ۲۰۰۳ز کال مې میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول دمشق ته لاړ او غوښتنه یې وکړه چې سوریه دې د حماس، اسلامي جهاد او د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسي جبهې دفترونه وتړي.[۶][۷]

د متحده ایالاتو د اندیښنې وړ مسلو کې د لبنان په چارو کې د سوریې روانې لاسوهنې، د ډله ایزو وژلو وسلو تعقیب او په دمشق کې د فلسطین د جلاوطني ډلو د مشرتابه ساتنه شامل وو. همدارنګه د دوی تر منځ اړیکې د لبنان د پخواني لومړي وزیر رفیق حریري له وژل کېدو وروسته خرابې شوې. د ۲۰۰۵ کال په فبرورۍ کې د حریري تر وژنې وروسته امریکا له واشنګټن نه خپل سفیر راوغوښت.

په ۲۰۰۸ ز کال کې  سي آی اې او د متحده ایالاتو د ګډو ځانګړو عملیاتو قوماندې (JSOC) په عراق کې د القاعدې په نښه کولو لپاره د ابو کمال په سکریا ښار کې یو نظامي برید ترسره کړ. وروسته راپورونه په ډاګه کړه چې په ۲۰۰۴ کال کې د «القاعده شبکې له منځه وړل» په نوم د یوه محرم اجرایوي فرمان له مخې په سوریه، پاکستان او نورو ځایونو کې لسګونه ورته عملیات شوي او دا ډول ماموریتونه یې په حساسو هېوادونو لکه سوریه او پاکستان کې د اړتیا وړ وبلل. [۸][۹]

د ترهګرۍ تورونه[سمول]

سوریه یو سیکولر ډیکټاتور هېواد ګڼل شوی چې د بشري حقونو په برخه کې ډېر ضعیف ریکارډ لري. په ۱۹۷۹ز کال کې د ترهګرۍ د ملاتړ کونکوو هېوادونو د نوملړ له پيل راهيسې سوريه د امريکا له خوا یاد نوملړ کې ده او د ترهګرو لپاره خوندي ځای ګڼل شوی، خو سوریه بیا د امریکا له خوا د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي دولت په توګه دا ادعا ردوي. په هر حال په ۱۹۸۶ز کال کې له CNN سره په مرکه کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر الکساندر هیګ، کله چې وپوښتل شو چې کوم هیواد په نړۍ کې د تروریزم ترټولو بد ملاتړ کونکی هېواد ګڼل کیږي، هغه په ځواب کې وویل «بې له شکه سوریه». همدارنګه په ۱۹۸۶ کال کې د اسرائیلي الوتکې د غورځولو په هڅه کې د سوریې مستقیم لاس درلودلو له امله امریکا خپل سفیر راوغوښت او د سوریې پر ضد یې نور اداري بندیزونه هم ولګول. دغه راز د تروریزم په وړاندې د سوریې د مثبتو اقداماتو په ځواب کې، لکه د هغه کال په پیل کې د یو امریکایي یرغمل خوشې کولو کې د سوریې مرسته او له سوریې نه د ابو نضال سازمان اېستل د دې لامل شو چې د متحده ایالاتو سفیر په ۱۹۸۷ز کال کې دمشق ته راستون شو.

سوریې په عامه توګه نړیوال ترهګریز بریدونه غندلي دي او له ۱۹۸۶ز کال راهیسې تروریستي فعالیتونو سره مستقیم تړاو نلري همدارنګه د حریري په وژنه کې هم له هر ډول ښکیلتیا نه انکار کړی. دغه راز سوریه په فعاله توګه په سوریه کې مېشته هر ډول ترهګریز بریدونه او د غربیانو په نښه کول یي منع کړی، خو پرځای یې سوریه د هغو ډلو «غیر فعاله ملاتړ» کوي چې دوی یې د  مقاومت مشروع خوځښتونه ګڼي. متحده ایالات دا د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پټنځایونو په توګه تشریح کوي، ځکه چې د سوریې حکومت ځینو ډلو ته لکه حماس، د فلسطین اسلامي جهاد او د فلسطین د ازادۍ لپاره نامتو جبهې - عمومي قوماندې ته اجازه ورکوي چې د سوریې په پولو کې فعالیت وکړي. دغه راز متحده ايالات باور لري چې سوریه له دې ډلو نه تاکتیکي او سیاسي ملاتړ کوي او په ۲۰۱۰ ز کال کې یې سوریه تورنه کړه چې دوی د حزب الله ځواکونو ته SCUD توغندي ورکوي .[۱۰][۱۱]

د ۲۰۱۳ز کال د سپټمبر په ۴مه د سوریې پارلمان د امریکا د استازو خونه ته یو لیک واستاوه، چې دغه لیک د سوریې پر وړاندې د امریکا د بمباریو د عملیاتو پر ضد استدلال کړی دی او د اسلامي افراطیت پر وړاندې د دواړو دولتونو د ګډې مبارزې غوښتنه کوي همدارنګه په یاغیانو باندې د وروستیو کیمیاوي وسلو د بریدونو پړه اچوي.[۱۲][۱۳][۱۴]

له ۲۰۰۹ز کال راهیسې[سمول]

د ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال[سمول]

د اوباما ادارې له سوریې سره د نږدې والی تګلاره پیل کړه، خو په ۲۰۱۱ز کال کې د سوریې کورنۍ جګړه د حکومتونو له تاوتریخجن غبرګون سره مخ شو او په دې توګه د دواړه هېوادونو ترمنځ اړیکې خورا سړې شوې، چې د ولسمشر اوباما په ګډون لوړ پوړي امریکایي چارواکي په مکرر ډول د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د استعفا غوښتنه وکړه.

د سفر محدودیتونه لرې کول[سمول]

د ۲۰۱۰ز کال فبروري کې سوریې ته د متحده ایالاتو اتباعو ته د سفر کولو لپاره د متحده ایالاتو محدودیتونه لیرې کړای شو، چې دا محدودیتونه په ۲۰۰۶ز کال کې د امریکا پر سفارت د بمي برید له هڅې وروسته نافذ شوي و. په سوریه کې د امریکا سفارت خبر ورکړ چې «په سوریه کې د اوسني وضعیت له دقیقې ارزونې وروسته موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې شرایط د سفر د محدودیتونو د غځولو وړ نه دی»، چې د امریکا دا کار د ډېرو له خوا د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره یو له لومړنیو ګامونو نه وګڼل شو.[۱۵]

بیا ښکیلتیا[سمول]

د ۲۰۱۰ز کال د فبرورۍ په ۱۷مه د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د متحده ایالاتو ډیپلومات رابرټ سټیون فورډ د متحده ایالاتو له خوا په سوریه کې د نوي سفیر په توګه وټاکه، چې د حریري تر وژنې وروسته له ۲۰۰۵ ز کال راهیسې لومړی سفیر و. همدارنګه د فورډ له ټاکل کېدو لږ وروسته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلیم برنز دمشق ته لاړ او له ولسمشر بشار الاسد سره یې د اړیکو د بیا رغولو په موخه د خبرو اترو کوربتوب وکړ، چې دا خبرې اترې ډېرې صادقانه وبلل شوی او د عراق او لبنان د مسلو په اړه هم ګډ لید لوری وړاندې شو. دغه راز د ۲۰۱۰ز  کال جولای کې سناتور ارلین سپیکټر د خبرو اترو د بیا پیلولو په هڅه کې له اسد سره ولیدل، چې په دې غونډو کې دوی « د سیمه ایز ثبات د ودې، د سوریې-اسرائیل د سولې خبرو اترو بیا رغول او د متحده ایالتو او سوریې دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا» په اړه خبرې وکړې.[۱۶][۱۷][۱۸]

په دمشق کې د امریکا د سفارت او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ په ۲۰۱۱ ز کال کې د ویکي لیکس له خوا خپاره شوي ډیپلوماټیک اسناد ښيي چې امریکا لږ تر لږه د ۲۰۱۰ کال تر سپټمبر پورې د سیاسي مخالفو ډلو او اړوندو پروژو مالي ملاتړ کاو، هغه بودیجه چې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وخت کې دې کارونو په ملاتړ ځانګړې شوی وه یوازې د برادا ټلویزیوني چینل لپاره ۶ میلیون ډالر وو ترڅو په سوریه کې د حکومت ضد پروګرامونه خپاره کړي. دغه راز برادا ټلویزیون د عدالت او پراختیا غورځنګ ته نږدې په لندن کې د سوریې د جلاوطنو شبکه ده.[۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. "U.S. Global Leadership Project Report - 2012" (PDF). Gallup. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Embassy of Syria in Washington DC - سفارة الجمهورية العربية السورية في واشنطن". Syrianembassy.us. د اصلي آرشيف څخه پر August 26, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 31, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "In Geneva, Clinton Bet That Assad Would Bend, and Lost". The New York Times. March 28, 2000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Clinton to make a visit to Syria on Mideast trip". The New York Times. October 22, 1994. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Erlich, Reese. Conversations with Terrorists. Sausalito CA: PoliPointPress, 2010..CIA rendition: more than a quarter of countries 'offered covert support': Report finds at least 54 countries co-operated with global kidnap, detention and torture operation mounted after 9/11 attacks"; The Guardian, February 5, 2013.
  6. "Powell's visit to Damascus helps ease tension". The Guardian. May 5, 2003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Syria, Lebanon urged to play role in peace". CNN. May 3, 2003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Eric Schmitt and Mark Mazzetti, "Secret Order Lets U.S. Raid Al Qaeda"; New York Times, November 9, 2008.
  9. Ewen MacAskill, "US forces staged more than a dozen foreign raids against al-Qaida: Former CIA official lifts lid on secret anti-terror operations"; The Guardian, November 10, 2008.
  10. "State Sponsor: Syria - Council on Foreign Relations". Cfr.org. د اصلي آرشيف څخه پر November 1, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 31, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. United States Department of State
  12. Letter from Syrian Arab Republic People's Assembly to United States House of Representatives Archived September 14, 2013, at the Wayback Machine., September 4, 2013.
  13. Sunny Peter, "Syrian Crisis: Syrian People’s Assembly Writes to Western Counterparts, Seek Civilised Dialogue, Not Language of Fire and Blood[مړه لينکونه]", International Business Times, September 10, 2013.
  14. Dylan Scott, "READ: Here's What The Syrian Government Is Telling Congress", September 9, 2013.
  15. "Travel News, Tips & Deals - ABC News". Abcnews.go.com. August 27, 2013. د لاسرسي‌نېټه August 31, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په February 17, 2010 باندې). Obama nominates first US ambassador to Syria since 2005. BBC News.
  17. (په February 17, 2010 باندې). US envoy William Burns says Syria talks were candid. BBC News.
  18. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر July 21, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 8, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  19. Whitlock, Craig (په April 18, 2011 باندې). U.S. secretly backed Syrian opposition groups, cables released by WikiLeaks show.