Jump to content

د ریګستان دښت (افغانستان)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ۱۹۶۹ کال د اګست په میاشت کي د ریګستان په دښته کي یو کاروان

د ریګستان صحرا، د سیستان دښتې چي د رېګ په نامه هم یادیږي، یوه وچه سیمه ده چي د افغانستان په جنوب لویدیځ کي د هلمند او کندهار ولایتونو ترمنځ موقعیت لري. دا یوه شګلنه صحرا ده چې د وړو سور رنګه شګو له غرونو څخه جوړه ده او شاوخوا ۵۰–۱۰۰ فوټه (۱۵–۳۰ م) رېګ لرونکي لوړي ژوري، چاپېر ډګرونه، خلاصي ډبرې او په خټو پوښلي ځایونه لري. په دې دښت کي د غونډیو لاندي برخه د ثبات لرونکو او لرغونړ منحرفو ټوټو څخه جوړي دي، چي د لویدیځ څخه ختیځ ته د باد مخه ګرځوي او لوی شمېر رېګ له ځان سره لېږدوي. یاده دښته د بلوڅانو او پښتنو کوچیانو له لږ کم نفوس څخه برخمنه ده. دښته په تدریجي ډول شاوخوا کرنیزو سیمو ته هم زیان رسوي .

د ریګستان دښت (افغانستان)
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۰°۲۷′۱۲″شمال ۶۵°۲۴′۲۶″ختیځ / 30.4534°شمال 65.4071°ختيځ / 30.4534; 65.4071 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

په 1998 کي یوه سخته وچکالي د ریګستان د صحرا له سیمي څخه د نږدې 100,000 کوچیانو د بې ځایه کیدو لامل سوه، [۱] چي ډیری یې اوس د ارغنداب او هلمند سیندونو او ریګستان تر منځ په لنډمهاله میشت ځایونو کي ژوند کوي. د ملګرو ملتونو لخوا په کندهار ولایت کي د داخلي بې ځایه شویو (IDPs) په کمپونو کي هم یو لوی شمیر دغه ډول خلک ژوند کوي. ملګري ملتونه اوس مهال دداسي ستراتیژیو په لټه کي دي ترڅو کوچیان بیرته په ریګستان کي د څارویو د ساتلو دودیز معیشت ته راستانه او ځای پر ځای سي. د ملګرو ملتونو د چاپیریال د پروګرام ټیم راپور ورکوي چي په ریګستان کي "تر 100 کلي د بادونو دوړو او شګو له امله ډوب له منځه تللي دي".

  1. . December 2004. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)