د سوداګرۍ اتحادیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سوداګرۍ اتحادیه (په امریکایی انګلیسي کې د کارګرانو اتحادیه) چې ډېرځلې د اتحادیې په نوم یادیږي، د کارګرانو یوه اداره ده چې د ګډو موخو ترلاسه کولو لکه د دوی د سوداګرۍ بشپړه ساتنه، د خوندیتوب د معیارونو ښه والی، او د غوره معاشونو ترلاسه کولو لپاره سره راټولېږي. ګټې یې (لکه رخصتي، روغتیایی پاملرنې او تقاعد)، او د کار شرایط د کارګرانو ترمنځ د پیوستون له لارې د معاملې ځواک د زیاتوالي له لارې رامنځته کېږي. د سوداګرۍ اتحادیې معمولا د منظم فیس یا اتحادیې د تادیاتو له لارې د سوداګرۍ اتحادیې رسمي سازمان، مرکزي دفتر، او د قانوني ټیم دندې تمویل کوي. په کاري ځواک کې د سوداګرۍ د اتحادیې نمایندګي د کاري ځای رضاکارانو نه جوړه شوې چې د ډیموکراټیکو ټاکنو له لارې د غړو له خوا ټاکل کیږي.[۱]

د سوداګرۍ اتحادیه، د ټاکل شوي مشرتابه او معاملې کمیټې له لارې، د اتحادیې د غړو په استازیتوب له کار ګمارونکي سره معامله کوي او له کارګرانو سره د کاري تړونونو (ټولیزې معاملې) په اړه خبرې

کوي. د دې اتحادیو ترټولو عامه موخه «د دوی د کار د شرایطو ساتل یا ښه کول» دي. په دې کې د معاشونو په هکله خبرې اترې، کاري مقررات، حرفوي روغتیا او د خوندیتوب معیارونه، د شکایت طرزالعملونه شامل دي. اتحادیې کولای شي د ماهرو کارګرانو یوه ځانګړې برخه تنظیم کړي (د لاسي صنایعو اتحادیه)، د بېلابېلو سوداګریو د کارګرانو برخه (عمومي اتحادیه)، یا هڅه وکړي چې ټول کارګران په یو ځانګړي صنعت کې تنظیم کړي (صنعتي اتحادیه). د سوداګرۍ اتحادیې په دودیز ډول یو اساسي قانون لري چې د دوی د معاملې واحد او همدارنګه د حکومت په بیلابیلو کچو کې صنعت پورې اړوند موضوعات اداره کوي چې دوی په قانوني توګه د دوی خبرو اترو او فعالیت پورې تړي. سوداګریزې اتحادیې چې په لوی انګلستان کې یې بنسټ ایښودل شوی وو، د صنعتي انقلاب په بهیر کې په ډیریو هیوادونو کې دود شوې دي. کېدای شي سوداګریزې اتحادیې د انفرادي کارګرانو، مسلکیانو، پخوانیو کارګرانو، زده کوونکو، د کار زده کوونکو یا بې دندو څخه جوړې وي. [۲][۳][۴]

پېژند[سمول]

د سیډني او بیټریس ویب له خوا د سوداګرۍ اتحادیې د تاریخ (۱۸۹۴ز کلونه) له خپرولو راهیسې، یو مهم تاریخي نظر دا دی چې د سوداګرۍ اتحادیه «د دوی د کار شرایطو ساتلو یا ښه کولو لپاره د مزد اخیستونکو دوامداره اتحادیه ده». کارل مارکس د سوداګرۍ اتحادیې داسې تشریح کړي دي: «د کار ځواک ارزښت د سوداګریزو اتحادیو شعوري او څرګند بنسټ جوړوي، چې د کارګر طبقې لپاره یې د ارزښت اټکل خورا ستونزمن دی». [۵][۶]

د اسټرالیا د احصایې د ادارې له خوا یو عصري تعریف داسې شوی چې د سوداګرۍ اتحادیه «یو سازمان دی چې په ځانګړي توګه کارکوونکي لري، چې په اصلي فعالیتونو کې یې د هغې د غړو لپاره د معاشونو او د کار شرایطو په اړه خبرې اترې شاملې دي».[۷]

عصري سوداګریزې اتحادیې[سمول]

په داسې حال کې چې یو عام ناسم نظر دادی چې د عصري سوداګرۍ اتحادیې د مارکسیزم محصول ګڼل کیږي، لومړنۍ عصري سوداګریزې اتحادیې د مارکس د کمونیست منشور (۱۸۴۸ز کال) څخه نږدې یوه پیړۍ وړاندې، په ۱۷۸۶ ز کال کې د فلاډیلفیا چاپګرانو له خوا په متحده ایالاتو کې د کارګرانو د لومړي ثبت شوي اعتصاب سره رامنځته شوې دي. د عصري سوداګریزو اتحادیو د رامنځته کېدو اصل په ۱۸ پیړۍ کې انګلستان ته منسوبېږي، چیرې چې د صنعتي ټولنې چټکه پراختیا بیا د ښځو، ماشومانو، بزګرانو او مهاجرینو په ګډون ډیری خلک ښارونو ته را وګرځول. انګلستان په ۱۵۷۴ ز کال کې د غلامۍ دود پای ته ورساوه، خو ډیری خلک د ځمکو د شتمنیو ملکیتونو کې د کرایه کوونکو - بزګرانو په توګه پاتې شول.[۸][۹]

د هېواد پر بنسټ د سوداګرۍ اتحادیې[سمول]

اسټرالیا[سمول]

په عمومي توګه د اسټرالیا د کار غورځنګ د ماشومانو د کار پای ته رسول، د کارګرانو خوندیتوب کې د ښه والي رامنځته کول، د اتحادیې د کارکوونکو او غیر اتحادیې کارکوونکو لپاره د معاشونو زیاتوالی، د ټولنې د ژوند د معیار لوړول، په اونۍ کې د کار ساعتونه کمول، د ماشومانو لپاره عامه زده کړې چمتو کول او د کارګر طبقې کورنیو ته نورې ګټې برابرول دي.[۱۰]

د میلبورن سوداګریز تالار په ۱۸۵۹ ز کال کې په راتلونکو څلویښتو کلونو کې په ټولو ښارونو او ډیری سیمه ییزو ښارونو کې د سوداګرۍ او کارګرانو شوراګانو او د سوداګرۍ صالونونو له پرانستل کیدو سره پرانستل شو.

بلجیم[سمول]

بلجیم د ۶۵ سلنه د اتحادیې غړو کارګرانو په درلودو سره، د سوداګرۍ اتحادیې د غړیتوب ترټولو لوړه سلنه لري. یوازې د سکینډینیوینیا هیوادونه د سوداګرۍ د اتحادیو په برخه کې په لوړه کچه زیاتوالی لري. تر ټولو لویه اتحادیه چې شاوخوا ۱.۷ میلیونه غړي لري د مسیحي دیموکراټانو د مسیحي سوداګریزو اتحادیو ټولنه (ACV-CSC) ده چې په ۱۹۰۴ کې رامنځته شوې. اتحادیه په ۱۸۸۶ ز کال کې رامنځته شوې ده. دویمه لویه اتحادیه د بلجیم د کارګرانو سوسیالیست عمومي فدراسیون (ABVV-FGTB)  دی چې له ۱.۵ میلیون نه ډیر غړي لري. په ۱۸۵۷ کې ABVV-FGTB  رامنځته شوې دي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

هند[سمول]

په هند کې، د سوداګرۍ اتحادیې غورځنګ عموما په سیاسي لیکو ویشل شوی. د کار وزارت د موقتي احصایو له مخې، د سوداګرۍ اتحادیې په ۲۰۰۲ز کال کې ۲۴،۶۰۱،۵۸۹ غړي درلودل. تر ۲۰۰۸ ز کال پورې، د کار وزارت له خوا ۱۲ مرکزي سوداګریزې اتحادیې (CTUO) پیژندل شوي دي. د دې اتحادویو جوړول په هند کې لویه معامله وه. دا د نورو تنظیمي قوانینو لپاره د لوی فشار لامل شو چې کارګرانو ته یې ډیر ځواک ورکړ.[۱۶][۱۷]

AITUC  په هند کې ترټولو پخوانۍ سوداګریزه اتحادیه ده. دا د سوداګرۍ اتحادیه چې نږدې ۲،۰۰۰،۰۰۰ غړي لري د ځان ګمارونکو میرمنو ټولنه (SEWA) ده چې د هغو هندي میرمنو حقونه خوندي کوي چې په غیر رسمي اقتصاد کې دنده ترسره کوي. د حقونو د ساتنې سربیره، SEWA  د خپلو غړو د تعلیم، تحرک، مالي، او د خپلو غړو د سوداګرۍ په لوړوالي کې ډېره مرسته کوي.[۱۸][۱۹]

متحده ایالات[سمول]

د کارګرانو اتحادیې په قانوني توګه په متحده ایالاتو کې په ډېریو صنعتونو کې د کارګرانو د استازو په توګه پیژندل شوې دي. په متحده ایالاتو کې، اتحادیې له خلکو سره د واک پر بنسټ جوړې شوي، نه د هغه وخت د حکومت پر بنسټ. د دوی فعالیت نن ورځ د دوی د غړیتوب لپاره د معاشونو، ګټو او کاري شرایطو په اړه په ډله ییزو معاملو باندې تمرکز کوي او د تړون د احکامو نه د سرغړونې په اړه د مدیریت سره په شخړو کې د خپلو غړو استازیتوب کوي. [۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Webb, Sidney; Webb, Beatrice (1920). History of Trade Unionism. Longmans and Co. London. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) ch. I
  2. Poole, M., 1986. Industrial Relations: Origins and Patterns of National Diversity. London UK: Routledge.
  3. "Trade Union Dataset". OECD. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Industrial relations". ILOSTAT. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Webb, Sidney; Webb, Beatrice (1920). History of Trade Unionism. Longmans and Co. London. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) ch. I
  6. Botz, Dan La (2013). "The Marxist View of the Labor Unions: Complex and Critical". WorkingUSA (په انګلیسي ژبه کي). 16 (1): 5–42. doi:10.1111/wusa.12021. ISSN 1743-4580. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Trade Union Census". Australian Bureau of Statistics. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Tomich, Dale W. (2004). Through the prism of slavery : labor, capital, and world economy. Lanham: Rowman & Littlefield. OCLC 55090137. د کتاب نړيواله کره شمېره 1417503572. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Perlman, Selig (1922). A History of Trade Unionism in the United States. New York: MacMillan. د کتاب پاڼي 1–3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. History of the ACTU. Archived 21 November 2008 at the Wayback Machine. Australian Council of Trade Unions.
  11. "Aantal leden christelijke vakbond neemt jaar na jaar toe". د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "130 jaar ACV-geschiedenis". د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Hoeveel leden telt het ABVV? – Vlaams ABVV – Socialistische vakbond in Vlaanderen – Algemeen Belgisch Vakverbond ABVV". www.vlaamsabvv.be. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Geschiedenis van de ACLVB". 12 October 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Structuur en kerncijfers van de ACLVB". 12 October 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Table 1: Aggregate data on membership of CTUOs 1989 to 2002 (Provisional)" (PDF). labourfile.org. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sengupta, Meghna. "Trade Unions in India". Pocket Lawyer. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Chand, Smriti (17 February 2014). "6 Major Central Trade Unions of India". Your Article Library. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Datta, Rekah. "From Development to Empowerment: The Self-Employed Women's Association in India". International Journal of Politics, Culture, and Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Kazin, Michael (1995). The Populist Persuasion. BasicBooks. د کتاب پاڼې 154. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0465037933. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)