منځپانگې ته ورتلل

د سلطان محمود غزنوي مقبره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سلطان محمود مقبره چي په افغانستان کي د غزنوي دورې یوه ودانۍ ده، د غزني ښار څخه شپږ کیلومتره شمال ختیځ ته لوري پرته ده. دا ودانۍ د سلطان محمود غزنوي په وخت کي د فیروزې ماڼۍ په نوم پیژندل کیده، او د سلطان محمود د مړیني او هلته ښخېدلو وروسته یې د روضې نوم خپل کړ. [۱] په افغانستان کي د کلونو جګړو او بېلابیلو کړکېچونو له امله دا ودانۍ شاوخوا ۳۰٪ ویجاړه سول، خو په ۲۰۰۸ کال کي بیا ورغول سوه.

په ۱۸۴۲ کال کي له افغانستان څخه د برتانوي پوځ د وتلو او ماتي پر مهال هغوی د سلطان محمود د مقبرې دروازه ماته او له ځانونو سره یووړه، او د هندوانو ته یې وویل چي یاده دروازه د هند د سومنات معبد دروازه ده، کوم چي د سلطان محمود په وخت کي د افغانانو له لوري افغانستان ته راوړل سوې وه.

  1. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named :0