د ستوارت دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انګلستان په تاریخ کې د ستوارت دوره د ستوارت کورنۍ پورې اړوندېږي، چې له ۱۶۰۳ نه تر ۱۷۱۴ ز کاله پورې یې دوام کړی. دا دوره د یادې کورنۍ د شهزادګۍ یا ملکې ان په مړینې او د هانوور الماني کورنۍ د لومړي جورج په واک ته رسېدو سره پای ته ورسېده.

په دې دورې کې ډېرې کورنۍ او دیني شخړې او همداراز پراخې کورنۍ جګړې ترسره شوې، چې په ۱۶۴۹ ز کال کې د پاچا لومړي چارلز د اعدام لامل شوې. کله چې دا موقتي دوره د اولیور کرامویل د رژیم تر کنټرول لاندې وه، دا مهال ستوارتیان په جلا وطنۍ کې وو، او اولیور کرامویل د خپل پایښت لپاره هڅې کولې. د کرامویل رژیم له منځه لاړ او دویم چارلز په ۱۹۶۰ ز کال کې د تخت او واک نیولو لپاره ډېر پراخ ملاتړ ترلاسه کړ. په ۱۶۸۹ز کال کې د دویم چارلز ورور دویم جیمز د یو ستر انقلاب په وسیله له واکه ګوښه شو، هغه د خپلې پروتستاني لور دویمې ماري او د هغې هالنډي مېړه درېیم ویلیام په وسیله له واکه ګوښه شو. د راتلونکې نیمې پېړۍ لپاره دویم جیمز، د هغه زوی جیمز فرانسیس ادوارد ستوارت او د هغه لمسي چارلز ادوارد ستوارت د دې ادعا کوله، چې هغوی د ستوارت دورې ریښتیني پاچایان دي؛ خو ټول په جلا وطنۍ کې وو او د بېرته راګرځېدو په برخه کې له هغوی سره د فرانسې مرستې هم له ماتې سره مخ شوې.

سیاسي تاریخچه[سمول]

شپږم جیمز او زه: ۱۶۰۳ – ۱۶۲۶ ز کلونه[سمول]

د لوړو طبقو قانون[سمول]

انګلستان په ملي کچه د سلطنتي وګړو او اشرافو په وسیله او دغه راز په سیمه ییزه کچه د تیټې درجې اشرافو او د تعلیم او تربیې څښتنانو په وسیله اداره کېده. دوی په ګډه شاوخوا ۲ سلنه کورنۍ تشکیلولې چې ګڼ شمېرې ګټورې کرنیزې ځمکې یې په واک کې وې او د سیمه ییز دولت چارې یې کنترولولې. اشراف تل  د شمېر، شتمنۍ او ځواک له مخې د ودې او پراختیا په حال کې وو. له ۱۵۴۰ ز کال نه تر ۱۶۴۰ ز کاله پورې د همځولو (دوک، ارل، مارکیز، ویسکونت او بارون) شمېر له ۶۰ کورنیو نه ۱۶۰ کورنیو ته لوړ شو. چې د له همغه لومړیو نه یې خپل یاد نومونه او لقبونه په میراثي توګه ترلاسه کړي وو، په حقوقي چارو کې له یو ښه او غوره حیثیت نه برخمن وو، په ټولنه کې یې لوړ مقام درلود او په مشرانو جرګه (House of Lords) کې یې څوکۍ ترلاسه کړې وې. په ۱۶۱۱ ز کال کې سلطنت چې د نویو عایداتي سرچینو په لټه کې و، د بارونیت موروثي رتبه یې رامنځته کړه، چې د اشرافو له رتبې نه ټیټه رتبه وه او د مشرانو په جرګه کې یې هم څوکۍ نه درلوده، خو شاوخوا ۱۱۰۰ پونده قیمت یې درلود. هغه پراخې ځمکې چې په ۱۵۳۰ ز لسیزه کې د انګلستان د اتم هنري د فرمان پر بنسټ له خانقاوو نه نیول شوې وې، ډېری یې په سیمه ییزو مشرانو وپلورل شوې او د دې ډلې خلکو شتمني یې لا زیاته کړه. اشراف او د تعلیم څښتنان له ۱۵۴۰ ز پېړۍ نه وروسته له ۵۰۰۰ تنو نه درې برابره ډېر او ۱۵۰۰۰ تنه شوو. ډېری کورنۍ له منځه لاړې او ځینې نورې هم کډوالۍ ته اړ شوې، داسې چې په ۱۷۱۴ ز کال کې د ملګرو او همتایانو درې پر څلورمه برخه د ۱۶۰۳ ز کال راهیسې د ستوارت پادشاهانو په وسیله رامنځته شوې وې. مشران او اشراف دواړه د واک ترلاسه کولو په حال کې و او د انګلیس کورنۍ  جګړه د هغوی تر منځ جګړه نه وه. په انګلستان کې د دیني تړاو له پلوه د کاتولیکانو نفوس شاوخوا ۳سلنه راټیټ شوی و؛ خو ۱۲سلنه نفوس یې مشرانو او اشرافو جوړوو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

درې سلطنتونه[سمول]

د انګلستان د لومړي الیزابیت له مړینې سره سم د سکاټلند پاچا، شپږم جیمز د انګلستان د ځانګړې پاچاهۍ پاچا شو. همدارنګه هغه د ایرلنډ پاچا هم شو؛ خو هلته انګلیسانو یوازې خپل له لاسه ورکړی کنټرول بیا تأمین کړ. په نهه کلنې جګړې ۱۵۹۴ – ۱۶۰۳ ز کال کې له بریا وروسته د انګلیسانو بیا فتح بشپړه شوه. په دوبلین کې د جیمز ګمارل شوې ډلې د ایرلنډ د پاچا د استازي په توګه د لومړي ځل لپاره په ایرلنډ باندې ریښتینی کنترول حاکم کړ او په ټوله جزیره کې یې یو پیاوړی او متمرکزه حکومت رامنځته کړ، او په بریالیتوب سره یې د هغه ځای اصلي او بومي مشران او اربابان بې وسلې کړل. د ایرلنډ ډېری نفوس کاتولیک پاتې شوی وو؛ خو جیمز د پروتستانیانو کروندې له سکاتلیند نه د اولستر سیمې ته پراخې کړې. یرغلګر د سکات ـ ایرلنډي یا سکاچ ـ ایرلنډي په نامه پېژندل کېدل، چې ډېری یې د ستوارت په دورې کې د امریکا نویو مستعمرو ته کډوال شوو.[۸]

لومړۍ چارلز: ۱۶۲۵ – ۱۶۴۹ ز کلونه[سمول]

جېمز پاچا د جسمي او روحي ځواک له پلوه کمزوری و، له همدې امله تر ډېره د خپلې کورنۍ له لوري له مسخرو او ملنډو سره مخ کېده، کله به چې هغه د درېدلو هڅه کوله نو پلار به یې د هغه مخې ته ځینې شیان اچول، او پرېکړه کول په پراخه کچه د چارلز او په تېره بیا د جورج ویلیرز (۱۵۹۲ – ۱۶۲۸ز) په لاس کې و، (هغه له ۱۶۱۷ز کال نه د باکینګهم ارل و او دغه راز له ۱۶۲۳ز څخه ډیوک و). باکینګهام د پاداش او شتمنۍ لپاره د انرژۍ او کارکولو ډېر شوق درلود. تر ۱۶۲۴ ز کاله پورې هغه د انګلستان واکمن شو. په ۱۶۲۵ ز کال کې چارلز د داسې یوې سیمې پاچا شو، چې په ژوره توګه په جګړه کې ښکېل، د اروپا په اجاره کې و او دغه راز له ډېریو دیني شخړو سره مخ و. باکینګهام او چارلز خپل بهرنی سیاست د هسپانیې پر ضد له فرانسې سره د یووالي پر بنسټ جوړ کړ. په ۱۶۲۵ ز کال کې د Cádiz پر وړاندې سترې بهرنۍ ستونزې یا ماجراوې او دغه راز په ۱۶۲۷ ز کال کې د فرانسوي Huguenots ملاتړ په ټوله کې یو لوی ناورین و. پراخو شایعاتو عمومي افکار داسې جوړ کړل، چې د پاچا پر ځای یې باکینګهام ګرم ګڼه او پر هغو ستونزو یې تورنوو چې انګلستان ورسره مخ و. کله چې د انګلستان ولسي جرګې یا پارلمان دوه ځلې د استیضاح پروسه پیل کړه، نو پاچا په سادګۍ سره ولسي جرګه یا پارلمان تعلیق او وځنډاوه. باکینګهام په ۱۶۲۸ ز کال کې د یو ناراضه پوځي سرتیري یعنې جان فلتون په وسیله ترور او ووژل شو، چې وروسته بیا دا سرتیری هم اعدام شو؛ خو سربېره پر دې هغه بیا هم په درې شاهي هېوادونو کې یو اتل وګڼل شو. پاچا چارلز د خپل پلار په څېر د حکومت کولو په برخه کې د پاچایانو په الهي حق باندې باور درلود او په دې و نه توانېد، چې له ولسي جرګې سره په ښه او بریالۍ توګه کار وکړي. په ۱۶۲۸ ز کال کې هغه او باکینګهام خپل سیاسي لیدلوري بدل کړي وو. په ۱۶۲۹ ز کال کې پاچا ولسي جرګه یا پارلمان له منځه یووړ او د شخصي حکومت یوه یوولس کلنه دوره یې پیل کړه. [۹][۱۰][۱۱]

شخصي قانون: ۱۶۲۹ – ۱۶۴۰ ز کلونه[سمول]

د انګلستان حکومت ډېر کوچنی و، ځکه چې پاچا یې نه کوم دایمي پوځ درلود او نه یې هم په ټول هېواد کې واکمنه بوروکراسي لرله. قوانین یې تر ډېره د هغو سیمه ییزو چارواکو په وسیله عملي کېدل، چې د سیمه ییزو مشرانو تر کنټرول لاندې وو. نظامي عملیات به یې تر ډېره د ګومارل شویو مزدورانو په وسیله ترسره کېده. تر ټولو لویه کړکېچ چې پاچا چارلز په خپل بې پارلمانه حکومت کې ورسره مخ شو، هغه د پیسو راټولول و. د پور کچه یا تاج یې نېږدې ۱،۲ میلیونه پونډ و، پانګوالو پور ورکول رد کړه. چارلز په ۱۶۲۹ ز کال کې له فرانسې او په ۱۶۳۰ ز کال له هسپانیې سره د سولې اړوند تړونونو په لاسلیکولو او دغه راز په دېرش کلنه جګړه کې له مداخلې نه په ډډې کولو سره پیسې ذخیره کړې. هغه عادي بودیجه راکمه کړه؛ خو په بیا هم دې هرڅه بسنه نه کوله. بیا هغه د پیسو راټولولو لپاره د ولسي جرګې له اجازې پرته یو شمېر نوښت لرونکې لارې چارې رامنځته کړې، چې په کمه کچه کارېدلې؛ خو بیا هم قانوني وې. د ځمکو مالکین یې په سلطنتي او شاهي ځنګلونو باندې د یرغل او غصب کولو له امله جریمه کړل. جبري شوالیه کېدل په منځنیو پېړیو کې رامنځته شوي و، چې د ځانګړې اندازې شتمنۍ لرونکو خلکو ته د دې امر وشو، ترڅو د پاچا د خدمت لپاره شوالیه شي، یا دا چې جریمه دې ورکړي.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. For in-depth coverage, start with Lawrence Stone, The crisis of the aristocracy: 1558–1641 (abridged edition, 1967) pp 23–61.
  2. Clayton Roberts, David Roberts, and Douglas R. Bisson, A History of England: Volume 1 (Prehistory to 1714) (4th ed. 2001) 1: 255, 351.
  3. Keith Wrightson (2002). English Society 1580–1680. د کتاب پاڼي 23–25. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781134858231. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mark Kishlansky, A Monarchy Transformed, Britain 1630–1714 (1997) pp 19–20, 24–25.
  5. Ronald H. Fritze; William B. Robison (1996). Historical Dictionary of Stuart England, 1603–1689. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼي 205–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313283918. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. David Loades, ed. Reader's Guide to British History (2003) 2:1200–1206; J.H. Hexter, On History (1979) pp. 149–236
  7. Robert Tombs, The English and Their History (2015) p 210.
  8. Tyler Blethen and Curtis Wood, eds., Ulster and North America: transatlantic perspectives on the Scotch-Irish (1997).
  9. David Coast, "Rumor and 'Common Fame': The Impeachment of the Duke of Buckingham and Public Opinion in Early Stuart England." Journal of British Studies 55.2 (2016): 241–267. online Archived 2017-08-23 at the Wayback Machine.
  10. Kevin Sharpe, The personal rule of Charles I (1992).
  11. Lovell J. Reeve, Charles I and the road to personal rule (2003).
  12. Davies, Early Stuarts pp 82–85
  13. Coward, Stuart Age pp 136– 45.
  14. H. H. Leonard, "Distraint of Knighthood: The Last Phase, 1625–41." History 63.207 (1978): 23–37. online
  15. M. D. Gordon, "The Collection of Ship-money in the Reign of Charles I." Transactions of the Royal Historical Society 4 (1910): 141–162. online