منځپانگې ته ورتلل

د خوړو زهري کېدل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سريزه

   ټول ثناء او صفت هغه ذات لره دي چې انسان ئې پيداکړى او هغوئ ته يې د ژوند ټول اسباب برابر کړي دي درود اوسلام دي وي په رحمةاللعلمين دهغه په کورنۍ او د هغه په يارانو او پر هغه چا باندې چې پر ده ايمان لري .

ژباړه : الله تعالىَ فرمائې :خورۍ د پاکو شيانو څخه چې مادرکړي دي .

    څرنګه چې دانسان ژوند پرته له خوړو امکان نلري نو انسانان هميشه کوشش کوي چې په يو نه يو ډول خپل خواړه لاسته راوړي او دتل لپاره کوشش کوى چې د هغو خوړو څخه استفاده وکړي چې پاک وي او د دوۍ صحت روغ او د کار جوګه وګرځۍ . 

څرنګه چې خواړه د ژوند اساسي ماده ده نو بعضې وختونه دغه خواړه د انسانانو د بې احتياطۍ له سببه د ځينو بکترياګانو او ويروسونو په وجه زهري ګرځي . او وروسته دهمدې زهري خوړو د خوړلو په وجه انسانان په مختلفو ويروسي او بکترياوي ناروغيو اخته کيږي. چې ډيرې ناوړه اغيزې لري حتى د انسانانو د مړينې سبب ګرځي .

   نو په په همدې اساس ما دخوراکي توکو زهري کيدل تر سليک لاندې موضوع د محترم استاد عتيق الله   (لودين) تر لارښوونې لاندې ترتيب او تنظيم کړې ده او کوشش مې کړى چې هغه مواد او معلومات پکې راجمع کړم چې نن سبا ورسره زمونږ ټولنه لاس او ګريوان ده لکه د خوړو د زهري کيدو ميخانيکيت دهغې څخه پيداکيدونکې ناروغۍ ، د خوړو د زهري کيدو څخه مخنيوي . ددې موضوع په ترتيب کې ما د غوره کتابونو څخه استفاده کړې ده اميد دى چې زمادا ليکنه په اينده کې د درديدلي ملت بچيانو ته د استفادې وړ وګرځي . په اخره کې دچپرهار حمايوي دارالمعليمن د کيميا او بيولوژي د څانګې د ټولو استادانو څخه اوپه ځانګړي ډول د خپل لارښود استاد عتيق الله  لودين څخه ډيره مننه کوم ماسره يې د سيمينار په ترتيب او تنظيم کې ډيره مرسته کړې ده .دالله (ج) د دربار څخه ورته داجر عظيم او اوږ ژوند غوښتونکې يم .
                             په درنښت 

خواړه Food

      کله چې مونږ کارکوو زمونږ د بدن يوه برخه انرژي په مصرف رسيږي او جسم ستومانه کيږي. د ستړيا د رفع کولو او د بدن  تياريدل د کار لپاره خوړو ته ضرورت لري تر څو چې نوموړى نقصان تلافي کړي او زمونږ جسم بيا انرژي واخلي او د کار او حياتي فعاليتونو لپاره بيا اماده شي .

د خوراکي موادو تعريف او طبقه بندي :- تعريف :

    خواړه عبارت دهغه اساسي  موادو څخه دي چې د يوې خوا د بدن مصرف شوي مواد پوره کوي او د انساجو ، حجراتو د ودې او نمو سبب ګرځي او د بلې خوا د بدن دمختلفو اعضاوو د کار او حياتي فعاليتونو لپاره انرژي او قدرت اماده کوي . 
   د پورتني مطالبو څخه دارنګه معلوميږي کوم خواړه چې مونږ يې خورو لاندي وظايف سرته رسوي .

١- داسې مواد تهيه او اماده کوي چې زمونږ جسم له هغه څخه جوړشوى وي . ٢- د بدن زړې برخې تعويضوي او نوي اجزاء جوړوي . ٢- د بدن حرارت په معينه درجه ساتي . ٤- دکار اوفعاليت لپاره انرژي برابروي .

  هر هغه خواړه چې لرونکي د پورتنيو صفاتو او مشخصاتو وي دمکملو خوړو يا ساتونکو خوړو په نوم ياديږي . مثلاً شيدې داسې خواړه دي چې دماشومانو لپاره پورتني څلورواړه صفاته لري يعنې :- 

١- غوښه جوړوي ٢- حرارت توليدوي ٣- جسم ته قوت وربخښي او سربيره پردې بعضې معدني مالګې جوړوي چې د بدن لپاره ضروري ګڼل کيږي . اما بايد په ياد ولرو چې مکمل خواړه دلويانو لپاره هغه دي چې د قندي ، پروتيني ، شحمي ، معدني موادو او ويټامينونو لرونکې وي . د خوراکي موادو طبقه بندي: خوراکي مواد په دوه ډوله طبقه بندي کيږي . ١- خواړه د سرچېني له مخې : د سرچينې له مخې خواړه په دوه برخو ويشل کيږي . الف: هغه خواړه چې حيواني سرچينه لري لکه غوښه ، لبنيات او داسې نور. ب: هغه خواړه چې نباتي سرچينه لري لکه لوبيا ، تازه او وچې ميوې ،سابه او داسې نور.

٢-د غذايي موادو ترکيب

ټول خوراکي توکي له اوبو ، عضوي موادو څخه تشکيل شوي چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو. خواړه د ترکيب له مخې په دوه ډولو ويشل کيږي . ١- اوبه Water ٢- وچ مواد Dry Material 1- اوبه (Water) :

       اوبه يو کيمياوي مرکب دى چې د H او O څخه جوړ شوى چې د حيواناتو او نباتاتو د انساجو په ترکيب کې ډيره برخه اخلي. د نباتاتو فعالې برخې د ودې په وخت کې د  او به لري .

د اوبو دندې :

      اوبه د حيواناتو او نباتاتو په فزيالوژيکي سيستم کې غوره دندې سرته رسوي چې په لاندي توګه دي .

١- ټول ضروري مواد د حيواناتو او نباتاتو په بدن کې د يوې برخې څخه بلې برخې ته د اوبو په وسيله ليږدول کيږي. ٢- ددې له پاره چې ضروري مواد په بدن کې د يو ځاى څخه بل ځاى ته وليږدول شې بايد په اوبو کې منحل وي . ٣- اوبه د بدن د تودوخې درجه کنترولوي . ٤- په بدن کې ټول کيمياوي تعاملات لکه د هضم عمل د اوبو په وسيله صورت نيسي . ٥- اوبه دحيوان او نبات انساج په عادي او نورمال ډول تازه ساتي . 2- وچ موادDry Material:

       د خوړو وچ مواد له دوو برخو نه جوړشوي دي چې يوبرخه عضوي او بله برخه يې غيرې عضوي مواد دي .

٢- عضوي مواد: په څلورو برخو ويشل کيږي a- کاربوهايدريتونه Carbohydrates b- پروتين Proteins c- شحميات Lipids d- ويټامينونه Vitamins a- کاربوهايدريتونه (Carbohydrates):

       کاربوهايدريتونه په خوړو کې يوه اقتصادي انرژيکي سرچينه ده . کاربوهايدريتونه په عمومي توګه په دوه ډوله دي يو منحل شکرې او بل يې غير منحل شکر ې.

د حيواني تغذيې له مخې کاربوهايدريتونه ډير اهميت لري. ځکه چې د نباتاتو ¾ برخې کاربوهايدريت جوړوي. کاربوهايدريت په طبيعت کې په درې شکلونو پيداکيږي . مونو ، ډاى او پولې سکرايدونه. کاربوهايدريت هغه عضوي مواد دي چې د C،O او H څخه ترکيب شوي دي . چې د H او ترکيب يې د اوبو په شان دي يعنې د هر په مقابل کې موجود وي. حيوانات ساده او مرکب کاربوهايدريتونه په اسانۍ سره هضمولې شي نو ځکه غذايي ارزښت ډيروي . او پيچلي کاربوهايدريتونه لکه سلولوز په اسانۍ سره نه شي هضمولې چې ددې ډول کاربوهايدريت غذايي ارزښت هم لږ دى.

b- پروتين ) (protein : پروتين هغه نايتروجن لرونکي عضوي مرکبونه دي چې په سلو کې ١٦ برخې نايتروجن لري همدا علت دى چې د غذا د پروتينو د پيمانې دسنجولو په وخت کې د نايتروجن اندازه په ٦،٢٥ عددکې ضربيږي. د مثال په توګه که چيرې د نايتروجن اندازه د حيواناتو په غذاکې وي نو د پروتينو اندازه په نوموړې غذاکې دارنګه محاسبه کوو.

د حيواناتو د خوړو پروتين د حيواناتو دغذا او تغذيې له نظره په دوه برخو ويشل کيږي. ١- حقيقي پروتين :

        هغه پروتين دي چې د امينو اسيدونو څخه ترکيب شوي وي . ددې پروتينو دهضم محصولات يواځې امينو اسيدونه دي . د نباتاتو تخمونه او د حيواني منابعو پروتينونه په زياته اندازه حقيقي پروتينونه لري .

٢- غيري حقيقي پروتين :

       دا هغه مرکبات دي چې د امينواسيدونو څخه نه دي جوړ شوي اما په خپل ترکيب کې نايتروجن لري .د نباتاتو پاڼې دا ډول پروتينونه لري .
        حقيقي پروتينونه د حيواناتو د غذا او تغذيې له نظره ډير مهم پروتين دي . دا ځکه چې دا پروتينو نه د حيواناتو په معده او وړو کولمو کې په ښه توګه هضميږي . او د هغو محصولاتو څخه حيوانات د خپل ژوند د ادامې ،د نسجونو د ترميم او د محصولاتو د توليد لپاره په ښه توګه استفاده کولى شي .

غير حقيقي پروتين يواځې د شخوند وهونکو حيواناتو د غذا او تغذيې د اهميت وړدي د ا ځکه چې نوموړي حيوانات په خپله معده کې د مکروبونو په ذريعه غير حقيقي پروتين په حقيقي پروتين بدلوي . او بيا د هغه څخه د خپل ژوند د ادامې ،ودې او د محصولاتو د توليد له پاره استفاده کوي . پروتينونه مغلق عضوي نايتروجن لرونکي مرکبونه دي چې د امينواسيدونو څخه تشکيل شوي دي . امينو اسيدونه عضوي تيزابونه دي چې د يو زيات شمير اماين ګروپ لرونکي دي .

د غذا په پروتينو کې ٢٥ او يا د هغې څخه زيات امينو اسيدونو  موجود دي چې د هغې د جملې څخه ٢٠ امينواسيدونه د بدن د انساجو په تشکيل کې رول لري . چې د هغې جملې څخه ١٠ ضروري امينو اسيدونه (Essential) او متباقي غير ضروري امينو اسيدونه(Nonessential) دي .

الف: ضروري امينواسيدونه:

       هغه امينو اسيدونه چې د حيواناتو په انساجو کې د نورو عضوي مرکبونه څخه په کافي اندازه نه جوړيږي نو په غذايي موادو کې بايد په کافي اندازه موجود وي . ځينې دهغې څخه په لاندې ډول يادوو.

Argenine – Histidine – Isoleucin – Leucin – Lysin – Methionin – Phenylalanine – Threonine – Tryptophane – Valine

ب: غيرې ضروري امينواسيدونه :

        دا هغه امينو اسيدونه دي چې د حيواناتو په نسجونو کې د نورو عضوي مرکبونو څخه په کافي اندازه جوړيږي. نو له دې کبله ددې امينو اسيدونو موجوديت د حيواناتو په غذا کې ضروري ندي. ځينې د هغو څخه په لاندي ډول دي. 

Alanine – Aspartic acid- Citrulline – Cystine – Glutamic acid – Glycine – Proline – Hydroxy praline – Tyrosin – Serine . C- شحميات (Fat) :

       شحميات د انسان د خوراکي توکو له ډلې څخه دي چې په بدن کې د انرژۍ د پيداکيدو غوره سرچينه ګڼل کيږي .

شحمي مواد هغه ايسترونه دي چې د شحمي تيزابو او گلسرين د تعامل څخه لاسته راغلي چې په دې تعامل کې اوبه هم لاسته راځي . د يو ګرام شحمي مادې د سوځيدو څخه په بدن کې ٩٥٠ کالوري تودوخه جوړيږي. او دا د هغه تودوخې دوه چنده ده چې د يو ګرام پروتينو او يا يو ګرام کاربوهايدريتونو د سوځيدو څخه په بدن کې جوړيږي. شحمي مواد په هاضمې سيستم کې د کاربوهايدريتونو په پرتله ژر هضميږي او يو څه وخت نيسي نو ځکه کله چې څوک شحمي مواد وخوري ژر نه وږ ى کيږي. e- ويټامينونه (Vitamins) :

    هغه عضوي مرکبونه دي چې د حيواناتو په نسجونو کې په ډيره لږه اندازه د حيواناتو د ژوند د ساتنې،صحت او نورمال توليد لپاره ضروري دي .

ويټامينونه د حيواناتو په نسجونو کې د نورو عضوي موادو څخه نه جوړيږي . نو له دې کبله بايد د ساده معده لرونکو حيواناتو په غذا کې په کافي اندازه موجود وي . ويټامينونه په حيواني نسجونو کې د يو شکل څخه بل شکل ته بدليږي. اما ويټامينونه هيڅ وخت په انرژۍ نه بدليږي. پروويټامين :Pro vitamins

     د ويټامينونو هغه لومړني مواد چې د حيوان په بدن کې د هماغه خپل ويټامين اړتيا پوره کړي . 

د مثال په توګه د ويټامين A د پرو ويټامين څخه عبارت دي چې نوموړي مواد د vit A اړتيا پوره کوي . په بدن کې د ويټامينونو کموالى د Vitaminosis او د ويټامينوکموالى د Hypovitaminosis په نوم او که د ويټامينو مقدار د لازمي اندازې زيات شي د Hypervitaminosis په نوم ياديږي . د ويټامينونو ډولونه :

      په عمومي ډول ويټامينونه په دوه برخو ويشل شوي دي .

الف: هغه ويټامينونه چې په شحمي موادو کې د حل کيدو قابليت لري لکه: Vit A, vit D, vit E, vit K ب: هغه ويټامينونه چې په اوبو کې د حل کيدو قابليت لري . د ويټامينونو په دې ډله کې د B کمپلکس د کورنۍ ويټامينونه او ويټامين C چې د غذا او تغذيې له نظره Ascorbic acid په نوم هم ياديږي شامل دي . معدني مواد (Minerals)

      معدني مواد سره له دې د حيواناتو په نسجونو کې په ډيره لږه اندازه موجود دي . مګر بيا هم د حيواناتو په نسجونو کې ډيرې مهمي دندې سرته رسوي . نو له دې کبله د معدني موادو د کموالي په وخت کې حيوانات او نباتات په عمومي توګه ښه وده او توليد نه شي کولاى او په ډول ډول ناروغيو اخته کيږي .

د معدني موادو ډولونه : ١- هغه معدني مواد چې د حيواناتو نسجونه ورته په زياته پيمانه اړتيا لري. د ا مواد کلسيم،فاسفورس ، سوديم ، مګنيزم ، پوتاشيم ، سلفر، او کلورين څخه عبارت دي ٢- هغه معدني مواد چې د حيواناتو په نسجونو کې په ډيره کمه اندازه د هغوئ د ژوند ساتنې ، روغتيا او توليد لپاره ضروري دي . دا مواد هم دغذا او تغذيې له نظره په لاندې برخو ويشل کيږي . الف: ضروري معدني مواد: دا هغه معدني مواد دي چې د هغو موجوديت د حيواناتو په نسجونو کې د حيواناتو د ژوند ساتنې ،روغتيا او توليدلپاره مهم دي .Fe, I, Cu, Zn, Mn, Co, Mo, Se, Cr او Fl په دې ډله کې شامل دي. ب: هغه معدني مواد دي چې دهغو شتوالى د حيواناتو په نسجونو کې امکان لري. د حيواناتو په روغتيا او توليد اغيزه لري. نکل ،قلعي ،ويناديم او سليکان په دې ډله کې شامل دي. ج: غيرې ضروري معدني مواد: دا معدني مواد د حيواناتو په نسجونو کې موجود دي . اما داسې فکر کيږي چې د هغو شتوالى د حيواناتو په نسجونو کې دهغوي په روغتيا او توليد باندې کومه اغيزه ونلري. لکه المونيم، جرمنيم ، کيديم ،ارسنيک ، سرب او سيماب په دي ډله کې شامل دي . د حيواناتو په بدن کې غذايي مواد لاندې دندې سرته رسوي ١- هغه غذايي مواد چې په بدن کې جوړښتي ساختماني دنده سرته رسوي لکه پروتين ،شحم ،معدني مواد او اوبه پورتنۍ دنده په شريکه سرته رسوي. ٢- هغه غذايي مواد چې د انرژۍ د سرچينې په توګه د تودوخې، توليد، کار او شحم ذخيرې له پاره ورڅخه کار اخيستل کيږي . دغه مواد عبارت دي له کاربوهايدريت . شحمي مواد او پروتيني موادو څخه عبارت دي . ٣- هغه غذايي مواد چې په بدن کې د موادو د تنظيم او کنترول په توګه کار کوي د ويټامينونو ، انزايمونو ، هورمونونو، معدني مواد او هم ځينې امينواسيدونو او شحمي تيزابو څخه عبارت دي . ٤- هغه غذايي مواد چې په بدن کې فرعي دندي سرته رسوي .

دخوراکي توکو زهري کيدل

     خوراکي توکي په دوه ډوله زهري کيږي چې يو ډول انتاني منشاء لري او بل ډول غيري انتاني منشاء لري.

مونږ يې لومړى انتاني منشاء مطالعه کوو . په دي ډله کې وايروسونه ،بکتريا او پرازيټونه شامل دي چې هر يو به يي په مفصل ډول وڅيړل شي . ١- وايروس Virus :

     يو کوچنى ارګانيزم دى  چې په سترګو نه ښکاري . د خپل ځانه کوم مستقل ميتابوليزم نه لري . بلکې د يو ژوندي سلول څخه استفاده کوي او دژوندانه مهم فعاليتونه په دې حجره کې سرته رسوي . 

هغه وايروسونه چې دخوراکي توکو دزهري کيدو سبب ګرځي په لاندې توګه دي . a- Noroviruses:

       دا يو ګروپ وايروسونه دي چې د خوراکي توکو د زهري کيدو باعث ګرځي . او حاد ناروغۍ مينځ راوړي . نښې يې زړه بدوالي ،سردرد ،دنس درد او لږه تبه ده .

په عمومي ډول دا ويروسونه دنوو ځوانانو او ماشومانو د غذايي تسمم سبب ګرځي چې په ماشومانو کې کانګې او ځوانانو کې نس ناسته رامينځ ته کوي. انتقال يي د ملوث شو اوبو ، د کبانو د غوښې او مستقيم تماس په واسطه صورت نيسي . خپريدنه (spread) يي په پرنفوسو ځايونو کې زيات وي لکه ښوونځي ،پوهنتونونه او ليليه ګاني او داسي نور . Noroviruses ددې وايروس له پاره قبول شوي نوم دى خو دا ويروس په نورو نومونو هم ياديږي لکهNorwalk-like.V همدارنګه Caliciviruses دا ځکه چې دا ويروسونه د Caliciviruses د کورنۍ پورې اړه لري. b- Rota virus:

       دا ويروس د خوراکي توکو د زهري کيدو سبب ګرځي . سختې او مزمنې ناروغۍ مينځ ته راوړي . نښي کانګې کول ، اسهال او تبه ده .

دا ويروس دماشومانو دغذايي تسمم سبب ګرځي . انتقال يي د مستقيم تماس او ناپاکو سبزيجاتو په واسطه دى . او خپريدنه يې په هغه سيمو کې چې ګڼه او ګوڼه پکې زياته وي ښه صورت نيسي . c- Hepatitis A:

     دې ويروس ته د زيړي ويروس هم ويل کيږي چې د خوراکي توکو د زهري کيدو باعث ګرځي . هرکله چې په دې ويروس منتن شوي خواړه څوک وخوري نو دا نښې په کې ليدل کيږي . تبه ،بې اشتهايې ، د نس درد ، ستړيا احساس کول ، د سترګو او پوستکي رنګ ژيړ کيدل.

دغه نښې د منتن شوو خوړو د خوراک څخه دوه مياشتې وروسته راڅرګنديږي بعضې وختونه د شپږو مياشتو څخه راڅرګندېداى شي . انتقال يي مستقيم تماس او په دې ويروس باندې د منتن شوو خوړو پواسطه صورت نيسي. ٢- بکتريا Bacteria :

      واحدالحجروي اورګانيزمونه دي او د خوړو د زهري کيدو سبب ګرځي .

دا ژوندي موجودات په دوه ډوله ناروغۍ مينځ ته راوړي . يو ډول بکتريا چې د انسان په داخل کې ژوند کوي او پرازيټي ژوند لري کولمې ميکروبي کوي او د کولمو د پړسوب سبب ګرځي چې د اوبو او معدني موادو په جذبيدو کې مشکل پيداکوي او د اسهال سبب ګرځي . دويم ډول هغه دي چې په خوراکي توکو باندې کيمياوي مواد توليدوي چې د خوراکي توکو د زهرجن کيدو سبب ګرځي . هرکله چې دا خوراکي توکي وخوړل شي نو د زړه بدوالى ، کانګې کول او اسهال مينځ ته راوړي . بعضې وخت پښتورګي د کاره غورځوي او خبره تر مرګه پورې رسيږي . هغه بکتريا چې د خوړو د زهري کيدو سبب ګرځي په لاندې ډول. a –سلمونيلا Salmonellae:

       سلمونيلا د ګرام منفي بکترياوو يو لوئ genus دى چې يواځې دوه نوعې يې د خوړو په زهري کولو کې رول لري . چې يو S.typhi او S.paratyphia دي . او ددې څخه چې کومه ناروغي مينځ ته راځي د Salmonella په نوم ياديږي .سلمونيلا يوه حاد ناروغي ده چې نښې يې زړه بدوالى ، کانګې ، دردونکى نس ناستى او سردردي. 

د ناروغۍ په اوږديدو سره دمفصلونو درد(Arthritis) هم پيداکيږي . هغه کسان چې معافيتي سيستم يې ضعيف وي . سلمونيلا پکې ډير تهديدونکې ناروغۍ مينځته راوړي دغه بکتريا دهغو خوړو په واسطه چې بايد ضرور پاخه شي (undercooked) لکه هګۍ ،غوښه ،لبنيات او بحري ژوي چې د انسانانو په واسطه خوړل کيږي انتقاليږي .

b-Compylobacteria:
        د ا بکتريا هم د خوراکي توکو د زهري کيدو باعث ګرځي .

ددې بکتريا په واسطه حاد ناروغۍ مينځ راځي لکه اسهال ،کانګې ،سردرد ،تبه د عضلاتو درد. دا بکتريا په ټوله نړۍ کې تر ټولو زيات د خوراکي موادو تسمم کونکي بکتريا پيژندل شوي ده . انتقال يي دچرګانو د غوښې په واسطه ،غيرې تعقيم شوي شيدې او د ملوث شوو اوبو په واسطه صورت نيسي . c-Staphylococcus:

     بکتريا هم د خوراکي توکو د زهري کيدو سبب ګرځي .

ددې بکتريا په واسطه سختې او مزمنې ناروغۍ مينځ ته راځي لکه شديد زړه بدوالى ،زياتې کانګې او نس ناستي سخت درد . دا بکتريا توکسين توليدو ي چې د ګيلو رامينځ ته کيدو مسوليت لري کيداي شي شديد ديهايدريشن رامنځ ته کيدو چې آن د شاک له امل کيږي . دا بکتريا خپل زهري مواد په هغه خوراکي توکو چې دکريم پواسطه ډک شوي ،کيکونه ، مټر ، سلاد او داسي نورو کې توليدوي . خو هغه زهري مواد چې په الوګانو ،مکروني او هګيو باندي توليدوي ډير خطرناک دي d-Bacillus cereus:

    دا بکتريا هم د خوراکي توکو د زهري کيدو سبب ګرځي.

ددې بکتريا په واسطه معمولي حاد ناروغۍ مينځ ته راوړي لکه کانګې کول ،بعضې اوقات اسهال او د نس درد . فعاليت يي په وريجو او هغه غذاګانو کې چې لږې سختې وي ډير چټک وي. د يو تخميني راپور له مخې داسي ويل کيږي چې دا بکتريا د ترهګرو په واسطه په وسلو کې استعماليږي د غذا او دماحول د ککړېدو سبب ګرځي . c-Escherichia coli(E.coli): دا بکترياګانې هم د غذا د زهري کيدو باعث ګرځي . بيلا بيل کلينکي او پتالوجيکي بدلونونه رامينځ ته کوي چې ټول يي د نس ناستي سره مل دي . ددې بکترياو ځينې انواعي په لاندې ډول دي .


١-Enterotoxigenic E.coli (ETEC) :

     د سفري نس ناستي (travelers diarrhea) غوره لامل دى دا ارګانيزم د تودوخې سره مقاوم دى او يو غيرې انتيروتوکسين توليدوي چې د نس ناستي او کانګو لامل کيږي . د تفريح دوره يي ٢١ ورځې ده .

ناروغۍ يي ٢-٣ پورې دوام کوي د ميکروب ضد له درملو څخه په درملنه کې ګټه اخستلاي شي . ٢-Entero-invasive E.coli (EIEC) :

        دا ډول يي شجيلا ته ورته دي چې د کولمو د کولونه پر مخاطي ژونکو باندې بريد کوي او ددې د تخريب لامل کيږي انټيروتوکسين نه توليدوي .

بيړنى او بلن نس ناسته ،د ګيډې کرمپي درد او په ډکو ميتيازو کې د ويني شتون يي دوديزې نښې يا ګيلي دي چې نادراً شديديږي . ٣-Enteropathogenic E.coli(EPEC) :

      دا د نوو زيږيدلو ماشومانو د نس ناستي مهم لامل دي چې دکولمو دتخريب او نارمل جذبيدو ظرفيت د خرابوالي لامل کيږي . ګيلي يي له خفيف نس ناستي څخه تر وينه لرونکي نس ناستي سير کولاي شي .

٤-Entero-aggregative E.coli(EAEC) :

   دا ډول له مخاط سره د نښليدو لپاره کود لري خو کولاي شې چې ځايي فعال انتيرو توکسين هم توليد کړي . په دې ډول کې نس ناسته دوامداره وي .

٥- Enterohaemorrhagic E.coli(EHEC) :

           دا ډول د نښلېدو لپاره کود لري او هم يو ډول انتيروتوکسين (Verocytotoxin) چې  shiga toxin سره ورته والى لري توليدوي .

7:7 E.coli 015 ددې ښه پيژندل شوي ډول دى ١٠-١٠٠ ارګانيزمونه د ناروغۍ دمنځ ته راتګ لپاره پکار دي همدارنګه کيداي شي شيدې ،کاهو ،سرې ملۍ او دمڼې جوس ککړ کړي او دانتان سرچينه شي. تفريحي دوره يې ١-٧ ورځې ده . په لومړي سرکې اوبلن نس ناستى د ګيډې د دوامداره او شديد درد سره يوځاي وي همدارنګه کانګې او تبه موجوده وي. وروسته وينه په stool موادو کې څرګنديږي . ٣- پرازيټ parasites :

      بعضې وخت دا پرازيتونه هم د خوراکي توکو د زهري کيدو سبب ګرځي . دغه پرازيټونه اکثره وخت د غيرې صحي اوبو پواسطه بدن ته انتقاليږي . چې وروسته د ناروغيو سبب ګرځي .

هغه پرازيټونه چې د خوراکي توکو دزهري کيدو سبب ګرځي په لاندې ډول دي . a- Gardia:

     دا پرازيټ د اوبو د زهري کيدو او ملوث کيدو باعث ګرځي . کله چې دغه اوبه د انسان په واسطه وڅکل شي نو انسان په اسهال اخته کيږي نو دغه اسهال بعضې وختونه تر دوه هفتو پورې دوام پيداکوي .

انتقال يې د خرابو او چټلو اوبو پواسطه دى . دمستقيم او منتن شوي غذا پواسطه هم انتقاليږي . b- Cryptosporidium :

       دا پرازيټ هم د غذا د زهرجن کيدوسبب ګرځي . باالخصوص د اوبو د زهرجن کيدو سبب ګرځي .

د ا پرازيټ د حاد ناروغيو سبب ګرځي چې په لويه پيمانه اوبلن نس ناستى ورسره وي دتفريح دوره يي د ٢-٤ هفتو پورې ده . د ناروغۍ دوام د ٣-٤ ورځو پورې دوام کوي . په هغو خلکو کې چې ضعيف معافيتي سيستم لري دا ناروغۍ تر ډير وخت پورې پکې اوږدېداى شي . انتقال يې د غيرې صحي اوبو او ناپاکه خوړو په واسطه دى . ٤- هغه خوراکي توکي چې په خپل ترکيب کې زهري مواد لري:

    چې دهغې په استعمال سره انسانان په ناروغيو اخته کيږي .چې په لاندې ډول ذکر کيږي . 

A- د مرخيړيو تسمم (Mashroom Toxin): مرخېړي يو ډول نبات دى چې بعضې نوعې زهري مواد لري . د زهرجنو مرخېړيو تر خوړلودوه ساعته وروسته دتسمم ګيلي پيليږي . چې کله نا کله پنځه سندرومونه رامينځته کوي . الف – هغه مرخېړي چې Ibottenic acid او Muscim ولري او وخوړل شي ګيلي يي د بيړني الکوليک تسمم ناروغۍ سره ورته والى لري . چې د دماغو خړ پړتيا، ناراحتي او د ليدو تشويش باندې متصف دي چې تر دې وروسته معمولاً کسالت ځرګنديږي چې دا ګيلي په ٢٤ ساعتونو کې له مينځه ځي . ب: هغه مرخېړي چې Muscarine لري او وخوړل شي د اعصابو فعاليت زياتوي چې د کلينيک له نظره د لاړو زياتوالي ، د اوښکو بهيدل ، خولې کيدل ، Blurred vision (چې انسان ته يوشي دوه ښکاري( ، د ګيډي بريښ او د نس ناستي ځانګړتياوي لري . ج : هغه مرخيړي چې Psigcybin او Psilocin ولري بيړنى عصبي تشنج رامينځ ته کيږي لکه Hallucination (ويره يا وهم) او ناوړه کړه وړه چې ددوه ساعتو په موده کې له مينځه ځي . د: Corprinus atramentarrius مرخيړي يو ډول زهري مواد لري که چېري ددوۍ تر خوړلووروسته په ٤٨ ساعتو کې الکول وڅښل شي نود سرخوږ ، Flushing (يودم جاري کيدل) ، بي حسي ، زړه بدوالي او کانګو لامل کيږي. ه : پنځم ډول يي هغه مرخيړي دي چې په خوړلو سره مريض شخص په کانګو، زړه بدوالي ګيډې دردونو او نس ناستي باندې متصف کيږي . ددې مرخيړيو تر خوړلو وروسته هغه مواد چې تر اوسه پيژندل شوي نه دي د هاضمې جهاز د تخريش سبب ګرځي . د ګيډې دردونه او نس ناستى چې د ٦-٢٤ ساعتونو په موده کې مينځ ته راځي چې دځيګر او د پښتورګو په عدم کفايه تعقيبيږي . د: زهرجنو مرخيړيو يو هغه ډولونه چې Amatoxin او Phallotoxin لري ددې سندروم مسوليت په غاړه لري چې ددې ډير مهم ډولونه د Amanita phalloides ،Amanita virosea او Amanita verna څخه عبارت دي . دا ناروغۍ دوه پړاوه لري . د ګيډې درد او نس ناستى ډير شديدي وي او د ٢٤ ساعتو په موده کې ښه کيږي بيا ناروغ ١-٢ ورځې روغ پاتې کيږي مخکې تردې چې وينې او پښتورګو په عدم کفايه اضافه شي د مړيني اندازه 20-50% پورې راپور ورکړل شويدى Gyromitra genus مرخيړيو تر خوړلو وروسته هيمولايزيس ، اختلاجات او کوما مينځته راتلاى شي خو دا زهر نشي کولاى چې د پښتورګو بيړني عدم کفايه مينځته راوړي . B – پارالاتيک شيل کب توکسين: Saxitoxin د Dinoflagellates څخه چې دا بياله Mussels (د تروو اوبو يو ډول تي لرونکي ژوي دي )، Clams (يو ډول صدف دى چې خوړل کيږي) ،Scallops (صدف وال کب) څخه حاصليږي تر خوړلو وروسته يي د ٣٠ دقيقو په موده کې ګسترو انترايتس رامينځ ته کوي چي بيا د تنفسي فلج تعقيبيږي. C – د سيګواتر کب تسمم: د ګرمو اوبو coral reef کب ciguatoxin توليدوي چې تر خوړلو وروسته يي ١ الى تر ٦ ساعتونو په موده کې دهاضمې جهاز ګيلي لکه زړه بدوالى ، کانګې ،د ګيډې کرمپي (بريښ) درد او نس ناستى رامينځ ته کيږي چې بيا د شونډو ، ژبې ، ستوني او نهاياتو په کرختوب ، عضلي دردونه ، دبندونو درد ، وچه بې خونده خوله ، خارښت اوپرپرمختللى(Flaccid) فلج تعقيبيږي شرقي (pacific) او کارابين کې د کال ٥٠٠٠٠ پيښې ليدل کيږي چې 0,1% يي مړه کيږي او د هاضمې جهاز تکاليف ژر اصلاح کيږي خو نيوروپاتيک څرګند تياوي يې کيداى شي مياشتې دوام وکړي . D- د سکرمبو توکسيک کب تسمم: هيستيدين چې په scrombroid کبانو کې (Mackerel, Tuna, Bonita) ښه ذخيره نشي د باکترياو په واسطه په هستامين او نورو کېمياوي موادو بدليږي چې تر خوړلو وروسته په يوه دقيقه کې سوروالي، سوخت ، خولې ، لړه مې ، برانکو سيزم ، خارښت ، سردردي ، کوليک ، زړه بدوالى ، نس ناستى او د وينې فشار ښکته والى رامينځ ته کوي . درملنه کې يي د سالبو تامول او د هستامين ضد درملو څخه ګټه اخيستل کيږي . کله کله وريدي مايعاتو ورکولو ته اړتيا پيښيږي . څرنګه چې مونږ د خوړو د زهري کيدو عوامل وڅيړل نو اوس هغه ناروغي چۍ د خوړو د زهري کيدو څخه مينځ ته راځي لولو .



د خوړو تسمم (Food poisoning) تعريف:

       ټولي هغه ډله ناروغۍ چې د ککړو شويو خوړو د خوراک له امله مينځته راځي . کيداى شي دا خواړه دانتان يا د زهرجنو موادو پواسطه ککړشوي عبارت دي . 

د خوړو تسمم ناروغۍ ته يو کتنه Food poisoning overview  :

      د خوړو تسمم يوه عامه ، حاد ليکن بعضې وخت مرګوني ناروغي ده . معمولي نښې يې زړه بدوالى ، کانګې کول ، دنس درد او اسهال چې په ٤٨ ساعتو کې دننه راښکاره کيږي .

سختې ګيلي يې تبه ، په پوستکي باندې سور وزمه دانو راختل ، خونريزي ،د بدن داوبو ضايع کيدل او عصبي تشنج دى . څرنګه چې دا ناروغي ساري ده نو کيداى شي چې د يو شخص څخه بل شخص ته انتقال شي او يا هم يو ډله خلک پرې اخته شې . د CDC (centers for disease control) د راپور له مخې هر کال په امريکا متحده ايالاتو کې ٤٨ مليونه خلک په دې مرص اخته کيږي. ١٢٨٠٠٠ خلک په هسپتال کې بستر (Hospitalize) کيږي او د ٣٠٠٠ نه زيات ددې ناروغۍ له وجې مري .


د خوړو تسمم ناروغۍ عوامل Food poisoning causes :

 د ٢٥٠ نه زياتې پيژندل شوې ناروغۍ د خوړو پواسطه انتقاليږي . د CDC د راپور له مخې ٦٨% د خوړو تسمم ناروغۍ دنامعلومو عواملو پواسطه مينځ ته راځي چې بعضې يې ډيرې شديدې وي. 

د خوړو تسمم ناروغۍ زياتې دوسيه ګانې (cases) نه دي ثبت شوي دا ځکه چې دا ناروغۍ عامې او معمولي نښې لري او علاج يې هم په اسانه توګه او حتى په کور کې هم صورت نيولاې شي . د دې ناروغۍ پيژندل شوي عوامل په دوه برخو ويشل کيږي . ١- Infectious agents : هغه د خوړو تسمم ناروغۍ چې ميکروبي سرچينه لري لکه وايروسونه ، بکتريا او پرازيتونه . ٢- Toxic agents : هغه د خوړو تسمم ناروغۍ چې زهري سرچينه لري لکه زهري مرخيړۍ او داسي نور. د خوړو تسمم نښې او علامې Food poisoning symptoms :

   د خوړو تسمم ناروغۍ نښې او علامې دملوث شووخوړو دنوعيت پورې اړه لري .

د خوړو تسمم بعضې نښي کيداې شي چې په چټکۍ سره ښکاره شي مګر بعضې نښې د ډير ځنډ وروسته ښکاره کيږي . عامې او معمولي نښې يې عبارت دي له : ١- د زړه بدوالى Nausea ٢- کانګې کول vomiting ٣- اسهال Diarrhea ٤- دنس درد (څړيکه) Abdominal cramping د خوړو په تسمم اخته ناروغانو ته طبي پاملرنه :

     هر کله چې په يو شخص کې لاندې نښې او علامې وليدل شي بايد ډاکتر ته مراجعه وکړي . 

١- زړه بدوالى ، کانګې کول او اسهال که چيرته د دوه ورځو نه زيات دوام وکړي . ٢- که چيرته ناروغ شخص ماشوم وي ژر تر ژره بايد ډاکتر ته وښودل شي . ٣- که چيرته د ګېډې د درد سره تبه موجوده وي . ٤- هر کله چې ديوې کورنۍ ټول غړي په دې مرض اخته وي . ٥- هرکله چې مايعات په دوامداره توګه ضايع کيږي . ٦- هر کله چې ناروغ شخص په بل داسې مرض اخته وي چې معافيتي سيستم يې کمزورى شوى وي لکه HIV/AIDS په مرض باندې اخته شخص وي . ٧- هر کله چې مريض شخص حاملداره وي . ٨- دناروغۍ په دوران کې د عصبي ګډوډي پيښيدل . د لاندې نښو په ليدو سره بايد مريض شخص په عاجله توګه کلنيک ته ورسول شي او تداوي ېې په سمدستي توګه پيل شي . ١- که دناروغ شخص د زړه ضربان ودرېږي ،خوبولى وي او په ليدو کې تکليف ولري . ٢- هر کله چې د تبې شدت د ٣٨،٨ سانتي ګريد يا ١٠١فارنهايت څخه زياته وي او د ګېډې درد ورسره موجود وي . ٣- هر کله چې شديد درد ولري . ٤- د ستر ګو او پوستکې رنګ ژيړيدل . ٥- دناروغ شخص د معدې او نس پړسوب. ٦- که چيرته ديو شخص يورين بند شي او يا کم شي اويا د يورين رنګ تور اوښتى وي ٧- که چيرته يو شخص په تنفس ، خبرو کولو او د غذا په تيرولو کې مشکل ولري . ٨- دناروغ شخص په پوستکي باندې د دانو راښکاره کيدل . د خوړو تسمم د ناروغۍ تشخيص Food poisoning Diagnosis :

       د خوړو تسمم دناروغۍ دتشخيص له پاره لومړى دمريض شخص فزيکي معاينات يا ټيسټونه کيږي لکه د وينې فشار کتل ، د نبض کتل ، د ساه اخيستنې اندازه معلومول او همدارنګه د بدن د حرارت درجه معلومول او هم مريض شخص په فزيکي ډول کتل کيږي لکه په پوستکي باندې د دانو مشاهده کول او هم د ګېډې پړسوب کتل تر څو دناروغۍ حالت معلوم شي. 

په دويم پړاو کې ځينې لابراتواري معاينات اجراء کيږي لکه د (stool) موادو معاينه کول تر څو د وينې او موکس اندازه پکې معلومه شي . د phage پواسطه تشخيص کول يعنې د phage تشخيص تر ټولو داعتماد وړ امتحان دى . کله ناکله د ادرارو معايناتو پواسطه هم ددې ناروغۍ تشخيص کيداې شي . همدارنګه ددې ناروغۍ تشخيص د وينې د بعضې معايناتو پواسطه هم کيږي . دامعاينات هغه وخت اجراء کيږي چې ناروغي شدت ولري . د خوړو تسمم ناروغۍ تداوي Food poisoning Treatment : د خوړو تسمم لپاره دوه ډوله تداوي صورت نيولى شوي . ١- کورنۍ تداوي Self-care at home :

     د خوړو تسمم بعضې حالتونه لکه اسهال او لږ قى کول چې د ٢٤ ساعتو څخه کم وخت نيسي کولاې شو په کور کې تداوي کړو .

A – هرکله چې اسهال او کانګې کول يو شخص ولري بايد کلک شيان ونه خوري. B- دمايعاتو د ضايع کيدو دمخنيوي پخاطر بايد مريض شخص ته مايعات په مکرر ډول ورکړل شي. C- همدارنګه بعضې کورني ادويات لکه چاى ، ليمو او زنجبيل هم د نس ناستي او قي کولو لپاره استعماليداې شي. D- د قي او نس ناستي د دريدو څخه وروسته بايد خوراک ورو ورو شروع شي. مريض شخص ته بايد هغه خواړه ورکړل شي چې ساده وي يعنې په اسانه هضم شي. ٢- طبي تداوي Medical treatment :

        مريض شخص بايد په کلنيک کې بستر شي . مايعات بايد ژر ژر ورکړل شي د ضرورت په وخت کې وريدي مايعات بايد ورکړل شي. 

د نس ناستي او قي کولو ضددواګاني بايد مريض ته ورکړل شي. ډاکتر بايد مريض شخص ارام وساتي. په بعضو حالاتو کې لکه (shigellae) کې بايد انتي بيوتيک ورکړل شي مګر د خوړو تسمم ناروغۍ په نورو حالتونو کې د انتي بيوتک د استعمال څخه جلوګيري وشي چې په نورو حالتونو باندې منفي اغېزه لري د زهري مر خېړيو په تسمم کې مريض بايد په چټکۍ سره تداوي شي او وريدي مايعات زيات ورکړل شيantitoxin ادويات بايد ورکړل شي ځکه چې دا ډول تسمم ډېر شديد وي دخوړو تسمم ناروغۍ مخنيوى  : Food poisoning prevention

        دخوړو تسمم ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد يو څو نقاط په نظر کې ونيول شي لکه :په صحيح توګه د غذا پيرودل ،پخول او د هغې ذخيره کول 

١- په صحېح ډول د خوړو پيرودل safe shopping :

 -   د تازه خوراکي توکو پيرودل او هغه زر تر زره کور ته رسول 
 -  د خوراکي توکو دانتقال په وخت کې بايد سورۍ ېا شلېدلې تيلۍ استعمال نشي 
 -  تاريخ تېري (expire )خوراکي توکي بايد وانه خېستل شي 
 - دانتقال په وخت کې بايد خامه غوښه دنورو خوراکي توکو څخه جدا انتقال شي

٢- په صحيح ډول د خوړو ذخيره کول safe-storage :

 -  د غوايې ، چرګ او ماهي خامه غوښه د يخچال تر ټولو يخ ځاى کې وساتل شي
 -  د يخچال د حرارت درجه کتل . يخچال بايد په  او فريزر بايد په  کې وساتل شي. 
 -  قېمه شوې غوښه ،د ماهي او چرګ غوښه بايد په دوه ورځو کې دننه پخه او يا يخ شي 

٣ – په صحيح ډول د خوړو تيارول safe-food preparation  :

 -  د پخلي ټول سامان الات بايد پاک وساتل شي .
 -  د خامې غوښې د تيا رولو څخه مخکې او وروسته بايد لاسونه وينځل شي 
 -  د خوړو د تيارولو ځاى بايد همېشه د کلورين په %١ محلول باندې پرېمنځل شي.  
٤- په صحيح ډول د خوړو پخول safe cooking 

د غوښې د پخولو لپاره د ترمامېتر استعمالول .

 -  دقېمه غوښې پخول په                      
 - د چرګ قېمه غوښې پخول په            
 - د ماهي غوښې پخول په                    
 -  د چرګ غوښې پخول په                    
 -  د خوسي ، وري او پسه غوښې پخول  
 -  ګرم خواړه بايد ګرم او يخ خواړه بايد يخ وساتل شي 
 -  هيڅکله پاخه شوي خواړه د دوو ساغتو څخه زيات پرېنښودل شي . 
         هغه بکتر ياګانې چې د خړو دتسمم د ناروغۍ سبب ګرځي  د کوټې په تودوخه کې ډېر په چټکۍ سره تکثر کوي نو بايد خواړه هيڅکله په کوټه کې ونه ساتل شي کوشش وشي چې په يخ ځاى کې وساتل شي .






نتېجه

       خواړه د ژوند لپاره يوه اساسي ماده ده چې ژوند د خوړونه بغېر بقا نلري خواړه د منبع له مخې به دوه ډوله پېداکېږې چې يو يې حيواني منبع ده او بل يې نباتى منبع ده 
        خواړه په خپل ترکيب کى مختلف مواد لري چې عبارت دي له کاربوهايدريتونو ، شحميات د ويټامينونو او پروتين څخه. څرنګه چې خواړه دژوند اساسي ماده ده نو د غيرې صحي خوړو په استعمال سره بعضې ناروغۍ مينځته راځي چې ډيرې خطرناکې وي لکه د خوړو تسمم .
        مونږ بايد هميشه کوشش وکړو چې د خوړو دزهري کيدو مخنيوي وکړو . د خوړو زهري کيدل ، دهغې څخه پيداکيدونکې ناروغۍ .تداو ي او مخنيوى د پام وړټکي دي چې بايد په نظر کې ونيول شي . او هميشه بايد کوشش وکړو چې د خوړو اخيستل، دهغې تيارول او د هغې پخول په بايد په صحي ډول ترسره شي تر څو د مشکلاتو سره مواجې نه شو .  

اخځليکونه ١- جبارخيل ، عبدالناصر. (١٣٨٦).انتاني ناروغۍ . دننګرهار طب پوهنځي . 2- R.Eley, Adrain. Microbial food poisoning. Chamand and Hill.1996 3- Tricket , Jill. The prevention of food poisoning. Stainly thoranes (publishers). 1992. 4- www.foodpoisonjournal.com 5- www.foodborneillness.com