د راتلونکي فزیک
Hardcover edition | |
| ليکوال | Michio Kaku |
|---|---|
| پښتۍ ډيزاينر | Michael J Windsor |
| خپرېدو ځای | United States |
| ژبه | English |
| ادبي ډول | Popular science |
| خپروونکی | Doubleday |
خپرېدو نېټه | March 15, 2011 |
| رسنۍ ډول | Print (Hardcover) |
| مخونو شمېر | 416 |
| کنکش | کينډۍ:ISBNT |
| کانگرېس کتابتون | Q175.5 .K257 2011 |
| وروسته له | Physics of the Impossible |
| مخکې له | The Future of the Mind |
د راتلونکي فزیک: ساینس به د ۲۱۰۰م کال تر پایه د انسانانو برخلیک او ورځني ژوند ته کومه بڼه ور کړي
دا د ۲۰۱۱م کال یو کتاب دی چې د میچيو کاکو (Michio Kaku) په نامه نامتو الواکي فزیکپوه (Theoretical Physicist) لیکلی دی. د (Hyperspace) او (Physics of the Impossible) په نامه کتابونه هم همدې لیکوال لیکلي دي. په دې کتاب کې، میچيو کاکو د راتلونکو سلو (۱۰۰) کلونو په اوږدو کې د ټکنالوجۍ پرمختگ اټکل کړی دی. نوموړي په دې کتاب کې له سترو ساینسپوهانو سره د هغوی د څېړنو په اړه مرکې ترسره کړي او د طب، کمپیوټر، مصنوعي ځیرکتیا (artificial intelligence) او نانوټکنالوجي اړوند پرمختگونو په اړه یې خپل لرلید ښودلی دی. دا د پنځو اوونیو لپاره د نیو یارک ټایمز (New York Times) د تر ټولو زیات پلورل شوي کتابونو په لسټ کې وو.
میچیو کاکو په دې کتاب کې لیکلي چې نوموړی په دې تمه دی چې د ۲۱۰۰م کال په اړه وړاندېینې به یې د فرانسوي لیکوال جولس ورن (Jules Verne) د ۱۸۶۳م کال د (Paris in the Twentieth Century) ناول په څېر بریالۍ وي.