منځپانگې ته ورتلل

د رحمان بابا دیوان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د رحمان بابا ديوان خطي بڼه

[سمول]

کينډۍ:لنډه تشرېح د پښتو ژبې له نامتو اثارو څخه يو يې د رحمان بابا ديوان دى چې په ملي ارشيف كې د شته پښتو اثارو په منځ كې د سرو زرو په شان د ارزښت لري .

د رحمان بابا دیوان

د رحمان بابا د ديوان دغه ځانګړې نسخه په ۱۲۲۵ هجري قمري کال کې ليکل شوې ده. د دغه اثر د لومړي مخ په سر کې یوه مذهب سرلوحه شتون لري او سرليکونه یې په کوچنيو نازکو ګلانو سينګار شوي دي. د متن د کرښو لاندې موازي کرښې رسم شوي او د سرو زرو په اوبو د موږک غاښ په سټایل ښکلي شوي دي. د پاڼو په اړخونو کې ښکلي شاعرانه ګلونه او پاڼې په ډېر مهارت سره نقاشي شوي دي. د دې اثر تر ټولو لویه ځانګړنه دا ده چې په هره پاڼه کې د شعرونو تر څنګ میناتوري او انځورګري هم شوې ده. دغه نقاشۍ چې د هندي سبک ښکارندويي کوي، ټولټال ۸۱۱ انځورونه لري چې دا یو بې‌ساری هنري کار ګڼل کېږي. دا نادره نسخه ۲۷۰ مخونه لري چې په نازک کشمیري کاغذ لیکل شوې او ځینې مهمې کلمې یې په لاجوردي رنګ ليکل شوي دي. د دغه اثر پیل له بسم الله وروسته په دې بیت سره شوی دی چې: ګوره هسې کردګار دي رب ځما، چې صاحب د هر اختیار دي رب ځما. او د ديوان په پای کې راغلي دي: ته له زړه سره اټکل وکړه رحمان، تمت. کاتب په وروستۍ پاڼه کې یادونه کړې چې دا ديوان یې د عطا محمد خان اخندزاده د واکمنۍ پر مهال د محمد امين خان نسقچي باشي په غوښتنه ليکلی دی. د دغه اثر ظاهري حالت اوسمهال یو څه لکه دار دی او ځینې پاڼې یې له شيرازې بېلې شوي دي. د کتاب اندازه ۲۱ په ۱۵ سانتي متره ده او پوښ یې له قهوه یي رنګه څرمنې څخه جوړ شوی دی. دا اثر د ملي آرشیف د خطي نسخو په خزانه کې په ۴/۱۷ فهرست کې ثبت او ساتل کېږي.

سرچینې

[سمول]

د افغانستان ملي ارشیف، د خطي نسخو د ثبت او پېژندنې دفتر.