د سردې بند
د سردې بند د افغانستان د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په ختیځه برخه کي د سردې بند سیمي ته نږدې پروت دی. د دې بند د زیرمي یوه برخه چي د غزني سویلي برخي ته تازه اوبه برابروي، په ګاونډي ولایت پکتیکا کي پرته ده. په وروستیو کلونو کي ځایي خلکو وړاندیز وکړ، چي دا سیمه باید د بامیان ولایت د بند امیر ملي پارک ته ورته یو ملي پارک غوندي جوړه سي. [۱]
د سردې بند په ۱۹۶۷ کال (۱۳۴۶ لمریز) کي د پخواني شوروي اتحاد د انجینرانو لخوا د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړ سو، او تر بشپړېدو وروسته یې له ۶۷۰۰۰ جریبو څخه زیاتي ځمکي ته د لګولو پاکي اوبه برابري کړې. ددې بند اوبه اوس مهال یوازې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه تر کښت لاندي راولي. د بند د ذخیرې لوړ ظرفیت ۲۶۰ ملیونه متره مکعبه اوبه کیږي، [۱] او اوسنۍ ذخیره یې شاوخوا ۱۶۴ ملیونه ګیلنه اوبه لري.
د بند ځمکنئ سیسټم، د اوبو رسولو لاره، د تویولو لاره، یو اصلي کانال (کوم چي په دوو څانګو ویشل سوی دی، او ۲۱.۵ کیلومتره ښي کانال د ۶ فرعي کانالونو سره او ۳۰ کیلومتره کیڼ کانال د ۱۶ فرعي کانالونو سره هم لري) او اداري ودانۍ لري.
د سردې بند زېرمه د جلګې سیند څخه تغذیه کیږي، کوم چي د پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه (له شمال څخه جنوب ته) بهیږي.
