د روسيې او اوکراین اړيکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د روسيې او اوکراین اړيکې د روسیي اتحاديې او اوکراین تر منځ دوه اړخيزو اړيکو ته ويل کېږي. په ۲۰۱۴ ز کال کې د اوکراین د وقار اوښتون (Revolution of Degnity) څخه وروسته د اوکراين کريميايي ټاپووزمه Crimean Peninsula د نامعلومه روسي ځواکونو له لورې نيول شوې وه، چې وروسته په روسيې پورې وتړل شوه، په داسې حال کې چې روس پلوه بېلتون غوښتونکي په همدې وخت کې پر ختيځ اوکراین د اداره کولو لپاره اوکرایني پوځ په يوه وسله واله نښته کې بوخت کړ. دې پېښو د د روسيې او اوکراین تر منځ د روانې جګړې پيل په نښه کړ. د ۲۰۲۲ز کال د  فبروري پر ۲۴ مه نېټه باندې د جګړې په سترې پراختيا سره، روسيې په يوه پراخه جبهه کې د اوکرایني اصلي خاوره باندې هر اړخيزه جګړه پيل کړه. اوکراین د ۲۰۲۲ ز کال روسي بريد په ورځ له روسيې سره ټولې رسمي اړيکې پرې کړې. [۱][۲][۳]

په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له نسکورېدلو څخه وروسته، د ځايناستو ايالتونو دوه اړخيزو اړيکو د اړيکو، کړکېچونو او بشپړې دښمنې دورې زغملي دي. د ۱۹۹۰ ز کال په لومړيو کې د اوکراین پاليسي د خپل حاکميت او خپلواکۍ د ډاډمنولو په موخه د هيلو تر واک لاندې وه، چې باندينۍ تګلارې يې له اروپايي ټولنې، روسيې او نورو ځواکمنو ولسونو سره ملګرتيا او مرسته متوازن کړه. [۴]

د روسيې او اوکراین تر منځ اړيکې، د ۲۰۱۴ ز کال له عزت اوښتون Revolution of Dignity راهيسې د پام وړ دښمنانه دي، چې د اوکراین ټاکل شوی ولسمشر Viktor Yanukovych او د هغه پلويان يې له اروپايي ټولنې سره د يوې سياسې ټولنې او آزادې سوداګرۍ تړون د نه لاسليک کولو په ځواب کې له واکه لرې کړ، چې د اوکراين پارلمان کې يې ستر ملاتړ تر لاسه کړ. له اوښتون څخه وروسته اوکرایني حکومت له روسيې، اروپايي ټولنې او د ناټو غړو هېوادونو سره د خپلو اقتصادي او امنيتي ګټو د متوازن کولو نازکې ديپلوماتيکې لوبې ته د دوام ورکولو په پرتله، د راتلونکي لپاره په اروپايي ټولنه او ناټو دواړو کې د هېواد د ژمنتيا هيله څرګنده کړه. په ۲۰۱۴ ز کال کې د چک جمهوريت، استونيا، هنګري، لتويا، ليتوانيا، پولينډ او سلواکيا له اروپايي ټولنې سره يو ځای شول، چې وروسته په ۲۰۰۷ ز کال کې بلغاريا او رومانيا هم ورسره يو ځای شول. د روسيې حکومت ووېرېده چې په اروپايي ټولنې او ناټو سازمان کې د اوکراین غړي کېدل به تور سمندر ته د روسيې د لاسرسي په محدودولو سره په تړون کې د ملګرو يا متحدو هېوادونو يو لويديځ دېوال بشپړ کړي. له متحده ايالتونو سره د سويلي کوريا او جاپان د يو ځای کېدلو له امله روسي حکومت اندېښمن و، چې روسيه له سوړ جنګ څخه وروسته پرليکتيا تر څنګ د پټې وړتيا له مخې د ځواکمنو قدرتونو له لوري د محاصره کېدلو په حال کې وه. د روسيې له لورې د کريميا په ځان پورې تړل د ختيځ اوکراین په سيمو کې د ډونيټسک د خلکو جمهوريت (Donetsk People’s Republic) او لوهانسک د خلکو جمهوريت (Luhansk People’s Republic) له رامنځته کېدلو سره په يو وخت کې پېښ شول، چې د روسي توکم ډېره کي په کې استوګن دي. د روسيې او اوکراین اوسنۍ جګړې له ۱۳۰۰۰ تنو څخه زيات وژلي دي او د روسيې په اړه يې په بېلابېلو لويديځو تصويبونو باندې اغېزه کړې ده. [۵]

په ۲۰۱۹ ز کال کې د اوکراین په اساسي قانون کې بدلولونه راوړل شول، چې د اروپايي ټولنې او ناټو غړيتوب په اړه يې د دې هېواد د ستراتيژيکې دورې بدلون نه کول روښانه کړل. په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ ز کال کې د اوکراین پر پولو باندې د روسي پوځ راغونډ ېدلو د دواړه هېوادونو تر منځ کړکېچونه پراخ کړل او دوه اړخيزې اړيکې يې د متحده ايالتونو له لوري د دې پياوړي پيغام په استولو سره له منځه یووړې، چې دا يرغل به د روسيې د اقتصاد لپاره له ناوړه پايلو سره مخامخ شي. [۶][۷]

د هېواد پرتلنه[سمول]

روسيه اوکراين
روسیه کينډۍ:بېرغ نښه بېرغ
د نظاميانو کورتۍ


له کريميا سره

41,319,838 (excluding Crimea)

له کريميا پرته

نفوس
17,125,191 km2 (6,612,073 sq mi) 603,550 km2 (233,030 sq mi) پراخوالی
8/km2 (21/sq mi) 73.8/km2 (191/sq mi) د نفوسو تراکم يا غلظت
9 1 مهال سيمه
8,095,881 km2 (3,125,837 sq mi) 147,318 km2 (56,880 sq mi) ځانګړې اقتصادي سيمه
Moscow Kyiv پلازمېنه
Moscow (pop. 12,197,596; 20,004,462 Metro) Kyiv (pop. 2,900,920; 3,375,000 Metro) تر ټولو پراخ ښار
Federal semi-presidential

constitutional republic

فدرالي نيمه ولسمشريز؛ د اساسي قانون له مخې جمهوري

Unitary semi-presidential

constitutional republic

موحد نيمه ولسمشريز؛ د اساسي قانون له مخې جمهوري

حکومت
Russian Ukrainian رسمي ژبه
71% Orthodox

15% non-religious

10% Islam

2% other Christian

<1% Catholic

1% other religion

34% Orthodox Church of Ukraine

27.6% Orthodox unaffiliated

13.8% Ukrainian Orthodox Church (Moscow Patriarchate)

8.2% Ukrainian Greek Catholic

0.7% Protestant and Evangelical

0.4% Roman Catholic

0.6% other

8.8% non-denominational

5.6% non-Religious

اصلي دين
80.90% Russians

8.75% Turkic peoples

3.96% other Indo-European-speakers (2.03% Ukrainians)

3.78% Caucasians

1.76% Finnic and Mongolian peoples and others

77.8% Ukrainians

17.3% Russians

4.9% others/unspecified

توکميزې ډلې
$1,576 billion $126 billion GDP (nominal) by the IMF

د IMF له لوري کلنی ناخالص عايد (خيالي)

$4,328 billion $576 billion GDP (PPP) by the IMF

د IMF له لوري کلنی ناخالص عايد PPP

$11,273 (2021) $4,384(2021) GDP (nominal) per capita by the IMF

د پيسو نړيوال صندوق له لوري سړي سر کلنی ناخالص عايد

$29,495 (2021) $13,943 (2021) GDP (PPP) per capita by the IMF

د IMF له لوري د سړي سر کلنی ناخالص عايد PPP

·       Russian Armed Forces (2020) 900,000: 190–205, 212 

o   Army 280,000

o   Navy 150,000

o   Air Force 165,000

o   Strategic Rocket Forces 50,000

o   Airborne 45,000

o   Special Operations Forces 1,000

o   Railway Forces 29,000

o   Command and Support 180,000

·       Paramilitary 554,000

o   Border Guard 160,000 (estimated)

o   Federal Guard 40,000–50,000 (estimated)

o   FSB Special Purpose Centre 4,000 (estimated)

o   National Guard 340,000 (estimated)

·       Reserve 2,000,000

Of the above, 28,000 are in Crimea, internationally recognized as part of

Ukraine, and 3,000 reported in eastern Ukraine.: 212 

·       Eastern Ukraine separatist forces: 212 

o   Donetsk People's Republic 20,000 (estimated)

o   Luhansk People's Republic 14,000 (estimated)

·       Ukrainian Armed Forces (2020) 209,000: 208–212 

o   Army 145,000

o   Navy 11,000

o   Air Force 45,000

o   Airborne 8,000

o   Special Operations Forces (not known)

·       Paramilitary 102,000

o   National Guard 60,000 (estimated)

o   Border Guard 42,000 (estimated)

·       Reserve 900,000

پوځي ځواکمنتيا ·        
Vladimir Putin Volodymyr Zelensky اوسنی ولسمشر
Mikhail Mishustin Denys Shmyhal اوسنی لومړی وزيز
1,600 / 6,850 (2019) 0 / 0 (2019) هستوي ګلولې

فعالې/ټولې

د اړيکو تاريخچه[سمول]

اوکراین او روسيه دواړه د Kievan Rus ملت د ميراث دعوه کوي، چې د ختيځ اسلاوا زياتره او د فنلنډ ځيني قبيلې يې سره يو ځای کړې او له نهمې تر يوولسمې پېړيو کې يې د ختيځ روم له ارتودوکسي (کلکې عقيدې) سره سمون وکړ. د پخواني Rus تاريخونو له مخې د اوسني اوکراين پلازمېنه (کيف) د Rus ښارونو د مور په توګه ځکه انګېرل شوی و، چې ياد ښار د Rus د ځواکمن وروستي منځني دولت پلازمېنه و. [۸]

مسکو او روسي سترواکي[سمول]

د Kievan Rus له مغولي يرغل څخه وروسته د روسيې او اوکراین په سيمو کې د اوسېدونکو خلکو تاريخونه سره بېل شول. د مسکو ستر دوک سيمې (Grand Duchy) د Rus د سويلي ولايتونو ټولې پاتې شونې سره يو خای کړې او روسي دولت ته يې تکامل وکړ. د Galicia-Volhynia پاچهي د ليتوانيا د ستر دوک تر واک لاندې راغله، چې وروسته يې د پولينډ او ليتوانيا ګډې ګټې هم په واک کې شوې. په ګډو ګټو کې جنګيالي Zaporozhian Cossacks له polonization ونه مانه او ډېری وختونه يې د ګډو ګټو حکومت سره شخړې وکړې، چې د Polish اشرافيت له لوري اداره شو. [۹][۱۰]

د Cossacks تر منځ نا ارامۍ دوی د دې باعث کړل، چې د ګډو ګټو پر وړاندې سرکښي وکړي او له روسيې سره د يووالي غوښتونکي شي، چې دوی له دې سره په کلتور، ژبه او دين کې ورته والی درلود. دا په ۱۶۵۴ ز کال کې په Pereiaslav تړون سره  رسمي بڼه غوره کړې وه. د اوکراين ډېری پولې چې د ۱۷ مې پېړۍ په نيمايي کې يې پيل کړی وې، په پرله پسې ډول له روسي سترواکۍ سره يو ځای شوې او خپلواکي يې ورڅخه د پولينډ د ۱۸ پېړۍ د وروستيو بېلتون غوښتونکو په واسطه واخيستل شوه. په نږدې راتلونکي کې د Cossack خلکو ډله، د روسي سترواکۍ له لورې په زور سره تيت او پرک شوه او د دې ډلې زياتره وګړي د روسي سترواکۍ په سويلي څنډې په Kuban سيمه کې يو ځل بيا ځای پر ځای شوي وو.

سرچينې[سمول]

  1. "Ukraine cuts diplomatic ties with Russia after invasion". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Ukraine breaks off diplomatic ties with Russia". The Times of Israel (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Kitsoft. "Ministry of Foreign Affairs of Ukraine - Statement by the Ministry of Foreign Affairs of Ukraine Regarding the Severance of Diplomatic Relations with the Russian Federation". mfa.gov.ua (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Shyrokykh, Karina (June 2018). "The Evolution of the Foreign Policy of Ukraine: External Actors and Domestic Factors". Stockholm University. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Al Jazeera Staff (په 3 March 2022 باندې). List of sanctions against Russia after it invaded Ukraine.
  6. (په 14 November 2021 باندې). Russia is stoking tension with Ukraine and the EU.
  7. Crowley, Michael (10 December 2021). "Biden Delivers a Warning to Putin Over Ukraine". The New York Times. مؤرشف من الأصل في ۱۴ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۲۱. Biden Delivers a Warning to Putin Over Ukraine: In a high-stakes video call, President Biden warned President Vladimir V. Putin of Russia of "strong economic and other measures" from the U.S. and European allies if military tensions with Ukraine escalated. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Kievan Rus". The Columbia Encyclopedia (6th). (2000). 
  9. Shambarov, Valery (2007). Kazachestvo: istoriya volnoy Rusi Казачество: история вольной Руси [The Cossacks: History of a Free Rus']. Algorithm Expo. Moscow. د کتاب پاڼې کينډۍ:Page needed. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-5-699-20121-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Gumilyov, Lev (2005). Ot Rusi k Rossii От Руси к России [From Rus' to Russia]. AST. Moscow. د کتاب پاڼې کينډۍ:Page needed. د کتاب نړيواله کره شمېره 5-17-012201-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)