د زلاقه جګړه
د زلاقه جګړه یا د سګراجاس جګړه ( جمعه ، د رجب ۱۲، ۴۷۹ هجري / د اکتوبر ۲۳ ، ۱۰۸۶ ) په منځنيو پیړیو کي د ایبیریا ټاپووزمې یوه ستره نښته وه، چي د اسلامي تاریخ یو له خورا مهمو لویو جګړو څخه ګڼل کیږي. په دې جګړه کي د مسلمانانو امیر یوسف بن تاشفین چي د المرابطون واکمنۍ مشر وو، د سیویل د واکمن المعتمد بن عباد په ملاتړ یې د اندلس د کاسټیل او لیون پاچا شپږم الفونسو پوځ ته لویه ماته ورکړي. یاده جګړه په اندلس کي د وضعیت له خرابیدو وروسته هله رامنځ ته سوه، کله چي ددې ټاپو مسلمانو شهزادګانو د خپلمنځي جګړو په پایله کي ځیني سیمي د الفانسو په وړاندي بایلولې. الفانسو ددې حالت څخه په ګټي اخیستو په ۴۷۸ هجري کال کي چي د ۱۰۸۵ زیږدیز کال سره سمون خوري، د تولیډو یا طلیطه مسلمانه واکمني وپرځول. د اندلس مسلمانو واکمنانو ددې په پایله کي شهزاده یوسف بن تاشفین ته سفارتونه او لیکونه واستول، او د هغه څخه یې د مرستي هیله وکړه. یوسف د هغوی غوښتني مثبت ځواب ووایه او د خپل پوځ سره د اندلس د مسلمانانو د ملاتړ لپاره له سمندر څخه تېر سو. هلته له رسېدو سره سم د اندلس پوځ هم د یوسف په مشرۍ ددوی سره یو ځای او مخ په وړاندي ولاړل. هاخواته الفانسو د یوې لویي اردو سره چي له لوی شمېر اروپایي سیمو څخه راټوله سوې وه، د مسلمانانو په لور را روان سو. زلاقه سیمي ته له رسېدو سره سم د دواړو لښکرو ترمنځ یوه لویه جګړه رامنځ ته وسوه، چي د مسلمانانو لپاره په ستره بریا او د عیسوي پوځ په بشپړي ماتي سره پای ته ورسېده.
د زلاقه جګړې د اسلامي اندلس پر تاریخ باندي لویه اغیزه وکړه، ځکه چي د ایبیریا ټاپووزمي په شمال کي یې د اندلس په ځمکو کي د عیسوي سلطنتونو دوامداره پرمختګ د ډېر وخت لپاره ودراوه. د یوسف بن تاشفین تر بریا وروسته ځایي مسلمانو پاچاهانو بیرته له ده سره دوه مخي پیل کړه، او د نوموړي د نفوذ پایته رسولو لپاره یې د الفانسو سره د دوستۍ پټ تار وغځاوه . یوسف ددوی د سزا لپاره تر ۴۸۴ هجري کال پوري چي د ۱۰۹۱ میلادي کال سره سمون لري، د اندلس ډیري ځمکي پرله پسې په خپله ولکه کي راوستې، او تر ۵۰۳ هجري کال پوري یې خپله واکمني هلته ټینګه کړې وه.