سفر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د سفر په اړہ معلومات نه مخ گرځېدلی)

سفر (په عربي: سَفَر) د انسان له یو ځای څخه بل ځای ته د هرې لارې یا د وخت په هر وخت کې تګ راتګ ته سفر ویل کیږي. سفر د ترانسپورتي وسیلې په واسطه یا پرته له ترانسپورتي وسیلې ترسره کیدلای شي.

د سفر کولو وسیلې[سمول]

سفر اوس مهال د بایسکل ، موټرسایکل، موټر ، الوتکه ، ریل ګاډي ، کشتۍ یا نورو وسایطو پواسطه تر سره کیږي.

د سفر کولو دلیلونه[سمول]

د سفر په لاملونو کې تفریح ، سیاحت ، څیړنیز سفر، په یوه سیمه کې د خلکو د ژوند کولو طریقې لیدل، د خیرات لپاره رضاکارانه سفر، بل ځای ته د ژوند کولو مهاجرت ، د روغتیا پاملرنې لپاره سفر، او د ماموریت سفر (د سوداګرۍ سفر).

د سفر کلمه[سمول]

سفر د یو ځای څخه بل ځای ته د تګ معنی لري.[۱]

سفر په اسلام کې[سمول]

په اسلامي فقه کې د سفر لپاره اصول شته. لکه د مسافر څلور رکعته لمونځ په ماتی شکل ادا کیږی. یعنی د څلورو رکعتونو پر ځای دوه رکعته لمونځ کوی. یا دا چې ځینې سفرونه حرام ګڼل کیږي چې خپل حکمونه لري. لکه هغه سفر چې په شريعت کې د ګناه او حرام کار لپاره ترسره کېږي؛ یا داسې سفر چې انسان ته زیان رسوي.

سرچینې[سمول]