د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د متحده ایالاتو پوځي تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د متحده ایالاتو پوځي تاریخ، د محور ځواکونو پر وړاندې بریالۍ امریکايي جګړې ته چې د ۱۹۴۱ زکال د ډسمبر په اوومه نېټه له پرل هاربر برید وروسته پیل شوه، اړوندېږي. د دغې جګړې د لومړیو دووکلونو پر مهال متحده ایالاتو هماغه ډول چې ولسمشر فرانکلن روزولت په ۱۹۳۷ زکال کې د خپلې قرنطینیې وینا پر مهال څرګنده کړې وه، خپل رسمي بې پلویتوب وساته، په داسې حال کې چې بریتانیا، شوروي اتحاد او چین ته یې د جګړې وسایل د ۱۹۴۱ زکال د مارچ د ۱۱ مې نیټې د پور او اجارې د لاسلیک شوي قانون (هغه قانون چې له مخې یې متحده ایالاتو کولای شول، د نغدو پیسو په بدل کې متحدینو ځواکونو ته جنګي وسایل د پور او یا هم اجارې په بڼه ورکړي) له مخې برابرول. په ایسلنډ کې د بریتانوي ځواکونو پر ځای امریکايي ځواکونه ځای پرځای شول. له «ګریر پېښې» وروسته، د ۱۹۴۱ ز کال د سپټمبر په ۱۱ مه روزولت په ښکاره ډول د «سترګو د لید تر کچې د ویشتلو» په امر ورکولو سره په عملي ډول د جرمني او ایټالیالوي ځواکونو سره په اتلانتیک سمندر کې جګړه اعلان کړه. د آرام سمندرګي په جګړه کې لا له وړاندې د امریکايي ځواکونو یو شمېر غیررسمي پوځي چارو لکه د الوتکونو پړانګانو (Flying Tigers) فعالیتونو شتون درلود.[۱]

د جګړې پر مهال نږدې ۱۶ میلیونه ۱۱۲زره ۵۶۶امریکایانو د متحده ایالاتو په وسله وال پوځ کې خدمت وکړ، له دغې شمېرې ۴۰۵،۳۹۹ تنه یې ووژل شول او ۶۷۱،۲۷۸ ټپیان شول. همدارنګه ۱۳۰،۲۰۱ تنه هم اسیران شول چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته ۱۱۶،۱۲۹ تنه یې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول. د ولسمشر روزولت یو له مهمو ملکي سلاکارانو څخه د جګړې وزیر هنري ل. سټیمسون و چې ملي صنایع او د جلب او جذب مرکزونه یې فعال کړل، څو د جنرال جورج مارشال تر قوماندې لاندې پوځ او د جنرال هاپ ارنولډ تر قوماندې لاندې د پوځ هوايي ځواک سمبال کړي. سمندریز ځواک د سمندري ځواکونو د وزیر فرانک نوکس او اډمیرال ارنست کینګ تر مشرۍ لاندې له زیاتو خپل واکیو برخمن و. په ټولیز ډول لومړیتوبونه د روزولت او د پوځ د لوی درستیز ویلیام لیهي له خوا ټاکل کېدل. تر ټولو لوړ لومړیتوب هم په اروپا کې د جرمني ماته خوړل و، خو له دغې موخې تر مخه، په پرل هاربر کې د لویو جنګي بېړیو له دوبېدو وروسته په آرام سمندر کې د جاپان پر وړاندې جګړه ډېره ضروري وه.[۲][۳]

اډمیرال کینګ په هاوايي کې مؤظف اډمیرال چسټر، ډبلیو. نیمیتز په آرام سمندر کې د جاپان پر وړاندې د جګړې مسئول وټاکه. د جاپان د سترواکۍ سمندریز ځواکونه پیاوړي و، فلیپین او هم د بریتانیا او هالنډ مستعمرات یې ونیول او اسټرالیا یې وګواښله، خو د ۱۹۴۲ زکال د جون په میاشت کې د میډوې جګړې پر مهال د هغوی اصلي لویې جنګي بېړۍ غرقې شوې او امریکایانو د جګړې ابتکار په واک کې واخیست. د آرام سمندر جګړه د ټاپو ګانو په جګړه واوښته څو هوایي اډې قدم په قدم جاپان ته نږدې کړي. د جنرال دوګلاس مک آرتور ترمشرۍ لاندې په اسټرالیا کې میشتو ځواکونو په پرله پسې ډول تر نیوګینه او له هغه ځایه تر فلیپین پورې په دې موخه چې د ۱۹۴۵ ز کال په وروستیو کې د جاپان په اصلي ټاپوګانو برید وکړي پرمختګ وکړ. هغه مهال چې جاپانۍ سوداګریزې بېړۍ د امریکايي اوبتلونو له خوا غرقې کړای شوې، جاپان د بنزینو او تیلو له کمښت سره مخامخ شو، چې له امله یې په ۱۹۴۴ زکال کې د متحده ایالاتو سمندریز ځواک د یو لړ بمباریو په مرسته د جاپان اصلي ټاپوګانو ته څېرمه یو شمېر ټاپوګان ونیول. د جنرال کورټیس لیمی تر مشرۍ لاندې ستراتیژیکو بمباریو له امله ټول مهم جاپاني ښارونه ونړېدل، همدارنګه د ۱۹۴۵ ز کال په پسرلي کې متحده ایالاتو د سختو تلفاتو په ورکولو سره اوکنیوا ونیو. په هیروشیما او نګاساکي باندې د اټومي بمونو د غورځولو، په منچوریا باندې د شوروي اتحاد د برید او د جاپان په اصلي ټاپو ګانو باندې د حتمي برید له امله جاپان تسلیم شو.  

په اروپا کې جګړې له بریتانیا، د هغو له متحدینو او شوروي اتحاد سره مرستې ته اړتیا لرله، متحده ایالاتو هم تر هغه مهاله چې وکولای شي، یو بریدګر پوځ جوړ کړي، له دوی سره یې د مهماتو مرسته کوله. د متحده ایالاتو ځواکونه په ډېره کمه کچه د شمالي افریقا په عملیاتو کې ارزول شوي و، چې بیا وروسته په پام وړ ډول له ۱۹۴۳ زکال څخه تر ۱۹۴۵ ز کال پورې په ایټالیا کې د بریتانوي ځواکونو په خوا کې وګمارل شول، دغو ځواکونو د متحدینو ځواکونو د درېیمې برخې استازولي کوله. د ایټالیا له تسلمېدو او د آلمان له ماتې وروسته یې کنټرول په لاس کې واخیست. په پایله کې په فرانسه باندې مهم برید د ۱۹۴۴ ز کال په جون میاشت کې د جنرال داویت ایزونهاور تر مشرۍ لاندې وشو. په ورته مهال د متحده ایالاتو هوايي ځواکونو او بریتانوي سلطنتي هوايي ځواک د جرمني د یو شمېر ښارونو په بمبارولو بوخت و او په سیستماتیک ډول یې د جرمنانو ټرانسپورټي اړیکې، د نفتو کارخانې او هغه څه یې په نښه کول چې له بریتانویانو څخه د ۱۹۴۴ ز کال په لوفت وافه جګړه کې پرځای پاتې شوي و. له هر لوري څخه له برید وروسته دا څرګنده شوه چې آلمان به په جګړه کې ماته خوري. برلین د ۱۹۴۵ زکال په مۍ میاشت کې د شوروي اتحاد لاس ته ورغی او وروسته له هغه چې اډولف هټلر مړ شو (ځان وژنه یې وکړه)، جرمنیان تسلیم شول.

د امریکا بریالۍ پوځي هڅې په کلکه سره په کورنۍ جبهه کې د هغو ملکي وګړو د ملاتړ لامل وګرځېدی، چې پوځي پرسونل، مهمات او پیسې  یې برابرولې او ورسره په خوا کې یې د جګړې د بریا انګېزه ورکوله. دویمې نړیوالې جګړې په تخمیني ډول د متحده ایالاتو لپاره د ۱۹۴۵ ز کال د ډالرو پر حساب، ۳۴۱ بیلیونه ډالر لګښت درلود، چې د امریکا د ناخالصو داخلي تولیداتو او د جګړې پر مهال د لګښتونو ۷۴ سلنه کېږي. د ۲۰۲۰ ز کال د ډالرو په حساب د دغې جګړې لګښت ۴.۹ ټریلیونه ډالر کېده. [۴][۵]

په آرام سمندر کې جګړه[سمول]

په پرل هاربر برید[سمول]

په فرانسوي اندوچین او چین کې د جاپان د پرمختګ له امله، متحده ایالاتو د بریتانیا او هالنډ سره په همغږۍ جاپان ته د تېلو د وړو نږدې ټولې لارې چې ۹۰ سلنه د تیلو واردات یې له دغو لار کېدل وتړلې. د نفتو بندیز د جاپان د جګړې ماشینونه د له کاره لوېدو له ګواښ سره مخامخ کول. جاپان د امریکا هغه غوښتنه چې له چین ووځي رد کړه او پرېکړه یې وکړه چې، له متحده ایالاتو سره جګړه حتمي ده، یوازنۍ هیله یې هم دا وه چې لومړی هغه برید وکړي. ولسمشر روزولت له میاشتو وړاندې امریکايي جنګي بېړۍ هوايي ته لېږدولې وې ،څو د جاپانیانو مخه ونیسي. ادمیرال ایزوروکو یاماماتو استدلال کاوه چې د جګړې ګټلو یوازنۍ لار داده چې په پیل کې ټولې لویې امریکايي بېړۍ په چټکۍ له منځه یووړل شي. جاپاني جنګي بېړۍ د هاوايي تر ۲۰۰ مایلي سیمې پورې له پېژندنې پرته نږدې شوې. اډمیرال چویچي ناګامو تاکتیکي قومانده په لاس کې لرله. د یوې پنځه ساعتي دورې پر مهال د هغه شپږو بېړیو دوه موجه ۳۶۰  لامبو وهونکي بم غورځوونکي، ټورپیډو الوتکې او جنګیالي ولېږل. هغوی اته لویې جنګي بېړۍ، ۱۰ کوچنۍ جنګي بېړۍ او ۲۳۰ الوتکې له منځه یووړې، په دې سربېره یې ۲۴۰۳ امریکايي خدماتي کارکوونکي او ملکي وګړي ووژل. جاپان چندان تلفات نه لرل – ۲۹ الوتکې راوغوځېدې (ګڼ شمېر امریکايي الوتکې د الوتکو ضد ډزو له امله راوغورځېدې). د جاپان د جګړې اعلان د برید له پیل وروسته خپور شو.

د دغه برید اصلي طراح قوماندان مینورا ګندا له ناګومو وغوښتل چې یوځل بیا په ساحلي تاسیساتو، د نفتو په ذخایرو او اوبتلونو برید وکړي، څو هغه امریکايي بېړۍ ښکار کړي چې فکر یې کېده،دوی ته نږدې وې، خو نوګونو پرېکړه وکړه چې د راتلونکو پېښو ګواښ پر غاړه وانخلي. د دې لپاره چې پرل هاربر ته ورسېږي، دوی باید دا زده کړي وای چې څه ډول په سمندر کې تیل واخلي (هغه تخنیک چې د متحده ایالاتو سمندریز ځواک لا له وړاندې کاراوه)؛ هغوی د بېړیو ډوبولو په موخه بریښنايي شارتۍ او په لږ ژورو اوبو کې د بمونو د غورځولو له تخنیک کار اخیست. په وروستیو آوازو(انګازو) سربېره، د جاپان د نورو پلانونو اړوند هېڅ معلومات شتون نه لري. قوماندانان له خپلو معمولي دفاعي چارو خوښ و، خو د پراخ لید له مخې برید له ماتې سره مخامخ شوی و. [۶][۷][۸]

سرچینې[سمول]

  1. Burns, James MacGregor (1970). Roosevelt: The Soldier of Freedom. Harcourt Brace Jovanovich. hdl:2027/heb.00626. کينډۍ:ISBN. pp. 141-42
  2. "World War 2 Casualties". World War 2. Otherground, LLC and World-War-2.info. 2003. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 5 October 2012 باندې). World War II POWs remember efforts to strike against captors.
  4. "CPI Inflation Calculator". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. multpl. "US GDP". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gordon W. Prange, Donald M. Goldstein and Katherine V. Dillon, At Dawn We Slept: The Untold Story of Pearl Harbor (1982) is one of the best of many books
  7. Alan Zimm, The Attack on Pearl Harbor: Strategy, Combat, Myths, Deceptions (2011) covers the technical details from the Japanese side
  8. Peter Grier (7 December 2011). "Pearl Harbor Day: How did Adolf Hitler react to the attack?". The Christian Science Monitor. csmonitor.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)