منځپانگې ته ورتلل

ويکيپېډيا:د رسول الله (ص) وزير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د رسول الله (ص) وزير نه مخ گرځېدلی)

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

د رسول الله (ص) وزير

[سمول]

( ابن سعد؛طبقات : لومړى ټوک،لومړۍ برخه،١٢٤ مخ ) په خپل سند له حضرت علي روايت کړى،چې  وايي : پېغمبر اکرم (ص) په مکه کې و او بي بي خديجې ته يې وويل،چې خواړه پاخه کړه او ما ته يې وويل : (( د عبدالمطلب ټول ټبر راوبله چې راشي )) څلوېښت تنه راغلل او بيا يې ما ته وويل : (( خواړه راوړه )) حضرت علي وايي : ما دومره خواړه راوړل،چې يوازې يو تن ته بسيا وو؛ خو هغه څلوېښت تنه يې ماړه کړل . بيا رسول اکرم راته وويل،چې اوبه راوړه، چې ما د يو تن هومره اوبه راوړې؛ خو ټول پرې ماړه شول . په دې وخت کې ابولهب وويل : محمد څه عجيبه جادو کړى و. خلک پاڅېدل او ولاړل او ابولهب هم خلک پاتې کېدو ته پرېنښوول . څو ورځې وروسته مو بيا مېلمستيا وکړه او بيا مو بلنه ورکړه؛نو همدا چې ماړه شول رسول اکرم وويل : (( څوک دى، چې په رسالت کې مې مرستيال او وزير شي او په پايله کې زما ورور او جنت خپل کړي ؟)) ما ورته وويل : زه اى  رسول الله ! دا مهال زه تر ټولو کوچنى وم ؛ خو په ټبر کې هيچا د رسول الله خبره و نه منله او يوازې زما پلار ته يې وويل : زوى ته خو دې پام دى . پلار مې ورته وويل: څه کار ورسره لرئ، هغه خو د خپل تره له زويه ځار دى . ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٣٩٧ مخ ) وايي : حضرت علي وايي : د ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ )) آيت،چې راغى؛ نو پاک نبي راوغوښتم او راته يې وويل : (( خداى مې راته حکم کړى،چې نږدې خپلوان اسلام ته راوبلم؛ خو نه پوهېږم،چې څنګه دا کار وکړم ؟)) نو چوپ و، چې حضرت جبراييل راغى او ويې ويل که دا کار و نه کړې؛نو خداى به دې پر عذاب کړي.ما ته يې وويل : يو من خواړه پاخه کړه او بيا د عبدالمطلب ټبر ته بلنه ورکړه،چې راکړ شوې دنده ترسره کړم او پر هغه ورځ څلوېښت کسان راغلل،چې پکې ابوطالب،حمزه، عباس او ابولهب هم وو؛ نو همدا چې خلک راغلل،رسول الله راته وويل : خواړه راوړه ، رسول اکرم يو څه را اوچت کړل،چې زما په آند يوه بوټۍ غوښه وه او بيا يې هغه دوه ټوټې کړه او پر دسترخوان يې کېښود او و يې ويل: د خداى په نامه يې و خورئ او خلکو هم ښه په مړه ګېډه وخوړل؛ خو پر خداى قسم چې څه هم لږ نه شول ، حال داچې دا خواړه يې يوه ته هم بسيا نه وو بيا مې د خداى د رسول د حکم له مخې اوبه ورکړې،چې ټول يې خړوب کړل؛نو همدا چې رسول الله مبارک غوښتل خبره رامنځ ته کړي؛نو ابولهب ترې مخکې شو او ويې ويل : کوربه ښه جادو کړى و او خلک پاڅېدل او ولاړل او پېغمبر اکرم و نه شو کړاى خپله خبره وکړي. ددې ورځې په سبا پاک نبي ما ته وويل : دا سړى مې د خبرې په مخ کې خنډ شو او خبرې ته يې پرېنښووم او راته يې وويل : سبا بيا ډوډۍ وکړه . ډوډۍ مو وکړه او څه چې په تېره مېلسمتيا کې تېر شوي ول، دلته هم تېر شول؛ ټولو ښه په مړه ګېډه وخوړل او ماړه شول،چې دا مهال رسول اکرم وويل : د عبدالمطلب پرګې ! په عربو کې داسې څوک نه وينم،چې خپل ټبر ته به يې زما هومره ښه وياړ راوړى وي؛ ما درته د دنيا او اخرت ښېګڼه راوړې او خداى دنده راکړې،چې بلنه درکړم؛ نو په تاسې کې څوک چمتو دى،چې په دې چارو کې زما مرستيال او ملاتړ شي ؟ زه سره له دې،چې تر ټولو کوچنى وم ، ومې ويل : زه چمتو يم،چې ملاتړ مو شم؛ نو دا مهال رسول اکرم خپل لاس زما پر ورمېږ  کېښود او ويې ويل : (( دا په  تاسې کې زما وصي،خليفه او ورور دى ؛نو خبرې ته یې غوږ شئ او لاروي یې وکړئ .)) دا مهال خلک په ملنډو پاڅېدل او ولاړل  او ابوطالب ته يې وويل : حکم يې درکړ، چې له کوچني علي لاروي وکړې .

بيا وايي : دا روايت ابن اسحاق، ابن جرير، ابن ابي  حاتم، ابن مردويه، ابونعيم او بيهقي په دلائل کې راوړى دى .

دا روايت د ابن جرير طبري د تاريخ د دويم ټوک په ٦٢ مخ او متقي هم په لږ اختلاف په کنزالعمال کې راوړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٣٩٢ مخ ) د حضرت علي له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : ((د عبدالمطلب پرګې ! ما درته د دنيا او اخرت ښېګڼه راوړې او خداى مې حکم راکړى،چې بلنه درکړم؛نو که په تاسې کې هر يو په دې لار کې زما مرستيال او ملاتړ شو؛ نو په تاسې کې به زما وزير،وصي او ځايناستى وي .)) ټول چوپ ول، چې ما وويل : رسول الله ! زه به دې ملاتړ او مرستيال شم . دا مهال د خداى نبي، له لاسه ونيوم،و يې ويل : (( دا زما ورور،وصي او خليفه دى؛ نو خبرې ته يې غوږ شئ او لاروي ترې وکړئ .)) ( له ابن جرير څخه نقل )

( کنزالعمال: شپږم ټوک، ١٥٥ مخ ) له دې عبارت سره راوړى : ((غواړې خوشحاله دې کړم ؟ ته زما ورور او وزير يې ، پورونه به مې ادا کوې، پر کړيو ژمنو به مې وفا کوې او پر خلکو به مې غاړه خلاصوې ،که چا زما په ژوندون درسره مينه وکړه ؛ نو په خپل مرګ به مړ وي او که چا تر ما وروسته،سره له دې چې تا و نه ګوري؛خو مينه درسره وکړي؛ نو خداى به يې مؤمن له دې دنيا بوځي او څوک چې درسره دښمني کوي؛نو د جاهليت پر مرګ به مړ شوى وي . )) ( له طبراني له ابن عمر (رض) څخه نقل )

( اصابه : لومړى ټوک،څلورم قسم،٢١٧ مخ ) خطيب د مولف په کتاب کې د قاسم بن خليفه له لارې راوړي،چې وايي : يحيى تيمي له اسماعيل بن ابراهيم له مطين بن خالد له حضرت انس بن مالک څخه روايت کړى،چې و يې ويل : موږ به چې څه د خداى له استازي پوښتل؛نو هغه به د علي، سلمان يا ثابت بن معاذ (رضي الله عنهم) درک راکاوه ؛ځکه  دا د رسول اکرم په اصحابو کې تر ټولو پوه وو؛ نو همدا چې د (إِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ ) آيت راغى؛ نو د خداى نبي د حضرت علي په اړه  وويل : (( علي زما ورور، وزير، په اهلبيتو کې زما خليفه او زما تر ټولو غوره پاتې دى . ))

( رياض النضره : دويم ټوک، ١٦٣ مخ ) وايي : له حضرت اسماء  بنت عميس څخه روايت دى،چې و يې ويل : ما د خداى له رسوله واورېدل، چې و يې ويل : (( خدايه ! هماغه وايم،چې ورور مې موسى ويل : خدايه له اهله مې وزير راوټاکې؛ورور مې علي زما وزير وټاکې،هغه مې ملاتړ او په چارو کې زما شريک کړې،چې ډېره تسبيح دې ووايم او شکر دې وباسم،چې ته زموږ له حاله ښه خبر يې . )) ( د احمد له مناقب څخه اخستل شوى دى )

( سيوطي؛ درالمنثور ) د ( قال رب اشرح لى صدري )آيت تر تفسير لاندې د "طه" د سورت په پيل کې وايي : سلفي د طيوريات په کتاب کې له ابي جعفر محمد بن علي څخه روايت کړى، چې وايي : چې د (وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي ) آيت راغى؛ نو پېغمبر اکرم پر غونډۍ ولاړ و او خداى ته يې وويل : (( اللهم اشدد ازرى باخى على ))؛يعنې خدايه ! پر ورور مې علي ملا کلکه کړې؛نو خداى يې هم دعا قبوله کړه .

( شبلنجي؛ نورالابصار ) او فخر رازي په تفسير کبير کې د مائدې د سورت د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) د آيت په تفسير کې راوړي دي : (البته خبره د شبلنجي ده ) له حضرت ابي ذر غفاري روايت دى،چې وايي : د خداى له استازي سره مو د ماسپښين لمونځ کاوه،چې يو سوالګر راننووت؛ خو چا ورته څه هم ور نه کړل؛ نو دا مهال سوالګر اسمان ته لاس پورته او و يې ويل: خدايه شاهد وسه،چې ستا د استازي په جومات کې چا څه هم را نه کړل. دا مهال حضرت علي لمونځ کاوه او رکوع ته تله او په خپل لاس يې ګوتې ته اشاره وکړه. سوالګر نږدې راغى او ګوته يې د علي له ګوتې راوايسته . دا پېښه د رسول الله  (ص) سترګو ته مخامخ وشوه او بيا يې سترګې اسمان ته کړې او ويې ويل : (( ورور مې موسى وغوښتل ورور يې هارون وزير کړې او ويې ويل : پالونکيه ! سينه مې پراخه او چار مې اسان کړې، له ژبې مې غوټه لرې کړې،چې پر خبره مې پوه شي او په اهل کې مې يو زما وزير کړې؛ هارون ورور مې زما وزير کړې،ملا مې پرې غښتلې کړه او په چارو کې يې زما شريک کړې او بيا يې په اړه آیت ورته راولېږه،چې :(( سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا _؛ ډېر ژر به دې مټ په ورور غښتلى کړو او داسې ځواک به درکړم،چې د دښمن لاس در و نه رسي ))؛ نو خدايه ! ټټرمې هم پراخ، چار مې اسان او په اهل کې مې يو وزير کړه؛په علي مې ملا غښتلې کړه . )) حضرت ابوذر وايي : د خداى د رسول دعا پاى ته نه وه رسېدلې،چې حضرت جبراييل امين (ع) راغى او وحې يې راوړه : ((إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ )) ( د ابو اسحاق احمد ثعلبي له تفسيره )