د رحمان بابا په شاعرۍ کې ارسال المثل ادبي صنعت
د عبدالرحمان بابا لنډه پېژندنه
[سمول]زوکړه :
[سمول]عبدالرحمان بابا په ( ۱۰۴۲ هـ ق ) کال د جمادي الثاني پر يوويشتمه له عبدالستار غوري خېل يا غوريا خېل کره، پېښور ته څېرمه په بهادر نومې کلي کې پيدا شوی دی، غوري خېل خانه بدوش يا لاروي خلک نه وو، بلکې د زمکو درلودونکي وو او په تول ښه پوره خلک وو.
زده کړه :
[سمول]عبدالرحمان بابا قرانکريم او د دين نورې لومړنۍ زده کړې له مشهور عالم عبدالحق څخه تر لاسه کړې، پر ( ۱۰۵۲ هـ ق ) کال يو بل مشهور عالم د مولانا محمد يعقوب G چې له اره يوسفزي و او په پېښور کې يې استوګنه درلوده، نو عبدالرحمان بابا هم له دغه عالم څخه فيض حاصل کړ او د فقهې او تصوف علوم يې ترې زده کړل.
د ژوند حالات :
[سمول]عبدالرحمان بابا د خوشحال خان خټک همعصر و او په دغه وخت کې پښتانه او مغول ( مغُل ) سره لاس او ګرېوان وو او خوشحال خان بابا خو ورسره د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې وجنګېده، نو همدا وجه ده چې د خټکو دکورنۍ په ادبياتو کې زياتره حماسي رنګ ليدل کيږي او د مغلو پر وړاندې د ملي غرور ټکی هم ښه ګرم ښکاري، مګر عبدالرحمان بابا چې د سياست له چورلېځه لرې پاتې و او ګوښه ناستې يې غوره کړې وه، بيا هم د يوه نړۍ ليدونکي ژور فکري انسان په توګه يې د حالاتو پر وړاندې غږ پورته کړی دی او هغه دا چې د وخت د حاکم اورنګزېب د نارواوو او ظلم يادونه کوي، ځکه چې هر انسان په خپل ضمير کې د حالاتو پر وړاندې خامخا بايد يو دريځ ولري، همدا لامل دی چې انسان ټولنيز باله شي.
په سبــــــب د ظالمــــــــــــانو حاکمــــــــانو
ګور او اور او پېښور درې واړه يو دي
د ظالمانو په وجه عبدالرحمان بابا ته ګور،اور او پېښور يو شوي دي، دوهم ټکی چې ښايي اشاره ور ته وشي، هغه دا دی چې عبدالرحمان بابا له يوې شتمنې کورنۍ سره اړيکې درلودې، خو په خپله يې ملنګي غوره کړې وه او په دې ملنګۍ کې خوښ او خوشحال و، د ده زيات شعرونه له دونيا او مادياتو څخه په بېزارۍ کې راغلي دي او په لاندېني بيت کې عبدالرحمان بابا له خپل ورور څخه په معامله کې لرې والی اختياروي.
نه شي د خـــــانـــــانــــو، ملنګــــــــانو سره کلي
چېرته عزيز خان، چېرته ملنګ عبدالرحمان
دا خو د عبدالرحمان بابا د شتمن ورور عزيز خان خبره ده چې رحمان بابا ورسره ځان نه پرتله کوي او ځان ترې لرې ساتي، د عبدالرحمان بابا داسې ډېر شعرونه تر سترګو کيږي چې ده پکې ملنګۍ ته ترجيح او غوره والی ور کړی دی.
مړينه او ارام ځای :
[سمول]عبدالرحمان بابا په ( ۱۱۳۸ هـ ق ) کال له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې کړې او مزار يې د هزار خانې په هديره کې دی چې هره ورځ پکې په لسګونه ملنګان او تارک الدنيا وګړي راټول وي، شاعران او اديبان يې هم سلام ته راځي او عالمان او بزرګان هم د دغه ستر عالم او شاعر زيارت کوي.
د عبدالرحمان بابا سبک :
[سمول]د عبدالرحمان بابا شعر د ځانګړو او طبيعي ښکلاوو او لطافتونو درلودونکی او له هر ډول تکلف څخه پاک دی، عاشقان يې د معشوقو په چوپړ کې ودرولي دي او عابدان يې د معبود پر پيروۍ اړ ګڼلي دي او د دغه ستر عارف او شاعر په خواږه کلام کې لفظي او مانيزو ښکلاوو له يو او بل سره لاس ور کړی او د هغه شعر يې تلپاتې والي او د جاوېدانۍ تر پولې پورې رسولی دی، نن ورځ هغه خلک چې د حافظ شېرازي ديوان ته د فال ليدنې لپاره لاس ورغځوي د عبدالرحمان بابا ديوان ته هم عام او خاص خلک مخ اړوي او هغه د خپلو هيلو او ارمانونو يوه سرچينه ګڼي او هر څوک خپل ورک شوي څيزونه پکې په ښه شان بسيا مومي په ادبي صنعتونو کې د پښتو د عرفاني بابا پام زيات دی او په خورا زياتو ښکلاوو سره يې هغه کارولي دي، د بېلګې په ډول :
ځان ژوندی په ځمکه خښ کړه لکه تخم
که لويي غواړې د خاورو په مقام شــــــه
د عبدالرحمان بابا په پورتني بيت کې د تضاد ادبي صنعت ډېر څومره ښکلي ډول سره بيان شوی دی، په همدې ډول په يو بل بيت کې وايي :
و اسمــــــــان تـــــــــه لاس د عقـــــــــل نه رسيږي
دا خو عشق دی چې په عرش کرسي قدم ږدي
( ۲ : ۲ مخ )
د عبدالرحمان بابا د سبک او طرز مقبوليت او معقوليت په دغه مسئله کې نغښتی دی چې نوموړی د خپل کلام د ښکلاوو او رنګينۍ لپاره له جميل ذات جل جلاله څخه غوښتنه کړې ده او د بې نيازه ذات دربار ته يې دوعا کړې ده چې لايزال خدای جل جلاله او مجيب الدعوات د خپل حبيب له برکت د وينا د دغه استاد دغې ساده او بې تکلفې انشاء ته ځانګړې رنګيني او زړه راښکونتيا وربښلې ده او د هغه سبک او طرزته يې بې بېلګې ښکلا ور په برخه کړې ده چې مونږ يې تل د جوماتونو له منبرونو څخه نيولې د خانقاوو تر مجلسونو، مدسو او پوهنتونونو پورې دغه رنګين او ځلېدونکی کلام په تکرار، تکرار سره اورو او دا په خپله پر دې دلالت کوي چې د ټولو خلکو او لوستونکو پر زړونو يې يو ډول منګولې ښخې کړي دي او لکه د لمر غوندې ارام او په طبيعي ډول ځليږي.
الهـــي د خپل حبيـــــب لــــه برکتـــــــه
دا ساده انشاء رنګينه د رحمان کړې
( ۶ : ۵ مخ )
د کلام لنډيز او ايجاز هم د پښتو د عرفان د بابا د اسلوب له ځواکمنو او قوي ځانګړنو څخه ګڼل کيږي، ستر او ژور مفاهيم په يوه بيت کې په لنډ ډول سره ځای کوي، ستر او ژور مفاهيم په يوه بيت کې په لنډ ډول د طبيعي او خورا ښکلي حالت سره پرته له هر ډول تکلف او پېچيده والي ، يو ځای کوي د بېلګې په توګه يې دا لاندې بيت ولولئ :
زه عاشق يم سر او کار مې دی له عشقه
نه خليل، نـــــه داودزي يم، نـــــه مومنـــد
( ۶ : ۶ مخ )
پښتو متل پېژندنه
[سمول]څه رنګه چې متلونه د ګړني ( شفاهي ) ادب لويه برخه جوړوي چې د نړۍ په هر يو ژوندي قام او ژبه کې د ولسونو په منځ کې دود لري، نو په پښتو ژبه او ولسونو کې هم د پخوا زمانو راهيسې رواج لري، چې ډېر اوږد تاريخي لرغونتوب لري، متلونه د ګړني ادب هغه ځانګړې برخه ده چې پښتني چاپېريال کې ژوند کوي، ډېر زيات تر سترګو کيږي او اورېدل کيږي، زياتره د ي، کار او عمل د کېدلو وروسته د خلکو په منځ کې د وينا او خبرو کولو پرمهال کارول کيږي، ترڅو پرې د خبرو پخلی څرګند شي لکه پښتانه وايي (( چې بد ګرځي، بد به پرځې )) مطلب دا چې که ښه کوې، نو ښه به ګورې او که بد کوې، نو بد به ګورې يانې د خير زېږنده خير او د شر زېږنده شر دی، متلونه هم لکه د لنډيو په څېر جوړوونکي نه لري او نه يې د جوړېدو څرګنده نېټه معلومه وي، خو د پښتو په فولکوريک ادب کې د ځينو عاداتو، عملونو، دودونو او اخلاقو هېنداره ګڼل کيږي، څنګه چې ښايي هغسې له پېړيو راهيسې د متلونو لپاره يو منل شوی او ځانګړی تعريف او پېژندنه نه ده شوې، خو ځينې ادب پوهانو په دې ډول خپل نظرونه څرګند کړي دي، لکه چې وايي (( متلونه هغه خوږو مقولو ته وايي چې د طنز په بڼه د يوې ځانګړې خبرې په ترڅ کې ويل کيږي. )) په همدې ډول بل تعريف يې دا دی چې (( متلونه هغه پراخه مفهوم لرونکې، په وزن برابرې او لنډې ويناوې دي، چې د استدلال د تاثير او تصديق لپاره د خبرو اترو په ترڅ کې ويل کيږي. )) متلونه د تجربو هغه لنډې ويناوې دي چې د يو عمل او کار په پايله کې په منثور يا منظومه بڼه رامنځته کيږي او په غوره شويو الفاظو کې له خولې څخه راوځي، زړونو کې ځای مومي، کور په کور، کلي په کلي، حجره په حجره، سيمه په سيمه، او خوله په خوله خي، متل د فورم او شکل له مخې لنډ برېښي، خو د مانا او مفهوم له مخې ډېر پراخه او بډايه مفهوم څرګندوي، متلونه که څه هم د پښتو ژبې په فوکلوريک ادب کې په منثوره بڼه زيات تر سترګو کيږي، خو يو شمېر يې په منظومه ( قافيه واله ) بڼه هم شته لکه (( څه چې کرې، هغه به رېبې ) يا دا چې (( اوړه دې په اوړه، منت دې په څه )) په همدې ډو ل (( ژرنده که د پلار ده هم په وار ده )) او ډېر نور...
په متلونو کې د ټولنيز ژوند ټولې ځانګړتياوې خوندي دي او ډېر زيات منطقي اړخونه د ځان سره لري، نو ځکه مطلب يا خبروته قوت او ځواک وربښي، په همدې اساس د پښتو ژبې په هره ادبي دوره کې په منثوره او منظومه ډول هر چا په خپلو هنري ليکنو او شعرونو کې همدا ولسي مرغلرې په ډېر ماهرانه انداز کې پېيلي دي.
( ۵ : ۵۷ مخ )
د بديع علم په اړه معلومات
[سمول]بديع په لغت کې د يو شي پيداکولو، راپنځولو او رامنځته کولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه وينا يا کلام ته بديع وايي چې پراخوالی، ښکلا او بلاغت پکې راشي، يعنې هرو مرو به دغه الفاظ او کلام ښکلی وي، ځکه کله چې ورته د بديع علم وضع شو، نو يو لامل يې همدا و، چې ښکلي او پراخ الفاظ تر څېړنې لاندې ونيسي.
د بديع علم د رامنځته کېدو په اړه استاد عبدالرؤف بې نوا په خپل اثر ادبي فنونو کې وايي چې (( د بديع علم واضع عبدالله بن المعتز دی چې دا علم يې اختراع کړ او په ۲۷۴ هجري کال يې د بديع نوم پرې کېښود.))په لومړي سر کې يې دغه پوهه په دوو څانګو ووېشله، يوه يې هغه وه چې په لفظ کې يې ښکلا وپېژندل شي يانې لفظي صنايع او بله څانګه يې هغه وه چې په مانا کې يې ښکلا او ښايست په توګه شي يانې معنوي صنايع.
( ۳ : ۲۰ مخ )
ارسال المثل :
[سمول]ارسال المثل هغه ادبي صنعت ته وايي چې شاعر په خپل کلام کې يو متل په ځانګړي هنر او فن سره داسې وکاروي چې خبرې ته يې نور قوت هم ور کړي.
د عبدالرحمان بابا په شاعرۍ کې د ارسال المثل ادبي صنعت :
[سمول]د ارسال المثل ادبي صنعت په مظومه ليکنو کې ډېر زيات کارول کيږي چې د دې ادبي صنعت له مخې شاعران او ناظمان د يو مشهور متل په کارونې سره خپل شعر ته لاقوت او پياوړتيا ور کوي او هنريت په رنګ يې رنګوي او خلکو ته يې وړاندې، چې د ارسال المثل ادبي صنعت د عبدالرحمان بابا په شعرونو کې هم ډېر زيات تر سترګو کيږي، چې دلته به د رحمان بابا له اشعارو د ارسال المثل ادبي صنعت ځينې بېلګې وړاندې کړو :
و هر چا ته په خپل شکل څرګندېږم
آيېنې غوندې بې روپه بې ريـــــا يم
( ۲ : ۲۱۹ مخ )
په پورتني بيت کې ( آيېنه هم چېرته دروغ نه وايي ) مشهور متل راغلی دی، نو ځکه مونږ وايو چې په پورته بيت کې عبدالرحمان بابا له ارسال المثل ادبي صنعت نه کار اخيستی دی.
ای رحمانه! اول ته نصيحت واخله
دغه پسه بيا وبل ته نصيحت کړه
( ۲ : ۲۸۵ مخ )
په پورته بيت کې د ( اول زده کړه، بيا کوزده کړه ) مشهور متل راغلی دی چې په همدې اساس مونږ پورته بيت د ارسال المثل د ادبي صنعت لرونکی بيت ګڼلی شو.
دا يوه بله بېلګه هم وګورئ :
بې عمل که کتاب کېږدي په سر څـــه شو
ګويا ايښی يې تر پښــــــــو لاندې کتاب
( ۲ : ۴۱ مخ )
په پورتني شعر کې د ( بې عمله علم هيڅ دی ) مشهور متل راغلی دی چې ارسال المثل ادبي صنعت يې جوړ کړی دی.
بې زحمته راحت نشته زمـــا وروره
که راحت غواړې زحمت درلره بويه
( ۲ : ۲۷۲ مخ )
په دې بيت ې د ( بې زحمته راحت نشته ) مشهور متل راغلی دی، نو ځکه مونږ دا بيت د ارسال المثل ادبي صنعت لرونکی بيت ګڼو.
پادشاهان په يو دم کې ګدايان کا
ما ليدلي فسادونه د ګـــردون دي
( ۲ : ۳۴۷ مخ )
په ياد بيت کې دغه ( پاچاهي ښه ده خو چې تل وای ) مشهور متل راغلی دی چې د همدې له کبله مونږ دغه بيت د ارسال المثل ادبي صنعت لرونکی ګڼو.
د ارسال المثل ادبي صنعت دا يوه بله بېلګئ هم وګورئ :
په ظاهر لباس غلط د سړي مـــــه شــــه
منځ يې ګوره چې چغزي دی که مټاک
( ۲ : ۲۹۸ مخ )
د عبدالرحمان بابا په پورتني بيت کې دغه متل چې وايي ( په پت کې تور مصلي ښه دی، نه بې پته شهزاده ) مشهور متل راغلی دی، نو ځکه يې مونږ ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه جاروځي
نه جاروځي تېر ساعت په بېرته بيا
( ۲ : ۱۰۳ مخ )
رحمان بابا په پورته بيت کې د ارسال المثل ادبي صنعت په مرسته د ( تېر ساعت بېرته نه راګرځي ) ادبي صنعت کارولی دی .
چې په خپله رسوايۍ دې پروا نشته
نور به څه کړې په جهـــان د چــــا پروا
( ۲ : ۹۰ مخ )
په پورته بيت کې عبدالرحمان بابا ( چې په خپل آب نه دی د بل اب ورته څه دی) مشهور متل څخه کار اخيستی دی چې د ارسال المثل ادبي صنعت يې جوړ کړی دی.
نورې بېلګې يې :
چې په زور ورسره نه يې برابر
د هغو ترڅنګه مـــه کېنه زړور
( ۲ : ۱۸۲ مخ )
په ياد بيت کې د ( چې زور دې نه وي زور مه کوه ) مشهور متل کارول شوی دی او د ارسال المثل ادبي صنعت نه پکې استفاده شوې ده.
چې الله درسره مل نه وي رحمــــانـــه
که لښکرې درسره وي يک تنها يې
( ۲ : ۱۶۵ مخ )
رحمان بابا په پورته بيت کې د ( چې طلب کوې اخر به مومې ) متل کارولی دی، نو ځکه ويلی شو چې په پورته بيت کې ارسال المثل ادبي صنعت راغلی دی.
چې نيکي بدي په تله کې تلل شي
خود په خپله تله واخله عدالت کړه
( ۲ : ۲۸۴ مخ )
په پورته بيت کې د ( خپل عمل د لارې مل دی ) مشهور متل راغلی دی، نو ځکه يې ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
خپل صورت په آيېنه کې هر څوک ويني
که څېره د چا صفــــــــــا وي کــــه ريمنـــــه
( ۲ : ۴۰۳ مخ )
په پورته بيت کې د ( څه رنګه چې څېره وي آيېنه دروغ نه وايي ) مشهور متل راغلی دی، نو ځکه مونږ وايو چې د ارسال المثل ادبي صنعت کارول شوی دی.
دا يې هم يوه بله بېلګه :
خدای د رزق په زېرمه مه هېروه کلک شه
تر ســــــــــــــړي د ســـــــــــړي رزق مــــقــــــدم
( ۲ : ۲۰۳ مخ )
په ياد بيت کې د ( خدای چې انسان پيدا کوي، نو رزق هم ور کوي ) مشهور متل راغلی دی، نو ځکه يې مونږ ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
دا هم يوه بله بېلګه :
خزانه د سخــــاوت ســــــره زياتيـــږي
د کوهي اوبه چې وکاږې بسيار شي
( ۲ : ۳۶۱ مخ )
د ياد بيت څخه مطلب ( خروار د موټي نه معلوميږي ) مشهور متل دی چې رحمان بابا د ارسال المثل ادبي صنعت په کارولو په دې بيت کې ځای پرځای کړی دی.
د بلبلو نغمه زاغ کولـــــــی نـــــه شي
هر سرود اواز په طور د خپل تارکا
( ۲ : ۷۱ مخ )
په لوړ بيت کې د ( بدبخته غاښ په فالوده وځي ) مشهور متل کارول شوی ، نو ځکه يې مونږ د ارساالمثل ادبي صنعت بولو.
دا لاندې بېلګې يې هم وګورئ :
د حريص له خپلـــــه نقده بهـره نشتـــه
لکه مار د ګنج دپاسه پېچ وتاب وي
( ۲ : ۳۸۱ مخ )
په پورتني بيت کې ( که حريص هر څومره مالدار وي، خو بيا هم د خپلې خزانې څخه راتاو وي ) مشهور متل راغلی دی، نو ځکه يې ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
دوباره د راتلـــــــــه نشتـــــــــــــه په دونيا
نن دې وار دی که دروغ کړې که رېښتا
( ۲ : ۱۰۳ مخ )
په دې بيت کې د ( دونيا ته دوباره راتګ نشته ) مشهور متل راغلی دی، نو ځکه يې ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
د دونيا چارې په مثل خواب و خيال دي
څوک به څه کا اعتماد په خواب وخيال
( ۲ : ۱۹۸ مخ )
په لوړ بيت کې د ( دا دونيا د خوب په څېر ده ) مشهور متل راغلی دی، نو مونږ يې ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
رنګ رېزان دې اول خپلې ږيرې رنګ کا
بيـــــــا هاله دې و رحمــــــــــان ته وايي پند
( ۲ : ۱۳۱ مخ )
په پورته بيت کې رحمان بابا دامتل چې وايي ( لومړی ځان پوه کړه بيا نورو ته نصيحت کوه) متل کارولی، نو ځکه يې مونږ ارسال المثل ادبي صنعت ګڼلی شو.
زورور که رسوي و چاته فيض
له دې فيضه سره وګـــڼه ضــــرر
( ۲ : ۱۴۷ مخ )
په پورته بيت کې دغه ( زورور که فيض چاته رسوي هغه پر ضرردی ) مشهور متل راغلی، نو ځکه يې مونږ ارسال المثل ادبي صنعت ګڼو.
ژوندي کاندي د دونيــــــــــــا کاروبــارونه
په مړو پرېواته د خـــــــــــــــاورو انبــارونه
څوک سرتور پښې يبل خاورو لره درمي
چـــــــــــــا کاږه په ســـرو ايښي دستارونه
( ۲ : ۳۰۷ مخ )
په پورتنيو بيتونو کې د ( مرګ حق دی ) مشهور متلونه راغلي دي، نو ځکه يې ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
ښادي هر چېرې د غم په اندازه وي
هسې غم دی د ښــــــادۍ په اندازه
( ۲ : ۱۶۳ مخ )
په لوړ بيت کې د ( غم او ښادي خور او ورور دي ) مشهور متل راغلی دی، نو ځکه يې مونږ ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
صبر ونيسه په مخکې که مراد غواړې
په تلوار به هيڅ ونکړې که تلوار کړې
( ۲ : ۴۴۲ مخ )
په پورتني بيت کې د ( صبر ښه د لارې ملګری، يا د صبر مېوه خوږه وي ) مشهور متلونه راغلي دي، نو ځکه مونږ وايو چې په پورته بيت کې ارسال المثل ادبي صنعت کارول شوی دی.
علـــت لاړ شي عادت نـــــــه ځي له سړي نـــــه
خدای دې نه کاندي په بده چار عادت څوک
( ۲ : ۱۸۹ مخ )
په پورته بيت کې له ( علت ځي، خو عادت نه ځي ) مشهور متل نه يادونه شوې چې له مخې يې مونږ ويلای شو چې په پورته بيت کې ارسال المثل ادبي صنعت پروت دی.
که ته نه کړې په بل چا باندې غرض
بل به هم نـــه کا په تا بــــاندې غرض
( ۲ : ۲۲۷ مخ )
په لوړ بيت کې د ( کومې خولې کې چې خندا نه وي لکه د مږې د سوړه وي ) مشهور متل راغلی دی، نو ځکه يې مونږ ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
لاس د ستا په مينه اچوم وګل ته
لکه بوټي ته لاس اچوي غرقاب
( ۲ : ۱۰۱ مخ )
په ياد بيت کې د ( اوبو وړی ځګ ته هم لاس اچوي ) مشهور متل راغلی دی، نو ځکه يې مونږ ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
مار چې سوړی لره ورشي ګوره سم شي
ته د ګور په غاړه راغلې نـــــه شوې سم
( ۲ : ۲۰۴ مخ )
په ياد بيت ک ېد ( مار چې سوړي ته برابر شي، نو سم شي ) مشهور متل راغلی دی، نو ځکه يې ارسال المثل ادبي صنعت بولي.
بله بېلګه يې هم وګورئ :
مړ لا ښه دی پس له مرګــــه بيا ژوندی شي
نشته دا چې څوک زلمی شي په پيرۍ کې
( ۲ : ۴۶۱ مخ )
په پورته بيت کې د ( مرګ په ووړ او زوړ نه دی ) مشهو رمتل پروت دی، چې له همدې کبله يې مونږ ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
دا يې هم يوه بله بېلګه :
مړېده د وږې ګېــــډې مشکل نه دي
مړېده د وږو سترګو مشکل کار دی
( ۲ : ۳۶۲ مخ )
په پورتني بيت کې د ( مرګ په ووړ او په زوړ نه دی ) مشهور متل راغلی دی چې له همدې کبله ورته مونږ د ارسال المثل ادبي صنعت خطاب کولی شو.
هر يو کس خپل خپل کار لره پيدا دی
د نادانــــــــــه په نــــــــادان باندې غرض
( ۲ : ۳۳۱ مخ )
په پورتني بيت کې د ( هر څوک په خپل کار ښه پوهيږي ) متل پروت دی، نو ځکه يې مونږ د ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
بله بېلګه يې په لاندې ډول ده :
هغه خلق همــــــــــــــه واړه لېوني دي
چې په کلي کې يو سپي شي لېونی
( ۲ : ۳۹۷ مخ )
په پورته بيت کې د ( بدعملو خلکو څخه مراد دی ) متل دی ، نو ځکه يې مونږ ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
يا خانده په جهـــــــــــــان کې يا ژاړه په وای وای
تر دا دوه چارو پورته نور څه نشته په دا سرای
( ۲ : ۳۹۴ مخ )
په لوړ بيت کې د ( په دونيا کې خندا او ژړا شته ) مشهور متل نه يادونه شوې چې له همدې کبله يې مونږ ارسال المثل ادبي صنعت بولو.
ای رحمانه اول ته نصيحت واخله
دغه پس بيا وبل ته نصيحــــت کړه
( ۲ : ۲۸۵ مخ )
په پورتني بيت کې د ( اول زده کړه بيا کوزده کړه ) مشهور متل راغلی.
په شپه پروت يې د مغان په ميخانه کې
او په ورځې مخ په لورې د محراب کړې
( ۳ : ۴۴۰ مخ )
دغه بيت کې د ( بل ته مسئلې کوې او خپله پرې حملې کوې ) مشهور متل راغلی دی.
په شپه وينـــه د مظـــــلــــــــــــوم خوري
سبــــــــــــــــــــــــــــــا کې په ممــــــبــــــــــر
په ورځ پند او نصيحت وايي وبل ته
په شپه ناست وي د مغان په خرابات
( ۲ : ۱۱۹ مخ )
په پورتني بيتونو کې ( بل ته مسئلې کوي او خپله پرې حملې کوي ) مشهور متل کارول شوی دی .
ګاه د نورو رضا بويه ګاهي خپله
په کار نه ده همېشه خپله رضـــــا
لکه ځان هسې بل تــــــــــــــه نظر کړه
لکه ستا دی هسې ځان دی د هرچا
( ۲ : ۶۵ مخ )
په يادو بيتونو کې د ( ښه راشه د خدای خپل شه، لکه په ځان داسې په بل شه ) مشهور متل کارول شوی دی.
راحت بې زحمتــــــــــه چـــــا نــــــــه دی موندلی
کوم طبيب دی چې په روغ صورت مرهم ږدي
( ۲ : ۳۴۴ مخ )
په پورته بيت کې د( بې زحمته راحت نشته ) متل کارول شوی دی.
راحت بې زحمته نه دی چا موندلی
غم ښـــادي د دې د هر خوراو ورور
( ۲ : ۴۵۶ مخ )
دغه بيت کې د ( بې زحمته راحت نشته او غم ښادي ورور او خور دي ) متلونه راغلي دي.
راحت بې محنته نه دی چـــــــا ليدلی
د وصال خوښي د هجر په مقدار شي
راحت نه دی چا موندلی بې زحمتــــه
ستا جفاو وفــــــا دواړه مقــســــــم دي
( ۲ : ۳۴۶ مخ )
په پورته بيت کې د ( بې راحته زحمت نشته ) متل کارول شوی دی.
بې عمل که کتاب کيږدي په سر څه شو
ګويا ايښی يې تر پښو لاندې کتـــــاب
( ۲ : ۴۱۱ مخ )
په دې بيت کې رحمان بابا د ( بې عمله علم هيڅ دی ) متل کارولی دی.
علميت د بې عملــــــــو عالمـــــــــانو
لکه ګنج د کتابونو په خره بار شي
( ۲ : ۲۵۲ مخ )
په پورتني بيت کې د ( بې عمله علم هيڅ دی) متل کارول شوی دی.
پادشاهان په يوه دم کې ګدايان کا
ما ليدلي فسادونه د ګــــــردون دي
( ۲ : ۳۴۷ مخ )
په پورته بيت کې د ( پاچاهي ښه ده، خو چې تل وای ) متل کارول شوی دی.
لکـــــــــه ځګ د اوبو په سر ليــــــده شي
که يې واخلې هيڅ ور نه شي په چنګال
( ۲ : ۱۹۹ مخ )
په دې بيت کې د ( پلانی د اوبو د سرځګ دی ) مشهور متل راغلی دی.
تجــــــــاوز له خپله حــــده په کار نه دی
په هر چا په خپله خونه کې خدمت وي
( ۲ : ۳۸۵ مخ )
په پورته بيت کې د ( خپل حده تېرېدل په کار نه دي ) مشهور متل کارول شوی دی.
په ظاهر لباس غلط د سړي مه شـــــه
منځ يې ګوره چې چغزۍ ده که مټاک
( ۲ : ۲۹۸ مخ )
په پورته بيت کې د ( په پت کې مصلي ښه دی، نه بې پته شهزاده ) مشهور متل راغلی دی.
د چا تاج په سر زرين خنجر تر ملا وي
د چا پنډ په ســـــــــــر په مـــلا تړلی لور
( ۲ : ۱۵۹ مخ )
په لوړ بيت کې ( دونيا په يو حال نه ده ) مشهور متل راغلی دی .
چې يې اميد په عبادت د دې جهان کا
لکه کرښــــــــه په اوبو هسې نــــشـــــــان
( ۲ : ۷۱ مخ )
لوړ بيت کې ( دونيا په يو حال نه ده ) مشهور متل راغلی دی .
چې اميد په عبادت د دې دونيا کا
کاغذ په کشتۍ ســـيــر د دريا دی
( ۲ : ۹۴ مخ )
په پورته بيت کې ( په دونيا زړه مه تړه ) مشهور متل راغلی دی.
که بې صبح ښايسته دی خنده رويه
بيا هسې په هرصبح پسې شـــام دی
( ۲ : ۴۲۱ مخ )
په لوړ بيت کې ( په نن پسې سبا شته ) مشهور متل راغلی دی .
هره شپې لره ورځ شته په دونيا کې
دا خبره په عــــــالــــــم ده مشهــــــوره
( ۲ : ۴۳۱ مخ )
په لوړ بيټ کې ( په تيارې پسې رڼا شته ) مشهور متل راغلی دی .
ځکه سوځي هر چې اور ورباندې بل وي
روغه خلکه شوه د رنځور په تماشه بينه
( ۲ : ۳۱۱ مخ )
په دې بيت کې شاعر د ( د ځمکې هغه ځای سوځي چې اور پرې بليږي ) مشهور متل راخيستی دی.
نفس بې شماره عالم پرېوست و کوهي ته
خدای دې نه کا نابينا د چــــــــا پېـــــشــــوا
په پورته بيت کې د ( وړوند ته شپه او ورځ يوه دي ) مشهور متل راغلی دی.
اوس که لاس په بله مږم هيڅ شور نه کا
هغه چار چې له لاســـــــــه شـــــــــــو بېرون
( ۲ : ۲۴۱ مخ )
په پورته بيت کې د ( تېر ساعت بېرته نه راګرځي ) مشهور متل راغلی دی.
تر ورځ تېرې اوبه بېرته نه جاروځي
نه جاروځي تېر ساعت په بېرته بيا
( ۲ : ۳۴۱ مخ )
په پورتني بيت کې ( تېرو اوبو پسې يوم مه کړنګوه ) مشهور متل راغلی دی .
ګمان مه کړه چې سترګو لره ورشي
هغه اوښکې له سترګو شي جــــــدا
( ۲ : ۸۵ مخ )
په دغه بيت کې د ( لکه پرونۍ ورځ تېره شوه، بېرته نه راځي ) مشهور متل راغلی دی.
کوهی مــــه کنـــــه د بل سړي په لار کې
چېرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
( ۲ : ۳۵۹ مخ )
په لوړ بيت کې ( چې بد کوې، بد به ګورې ) مشهور متل راغلی دی.
چې په خپله رسوايۍ دې پروا نشته
نور به څه کړي په جهان د چـــــــا پروا
( ۲ : ۹۰ مخ )
په لوړ بيت کې د ( چې په خپل اب نه دی ، د بل اب به ور ته څه دی ) مشهور متل راغلی دی.
څو دې تېره تلخايي تر ستوني نه شي
شيرين به خوند در نه کا په دهان کې
( ۲ : ۴۵۷ مخ )
په دې بيت کې ( چې ترخه دې خوړلي نه وي، د خوږو په خوند به پوه نشې ) مشهور متل راغلی دی.
يو پرسش د هغه يار مــــا لـــره بس کا
چې څه کس وي څو يوه وينا وي بس
( ۲ : ۱۶۵ مخ )
په پورته بيت کې د ( چې کس وي يوه خبره ورته بس وي ) مشهور متل راغلی دی.
څوک له خاورو ايرو پاڅوي تخت ور کړي
څوک له تختـــــــــــــــه د ايرو په ډېران وړلی
( ۲ : ۶۰ مخ )
په پورته بيت کې ( تخت و تاج چې د چا کوټه شي په هورا ميدان يې شپه شي ) مشهور متل راغلی دی .
د عمل جـــــزا يې بيا مونده برحقــــه
دا دستور دی چې کرې هغه به اخلې
( ۲ : ۶۱ مخ )
په پورته بيت کې ( چې څه کرې هغه به رېبې او خپل عمل د لارې مل دی ) مشهور متلونه ځای پرځای شوي دي.
له هر چا سره چې کړې هغه به مومې
د هيڅ تخم مېوه نه درومي برهــــــــم
( ۲ : ۶۲ مخ )
په دې بيت کې د ( خپل عمل د لارې مل دی او د ښو پايله ښه د بدو بده وي ) مشهور متلونه راغلی دی.
هر چې کر کا د وربشو غنـــــــــم غواړي
له خاطره دې بيرون کا دغه خيال څوک
( ۲ : ۶۲ مخ )
په پورته بيت کې ( څه چې کرې هغه به رېبې ) مشهور متل راغلی دی .
هر رنګ تخم چې کرې هغه به اخلې
خپله خپله مېوه نيسي هره ونـــــــــه
( ۲ : ۶۲ مخ )
په پورته بيت کې د ( څه چې کرې هغه به رېبې ) مشهور متل راغلی دی.
زمانه په اسلام کفر سمــــــــــه ګرځي
فرق د تورو د سسپين کله نابينا کا
( ۲ : ۶۶ مخ )
په لوړ بيت کې د ( ړانده ته مشکڼې او مرغلرې يو شی دي ) مشهور متل راغلی دی.
هم هغه به يې خرمن وي پس له مرګه
هر چې کاندي زراعت په دا دونيــــــا
په پورته بيت کې د ( خپل عمل د لارې مل دی ) مشهور متل ته اشاره شوې ده .
که له خپله عيبه ځان ژغورې رحمانه
د هيچا له عيبه مه کوه پوښــــــتنــــه
( ۲ : ۹۶ مخ )
په دې بيت کې ( اول خپل عيب ته ګوته نيسه بيا د نورو عيبونو ته ) مشهور متل ته اشاره شوې ده .
هر کالی چې څوک په ځمکه باندې کيږدي
هغه ځمکه يي له جنســــــــــه د خپل ګرد کا
په پورته بيت کې د ( که د ښو خلکو سره ګرځې ښه يې که له بدو سره ګرځې بد يې ) مشهور متل راغلی دی.
که يو خس دی په محتاجو لکه کروړ شي
خدای دې نه کا څوک محتاج د يوه خس
( ۲ : ۱۶۵ مخ )
په دې بيت کې د ( خدای دې سړی چا ته نه احتياجوي ) مشهور متل ذکر شوی دی.
د مکې په بزرګۍ کې هيڅ شک نشته
ولې خر بـه حاجي نـــــــه شي په طوراف
( ۲ : ۱۸۱ مخ )
په پورتني بيت کې د ( خر په طواف نه حاجي کيږي ) مشهور متل راغلی دی.
لاندې بېلګه هم وګورئ چې په بېلابېلو بيتونو کې يې بېلابېل متلونه راغلي دي :
څنګه چې وايم هغسې يم
په ښه خوی د بدخواهـــــــــانو بې پروا يم
په نرمۍ لکه اوبه د اور ســـــــــــــــــــــزا يم
و هر چاته په خپل شکل څرګنــــــــــــــد يم
ايېنې غوندې بې رويـــــــــــــــــه بې ريا يم
قنــــــاعت مې تر خرقې لاندې اطلس دی
پټ د درست جهان پادشاه ظاهر ګدا يم
د غونچې په څېر په سل ژبو خاموش يم
لکه بوی هسې په پټه خوله ګويــــــــــا يم
که چا لار د عاشقۍ وي ورکــــــــــــه کړي
زه رحمـــــــان د ګمراهانو رهنمـــــــــــــــايم
پايله
[سمول]څرنګه چې ما د مونوګراف موضوع ( د عبدالرحمان بابا په شاعرۍ کې ارسال المثل ادبي صنعت ) تر عنوان لاندې خوښه کړې وه او نوموړې موضوع مې د خپل لارښود استاد ښاغلي عبيدالله اغېز په مشورې او ښوونې سره تر خپل وس او توانه څېړلې ده، او خپل پای ليک باندې مې کار کړی دی، همدارنګه د لارښود استاد په مشورې او لارښوونې سره مې د مختلفو او بېلابېلو ماخذونو نه په استفادې خپله موضوع باندې څېړنه کړې ده.
د موضوع اړوند مې په لومړۍ برخه کې د عبدالرحمان بابا لنډه پېژندنه کړې او همدارنګه دهغه په زوکړه او زده کړو باندې مې لږ څه بحث کړی دی بيا مې د نوموړي د ژوند حالات بيان کړي دي چې څنګه ژوند يې درلود، د چا هم عصر و، د دې ترڅنګ مې د هغه د مړينې او ارامځای په اړه يو لنډ بحث کړی دی او له دې وروسته مې د رحمان بابا د شاعرۍ سبک، چې نوموړی د يو ساده او روان سبک خاوند شاعر و، د حقيقي عشق يادونه يې په شعرونو کې ډېره ليدل کيږ ي او هرڅوک يې له شعرونو سره بلدتيا لري، له دې وروسته په پښتو متل پېژندنه او له هغې وروسته د بديع په علم او له هغې سره په څنګ کې مې په ارسال المثل ادبي صنعت بحث کړی دی او په همدې ډول مې د موضوع سره سم د عبدالرحمان بابا په شاعرۍ کې د ارسال المثل ادبي صنعت بېلګې وړاندې کړي دي، او په دې ډول مې خپله د مونوګراف موضوع ترتيب او پای ته رسولې ده.
ماخذونه
[سمول]1) بهار، محمد نعيم : ( ۱۳۸۷ ل ) کال، منظوم متلونه، کابل، صميم بهار تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).
2) د رحمان بابا کليات : ( ۱۳۸۴ ل ) کال، د حنيف خليل په ، سريزه، يادښتونه او ويېپانګه، پېښور، دانش تخنيکي څانګه ( پېښور ).
3) سيدي، سيد نظيم : ( ۱۳۹۱ ل ) کال، زرچاڼ، جلال اباد، مومند تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).
4) لشکري، محمد انور : ( ۲۰۰۳ م ) کال، ولسي متلونه، پېښور، زېب ارټ پبلشرز ( خپرندوی ).
5) نور زرمتي، نور محمد : ( ۱۳۸۰ ل ) کال، کاڼي کرښې، پېښور، دانش تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).
6) هيله من، عبدالباقي : ( ۱۳۹۰ ل ) کال، د عبدالرحمان بابا عرفان، جلال اباد، ناګار خپرندوی ټولنې تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).