منځپانگې ته ورتلل

د دليپ کومار کور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دليپ کومار د کور څخه موخه د هندي فلمونو د يوه وتلې نوميالۍ څېرې دليپ کومار يا محمد يوسف کور دی چې د ۱۹۲۲ ز کال د دېسمبر مياشتې په ۱۱ مه په پېښور کې زېږېدلی وو[۱] ، او د ۱۹۳۰ لسيزې په وروستيو کې له خپلې کورنۍ سره ممبای ته لاړ.

دا کور د ۲۰۱۴ ز کال د جولای په ۱۳ مه د هغه وخت پاکستاني لومړي وزير نواز شريف له خوا د ملي ميراث ځای په توګه ونومول شو.[۲][۳]

د دليپ کومار کور
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
اوسېدونکي
دليپ کمار (د 1920 څخه تر) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۰۰′۲۶″شمال ۷۱°۳۴′۱۸″ختیځ / 34.00729°شمال 71.57177°ختيځ / 34.00729; 71.57177 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

دليپ کومار يو ځل بيا دې کورته راغلی دی، او کله يې چې له خپل کور نه ليدنه کوله، نو په احساساتي ډول يې د دې کور خاورې ښکل کړې.[۴] په ۱۹۸۸ ز کال کې کله چې هغه پېښور ته راغی، نو په پي سي هوټل کې يې د يوې مرکې پرمهال د خپل ماشومتوب او لويېدو وخت په ډېره مينه ياداوه، او وخت ناوخت يې په هندکو او پښتو ژبه خلکو ته د هغې يادونه وکړه.[۵] په ۱۹۹۷ ز کال کې چې کله هغه ته د پاکستان تر ټولو لويې جايزې نشان امتياز جايزه ورکړل شوه، نو هغه د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله د خپل کور ليدنه ونشو، کړای. [۶] حکومت هڅه کوله چې رسماً دا کور استملاک کړي او د تاريخي لرغونځی په توګه يې خوندي کړي.[۷]

موقعيت

[سمول]

دا کور د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور په قصه خوانۍ بازار په خداداد کوڅه کې موقعيت لري.[۳][۸] د دلیپ کمار کور د قصه خوانۍ بازار په خدایداد محله کې دی او ټول مساحت یې هم څلور مرلې بلل کېږي. دغه جایداد کې وداني له ۱۰۷۷ مربع فوټه ډېره ده.[۹][۱۰]

ترلاسه کول

[سمول]

د ۲۰۱۳ ز کال د جولای په ۱۳ مه د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د ملي لرغونځايونو ادارې ته امر وکړ، چې ياد کور په تاريخي لرغونځايونو کې رسماً شامل کړي، د امر پرځای کولو لپاره رسماً د پاکستان هنرونو شورا(PNCA) عمومي رئيس ته وړاندې شو. د رسنيو په وينا دا اقدام د هند او پاکستان د کلتوري اړيکو د ټينګښت په موخه ترسره شو.[۲][۳]

پر موزيم بدلول

[سمول]

د پاکستان حکومت پلان درلود چې ياد کور تر استملاک وروسته د ځانګړو مراسمو په لړ کې په ميوزيم بدل کړي، د دليپ کومار د کورنۍ نورو غړو رابللو لپاره هم پلان جوړ شوی وو.[۲][۳][۱۱] بالاخره د ۲۰۱۴ ز کال د جولای په ۲۶ مه ياد کور د پاکستان د ۱۹۹۷ ز کال د لرغونو اثارو قانون له مخې د خوندي يادګار په توګه اعلان شو.[۱۲]

د دليپ کومار د کور انځورونه

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. "د دلیپ کمار کور دې یو تاریخي میراث وګرځول شي". مشال راډيو.کام. ۲۰۱۴ اګست ۵ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ "Dilip Kumar's ancestral home declared national heritage in Pakistan". IBN Live. 13 July 2014. خوندي شوی له the original on 15 July 2014. بياځلي په 14 July 2014.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ "Dilip Kumar'sancestral home in Pakistan declared national heritage". Financial Express. 13 July 2014. خوندي شوی له the original on 15 July 2014. بياځلي په 14 July 2014.
  4. Dilip Kumar house in Peshawar on 11 December 2011, Yem Tv
  5. Dilip Kumar interview in PC Hotel Peshawar, April 1988 Part 1, Prof Dr Rashid Iqbal, 24 August 2014.
  6. "Save Dilip Kumar's dilapidated house in Peshawar", The Express Tribune, 11 December 2012; accessed 15 October 2017.
  7. "Save Dilip Kumar's dilapidated house in Peshawar", The Express Tribune, 11 December 2012; accessed 15 October 2017.
  8. "Dilip Kumar's Pakistan home declared heritage site". Saudi Gazette. July 13, 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په July 15, 2014. بياځلي په July 14, 2014.
  9. "پېښور کې د دلیپ کمار او راج کپور کورونو واک حکومت خپل کړ". بي بي سي.کام/پښتو. ۲۰۲۱ جون ۲ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. "د دلیپ کمار کور دې یو تاریخي میراث وګرځول شي". مشال راډيو.کام. ۲۰۱۴ اګست ۵ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  11. "Dilip Kumar's house declared national heritage by Pakistan". The Times of India. 14 July 2014. خوندي شوی له the original on 16 July 2014. بياځلي په 15 October 2017.
  12. "Dilip Kumar's house now a protected building". Dawn. 26 July 2014. خوندي شوی له the original on 27 July 2014. بياځلي په 15 October 2017.