منځپانگې ته ورتلل

د خوست کلابندي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خوست کلابندي
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
siege (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځای
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
پيل موده
جنوري ۱۹۸۰ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
پای
۱۱ اپريل ۱۹۹۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ګډونوال
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۳°۲۰′۰۰″شمال ۶۹°۵۵′۰۰″ختیځ / 33.33333°شمال 69.91667°ختيځ / 33.33333; 69.91667 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کي د شوروي-افغان نهه کلنې جګړې او ورپسې د افغانستان د کورنۍ جګړې په ترڅ کي د خوست ښار د یوولسو کلونو څخه زیات په کلابندۍ کي پاته سو. ددې ښار د هوايي ډګر درې کیلومتره اوږدې ځغاستلیکي د شوروي ځواکونو لخوا د الوتکو د عملیاتو لپاره د اډې په توګه کار کاوه.

کلابندي د شوروي ځواکونو له خوا پر افغانستان د یرغل وروسته سمدلاسه پیل سوه، او افغان چریکانو د خوست او ګردیز ترمنځ د یوازینۍ ځمکنۍ لاري واک ترلاسه کړ، چي په دې توګه یې د شورويانو پرمختګ له خنډ سره مخ کړ.

د ۱۹۸۳ کال د جولای په پای کي د جلال الدین حقاني ځواکونو د خوست دوې سیمي کلابندي، او د تڼيو، منګلو، ځاځيو او وزیرو قبیلو په جګړه کي فعاله ونډه پیل کړه، خو یاد ولایت نه یوازي دا چي ونه نیول سو، بلکي د اکتوبر په میاشت کي د تڼیو قبیلې د ځدراڼو سره د قومي دښمنۍ له امله له ټلوالي څخه ووتله. ورپسې د ژمي په رارسېدو سره ډېر یاغیان هم کورونو ته راستانه سول، او د دسمبر په پای کي د ګردېز څخه راغلو حکومتي ځواکونو د دواړو ښارونو محاصره ماته او ځاځي میدان یې بیرته فتحه کړ. [۱]

د خوست د پورتنۍ کلابندي د خلاصون لپاره د مجسټرل عملیات ډېر مهم یرغل وو، چي د ۱۹۸۷ کال په پای کي پیل سوه، او ددوی لومړني کاروانونه د ۱۹۸۷ کال د دسمبر په پای کي د خوست کلابندو سیمو ته ورسېدل. تر یادي پیښي څه عمر وروسته کله چي د شوروي اصلي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، د مجاهدینو ډلو یو ځل بیا پر خوست باندي تاړاک پیل کړ کړ.

دوی د پاکستان د استخباراتو په مرسته د قوماندانانو د شورا له جوړېدو وروسته چي د پېښور اووه ډلې پکښي یوځای سولې، او د خوست د نیولو لپاره یې برید همغږي کړ. د مجاهدینو لپاره د پخواني ځانګړي استازي پیټر ټامسن په وینا یاد برید د مجاهدینو په پرتله تر ډېره پوري د ISI عملیات وه، چي د افغان حکومت په وړاندي یې ترسره کړل. برید د ګلبدین حکمتیار ، جلال الدین حقاني او د محمد نبي محمدي په مشرۍ د سیمه ییزو احمدزیو قبیلو د حزب اسلامي ځواکونو لخوا پیل سو، او د حزب اسلام او حقانيه ډلو له ماتي وروسته احمدزيانو ته مشرتوب وسپارل سو، چي بالاخره هغوی وتوانېدل ترڅو ښار ونیسي، او په پایله کي یې د لویدیځ او پاکستان په مرسته د مارچ په ۳۱، ۱۹۹۱ کي بریا ترلاسه کړه.

سرچینې

[سمول]

https://books.google.com.af/books?id=ToYxFL5wmBIC&redir_esc=y

  1. . November 30, 1990. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)