منځپانگې ته ورتلل

د سعداباد تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سعد آباد تړون یا د اسعد آباد تړون د نه یرغل یو تړون وو، چي د ترکیې، ایران، عراق او افغانستان لخوا د ۱۹۳۷ زیږدیز کال د جولای په اتمه نېټه لاسلیک او پنځه کاله یې دوام وکړ. [۱] دا تړون د تهران په سعد آباد ماڼۍ کي سرته ورسېدی، او د افغانستان د پاچا محمد ظاهر شاه په مشرۍ د منځني ختیځ او ختیځي اسیا ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره د نوښت یوه برخه وه. د ۱۹۳۸ کال د جون په ۲۵مه په تهران کي د یاد تړون د تصویب سندونه تبادله سول او تړون په هماغه ورځ نافذ سو. د اسعد اباد تړون د ۱۹۳۸ کال د جولای په ۱۹مه د ملتونو د لیګ د تړون په لړۍ کي ثبت سو.

په عراق کي د ۱۹۳۶ او ۱۹۳۷ کلونو ترمنځ د بکر صدیقي پوځي حکومت د نورو عراقي حکومتونو په پرتله چنداني عرب ملتپال نه ګڼل کېدی، دا ځکه چي صدیقي له کردانو سره اړه درلوده، او لومړی وزیر یې حکمت سلیمان بیا یو ترکمن وو. [۲] صدیقي د خپل همدغه عجمي اصلیت له امله د عراق د ختیځو او غیر عرب ګاونډیانو سره په ډیپلوماسۍ کي زیاته لیوالتیا درلوده. ها خوا ترکیه هم له خپلو ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکې وه، او د لومړۍ نړیوالې جګړې له ماتي وروسته یې د سیاسي پراختیا لپاره هلي ځلي کولې. [۳]

د پورتنیو علتونو پر بنسټ په ۱۹۴۳ کال کي د اسعداباد تړون په اتوماتيک ډول د پنځو نورو کلونو لپاره هم وغځول سو، او غړي هیوادونه یې ورته ژمن پاته سول.

شاليد

[سمول]

اتاترک او د ترکیې بهرنۍ پالیسي

[سمول]

د لومړۍ نړیوالې جګړې او د عثماني امپراتورۍ له ړنګېدو وروسته منځنی ختیځ د څو نویو خپلواکو دولتونو د رامنځته کېدو شاهد وو، چې یو له دغو دولتونو څخه د ترکیې جمهوریت ګڼل کېدی. د مصطفی کمال پاشا په نوم یو ترکي سیاستوال (چي د اتاترک په نوم یادیږي، او مانا یې 'د ترکانو پلار' ده ) د نسکوري سوي عثماني امپراتورۍ په سیاست کي د مخکښ شخصیت په توګه راڅرګند سو. د نوموړي په مشرۍ د ترکیې جمهوریت په رسمي ډول د اتاترک رامنځ ته سو، چي لومړی ولسمشر یې هم پخپله اتاترک وو. د ترکیې د ولسمشر په توګه دده په واکمنۍ کي ډېر اصلاحات راغلل، لکه صنعتي پرمختګ، سیکولر نظام [۴] او یوه ځانګړي بهرنۍ پالیسي شتون، چي پکښی د ترکیې د دوه اړخیزو ګټورو سوداګريزو اړیکو ډیپلوماسي هم شامله وه، او د نورو هیوادونو سره یې ټینګه ډیپلوماتیکه راشه درشه پیل سوه. ترکي ډیپلوماتان په دې وخت کي په ځانګړي ډول د ترکیې د خپلواکو پولو امنیت او ساتني ته زیات اندیښمن وه، چي یو له هغوی څخه د ترکیې سویلي پوله او د منځني ختیځ لاره وه. [۵] د اتاترک ادارې هڅه کول ترڅو له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره دوستانه اړیکي ورغوي، او په دې ترڅ کي یې په اروپا کي د ترکیې هر اړخېز شتون د بالکان په تړون کي د ګډون له لاري لاسته راوړ. [۶] اتاترک هیله درلوده لکه څنګه چي د بالکان تړون د اروپایي ګاونډیو هیوادونو سره دوستانه اړیکي رامینځته کوي، همدغسي ورته تړون یا اتحاد کولی سي د منځني ختیځ او نورو ګاونډیو هیوادونو سره هم دوستانه اړیکې رامینځته کړي، ځکه چې د ترکیې، عراق او ایران ترمنځ لا دمخه ښه ډیپلوماسي روانه وه. [۵]

د ظاهر شاه د منځني ختیځ ډیپلوماسي

[سمول]
محمد ظاهر شاه په ځوانۍ کي

د افغانستان وروستي پاچا محمد ظاهر شاه د ګاونډیو مسلمانو هیوادونو او ډلو سره د مرستي او نرمۍ پالیسي درلوده. [۷] د بیلګي په توګه؛ نوموړي د لومړي ختیځ ترکستان جمهوریت او نورو مسلمان چینایي ترک ډلو لکه اویغورانو او ډونګانانو ته وسلې، مرستي او ملاتړ چمتو کړ. [۸] ظاهر شاه ددې ترڅنګ د منځني ختیځ سره هم د ښو اړیکو او هلته د ښې همکارۍ ملاتړ کاوه. د سعداباد تړون یادو څلورو هېوادونو لکه عراق، ایران، ترکیې او افغانستان د ښکیلاکګرو دولتونو څخه ویره درلوده، ځکه ددې تړون په وخت کي په ځانګړې توګه په سوریه کي فرانسويان او په هند ، فلسطین ، عمان او یمن کي برتانویان مېشت او ځای پر ځای وه. د منځني ختیځ اکثریت سیمي د همدغو استعماري دولتونو تر واک لاندي وې، او په شمال کي بیا د کمونیستي شوروي اتحاد 'سور ګواښ' ورځ تر بلي پراخېدی. [۹]

داسي ښکاریده چي د منځني ختیځ دغیر استعماري دولتونو یوځای کول تر لومړۍ نړیوالې جګړې را وروسته ترټولو لوی لومړیتوب وو، او همدې لمړیتوب د منځني ختیځ د غیر استعماري ګټو د راټولولو لپاره د سعداباد تړون له اړتیا سره مرسته وکړه.

د ملتونو د لیګ بیرغ
د ایران په تهران کي د سعداباد ماڼۍ، چيري چي تړون لاسلیک سو.

د تړون لاسلیک او تصویب

[سمول]

داسعداباد تړون د جولای په اتمه په ۱۹۳۷ کي لاسلیک او ورپسې د جون پر ۲۵ نېټه په ۱۹۳۸ کي تصویب سو. د تړون نوم د هغي ماڼۍ څخه اخیستل سوی دی چي د ایران په پلازمېنه تهران کي د سعد آباد په کمپلیکس کي موقعيت لري. د دې تړون په اړه ډېر معلومات نسته، ځکه چي ډیری تاریخ پوهان دا د جګړې د دورې د نورو نړیوالو پیښو په پرتله نه مهم ګڼي. [۱۰] د سعد آباد تړون په رسمي ډول د نه یرغل تړون په توګه لاسلیک سو، چي پر بنسټ یې دا منل سوه چي عراق، ترکیه، ایران او افغانستان به د یو بل په وړاندې تیري نه کوي او د خپلو اړیکو د ښه والي لپاره به هڅي کوي.

په ۱۹۴۳ کال کي دا تړون په اتوماتيک ډول د پنځو نورو کلونو لپاره هم وغځول سو، ځکه چي هیڅ یو لاسلیک کوونکي یې نه و رد کړی.

دوامداره اغېزي

[سمول]

د سعداباد تړون اغېزي که څه هم ډېري اړیني نه ګڼل کېږي، خو د منځني ختیځ د عصري هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو چینلونو په جوړولو کي یې لوی رول لوبولی وو، او تمه کیده چي په هغه وخت کي د کوچنیو هیوادونو ترمنځ د امنیت چوکاټ رامینځته کړي، [۱۱] او د دوهمي نړیوالي جګړې اړوند د مینځني ختیځ په سیمو کي د څلورو دولتونو په بې طرفۍ کي مرسته وکړه. [۱۲]

د سعد آباد تړون لاسلیک کوونکي څېرې
ترکیه ایران عراق افغانستان
Mustafa Kemal Atatürk
مصطفی کمال اتاترک
مصطفی کمال اتاترک رضا شاه پهلوي حکمت سلیمان محمد ظاهر شاه

سرچینې

[سمول]

https://www.tandfonline.com/doi/abs/10.1080/03068374108730994

  1. . 1941-01-01. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  2. . 2008. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  3. . 2021. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  4. . 2010. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ . January 2013. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  6. . 2005. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  7. . 2008-03-30. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  8. . 1986. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  9. . 1955. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  10. . 2017. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  11. . 2013-07-01. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  12. . 2011-11-13. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)