منځپانگې ته ورتلل

د دولتونو په داخلي چارو کې د بشردوستانه مداخلې څرنګوالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لومړی څپرکی عموميات په دې څپرکي کې به په دوه مهمو موضوعاتو وغږيږو چې په لومړي مبحث کې به د دولت په ماهيت او متشکله عناصرو او په دوهم مبحث کې به په د مداخلې ماهيت او ډولونو په تشريحي ډول وغږيږو.

لومړی مبحث – د دولت ماهيت او متشکله عناصر :

[سمول]

دا مبحث به د دوه بېلابېلو عنوانو په ترڅ کې توضيح کړو چې لومړی به د دولت په ماهيت او مفهوم وغږيږو او له هغې وروسته به د دولت په متشکله عناصرو وغږيږو

لومړی جز – د دولت ماهيت او پېژندنه :

[سمول]

ددولت کليمه لفظاً دَوَلَ ،دُوِلَ دکليما تو څخه اخستل شوې اوهغه څه ته وايي چې همېشه په تداول کې وي . کله ديوچا په لاس کې اوکله د بل چا په لاس کې وي . همدارنګه داکليمه دمال ،غلبې اوقدرت لپاره هم استعماليږي،ولې په عمومي توګه د دولت اطلاق په هيوادونو باندې کېږي لکه د افغانستان دولت ،د عراق دولت ،د ايران دولت او داسې نور ... .

په پخواني  يونان کې ددولت  لپاره د (police  )  کليمه چې د ښــار معنى يې   ورکـــــــوله استعمالېده،البته د يونانيانو لپاره ددې کلمې استعمال بالکل مناسب  او په ځاى  و  ځکه د هغوى دولتونه  په  حقيقت کـــــــې ښاري  دولتونه  و.

همدارنګه دولت چې په انګليسي ژبه کې ورته ( state ) وايي د انساني ټولنو د نظم ونسق لپاره يو مهم ضرورت ګڼل کېږي ،ولې علماء تر ډېر وخته پدې ونه توانېدل تر څو يو متحد تعريف ورته وکړي .اوس مونږ دلته د علماؤ نظريات چې ددولت په هکله يې ورکړي ذکر کوو :

هالنډHolland))  انګليسي ليکوال : دولت  د زياتو افرادو د تجمع  نوم دى چې په  يوې مخصوصې او ځانګړې منطقې  کې اوسېږي .
ګارنر وايي : دولت  د خلکو د  يوې ټولنې  نوم  دى  چې د هغوى  تعداد نسبتًا زيات  وي او په يو خاص قلمرو کې په  ا زاد ډول  ژوند کوي او د هر قسم  خارجي کنترول څخه ازاد وي  او د هغوى يو منظم  حکومت وي او هم يې  اوسيدونکي  خاص اطاعت کوي .
د بلنچلي په  عقيده :دولت  په سياسي لحاظ د خلکو تر مينځ هغه  منظم  ملي وحدت  دى چې په  يوه خاصه علا قه کې اوسيږي .
د ولسن په   نظر : دولت  په  يوه خاصه   سيمه  باندې د قانون  په  اساس د خلکو  مــنظمول  دي
شــــاه ولى الله رحمه الله د دولت د تعريف په  هکله وايي چــــې: ددولت نـــه مطلب يوازې کلي،ښارونه او قلعه ګانې نه  دي  بلکې  دا د انسانانو منظمه  ګروه او ډله ده چې د ژوند د ضروريا تو  د پوره کولو په خاطر يو د بل سره  مرسته کوي

د ارســطو په نــظر : دولت د مختلفو کورنيو او کليو دداسې منظمې ډلې نوم دى دکـــــوم هدف چې ديوخـــوشحال اوازاد ژونـــددرامنځتـــه کېــــدو په خــــاطر دسهــــولتونو برابـــر ول دي . همدارنګه کولای شو چې دولت داسې تعريف کړو چې : دولت هغه ارګان دى چې دهغې ټولنې دټولو اشخاصو نه قوي وي ، يا دولت داسې ارګان دى چې دڅلورو متشکله عناصرو ( نفوس ، قلمرو ، حکومت او عا لي قدرت ) لرونکي وي ، يا په بل عبارت دولت د انسانانو هغه ټولنې ته وايې چې په يوه معينه جغرافيايې ساحه کې په ثابت او دوامداره ډول هستوګنه ولري او دوى هلته په همدې ساحه کې دځان لپاره معين او مشخص حکومت ولري او دا حکومت بيا په خپلو داخلي او خارجي چارو کې استقلاليت ولري . يا دا چې دولت هغه حقوقي او سياسي اورګان څخه عبارت دی چې نفوس، قلمرو ، حکومت او عالي قدرت ولري يا دولت د خلکو له هغې ټولګې څخه عبارت دی چې په يوه ټاکلې جغرافيوي سيمه کې چې د قلمرو په نوم ياديږي په ثابته او دايمي توګه ژوند وکړي او د وی د خپل ځان لپاره حکومت ولري او دا حکومت پوره حاکميت او عالي قدرت ولري.[1]

دوهم جز – د دولت متشکله عناصر:

[سمول]

د دولتونو د دندو او حقوقو په تړاو د (۱۹۳۳ ز ) کال د مونټه ويديو کنوانسيون تصرېح کړې ده چې د دې لپاره چې ي، دولت د نړۍ والو عمومي حقوقو شخصيت لاسته راوړي بايډ لاندې ځانګړنې ولري : دايمي نفوس، ټاکلې سيمه، حکومت او له نورو دولتونو سره د اړيکو ټينګولو وړتيا ( عالي قدرت ) چې په حقيقت کې همدا څلور عناصر د دولت جوړوونکي ( متشکله ) عناصر ګڼل کيږي [2] چې هر يو يې دلته په تشريحي بڼه تر مطالعې لاندې نيسو :

لومړی پراګراف - نفوس (population):

[سمول]

نفوس هغه افرادو ته وايي چې په يوه معينه جغرافيايي ساحه کې په ثابت او دوامدار ډول ژوند وکړي اوديوې حقوقي رابطې په واسطه چې تابعيت نوميــــږي راټول شـوي وي نفــــــوس بلـل کيږي يا دا چې نفوس د وګړو له هغه ټولګې څخه عبارت دی چې د يوې حقوقي اړيکې په واسطه چې تابعيت نوميږي سره راټول شوي وي او په دايمي ډول د ي، دولت د قلمرو دننه استوګنه ولري، نفوس د دولت رامنځته کېدو يو مهم عنصر دی چې له دې پرته دولت نشي رامنځته کېدای[3] ددولت دنفوسو په هکله لاندې سوالونه مطرح کېداى شي چې : اياددولت نفوس به متجانس وي او که څنګه ؟ د دې پوښتنې په ځواب کې ويلای شو چې د يو دولت د نفوسو لپاره متجانس والى شرط نه دى ، خو دا صفت د يو دولت په ملي وحدت کې مهم رول لوبولى شي او که ديو دولت نفوس غير متجانس وي نو ملي وحدت به يې کمزورى وي. د دولت د نفوسو شمېر باېد څومره وي، ايا کوم ټاکلى حد لري او کنه ؟ ديودولت دنفوسو لپاره ټاکلې اندازه نشته کېداى شي چې ديو دولت نفوس ډېرزيات وي لکه دچين هېواد،همدارنګه کېداى شي چې ديو دولت نفوس ډېر لږوي لکه دسان مارينو هېواد چې (٦١) کېلو متره مربع مساحت لري او شل زره (٢٠٠٠٠) نفوس لري دابايد هم ووايو چې يو دولت بايد دومره نفوس ولري چې دتشکيلا تي جوړښت اړتيا يې پرې پوره کېداى شي

ټول هغه افراد چې ديو هېواد په قلمرو کې اوسيږي ددولت نفوس ګڼل کيږي او کنه؟ 

دولت ټول اوسېدونکي ددولت نفوس نه جوړوي بلکې ديودولت دنفوسو لپاره غوره شرط ديو دولت تابعيت دى،مطلب داچې که څوک په داخل دهېوادکې اوسيږي او که موقتاً په بهرني هېواد کې اوسيږي خو چې دهغه دولت تابعيت ولري دهغه دولت نفوس ګڼل کيږي او څوک چې داړونده دولت تابعيت ونلري هغه ددولت نفوس نه ګڼل کيږي . د تابعيت له مخې د دولت نفوس په دوه برخو وېشل کيږي:

لومړی : خارجيان
[سمول]

هغه څوک چې ديو دولت په قلمروکې استوګنه کوي ولې دهغه دولت تابعيت نهء لري دې ډول کسانو ته خارجيان وايي ، خارجيان چې چېرته اوسيږي دکورنيانو په څېر دندې لري مثلا دوى بايد له جرمونو څخه ځان وساتي،کله چې بل هېواد ته ننوځي باېد دهغه هېواد عرف او عاداتو،دين او مذهب او داسې نورو ته پوره احترام ولري خو ځينې دندې ورته معاف دي لکه عسکري کول او دديني مراسمو ترسره کول.

دويم:داخليان
[سمول]

ټول هغه کسان چې ديو دولت په قلمرو کې په دوامداره ډول اقامت او تابعيت ولري ولو که موقتاً په خارج کې وي،بياهم داخليان ګڼل کيږي . ملت څه ته وايي ؟ ملت : دانسانانو هغه ټولنه ده چې په ثابت او دوامداره ډول په يوه معينه جغرافيايي ساحه کې ژوند کوي عمومي مشترک اهداف ، مشترکه ماضي لري او د مشترکې راتلونکې لپاره هيله لري نفوس اوملت سره څه توپير لري ؟ دملت په پېژندنه کې ددولت شتون شرط نه دى لکه دکشميرخلک چې ملت ګڼل کيږي،حال داچې دولت يې ثابت نه دى خو دنفوسو لپاره ددولت شتون شرط دى . ديو دولت په داخل کې ايا ملت او دولت سره څه توپير لري او که نه ؟ لومړۍ نظريه : ټول هغه افراد چې د يو دولت نفوس وي د دولت ملت ګڼل کيږي .

 دويمه نظريه  ددويمې نظرې لمخې مونږ ددولت نفوس په دوه برخو ويشلى شو :

لومړۍ برخه - د نفوس (اصلي او پخواني اوسېدونکي) چې دهغوى تابعيت ارثي وي چې دوى هم ملت وي او هم نفوس . دويمه برخه - يې هغه نفوس دى چې نوى تابعيت يې ترلاسه کړى وي چې دوى ددولت نفوس ګڼل کيږي خو تريو وخته دوى ته ملت نه ويل کيږي ځکه مشترک ماضي نهء لري، خو د وخت په تېرېدو د يو دولت ملت ګڼل کيږي ځکه مشترکه ماضي پيدا کوي.

د دې وېش اهميت په دې کې دی چې په ځينې هېوادونو کې نوی تابعيت اخيستون کې  نشي کولای چې پارلماني يا ولسمشري ټاکنو ته ځان نوماند کړي.

دوهم پراګراف - قلمرو (Territory) :

[سمول]

هغه معينه جغرافيوي سيمه(ساحه) ده چې داساحه ددولت دسلطې او کنترول لاندې وي او په همــــدې ساحه کـــې ددولت نفـوس پــه دوامــداره اوثابت ډول ژوند ولري. دا چې د دولت د قلمرو تعين څنګه کيږي د لاندې عنوان په ترڅ کې به يې واضح کړو : لومړۍ فقره – ددولت دقلمرو تعين :

د قلمرو د تعين لپاره هېوادونه په دوه برخو وېشو:

دوچې پورې تړلي دولتونه او بحري دولتونه ، چې هر يو يې د بېل عنوان په ترڅ کې تر څېړنې لاندې نيسو :

لومړی بند - د وچې پــورې محاط ( بري ) دولـتونه :
[سمول]

هــغه دولــتونو تـــــه وايـــي چــــــې دڅــلــــورو خـــواو نــه هېــڅ خــواتــه يـې بحــــر نـه وي، په دې قسم هېـــوادونو کـــې دقلـــــمرو لاندې برخــې شاملې دي دسرحــــدونو پــــه داخل کې ټولـــې برخــې په شمــول ددريابونو، رودخانو،غرونو... او دهمدغه ټولوبرخو فضا تر خارجي فضا پورې او د همدغه برخو تحت الارضي په مخروطي شکل دځمکې تر مرکز پورې . يا دا چې د وچې پورې تړلي دولتونه هغه دولتونه دي چې چار چاپېره يې وچه وي او د سمندر سره هيڅ لار ونه لري.[4]

دوهم بند - بحري دولتونه :
[سمول]

بحري دولتونه هغه دولتونو ته وايي چې حداقل يوه برخه يې دبحر پورې تړلــې وي ،پدې دولتونوکې قلمرو ددولت ټوله وچه،دريابونه،ساحــــلي اوبه اوددې سيـــمې دځمکې لاندې تر مرکز پورې په مخروطي شکل اوددې ټولو برخو فضــــا تر خارجــــي فضاپورې دربر نيسي

 فضا په دوه برخوويشل کېږي : a - داخلي فضا     b – خارجي فضا

a – دا خلي فضا: له هغې فضا څخه عبارت ده چې الوتکې په عادي بڼه د اړتيا له مخې د يو دولت په چاپېريال کې الوتنې کوي. b – خارجي فضا: هغه فضا ده چې الوتکې په عادي ډول پکې الوتنې نشي کولاى او په نړۍ وال چاپېريال کې حسابېږي،ځکه چې دولتونه په مشروع توګه پرته له اجازې ترې استفاده کوي.

ساحلي اوبه : هغه اوبه دي چې ديو هېواد دساحل يانې وچې خوا سره پيوستې وي  او دبحر ديوې معينې نقطې پورې ارتباط لري دغه معينه برخه دساحلي اوبو ډيره ثابته نه ده ، پخوا وختو کې به دا برخه ديوې طريقې پواسطه معلومېدله چې دې ته به يې دتوپ دگولۍ رسېدو نقطه ويله ، نن ورځ ددې طريقې څخه استفاده نه کيږي .

دوهمه فقره - سرحدونه :

[سمول]

سرحدونه دهغه حدودواو کرښو څخه عبارت دي چې ديو دولت قلمرو دنوروساحونه دهغې پواسطه بېليږي ولوکه دولت نه وي ازاد بحر وي .

لومړی بند – دسرحدونو ډولونه :
[سمول]

ټول سرحدونه د طبيعي والي او غير طبيعي والې له مخې په دوه برخو وېشل کيږي

لومړی طبيعي سرحدونه چې د طبيعي نښو لکه غرونو او سيندونو په واسطه رامنځته شوي وي.        
دوهم غير طبيعي سرحدونه چې د غير طبيعي نښو په وسيله رامنځته شوي لکه د اغزن تار په غځولو يا د پيلرونو او پايو په خښولو.

درېمه فقره – دقلمرو ا هميت :

[سمول]

قلمرو له دوه لحاظو ډېر اهميت لري: الف: دقلمرواهميت ددولت دمتشکله عناصرو لمخې: نن ورځ قلمرو دومره مهم دى چې ددولت دمتشکله عناصرو له جملې څخه ګڼل کيږي يعنې بې له قلمرو نه ولوکه يوه ټولنه کې نفوس موجود وي مثلا يوه ټولنه په بل هېوادکې دمهاجرت په شکل ژوند وکړي دولت نه ګڼل کيږي ولې په حقوقوکې يوه استثناء شته چې امکان لري بې له قلمرو نه يو دولت جوړشي چې دې ډول دولت ته جلا وطنه دولت وايي. ب: ددولت دقلمرو اهميت دنوروسازمانونو اوارګانونوڅخه دتفکيک له مخې: دقلمرو لمخې دولتونه نوروسازمانونو څخه بېليږي ځکه سازمانونه ملي وي اوکه بين المللي هغوى ته دقلمرو ضرورت نشته اوداسازمانونه دبل دولت په قلمروکې اوسيږي، خو ددولتونو لپاره دقلمرو موجوديت حتمي دى،سازمانونه کولى شي چې په يوځاى کې سره راټول شي او کار وکړي ولې څو دولتونه نشي کولى په يو ځاى کې سره راټول شي اوکاروکړي .

درېم پراګراف – حکومت :

[سمول]
لومړۍ فقره – دحکومت تعريف :
[سمول]

حکومت ددولت د هغه رسمي عالي غړو ټولګه ده، چې د دولت داخلي او خارجي پاليسي ټاکي اود دې پاليسيو په تطبيق کې مستقيماً سهم لري چې دغړو دا عالي ګروپ په حقيقت کې دکابينې (وزيرانو) اودکابينې له رئيس څخه عبارت دى.

دوهمه فقره – دحکومت حقوقي شرايط:
[سمول]

حکومت بايد لاندې حقوقي شرايط ولري که يې ونلري ،نو حکومت ورته نشو ويلای: لومړی: حکومت باېد دنظم راوستلو،د قانون اومقرراتو دتطبيقولو، د قلمرو د ساتلو او استقلال دساتلو وړتياولري. دوهم : حکومت بايدددولت داکثريت خلکو ته قابل دقبول وي .

درېمه فقره – دحکومت او دولت ترمنځ توپير :
[سمول]

ددولت او حکومت ترمنځ لاندې توپيرونه شته :

١- حکومت ددولت يو جز (متشکله عنصر) دى اودهغې پرته ددولت موجوديت ناشونى دى اودولت دکل حيثيت لري چې په کې نفوس،حکومت،قلمرو او حاکميت هم شامل دي او حکومت ددې داجزاو څخه يو جزدى .
  ۲-ددولتونو نه مراد همېشه بعضې علا قه (سيمه ) وي اودهغې په واسطه يې پېژندنه کيږي مګر دحکومت نه مراد افراد وي لکه دپاکستان دولت په يو خاص قلمرو کې دموجودې علا قې نوم دى له بلې خوا حکومت دافرادو سره پېژندل کيږي لکه دولس مشر محمد اشرف غني  او ولس مشر حامد کرزي حکومتونه

٣- ددولت سره اعلى حاکميت موجود وي مګر دحکومت سره نه وي موجود ، دولت نامحدود او حکومت محدود اختيارات لري. ٤- حکومت يوازې ديو څو افرادو پورې اړوند وي لکه وزيران،حکام،دقانون جوړونکو ادارو غړي او هم دعدلې غړي مګر ددولت غړي ډېر وسيع وي او په هغې کې ټول نفوس شامل وي نو پدې خاطر دخپل مفهوم له نګاه نه ددولت تصور پراخه اودحکومت محدودوى. ٥- ددولت ځانګړتياوې په هر ځاى کې په يو ډول اويوه بڼه وي مګر دهېوادونو دحکومتونو په ډولونو کې ډېر توپيرموجود وي. ٦- دولت ثابت وي تر ډېره تغير نه کوي او حکومتونه غير ثابت وي ډېر ژر ژر بدلون مومي.

څلورم پراګراف – عالي قدرت يا د دولت واکمني :

[سمول]
لومړۍ فقره – د عالي قدرت پېژندنه :
[سمول]

دعالي قدرت لفظ (sovereignty) د لاتيني لفظ(superanus) نه اخستل شوى چې دبرتر(اوچت) مانا ورکوي ځکه عالي قدرت يو داسې قوت وي کوم چې دټولونه افضل او غوره وي ددولت عالي قدرت ياحاکميت يو داسې قوت دى چې ددولت دحدودو په داخل کې ټول افراد او دهغوى ډلې ترې لاندې وي اوددې قدرت نه بغير ددولت قانون ته کوم اهميت نه وي حاصل اودا هغه قوت دى چې خلک په قانون چـــلېدو ته مجـــبوروي او دهــــغې نه بغير په ملک کـــې امـــن او امان نشــي قايمېدلى. حاکميت چې د هېواد د حکومت له خوا اعمال او پلي کيږي د مستقل او خپلواک هې،اد له مهمو متشکله عناصرو شمېرل کيږي ، حاکمي درلودل د هېوادونو نړۍ وال حقوقي اهليت بشپړوي ، هغه جز چې تجزيه نه مني، د هېوادونو خپلواکي او استقلال دی.[5] دارسطو په نظر ددولت عالي قدرت به يو واحد فرد ته ياڅو افرادواو ياټولو افرادوته حاصل وي اوهغه هم دخپلو مفاداتو او ګټو په خاطر نه بلکې دټولو دګټو په خاطر استعمال کړي . ولې داسلامي نظريې مطابق الله(ج) احکم الحاکمين دى اوهغه دټول واک او اقتدار سرچيه اومنبع ده. دوهمه فقره – دعالي قدرت حقوقي شرايط : دحقوقي نګاه نه ددولت دعالي قدرت دلرلولپاره دوه شرطونه ضروري دي اوپرته لدې ولوکه دولت تريوه حده قدرت هم ولري عالي قدرت ورته نشو ويلى اوهغه شرطونه په لاندې ډول دي :

لومړی شرط:دځينې ضروري مادي وساېلو او امکاناتو موجوديت :
     ددولت دعالي قدرت لپاره داضرودي ده چې ځينې مادي وسايل او امکانات لکه پوليس، عسکر،څارنوال،قضا،محابس اوداسې نور ولري داځکه چې پرته لدې خپل قدرت نشي تطبيقولى او په همدې شرط يې له نورو سازمانونو او ارګانونونه توپير کيږي لکه دملګروملتونوسازمان سره لدې چې ددولت په څېر مشران اويو اندازه قدرت هم لري ولې لدې سببه چې ددولت په څېر مادي وسايل او امکانات نلري نو دولت ورته نشو ويلى .

دوهم شرط :دعالي قدرت دوام،استقراراوثبات:

        يودولت هغه وخت دعالي قدرت لرونکى ګڼل کيږي چې دهغه دولت دقدرت په دوام او استقرار باندې يو نوع اطمينان او يقين موجودوي اوکه دااطمينان نه وي موجود عالي قدرت ورته نشو ويلى ولو که ظاهراً قدرت ولري، مثلاً کله ځينې قدرتونه دکودتا له لارې ياانقلابونو له لارې رامنځته شي ولې ځينې نور دولتونه هغه په رسميت نه پېژني اګر چې ددولت نور ټول متشکله عناصر هم پوره وي دا ځکه چې د هغه دولت دعالي قدرت په دوام اطمينان نه وي موجود 

دوهم مبحث – د مداخلې ماهيت او ډولونه :

[سمول]

په دې محبث کې به په دوه مهمو موضوع ګانې باندې بحث وکړو چې په لومړي جز کې به د مداخلې په ماهيت او پېژندنه او په دوهم جز کې به يې په ډولونو وغږيږو.

لومړی جز – د مدخلې پېژندنه او ماهيت :

[سمول]

لومړی پراګراف – د مداخلې پېژندنه :

[سمول]

په بين المللي اړيکو کې مداخله د يو دولت د اقدام او عمل څخه عبارت دی چې غواړي د بل دولت د محفوظ او انحصاري صلاحيت په حدودو کې نفوذ وارد کړي ترڅو هغه هېواد سره د هغې په ځانګړو چارو کې مرسته وکړي او يا د هغي په ځای د هغه هېواد چارې حل او فصل کړي او يا هغه هېواد مجبور کړي تر څو هغه چارې په داسې شکل حل او فصل کړي په کوم شکل چی مداخله کوونکی هېواد يې غواړي.[6] د مداخلې مفهوم هر ډول مداخله په برکې نيسی، که هغه تحميلي وي او که رضايي خو په دې شرط چې د يو نظامي عمل يا نظامي خصوصيت لرونکې وي. دلته بحث هغه وخت مطرح کيږي، کله چی د مداخلې هدف اقتصادي او سياسي فشارونه وي. دغه فشارونه هغه وخت مداخله شمېرل کيږي چی د قهريه قوې د استعمال سره د يوشان کېدو وړتيا ولري. د عدالت نړۍ والې محکمې د ۱۹۸۶ کال د جون د ۲۷ نېټی په رايه کې په دې هکله مهم توضيحات ورکړي دي:« په هغه مداخله کې چی قهريه قوه استعماليږي، که دا قوه په مستقيم ډول په نظامي اقدام کې پيدا شي او که په غير مستقيم شکل، يانې په دولت کې دننه د راپرځولو او تروريستي فعاليتونو حمايت کې را پيدا شي، نو د اجبار د عنصر شتون واضح او مسلم دی ».

دوهم پراګراف – د اسلام له نظره مداخله :

[سمول]

اسلام يو شامل او کامل دين دی او دانساني ژوند هره برخه تنظيموي نو د نړۍ والو اړيکو د تنظيم لپاره هم يو شمېر اساسي اصول او قواعد لري. د اسلامي بين المللي حقوقو له نظره د نړۍ والو اړيکو بنسټ د تفاهم او همزيستۍ اصل دی. همدارنګه د اسلام د سپېڅلي دين له نظره په نړۍ والو اړيکو باندې د حاکمو اصولو له جملې څخه يو اصل هم د نه مداخلې اصل دی چې په شرعي اصطلاح کې ورته اعتزال وايي. د اعتزال کلمه په قران کريم کی هم د نه مداخلې ( ځان ګوښه ساتل) او هم د بې طرفۍ (په نظامی جګړو کی د جګړی د يو خوا ننګه نه کول ) په مانا راغلې.[7] د نورو هېوادونو په چارو کې د نه مداخلې د سياست په بين المللي اسلامي اړيکو کې يو اصل دی . اما داسې موارد هم شته چې اسلامي حکومت کولای شي دغه سياست ترک او مداخله وکړي. د اعتزال اصل ( د نه مداخلې اصل ) هم په ځينې مواردو کې محدود کيږي او ددې محدوديت مشروع دفاع ده يانې چې د نه مداخلې سياست د مسلمانانو او يا ټولو انسانانو حياتي منافع په خطر کی واچوي.[8] مشروع دفاع په بین المللی اسلامی حقوقو کی مختلف صورتونه ځان ته غوره کوي لکه : لومړی- کله چې يو هېواد خپلو اړيکو کې چې اسلامی هېواد سره يې لري بې طرفي نقض کړي او د مثال په توګه د بني قريظه او قريش غوندې دوښمنان تحريک کړي او يا ورسره مرسته وکړي. دوهم - بشری مداخله: د نه مداخلې اصل، د تبليغ او داسلام د نړۍ وال رسالت د تعطيل سبب نشی کېدای.[9] درېم- د بندي اقليتونو ملاتړ : کافرانو سره د جګړې يو هدف د بنديانو اواز ته رسېدل دی. په لاندې ايت کې داسې راغلي : وَمَا لَکُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَنَا مِن لَدُنْکَ وَلِيّاً وَاجْعَلْ لَنَا مِن لَدُنکَ نَصِيراً [10] ژباړه: او څه مانع ده تاسې ته چې جنګ نه کوئ تاسې په لاره د الله کې او په (خلاصولو) د ضعيفانو کې چې سړي دي او ښځی دي او هلکان دي هغه کسان چې وايي دوی «ای ربه زمونږه! وباسه مونږ له دې کلي څخه! چې ظالمان دي اوسېدونکې د هغې او وګرځوه مونږ ته له خپله درباره کوم ولي (حامي )! او وګرځوه مونږ ته له خپله درباره کوم مددګار!» درېم پراګراف – د نړۍ والو حقوقو له نظره مداخله : د بين المللی حقوقو پوهانو هڅه کړی چی د مداخلی[11] مفهوم واضح کړي. څرنګه چی مداخله د سياسي مسايلو څخه نيولې تر اقتصادي مسايلو پورې په مختلفو برخو کې استعماليږي، په همدې خاطر د مداخلې لپاره ډول ډول تعريفونه هم شوي دي.[12] دا په دې مانا چې د مداخلې تعريف نظر دې ته چې په کومه برخه کې ورڅخه بحث کيږي تغيرکوي. په بين المللی حقوقو کې مداخله هم ځان ته مفهوم لري او دې مفهوم ته نژدې تعريف د «واتل» له خوا شوی دی. واتل وايي چې د يو هېواد د ملي حاکميت نقض ته مداخله ويل کيږي . ځينې ليکونکي سره ددې چې دا تعريف مني اما مداخله د هغې د اهدافو له مخی تعريفوی. « باری» د بين المللی حقوق يو ليکونکی د «ګلدنهای» نظر را اخيستی چې وايي مداخله د يو دولت او يا د يو تعداد دولتونو د پلان شوي اعمالو څخه عبارت دی چې د بشري حقوقو او دموکراتيکو اصولو رعايت غوندې ځانګړو سياسي اهدافو د ترلاسه کولو په منظور، د يو هېواد سياسي سيستم( د حاکميت جوړښت-کورنيو پاليسيو، او سياسي رهبرانو په شمول) دهغې هېواد د رضايت په خلاف او د جبر د مختلفو وسيلو په استعمال سره تر نفوذ لاندې راولي. د بين المللي حقوقو معروف استاد کاواره مداخله داسې تعريفوي : په بل هېواد باندې د خپلې ارادې د تحميل په منظور د هغې په کورنيو چارو کې د يو هېواد نفوذ ته مداخله وايي په پورته تعريف کې د کورنيو چارو څخه يادونه وشوه. اما ځينې مولفانو بهرنۍ چارې هم د مداخلې په تعريف کې شاملوي. لکه چې د بين المللي عمومي حقوقو په دايرة المعارف کې د مداخلې د مفهوم د «تعريف او د هغې د حدودو تعين» تر عنوان لاندې داسې راغلي : سره ددې چې د مداخلې او نه مداخلې مفهوم هغو اصولو پورې تړلی دي چې په بين المللي حقوقو کې د نور هر شي څخه زيات تر بحث لاندې نيول شوی دي او هېوادونه هم هڅه کوي چې په هغه امورو کې چې کورنۍ بلل شوي د بل هېواد هر ډول دخالت غير قانوني معرفي کړي، اما تراوسه هم روښانه مرز او دقيق تعريف يې وجود نلري. د زياتره ليکونکو په نظر، مداخله هغه ته وايي چې يو هېواد ددې په خاطر چې يو بل هېواد يو رفتار ته مجبور کړي، د هغی په کورنيو يا بېرونيو چارو باندې نفوذ کوي او په دي وسيلې سره هغې باندې فشار واردوي او د مداخلې لاندې هېواد حاکمه اراده نقضوي...» د سياسي علومو فرهنګ په دی هکله داسې ليکی: مداخله هغه عمل دی چې د هغې په اساس يو دولت خپل په خوښه او د کوم قانوني حق او مدرک څخه پرته، بل دولت دې ته مجبوروي چې خپل خارجي يا داخلي سياست کې د دې هېواد متابعت وکړي.[13] پورته تعريفونو ته په کتنې سره، کولای شو مداخله داسې تعريف کړو: مداخله د يو هېواد د هغه نفوذ څخه عبارت ده چې د فشار په واسطه د کوم مدرک او قانوني حق څخه پرته د بل خپلواک هېواد په کورنيو يا بهرنيو چاروکې وارديږي ترڅو هغه د يوې ځانګړې کړنې په ترسره کولو اړ کړي. د ملګرو ملتونو منشور په صراحت سره د نه مداخلې اصل د غړو دولتونو ترمنځ د اړيکور تنظيمونکي اصل په حيث نه بيانوي بلکې دغه اصل د ملګرو ملتونو د اصولو (دويمې مادې) څخه استنباطيږي. د بېلګی په توګه د ملګرو ملتونو د منشور دوهمه ماده لومړی بند د ملګرو ملتونو سازمان د غړو دولتونو د مساوي حاکميت د اصل پر بنست استواروي. او د دوهمې مادې درېم بند د بين المللي شخړو سوله ايز حل وړاندې کوي. په همدې ډول د دوهمې مادې څلورم بند په مجموع کی د قوې استعمال منع کوي او د دولتونو څخه غواړي چی خپلو بين المللی اړيکو کې د قوې د تهديد او استعمال څخه ځان وساتي. دغه ماده د زور د استعمال سره يوځای د مداخلی پر ضد د منشور تر ټولو مهمه مقرره ده. په پای کې ويلای شو چې د دې مادې تفسير د يو اړخيز نظامي مداخلاتو د بحث لپاره اساس تشکيلوي. د منشور دوهمې مادې څلورم بند داسې صراحت لري : ټول غړي هېوادونه به په خپلو نړۍ والو اړيکو کې د زور له کارونې، تهديد او همدارنګه د هېوادونو د سياسي خپلواکۍ يا ځمکنۍ بشپړتيا ته له ګواښ پېښولو يا له هرې هغې کړنې چې د ملګرو ملتونو له موخو سره په ټکر کې وي، ډډه کوي.[14]

دوهم جز – د مداخلې ډولونه :

[سمول]

مداخله بېلابېل ډولونه لري چې د هغې له مخې په انګريزي ژبه کې مداخلات په اعلان شوي او نا اعلان شوي مداخلو باندې وېشل کيږی، همدارنګه د اجازه ورکونکي ارګان له مخې هم مداخله په دوه ډوله ده چې يو يې هغه مداخله ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د هغې اجازه ورکړې وي او بل هغه مداخله ده چې د ملګرو ملتونو د سازمان څخه پرته بل سازمان دهغې اجازه ورکړې وي. همدارنګه مداخله په داخلي او خارجي مداخلې باندې وېشل شوې ده. داخلي مداخله په بل دولت کې د ټولنې جګړه ايزو برخو ترمنځ د دخالت څخه عبارت ده چی د قانوني دولت او يا ياغيانو د ملاتړ او ساتنې لپاره ترسره شوې وي چې په دې ډول مداخله کې د هېواد ځمکنۍ يا شخصي لوړتيا د بحث وړ ده. خارجی مداخله د هغه مداخلې څخه عبارت ده چی د بل دولت په بهرنيو چارو کې ترسره شوې وي په دی مداخله کې د هېواد بېروني استقلاليت موضوع د بحث وړ ده. يو ډول مداخله ړنګونګې مداخله ده له دې مداخلې څخه هدف هغه تبليغات يا بل فعاليت دی چې د هغې هدف په بل هېواد کې د داخلي شخړې او يا شورش رامنځ ته کول وي. مداخله په مستقيمه او غير مستقيمه مداخله هم وېشلای شو، مستقيمه مداخله هغه مداخله ده چې په مستقيم ډول د يو دولت او يا د هغې د ارګانونو له خوا ترسره شوې وي لکه نظامي مداخله او همدارنګه د اقتصادي تدبيرونو اتخاذ چې د هغې هدف د امتياز اخستل وي. لکه اقتصادي محاصره، په وسيع ډول د بزګريزو اړيکو پرې کول. غير مستقيمه مداخله هغه نظامي، سياسي، اقتصادي او نور اقدامونه دي چې خپله د دولت له خوا نه بلکې د نورو سازمانونو او کسانو له خوا ترسره کيږي اما د مداخله کوونکي دولت تر نظارت لاندې لکه د بل دولت د سياسي نظام د تغير په منظور د ترهګريزو او نظامي فعاليتونو مرسته، تشويق، تمويل او اجازه ور کول. بالاخره ويلای شو، ددې لپاره چې يوه مداخله په بين المللي حقوقو کې ومنل شي، نو دهغې لپاره پنځه دلايل وجود لري د يو دولت حق چی خپل د اتباعو ساتنه وکړی، مشروع دفاع، د برخليک ټاکل، د متقابله مرستې د پيمان په اساس مداخله او بالاخره د بشري دلايلو لپاره مداخله.[15] چې زمونږ د بحث موضوع همدا د بشري دلايلو لپاره مداخله يا نړۍ واله بشردوستانه مداخله ده چې په راتلونکي فصل کې به پرې بحث وکړو.

دوهم څپرکی

د دولتونو په چارو کې د بشردوستانه مداخلې څرنګوالی

[سمول]

په دې څپرکي کې به په پنځه بېلابېلو عنوانونو ، د بشر دوستانه مداخلې مانا او مفهوم، د بشر دوستانه مداخلې د توجيه کولو دلايل، د بشردوستانه مداخلې اړتيا او اهميت، د بشر دوستانه مداخلې اصول او شرايط او د بشر دوستانه مداخلې مثالونه او بېلګې، تر بحث لاندې ونيسو :

لومړی مبحث – د بشردوستانه مداخلې مانا او مفهوم :

[سمول]

بشردوستانه بين المللي حقوق يا بين المللي بشردوستانه حقوق د بين المللي حقوقو يو له اصلي څانګو څخه دی او د يو شمېر عرفي او قراردادي قواعدو مجموعه ده چې په ځانګړې توګه د جګړو د لوريو ترمنځ د مسلحانه تاوتريخوالي د مخنيوي او محدود کولو د هدف په خاطر او د جګړې پرمهال د اموالو او اشخاصو د ساتنې په موخه رامنځته شوي دي.[16] د پورته تعريف له مخې دا جاج اخيستلی شو چې نړۍ واله بشر دوستانه مداخله عبارت له هغه مداخلې څخه ده چې دولتونه يې د يو شمېر قراردادي او عرفي قواعدو له مخې د نورو هېوادونو په چارو کې د جګړو د لوريو ترمنځ د مسلحانه تاوتريخوالي د مخنيوي او راکمولو ،د جګړې پرمهال د اموالو او اشخاصو د ساتنې په موخه ترسره کوي .

دوهم مبحث – د بشردوستانه مداخلې د توجيه کولو دلايل :

[سمول]

لومړی جز – په اسلامي شريعت کې د بشردوستانه مداخلې د توجيه کولو دلايل :

[سمول]

دوهم جز – په نړۍ والو حقوقو کې د بشردوستانه مداخلې د توجيه کولو دلايل

[سمول]

درېم مبحث – د بشردوستانه مداخلې اړتيا او اهميت :

[سمول]

څلورم مبحث – د بشردوستانه مداخلې اصول او شرايط :

[سمول]

پنځم مبحث – د بشردوستانه مداخلې مثالونه او بېلګې :

[سمول]

بشردوستانه مداخلات د مختلفو اهدافو لپاره ترسره کيږي چې يو څو يې دلته د بېلګې په توګه وړاندې کوو : 1) نظارت : د فلسطين، د پاکستان او هند ترمنځ مخا صمه، په انګولا کې د ملګرو ملتونو د بازرسۍ ماموريت چې په ۱۹۸۸ کال د دسمبر په ۲۰ نېټه کې د ۶۲۰ قطعنامې په اساس رامنځ ته شوه، په السلوادور کې د ملګرو ملتونو د ناظرانو ډله په ۱۹۹۱ کال کی د کورنيو جګړو څخه وروسته د السلوادور د وضعيت د نظارت مسئول وه 2) د پوليسي د ځواکونو ايجاد : په ۱۹۹۱ کال کی په السلوادور کې د ملګرو ملتونو د ناظرانو د ډلې ماموريت 3) له ټاکنو څارنه : په ۱۹۸۹کال کې په نمېبيا کې د قدرت د انتقال مورد 4) د انسانانو ساتنې لپاره :کله چې يو هېواد د بل هېواد په خاوره کې ځواک کاروي، کولای شي په هدف شوي هېواد کې د افرادو د بشري حقوقو د خوندي کولو دليل وړاندې کړي[17] په ۱۹۶۴ کال کې په قبرس کې د ملګرو ملتونو ځواکونه د سولې د ساتنی مسئول، په سوماليې کې لومړني او دوهمي عمليات، رواندا ته د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو ماموريت، په پخوانۍ يوګوسلاويا کې د ملګرو ملتونو حمايتي ځواک 5) د قانونمنده دولت استقرار : په کامبوج کې د ملګرو ملتونو موقتي مقام، په هايتي کې د ملګرو ملتونو د نظارت ماموريت[18]

اخځلیکونه

[سمول]
نړۍ وال عمومي حقوق، پوهيالی عبيدالله اخندزاده، ۱۳۹۵ لمريز کال، وايګل چاپځی، اکسوس کتابپلورنځی خپروونکی،۹۹مخ[1] 
نړۍ وال عمومي حقوق، پوهيالی عبيدالله اخندزاده، ۱۰۱ مخ[2] 
پورتنی ماخذ، ۱۰۱ مخ[3] 
 نړۍ وال عمومي حقوق، پوهيالی عبيدالله اخندزاده، ۱۱۰ مخ[4] 
نړۍ وال عمومي حقوق، پوهاند دوکتور ودير صافی، ژباړن امان الله اېمان، شپږم چاپ، ۱۳۹۳ ل ، دانش خپرندويه ټولنه[5] 

حقوق بین الملل عمومی، کک دین، نکوین، پاتریک دینه، الن پله، جلد دوم( ترجمه: حسن حبیبی)، انتشارات اطلاعات، تهران، ۱۳۸۳، ص.۳۷۷[6] خلیلیان، دکتر سید خلیل، حقوق بین الملل اسلامی، (تهران)، دفتر نشر فرهنګ اسلامی، ۱۳۷۷، ص.۲۲۷[7] خلیلیان، هماغه اثر ، ص.۲۳۱[8] خلیلیان، دکتر سید خلیل، حقوق بین الملل اسلامی، (تهران)، دفتر نشر فرهنګ اسلامی، ۱۳۷۷، ص.۳۰[9]

قرانکريم، سورت نساء، ۷۵ ايت[10] 

[11]Intervention [12]G Barrie, Forcible Intervention in International Law, 1999, South African Journal, 78 علی بابایی، غلام رضا، فرهنګ علوم سیاسی ج ۲،(تهران، شرکت نشر ویس، ۱۳۶۹) ص ۸۲۵[13]

د ملګرو ملتونو منشور، صفی الله ناصري، ۱۳۹۵ لمريز کال، اکسوس کتاب پلورنځی خپرندوی، ۲ مادې څلورم بند، ۷ مخ[14] 

[15] Barrie, supra note 3, p. 801

اسلام و قواعد حقوق بشردوستانه بين المللي، داکتر عليرضا روحانی مشاور ارشد کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان، ۱۳۹۵[16] 
د ځاني دفاع حقوق د معاصر او اسلامي نړۍ وال قانون پرتليزه څېړنه، ډاکټر مشتاق احمد، ژباړن زاهد جلالي، مومند خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۴ ل، ۴۷ مخ[17] 

[18]http://www.al-shia.com/html/far/books/majalat/36/05/06.htm Archived 2008-03-31 at the Wayback Machine.