منځپانگې ته ورتلل

د سندرې ويډيو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سندرې ويډيو هغې ويډيو ويل کېږي چې د يوې سندرې لپاره جوړه شوې وي. سندرې زياتره له ويډيو پرته د سندرو په ځانګړو سټوډيوګانو کې ويل کېږي او بيا وروسته دغې سندرې ته ويډيو جوړوي او ورباندې تنظيموي يې. په ويډيو کې ښايي ډانس يا نور څه شامل وي چې د سندرو جوړونکو په شخصي غوښتنو او د سندرې په ماډل پورې اړه لري.

که څه هم په ۱۹۲۰ لسیزه کې د تیاتر فيلمونو نندارې ته د ثبت شوي غږ معرفي کېدو سره سم د سندرو لنډې ويډيوګانې مشهوره شوې، خو د موسیقۍ ویډیو په ۱۹۸۰ لسیزه کې هغه وخت شهرت وموند کله چې د امریکا يوه تلویزیون چېنل MTV دا ډول سندرې خپرولی چې پر ويډيوګانو تنظيم شوي وې‌.

تاريخ او پرمختيا

[سمول]

په ۱۸۹۴ کال کې د شېټ موزيک په نوم د سندرو يو پروګرام پرمخ وړونکيو اډوارډ بي مارکس او جو سټرېن څو تنه کارکوونکي په دې موخه وګومارل چې د دوی جوړه شوې سندره (ورک شوی ماشوم) خلکو ته معرفي کړي او د خرڅلاو بازار ورته جوړ کړي. د لايف پروګرام پرمهال چې دا سندره خلکو ته پېژندل کېده نو پر پاڼه د دې سندرې ورته يو انځور لګېدلی وو. دا نو په تاریخ کې د سندرې ويډيو عامېدو لپاره لومړی ګام وو.

سرچينې

[سمول]