منځپانگې ته ورتلل

د حیات آباد خصوصي ښوونځي پرانیست غونډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دحیات آباد خصوصي ښوونځی پرانیست غونډه د قاري نوید همدرد لخوا د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه ،

په پیل کښې انجنیر نصرت الله دولت زي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د حیات آباد خصوصي ښوونځي په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

نوموړي وویل ؛ حیات آباد خصوصي ښوونځی یو مسلکې ښوونځی دی چې دحیات خان د نوم د چتر لاندې د خلکو د غوښتني سره سم يې په لومړي ځل په ختیځ زون کښې د #تعلیم_د_ټولو_لپاره د شعار سره په فعالیت پیل کړی دی، چې هدف مو هر کور ته د تعلیم رسول او د نوي کهول په تمامه معنی د علم په ګاڼه سمبالول دي.

د شهيد حاجي عیسی خیل د جومات ملا امام او خطیب مولوي محمد يونس وینا وکړه او د دینې او دنیوې علمونو په زده کړه يې رڼا واچوله، نوموړي زده کړه د ژوند ارزښت وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د خپلو اولادونو په سالمه روزنه کښې پوره ونډه واخلې.

همدارنګه د قومي مشرانو په نماینده ګۍ محمد کریم وینا وکړه او ددغه مکتب پرانیستل یې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله ،نوموړي په خپلو خبرو کښې د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او له خلکو یې وغوښتل چې خپل اولادونه په ښه او مسلکې علم سمبال کړي.

په ترتیب سره؛ ګران مشر او مخور محمد حضرت تورک ، د پوهني آمریت د نظارت غړی غنم ګل دولت زي او معلم شیرین آغا دولت زي ویناوي وکړي ،نوموړو په خپلو خبرو کښې خلک تعلیم ته وهڅول او په مسلکې زده کړو يې ټینګار وکړ او وې ویل ؛ مسلکي زده کړي د نن ورځې غوښتنه ده او په کار ده چې سر له وخته خپل اولاد ته د هغوۍ په خوښه مسلک وټاکۍ.

همدارنګه ددې ښوونځي مدیر انجینر پردیس الفت وینا وکړه او د مکتب د اداري پرسونل او د فیس په اړه يې لنډه معلومات وړاندي کړل ، په اخره کښې یې د راغلو میلمنو قومي مشرانو او ټولو ګډونوالو د راتګ څخه نړۍ نړۍ مننه وکړه او غونډه د پټۍ په پري کولو او د زنګ په وهلو پای ته ورسیده.


د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو د ادارې سره په تماس کې شئ

۰۷۶۶۱۰۰۶۶۰ ــــــــ ۰۷۸۸۱۰۰۶۶۰

نوټ : د بي وزله او یتیمانو لپاره ځانګړی تخفیف په نظر کښي نیول شوی دی.

پته: دولت آباد فامیلۍ ، یوولسم بلاک ،دپارلمان دپخواني غړي حاجی امیرجان کورته نږدې ، حیات آباد خصوصي ښوونځی
زمونږ سره په فیس بوک یو ځای شئ

تعلیم_د_ټولو_لپاره