د خپلمنځي اړیکو د پراختیا مهارتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دوه وگړو تر منځ د اړیکود پراخوالی مهارتونه: ستاس چلند او رویه مستقیما د نورو له عکس العمل سره اړیکه لری ستا رویه کی بدلون کولای شی د نورو په چلند او رویه کی بدلون راولی د دوه وگړو تر منځ د اړیکو پراخوالی کی غوږ ایښودنه مهم رول لری که غواړی بل څوک دی په خبرو پوه شی اول یی باید ته د بل په خبره پوه شی او په خبری دپوهیدو لپاره خبری ته د غوږ کیښودو طریقه زده کړی

غوږ ایښودنه:[سمول]

هغه تفسیر یا اظهار چی خبرو او د وجود په حرکاتو کی ویل کیږی د یو خاص هدف لپاره پری پوهیدلو ته ښه غوږ کیښودنه وایی په خبرو کی بل ته وخت ورکوه چی ستا په خبرو خپل نظر څرگند کړی ځکه دا تا سره مرسته کوی چی تا څه ویلی او مقابل طرف ستا په خبره څومره پوه شوی دی د مقابل لوری دخبرو احترام د بل تابع کیدل نه دی بلکه د اړیکو د پراخوالی یو مهارت دی که غواړی رهبر شی د رهبری لپاره د خلکو سره شریک فکر ولره د راتلونکی په لور د خلکو رهبری لپاره باید له دوی سره په حال کی ډیری نزدی اړیکی ولری

د مذاکری، مصاحبی ، بحث او مناظری تر منځ توپیر[سمول]

باید د مذاکری، مصاحبی ، بحث او مناظری تر منځ توپیر وشی مصاحبه تل یو طرفه نظر وی چی پوښتنی ته په ځواب کی ویل کیږی بحث د دوه مخالفو نظرونو نه منځ ته راځی مناظره کله چی دوه کسان خپل نظرونه وایی مذاکره د ونډی اخیستو لپاره د دوه ډلو کوشش تر څو شریکی نقطی پیدا کړی او د هدف پر لور په کړنو کی ونډه واخلی

مذاکره کی:[سمول]

باید احساساتو ته توجه ونشی د موضوع ټکو ته پام وشی که چیری مقابل لوری احساساتی شی باید خبره له مثبت نقطی راونیول شی او په منځ کی د مقابل لوری ته چی امکان نلری اشاره وشی او په مثبت فکر ختمه شی مذاکره گټل یا بایلل نه دی (مقابله نه ده) یو شریک هدف ته رسیدل دی مخکی تر مذاکری باید د مقابل لوری هدف پوره درته معلوم وی او خپل اهداف هم درته معلوم وی چی څه غواړی په مذاکره کی چی یو څه نه غواړی هیڅ کله ځواب په "نه" مه وایه خبرو ته وسعت ورکړه او د خبرو په توسعه کی خپلی بریا ته لار هواره کړه د مقابل لوری مخه ډب کړه که چیرته مونږ مستقیما نه ووایو نو درقابت شکل اختیاروی او له رقیب سره مقابله کیږی نه مذاکره د رقابت شکل باید د خبرو په توسعه اود نزاکت په پوښ پټ وساتل شی

خالفت :[سمول]

که د مخالفت منبع پیدا کړو په ډیره اسانی سره ورته د حل لار هم پیدا کولای شو کله چی یوه ډله منځ ته راشی نود ډلی سره مختلف ارزښتونه، تگلاری او بارونه هم منځ ته راځی

د مخالفت منبع:[سمول]

سوء تفاهم، وینا د هغه څه باره کی چی غوښتنه یی شوی وی او ورسره مطابقت ونلری په پیغام پوره نه پوهیدل یا پکی څیړنه نکول دهغه څه کم وضاحت د کوم باره کی چی خلک توقع لری کله چی د خلکو گټه په خطر کی وی کمزوری رهبری یا کله چی رهبر پر خپلو وعدو عمل نه کوی

دمخالفت ختمول:[سمول]

اول باید جمله له داسی الفاظو شروع شی چی مقابل لوری ته پکی احترام شوی وی نه چی انتقاد پری شوی وی ځکله انتقاد مخالفت ته لمن وهل دی او همدا کولای شی د خبرو محیط جوړ کړی که په خبرو کی د مخالف له طرفه پری غلطی ثابته شی باید بښنه وغواړی او خپله غلطی ومنی دوه غصی کنټرول کړی: خپله غصه او د مخالف لوری غصه تل چی فکر کوو د فکر سره یو احساس هم پیدا کیږی کله کله دی احساس ته غصه وایو.

څنگه کولای شو د بل غصه کنټرول کړو؟[سمول]

دی مثال ته توجه وکړی : یو کس په شرکت کی کار کوی او د شرکت لخوا پری تور ولگول شو او له دندی لری شو دا کس ډیر په غصی راځی او خپل شکایت کوی که دی کس سره مستقیما مخالفت وشی نو د کس غصه لا زیاتیدای شی خو که ووای چی ما څه کړی چی زه له دندی لری شوی یم او مقابل لوری ورته ووای "هو" راځه چی وگورو همدا "هو" ټکی د ده پر غصی کنټرول دی او د مذاکری محیط ته لار هوارول

مخالفت:[سمول]

مخالفت کوم بد کار نه دی خو له مخالفت سره معامله سخت کارد که له مخالفت سره پر معاملی انسان پوه شی نو یو مثبت بدلون منځ ته راځی تر ټولو اول باید توجو سره غوږ کیږدو او خبری واورو چی مخالفت د څه باره کی دی مسله ته د بل له دیدگاه او نظر نه وگورو بیا پکی خپل نظر اضافه کړو خپل نظر کی داسی څه ووایو چی دواړو ته د منلو وړ وی او ممکن وی خپل موافقت وښایو او د موافقت غوښتنه وکړو په مخالفت کی صرف یو فکتور دی چی له مخالف لوری سره ستا اړیکی نوری هم ترینگلی او یا بهتری کړی هغه ستا سلوک او رفتار دی

نفوذکول, اثر یا تاثیر[سمول]

هغه مهارت ته د تاثیر لاندی وړل وایی چی د چا نظراو رفتار ته مثبت اړخ ور بښی او تبدیلی پکی راوړ لی شی هغه علمی قدرت او توانایی ته وایی چی بل څوک له نتیجه گیری وروسته ستا علمی ذخیره تر خپل ځان نه ډیره غنی وگڼی په سیاست کی د رهبر هغی تشریحی نظریه ته وایی چی په خپلو ویناوو د نورو کړنی او تگلاره بدله کړی

هغه د خبرو اوویناوومهارت چی د خلکو ملاټر خپل کړی

قدرت :[سمول]

هغه قدرت چی په اداری کرسی کی وی هغه قدرت چی انسان ته تجربی او علم وربښلی وی هغه قدرت چی ټولنی نه یی گټلی وی( په ټولنه کی احترام، ارښت، بارور) کومخلک چی دریم قدرت لری اکثرا په ښه توگه کولای شی خلک ترمثبت تاثیر لاندی راولی

په توجه سره اوریدل :[سمول]

هغه څه اوریدل چی دنورو دلچسپی پکی وی او په خپل فکری اواز کی یی نغښتی وی او په ژبه او د وجود په حرکاتو یی وایی ځکه په څه کی چی خلک د تاثیر لاندی راوړل غواړی باید اول یی درک کړی او همدا درک کول تاته یو له پاسه دری یادو شوو قدرتونو دربښی

د وجود ژبه:[سمول]

انسان باید ۵۰% خپل نظر مخکی تر دی چی خبری وکړی باید د وجود په حرکاتو یی ظاهر کړی د وجود حرکات په خلکو کی دوینا کوونکی د ویناباره کی باور ته ځای جوړوی همدی باور ته تاثیر ویلی شی پروپاگند د یوی ایډیالوژی شکل کی هم په خلکو تاثیر کولای شی او د دوی نظر بدلولای شی جذباتی خبری په طبعی شکل هم په دی کی مرسته کولی شی

د ځان پیژندنه:[سمول]

د ټول علم او عقل لپاره بنیادی شرط د ځان پیژندنه ده له نورو زدکړه د ځان پیژندنی کی مرسته کوی, له ماشومتوب نه مونږ له نورو زدکړه پیل کوو خو د وخت په تیریدو سره دا ویلای او درک کولای شوی چی ځه څوک یم ؟

ځه څه کولی شم ؟ دی کی د ځان پیژندنه مرسته کوی خو که ځان ونه پیژنو نو زمونږ د ژوند ډیره برخه به په نورو پوری اړه ولری ځکه چی څوک په دی ونه پوهیږی ځه څوک یم په دی هم نشی پوهیدلای چی څه کولای شم

اعتماد او انگیزه:[سمول]

څنگه کولای شو په خلکو کی انگیزه پیدا کړو چی څه مونږ غواړو پر دوی یی وکړای شو ؟ هغه انگیزه چی د خلکو په ذهن کی له مختلفو لارو ځایول غواړو باید هغوی ته خپل هدف وښایی تر څو دوی په هغه لور محرک کړی

پر خپل ځان اعتماد څه ته وایی ؟[سمول]

کله چی خپلی کمزوری کنټرول او اداره کوی باید خپل استحکام قوت او توانایی هم په نظر کی ونیسی په دی کی خطر نه ونه ویریږی او د خطر لپاره لار ولری غلطی دزد کړی لپاره وکاروی نه دځان دویرولو لپاره کله چی په څه پوه نشی په اعتراف او زدکړی کی ونه ویریږی پر خپل ځان اعتماد دی

د بل اعتماد پر ځان جوړولو لپاره څه ضرور دی ؟ تر ټولو اول باید خپل دیسپلین او پالیسی ترتیب کړو د بل پر ځان اعتماد لپاره بنیادی شرط دی

غرور او پر خپل ځان اعتماد کی فرق څه دی ؟ زما په اند پر خپل ځان اعتماد لرل د علم او هوښیاری نه کیږی او غرور له حماقت نه

صرف پر ځان اعتما دلرل هم ضرور نه دی بلکه په کوم کار چی ته پر ځان اعتماد لرل غواړی باید په کار هم پوه شی مثال: له چا انټرویو اخلی د انټرویو پر وخت ته وارخطا کیږی ته پر ځان اعتماد نلری ځنی وخت اعتماد لری خو د سوال په طریقه نه پوهیږی دواړه یو بل پوری تړلی دی

که له یوی داسی ستونزی سره مخ شو چی زمونږ علم او یا تجربه ورته کافی نه وی نو ضرور زمونږ ذهن د ډیر فشار لاندی راځی چی ځنی وخت د نا امیدی یا خفگان سبب هم گرځی د دی لپاره باید مقابله کوونکی خاصیت ولرو که چیرته مونږ مقابله کوونکی خاصیت ولرو نو څه چی زندگی راکوی په اسان ورسره معامله کولای شي.

دا هم وگورئ[سمول]

تړلي پیوندونه[سمول]

سرچینې[سمول]