د حضرت عمر (رض) ستر سلا کار
د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال
پته:www.andyal.com
خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان
د حضرت عمر (رض) ستر سلا کار
[سمول]( صحيح ابي داود:اته ويشتم ټوک،باب د لیونیو غلا:١٤٧ مخ ) په خپل سند له ظبيان له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : يوه لېونۍ ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې زنا يې کړې وه،چې له اصحابو سره تر سلا مشورې وروسته پايله د سنګسار حکم شو او حکم پلي کولو ته چې،یې بوتله؛نو حضرت علي راغى،و يې پوښتل: دې ښځې څه کړي ؟ورته وويل شول : دا ښځه لېونۍ، د پلاني ټبر ده او زنا يې کړې او حضرت عمر يې د سنګسار حکم کړى دى . حضرت علي وويل : بېرته یې بوځئ او عمر(رض) ته يې وويل : عمره؛ ایا خبر نه يې چې پر دې خلکو تکليف نشته ؟١_ لېونى،چې ښه شي . ٢_ويده،چې ويښ شي .٣_ماشوم،چې بالغ شي . حضرت عمر ورته وويل : هو ! علي : نو ولې يې سنګساروې ؟ علي ښځه پرېښووه او عمر (رض) څو ځل تکبير ووايه .
دا روايت بخاري په خپل صحيح، ( احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،١٤٠،١٥٤ مخونه ) ، ( دارقطني؛د حدود کتاب :٣٤٦ مخ ) ، ( متقي؛ کنزالعمال :درېم ټوک،٩٥ مخ ) او د وينا له مخې یې عبدالرزاق و همداراز مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ او عسقلاني او فتح الباري په بېلابېلو عبارتونو راوړى دى او په ځينو کې يې راغلي : حضرت عمر وويل : که علي نه و؛نو عمر به هلاک شوى و . او فتح الباري وايي : بې له نوموړيو د حديث نورو امامانو هم دا روايت نقل کړى دى .
( امام انس بن مالک؛موطاء : د الاشربه کتاب :١٨٦ مخ ) په خپل سند له حضرت ثور بن زيد ديلمي روايتوي،چې حضرت عمر بن خطاب د خلکو د شراب څښکلو په اړه مشوره وکړه،چې حضرت علي بن ابيطالب ورته وويل : فتوا مې داده،چې بايد اتيا کوړې ووهل شې؛ځکه چې شراب وڅښي؛نو مست شي؛نو چې مست شي؛نو چټيات وايي او چې چټيات يې وويل؛نو تورونه لګوي . حضرت عمر ورسره ومنله او تر هغه وروسته به يې شرابخواران اتيا کوړې وهل .
دا روايت (شافعي؛مسند : د الاشربه کتاب :١٦٦ مخ ) ، (حاکم؛مستدرک:څلورم ټوک،٣٧٥ مخ ) ، ( سيوطي؛درالمنثور: د مايده د سورت د انما الخمر و الميسر ترآيت لاندې ) او د وينا له مخې یې ابو الشيخ،ابن مردويه، حاکم،دارقطني د خپل سنن د حدود د کتاب په ٣٤٦ مخ کې او متقي د کنزالعمل د درېم ټوک په ١٠١ مخ کې راوړى دى .
( مستدرک الصحيحين : څلورم ټوک،٣٧٥ مخ ) په خپل سند له وبره کلبي روايتوي،چې وايي : حضرت خالد بن وليد د خپل ماموريت له ځايه حضرت عمر ته راولېږلم او مدينې ته،چې راغلم؛نو حضرت عمر په جومات کې له عثمان بن عفان،علي، عبدالرحمان بن عوف،طلحة او زبېر (رضى الله عنهم) سره و. ورته مې وويل : خالد بن وليد درباندې تر سلام وروسته وايي : خلکو شرابو ته مخه کړې او له هېڅ هم نه وېرېږي . حضرت عمر وويل : دا د رسول اکرم اصحاب دي؛نو له دوى وپوښته، چې څه وايي ؟ حضرت علي وويل : د شرابخور حد اتيا کوړې دى . خپل ملګري ته دې ووايه،چې شرابخور په اتيا کوړو ووهي .
دا روايت طحاوي هم د شرح الاثار د دويم ټوک په ٨٨ مخ کې له دوو لارو راوړى او مخکې يې ويلي :حضرت ابوبکر ژوندى و؛نو د شرابخور حد يې څلوېښت کوړې و او حضرت عمر هم تر هغه ورځې څلوېښت کوړې واهه .
او همداراز دارقطني هم د سنن د حدود د کتاب په ٣٤٦ مخ کې، بخاري د پينځلسم ټوک په ٧٣ مخ کې راوړى او طبراني،طحاوي، بيهقي ته يې د حضرت اسامه بن زيد له لارې نسبت ورکړى او په ٧٤ مخ کې يې عبدالرزاق له معمر بن ايوب له عکرمة ته نسبت ورکړى دى .
( مستدرک الصحيحين : لومړى ټوک،٤٠٠ مخ ) او د لومړي ټوک په ٤٥٧ مخ کې حضرت علي ته د حضرت عمر د مراجعاتو دوه کيسې راوړي،چې د دويمې لنډيز داسې دى : حضرت ابوسعيد خدري وايي : يو کال له حضرت عمر سره حج ته تللى وم،طواف يې،چې کاوه؛نود حجر الاسود مخ ته ودرېد او و يې ويل :خبر يم چې ته هېڅ ګټه او تاوان نه لرې او که رسول اکرم نه وې ښکل کړى؛نو ما به هم نه وې ښکل کړى . حضرت علي هم هلته و،چې و يې ويل : عمره داسې هم نه ده،چې ګومان کوې،دا تيږه له نورو تيږو سره توپير لري او دا تيږه ګټه او تاوان لري؛ځکه ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويې ويل : د قيامت پر ورځ به دا تيږه راوړي او پرېکنده به د هغوى پر ګټه شهادت ورکړي،چې موحد وي او دا تيږه يې استلام کړې وي . حضرت عمر وويل : پناه غواړم له خدايه،چې په داسې خلکو کې ژوند وکړم،چې ابالحسن پکې نه وي .
دا روايت ( کنزالعمال :درېم ټوک،٣٥ مخ ) هم نقل کړى او د هندي د کتاب فضايل مکه او مطولات په کتاب کې يې ابوالحسن قطان ته نسبت ورکړى ، حاکم هم په مستدرک، عبدالرزاق په جامع،سيوطي د انعام د سورت د (وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ ) تر آيت لاندې نقل کړى او بيهقي ته يې په شعب الايمان کې نسبت ورکړى، فخر رازي د (وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ. وَطُورِ سِينِينَ وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ) تر آيتونو لاندې نقل کړى،چې په وروستي کې يې راغلي،چې حضرت عمر وويل:ابالحسنه ژوندى دې نه يم په هغه قوم کې،چې ته پکې نه يې.
( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٤ مخ ) په خپل سندله حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت عمر خلک راټول کړل، چې د تارخ د مبداء (پیل) په اړه ورسره سلا مشوره وکړي . حضرت علي وويل : له مکې څخه مدينې ته د رسول اکرم هجرت د تاريخ مبداء کړئ؛ځکه دا هغه ورځ ده،چې رسول اکرم د شرک سيمه پرېښووه . حضرت عمر يې پرنظر عمل وکړ .
دا روايت ( ابن جرير؛تاريخ :دويم ټوک،١١٢ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :پينځم ټوک،٢٤٤ مخ ) کې هم راوړى او متقي وايي : حضرت عمر د خلافت له دوه نيم کالو تېرېدو وروسته تاريخ رادبره کړ .
( سنن بيهقي؛شپږم ټوک،١٢٣ مخ او همداراز : اووم ټوک : ٣٤٣ مخ ) حضرت علي ته د حضرت عمر د مراجعاتو په اړه دوه روايتونه نقل کړي،چې په دويم کې يې راغلي : يو سړى حضرت عمر ته راغى او ورته يې وويل :ما خپلې مېرمن ته وويل : واګې دې خپلې دي _البته دا يو کنايي تعبير دى او واقعي مانا يې مطلب نه ده _ آيا دا تعبير طلاق دى که نه ؟ حضرت عمر ورته وويل : د حج په موسم کې راشه . نو چې د حج په موسم کې راغى او کيسه يې بيا ورته وکړه؛حضرت عمر ورته وويل : هغه اصلع _ هغه چې پر تندي ويښتان نه لري _ سړى وينې ؟ ورشه او ويې پوښته، چې ورغى،هغه حضرت علي بن ابيطالب و؛نو و يې پوښتل : چا رالېږلى يې ؟ ورته يې وويل : عمر بن خطاب(رض) . حضرت علي ورته وويل : پر دې کور قسم وخوره، چې پر هغه دې له هغې خبرې مراد د ښځې طلاق نه و. سړى مخ په قبله ودرېد او ويې ويل : سړي قسم وخوړ،چې بې له طلاقه مې بل مطلب نه درلود.حضرت علي ورته وويل : ښځه دې طلاقه ده .
( سننن بيهقي؛اووم ټوک،٤٤٢ مخ له شعبي له حضرت عمر) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٦ مخ له مسروق له حضرت عمر) ، ( سنن بيهقي : اووم ټوک،٤٤٢ مخ په خپل سند له ابي الاسود دوئلي ) په دې اړه راوايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې شپږمياشتنى ماشوم يې زېږولى و؛نو حضرت عمر حکم وکړ،چې سنګسار يې کړئ. حضرت علي خبر شو، و يې ويل : نه ! دا حکم غلط دى،سنګسار دې نشي،حضرت عمر،چې واورېدل، حضرت علي يې حکم رد کړى؛و يې پوښته : څنګه کېداى شي د ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وشي . حضرت علي ورته وويل : د قرآن له دې دوو آيتونو جوتېږي، چې د حمل تر ټولو لږه موده شپږ مياشتې دي : (وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا) او بل (وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ) آيتونه دي؛ځکه ړومبي آيت د حمل او شيدو ورکولو موده دېرش مياشتې ښوولي او دويمي ايت ويلي : که د مور خوښه وي؛نو څلرويشت مياشتې شيدې ورکولاى شي؛نو پردې بنسټ د حمل لږ تر لږه موده شپږ مياشتې ده . عمر(رض) چې دا واورېدل؛نو ښځه يې پرېښووه او و يې ويل : ((لو لا على لهلک عمر؛يعنې که علي نه و؛نو عمر به هلاک شوى و )
دا روايت پر بيهقي سربېره (محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٩٤ مخ ) او د وينا له مخې یې عقيلي او ابن اسمان ، (متقي؛کنزالعمال :درېم ټوک،٩٦ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عبدالرزاق،عبد بن حميد،ابن منذر،ابن ابي حاتم او همداراز (کنزالعمال :درېم ټوک،٢٢٨ مخ ) او په ٢٢٨ مخ کې يې له قتادة له ابي حرب بن اسود دوئلي له پلاره هم نقل کړى دى او په وروستي کې راغلي : د ښځې خور حضرت علي ته راغله او ورته يې وويل : عمر(رض) غواړي خور مې سنګسار کړي؛نو پر خداى مو قسم ،که څه چاره وي، چې خور مې پرې خلاصه کړم. حضرت علي ورته وويل :خور دې معذوره ده. هغې ښځې داسې پر لوړ غږ تکبير ووايه،چې په شاوخوا کې ټولو او ان حضرت عمر هم واورېد . ښځه حضرت عمر ته ورنږدې شوه او ورته يې وويل : علي وايي : خور دې معذوره ده . عمر(رض) هم په علي پسې څوک ولېږه، چې عذر يې څه دى . حضرت علي ورته وويل : خداى په قرآن کې وايي .....
او همداراز دا روايت ( عبدالبر؛ استيعاب : دويم ټوک،٤٦١ مخ ) نقل کړى،چې په پاى کې يې حضرت عمر ويلي : که علي نه و؛نو عمر به هلاک و .
( ابن سعد؛طبقات : دويم ټوک، دويم قسم ،١٠٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې يوه ورځ حضرت عمر بن خطاب، اصحابو کرامو ته راغى او ورته يې وويل : ما ته په يو کار کې لارښوونه وکړئ، چې کړى مې دى او فتوا مو راکړئ.پوښتنه وشوه : اميرالمؤمنينه! څه کار مو کړى؟ ويې ويل : سره له دې،چې روژه وم؛له خپلې وينځې سره مې کوروالى وکړ . ټول چوپ شول.حضرت عمر وويل : يا بن ابيطالب ! ته په کې څه وايې ؟ ورته يې وويل : حلال کار دې کړى؛يوه ورځ له يوې ورځې سره؛يعنې نن دې روژه باطله او پر ځاى يې بله ونيسه . حضرت عمر وويل : فتوا دې تر ټولو غوره ده .
( ابن سعد؛ طبقات : درېم ټوک،لومړى قسم ،٢٢١ مخ ) په خپل سند له له حضرت ابي امامة بن سهل ابن حنيف روايتوي،چې وايي : چې حضرت عمر د خلافت پر کرسۍ کېناست؛نو د څه مودې لپاره يې له بيت الماله ګټه نه اخسته ځکه ما ځانګړى چلن ورسره درلود؛نو يو څوک يې د رسول اکرم (ص) په اصحابو کرامو پسې ولېږه،چې راټول يې کړل او د دوى پر نظر يې هم ځان پوه کړ، چې حضرت عثمان ورته وويل : څومره چې دې خوښه وي، وخوره او څومره،چې دې خوښه وي،ويې بښه . حضرت سعيد بن زيد بن عمرو بن عقيل هم همدا نظر ورکړ.حضرت عمر وويل :علي ! ته څه وايې ؟ ورته يې وويل : ته يوه سهارنۍ او يو ماښامنى له بېت الماله ګټه اخستى شې . حضرت عمر د علي خبره پلي کړه .
( ابن سعد؛ طبقات : دويم ټوک،دويم قسم ،١٠٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت عمر به تل ويل : پناه غواړم له خدايه له هغې ستونزې،چې ابوالحسن علي مې تر څنګ نه وي.
دا روايت ( اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :څلورم ټوک،لومړى قسم،٢٧٠ مخ ) ، ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : اووم ټوک،٣٢٧ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛ استيعاب :دويم ټوک ،٤٦١ مخ ) او (متقي؛کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٤١ مخ ) هم نقل کړى دى .
( شرح معاني لاثار: دويم ټوک، د حدود کتاب ،٨٨ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي عبدالرحمن سلمي له حضرت علي روايتوي،چې د شام ځينو خلکو شراب وڅښکل او هغه مهال يې والي د حضرت معاويه بن ابوسفيان ورور يزيد بن ابوسفيان و؛نو چې ويې نيول،ويې ويل : شراب حلال دي او د (لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُواْ ) پر آيت يې استدلال وکړ . يزيد دا خبره عمر(رض) ته وليکله . عمر(رض) ورته په ځواب کې وليکل :چې دې څو کسانو ټول چاپېريال لړلى نه وي؛نو ژر تر ژره يې مدينې ته راولېږه،مدينې ته يې،چې راوستل؛نو په اړه يې حضرت عمر له نورو اصحابو سره سلا مشوره وکړه . ټولو ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! ددې لپاره چې پر خداى يې دروغ تړلي او په دين کې يې تشريع کړې؛نو له ټولو ورمېږونه غوڅ کړه . په دې ټولو خبرو کې حضرت علي چوپ و . حضرت عمر وويل : علي ستا نظر څه دى ؟ ويې ويل : زمانظر دادى،چې پر دوى توبه وباسې؛نو که توبه يې وکړه؛نو هر يو اتيا کوړې ووهه؛ځکه مسلمانان شوي او پخوا يې په خپله مسلمانۍ کې شراب څښلي او که توبه يې ونه کړه _ که همداسې يې پر خپل ارتداد ټينګاره کاوه _نو ورمېږونه ترې غوڅ کړه؛ځکه مرتد دي،پر خداى يې دروغ تړلي او بې له دې،چې د خداى له کتابه څه راوړي، په دين کې يې تشريع کړې ده . حضرت عمر د حضرت علي فتوا پلي کړه؛ توبه یې وکړه او بيا يې اتيا اتيا کوړې ووهل .
دا روايت ( عسقلاني؛ فتح الباري : پينځلسم ټوک،٧٤ مخ ) هم نقل کړى او ابن ابي شيبه ته يې نسبت ورکړى دى . سيوطي هم په درالمنثور کې د مائده دسورت د (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ) تر آيت لاندې راوړى او ابن ابي شيبه، ابن منذر او کنزالعمال ( لومړي ټوک: ٢٢٩ مخ ) ته يې نسبت ورکړى دى .
سيوطي په درالمنثور کې دآل عمران د سورت د (فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاء الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاء تَأْوِيلِهِ) تر آيت لاندې د محب ( نصر ) له کتاب له حضرت ابي هريرة روايتوي،چې وايي : له حضرت عمر بن خطاب سره ناست وو،چې يو سړى راغى او و يې پوښتل: قرآن مخلوق دى او که غير مخلوق . حضرت عمر ددې پوښتنې په اورېدو سخت حيران شو، جامې يې راټولې کړې او پوښتونکى يې حضرت علي ته بوت،ورته يې وويل : ابالحسنه ! خبر يې چې دا سړى څه وايي؟ ويې ويل : څه وايي ؟ حضرت عمر: راغلى او پوښتي، چې قرآن مخلوق دى که غير مخلوق ؟ حضرت علي وويل : دا هغه ټکى دى،چې ورپسې به يوه ثمره وي او که د چارو واکې زما په لاس کې وې؛نو ورمېږ به مې ترې غوڅ کړى و .
( کنزالعمال :دويم ټوک،٢٢١ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې يو بيدياني سړي یو شمېر اوښان راوړي وه،چې ويې پلوري،حضرت عمر خبر شو،سړي ته راغى،چې يو ځاى ټول ترې وپېري؛نو بېل بېل اوښ يې په لغته واهه،چې پاڅي،چې پوه شي روغ دى که نه . اعرابي ورته سپکې سپورې وکړې او ويې ويل : اوښان مې پر خپل حال پرېږده؛خو سپکو سپورو يې مخه ونشوه نيولاى او چې ټول يې روغ وموندل؛نو ټول يې يو ځاى واخستل او پلورونکي ته يې وويل : اوښان رامخکې کړه او راځه چې بيه يې درکړم . اعرابي ورته وويل : صبر وکړه،چې پړي او کتې ترې کوزې کړم . حضرت عمر وويل : ما اوښان له پړو او کتو سره اخستي دي . اعرابي وويل :شهدالله چې بد سړى يې ! تا اوښان اخستي که کتې . حضرت عمر ورته وويل : ما چې اخستل؛نو پړي او کتې پرې وې؛نو شخړه يې کوله، چې علي راورسېد . حضرت عمر ورته وويل : ددې سړي پر قضاوت راضي يې ؟ اعرابي وويل : هو او بيا يې خپله کيسه و کړه . علي وويل : که تا ورسره د پړو او کتو بيه هم کړې وه؛ نو ستا به وو او اوس چې دې نه ده کړى؛نو د هغه دي او حضرت عمر هم د حضرت علي خبره ومنله .
( کنزالعمال : درېم ټوک،١٧٩ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : يوه ستره ستونزه حضرت عمر ته پېښه شوه،چې د ستونزې د ستروالي له امله به کېناسته او پاڅېده؛رنګ به يې واوخوت او تک تور به شو او ددې ستونزې د هواري لپاره يې د رسول اکرم اصحاب راټول کړل،چې سلا مشوره ورسره وکړي،چې ټولو ورته وويل : اميرالمؤمنينه! زموږ پناه ځاى خو ته يې . حضرت عمر وويل : له خدايه ووېرېږئ او سمه خبره وکړئ،چې خداى مو نيتونه پاک کړي. اصحابو کرامو ورته وويل : ددې ستونزې حل له موږ سره هم نشته . حضرت عمر وويل : پر خداى قسم، چې څوک پېژنم،چې ددې ستونزې هوارول ورته ډېر اسان دي . اصحابو کرامو وويل : لکه چې مراد مو د ابيطالب زوى دى . حضرت عمر وويل : خداى دې لري؛ايا عرب يې په څېر بل لري، پاڅئ، چې ورشو.اصحابو کرامو ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! صبر نه کوئ، چې په خپله راشي .عمر(رض) وويل : نه بېخي نه !داچې له بني هاشمو دى او د رسول اکرم خپلوان دى، تر ټولو پوه دى او په ټوليزه،علم يو څيز دى، چې بايد ورپسې ولاړ شو او بايد توقع ونه لرو،چې کور ته مو راشي .
( کنزالعمال : درېم ټوک،١٧٩مخ ) له حضرت سعيد بن جبير روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې يو ماشوم يې زېږولى و، چې له پنډيو پورته دوه وو؛يعنې دوه سره، دوه ګېډې،څلور لاسونه او دوه عورته يې درلودل او تر پنډو لاندې يو و .دې ښځې له مېړه څخه د دوو اولادونو ميراث غوښته . حضرت عمر اصحاب کرام راټول کړل،چې مشوره ورسره وکړي؛خو سم ځواب يې و نه موند؛نو بيا يې علي بن ابيطالب راوغوښت . حضرت علي وويل :په دې خبره کې يو راز دى؛نو ښځه او زوى يې بندي کړئ او د ميراث مال هم ونيسئ او يو څوک ورته ونيسه،چې خدمت يې وکړي او لګښت يې ورکړي، حضرت عمر همداسې وکړل، چې ښځه مړه شوه او بيا عجيب الخلقة زوى د ميراث غوښتنه وکړه، حضرت علي حکم وکړ،چې يو خسي خادم دې د د دواړو د عورت داسې خيال وساتي؛لکه مور يې چې د خپل ماشوم ساتي،چې تر څه مودې وروسته يو یې د واده هيله وکړه،چې حضرت عمر يو څوک په حضرت علي پسې ورولېږه، چې په دې اړه دې څه نظر دى؛نو که يو يې ښځه غواړي او بل نه او يو څه غواړي،چې هغه بل يې نه غواړي؛موږ به څه کوو او ګورې،چې يو يې ښځه غواړي ؟ حضرت علي وويل: الله اکبر ! خداى تردې حليم او کريم دى، چې خپل بنده به دې ته اړ کړي،چې جماع کول يې وليدل شي او تاسې هم هغه ځوان بوخت کړئ،چې خداى يې په اړه حکم صادر کړي؛ځکه دا هلک به هله د جماع اشتها کوي،چې مړينې ته نږدې وي او هغه ځوان هم درې ورځې وروسته مړ شو. بيا حضرت عمر اصحاب کرام راټول کړل، چې په دې ژوندي پورې د تړل شوي مړي تکليف څه دى ؟ورته يې وويل : هغه مړى د ژوندي له بدنه بېل کړئ او ښح يې کړئ . حضرت عمر وويل : عجيبه خبره کوئ ! آيا زه يو ژوندى د بل مړي لپاره ووژنم ؟ او په خپل هغه ځوان هم نيوکه وکړه،چې سره له دې،چې مؤحد يم، قرآن وايم او د محمد بن عبدالله پر نبوت او رسالت ايمان لرم؛نو بيا مې هم وژنئ ؟ بيا حضرت عمر په حضرت علي پسې يو کس وورلېږه،چې راشه او ددې ستونزې لپاره لاره چاره پېدا کړه . حضرت علي وويل : مسله ډېره اسانه ده او تاسې مه وارخطا کېږئ؛غسل ورکړه او کفن يې کړه او يو خادم ورته ونيسه،چې په ناسته پاسته کې ورسره مرسته وکړي او چې درې ورځې تېرې شوې؛نو هغه يو به وچ شي او د جلا کولو وړ به وګرځي،درې ورځې وروسته همداسې هم وشول . حضرت عمر وويل : يابن ابيطالب ! ته او د هرې شبهې رابرسېروونکى او د هر حکم مرجع وې او يې .
( کنزالعمال : څلورم ټوک،٢٢٣ مخ ) له حضرت قاسم بن ابي امامه روايتوي، چې وايي : حضرت عمر جنب و او له خلکو سره يې لمونځ وکړ؛نو چې پوه شو؛نو خپل لمونځ يې راوګرځاوه . حضرت علي وويل : بايد خلکو ته اعلان وکړې،چې هغوى هم خپل لمونځ راوګرځوي او اصحابو هم د حضرت علي حکم پلی کړ .
( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٦ مخ ) له ابن عمر (رض) روايتوي، چې پلار مې حضرت عمر بن خطاب،حضرت علي بن ابيطالب ته وويل : ابا الحسنه ! درې مطلبه مې په ذهن کې مشکل دي او ډېر مې زړه غواړي که ته يې پوهه لرې؛نو ځواب يې راکړه . حضرت علي: هغه درې مسئلې څه دي ؟ حضرت عمر وويل : يو دا چې انسان له يوه داسې سړي سره مخ کېږي،چې دومره مينه ورسره لري،چې تر هغه هومره به له چا سره هم مينه نه کوي او بل به يې دومره بدې راځي،چې تر هغه به يې بل بدې نه راځي،چې ددې خبرې علت به څه وي؟ حضرت علي ورته وويل : ما د خداى له استازي واورېدل : ارواګانې په هوا کې ځانته لښکرې دي او په بېلو بېلو ليکو کې دي او که بدنونه يو له بل سره مخامخ شول؛نو که ارواګانې يې سره په يوه ليکه کې وي؛نو يو بل جذبوي او که په يوه ليکه کې نه وي؛نو يو بل يې بدې راځي . حضرت عمر وويل : دا يې يو . بله دا انسان هغه څه هېروي،چې اورېدلى يې وو او کله يې ياد ته راځي؛نوعلت یې څه دى؟ حضرت علي ورته وويل : د خداى له استازي مې واوېدل : داسې زړه به و نه ګورې،چې د ځان لپاره به وريځ نه لري؛لکه څنګه،چې سپوږمۍ د ځان لپاره وريځ لري او په همدې ترڅ کې،چې سپوږمۍ رڼا ورکوي؛نو وريځ يې د رڼا مخه نيسي او تپه تپاره کړي او زړونه همداسې دي. عمر (رض) وويل :دا يې دوه . درېم : چې انسان خوب ګوري؛نو کله يې خوب رښتيا وي او کله دروغ؛نو علت یې څه دى ؟ حضرت علي وويل : د خداى له استازي مې واورېدل: داسې ښځه او سړى به نه وي،چې خوب يې دروند شي او اروا يې د عرش پر لور روانه نشي او تر هغه نه راويښېږي ،چې اروا يې عرش ته نه وي رسېدلې او څه يې چې ليدلي؛نو صادق دي او هغه چې عرش ته يې د اروا تر رسېدو مخکې راويښ شي؛نو هر هغه څه دروغ دي،چې په خوب کې يې ويني .عمر (رض) ورته وويل : دا خبرې وې، چې زما ذهن يې پر ځان له ډېره وخته بوخت کړى و او تا راته دا ستونزه هواره کړه او د خدايه شکر کوم،چې تر مړينې مخکې مې پرې سر خلاص شو .
( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) له حضرت عمر څخه روايتوي، چې د يوې خبرې پر سر يې له يو سړي سره شخړه شوه، چې ورته مې وويل : آيا راضي يې،چې دا ناست کس زما او ستا په منځ کې قضاوت وکړي ؟ سړي پر سپکاوي وويل : هغه سړى،چې غټه ګېډه لري ؟ حضرت عمر غوسه شو، ورپاڅېد او سړى يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل: خبر يې چې د چا سپکاوى دې وکړ ؟ تا زما او د هر مسلمان مولى خپه کړ .
( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٢ مخ ) له حضرت عبدالرحمان سلمي روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې په بيديا کې يې د سختې تندې له امله له يوه شپوڼه د اوبو غوښتنه کړې وه او شپوڼ ورته ويلي وو،چې د کوروالي په شرط به اوبه درکړم او ښځې هم د ناچارۍ له مخې زنا کړې وه . حضرت عمر يې د سنګسارولو په اړه له اصحابو کرامو سره سلا مشوره وکړه، چې حضرت علي ورته وويل : بايد رجم نشي؛ځکه پرېشانه وه؛نو تاسې يې پرېږدئ .حضرت عمر هم د حضرت علي حکم پلى کړ .
( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) له حضرت حنش بن معتمر روايتوي، چې دوه کسانو له يوې قريشي ښځې سره سل ديناره امانت کېښوول او ورته يې وويل : موږ يوه ته به يې هم نه راکوې؛يعنې که يو مو ځان ته راغى؛نو مه يې راکوه او صبر وکړه،چې هغه بل هم راشي، چې له دې کيسې يو کال تېر شو او يو يې راغى او ښځې ته يې وويل : زما هغه بل ملګرى مړ شوى او دينار راکړه. ښځې دينار ور نه کړل او سړي د ښځې د مېړه کورنۍ په ښځې پسې راوپاروله او د ښځې کورنۍ هم دا ښځه سور اور ته ونيوه، چې ددې سړي دينار ورکړي او ښځې هم دينار ورکړل . يو کال تېر شو او هغه بل سړى راغى او د دينارو غوښتنه يې وکړه. ښځې ورته وويل : ما دينار ستا هغه بل ملګري ته ورکړل؛ځکه راغى او ما ته يې وويل،چې هغه بل ملګرى مې مړ شوى او ما هم دينار ورکړل،چې خبره عمر(رض) ته يووړل شوه. حضرت عمر ښځې ته وويل : ته ضامنه يې او بايد دينار ورکړې . ښځې قسم ورکړ،چې ته په موږ کې قضاوت مه کوه او پرېږده، چې علي بن ابيطالب په موږ کې قضاوت وکړي . حضرت عمر هم قضاوت حضرت علي ته وروسپاره.حضرت علي پوه شو،چې هغه دوه سړي له دې ښځې سره دوکه کوي . حضرت علي سړي ته وويل : هغه ورځ مو چې امانت دې ښځې ته ورکاوه؛مګر تاسې نه وو ويلي،چې موږ يوه ته به يې نه راکوې؟ ويې ويل : هو ويلي مو وو. حضرت علي ورته وويل : ستاسې مال له ماسره دى او ولاړ شه او هغه بل ته هم ووايه،چې راشي،چې مال مو درکړم .سړى ولاړ او بېرته راستون نشو .
( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) او همداراز د رياض النضره په هماغه ټوک او هماغه مخ کې درې نور روايتونه راغلي،چې په دوو کې يې حضرت عمر ويلي : علي ! خداى دې ما له تا مخکې واخلي .
( شبلنجي؛ نورالابصار : ١٧١ مخ ) روايتوي،چې يو سړى يې حضرت عمر ته راوست،چې په خلکو کې يې د کفر خبرې کړې وې . خلکو پوښتلى و، چې څنګه يې . هغه ورته ويلي وو : اوس خو حالات داسې دي،چې فتنه مې خوښه ده او له حقه کرکه لرم او يهود او نصارا تاييدوم او پر هغه څه ايمان لرم چې نه يې وينم او پر هغه څه ايمان لرم،چې نه وي پيدا شوى. حضرت عمر يو کس په حضرت علي پسې ولېږ؛نو همدا چې حضرت علي راغى؛نو د سړي کيسه يې ورته وکړه.حضرت علي سړى په حقه وباله ،و يې ويل : رښتيا وايي؛ځکه د هغه مال او اولاد خوښ دى او خداى هغه دواړه فتنه ښوولي؛( أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلاَدُكُمْ فِتْنَةٌ ) له حقه کرکجن دى،چې مراد يې مړينه ده،چې حق دى او خداى وايي : (وَجَاءتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ) د يهودو او نصاراوو خبره هم تاييدوي؛ځکه قرآن د يهودو له خولې وايي :نصارى پر باطله دي او نصارى وايي،چې يهود پر باطله دي او بل داچې وايي چې پر ناليدي ايمان لرم او هغه خداى دى، چې نه ليدل کېږي او پر هغه څه ايمان لري،چې پيدا شوى نه دى او هغه قيامت دى . حضرت عمر وويل : پناه غواړم له هغې ستونزې،چې علي يې هوارونکى نه وي .
( ثعلبي؛قصص الانبياء :٥٦٦ مخ ) د (إِذْ أَوَى الْفِتْيَةُ إِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوا رَبَّنَا آتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً) آيت په تفسير کې وايي : د اصحاب کهف په اړه کيسه ده او هغه داچې اميرالمؤمنين عمر بن خطاب خلافت ته ورسېد؛د يهودو عالمان ورته راغلل،چې آيا له محمد (ص) او ابوبکر (رض) وروسته د مسلمانانو د خلافت چارې يې په لاس کې دي ؟
ورته يې وويل : هو ! ورته وويل شول : موږ څه پوښتنې لرو؛نو که ځواب دې راکړ؛ نو پوه به شو، چې اسلام پر حقه او محمد (ص) په رښتيا پېغمبر و او که ځواب دې رانه کړ؛نو پوه به شو،چې اسلام پر حقه نه دى او محمد (ص) هم دروغجن و . حضرت عمر وويل : وپوښتئ هر څه چې پوښتئ . و يې ويل : راته ووايه : د اسمان د قولپونو مانا څه ده او کونجيانې يې کومې دي ؟ هغه کوم قبر و،چې په ځان کې ښح کړى يې له ځانه يووړ ؟ هغه څوک و، چې خپل قوم يې انذار کړ حال داچې نه انس و او نه جن ؟ هغه کوم ساه کښ دي،چې پر ځمکه وګرځېدل؛خو په يوه زيلانځ(رحم) کې هم نه دي پيدا شوي؟ هغه غږ، چې دراج کوي، څه مانا لري ؟ راته ووايه : چرګ، اس، چينډخ، خر ، قمري په خپل غږونو کې څه وايي؟ حضرت عمر خپل سر لاندې ټيټ کړ او بيا يې وويل : دا د عمر (رض) نيمګړتيا نه ده، چې وپوښتل شي او پر ځواب نه پوهېږي،چې ووايي : نه پوهېږم او پر څه چې نه پوهېږي،پوښتنه يې وکړي . ناڅاپه يهودان پاڅېدل او و يې ويل : موږ شهادت ورکوو، چې محمد (ص) پېغمبر نه و او اسلام هم باطل دين دى . دا مهال حضرت سلمان وارخطا پاڅېد او ورته يې وويل : تاسې مهرباني وکړئ، څو شېبې کېنئ ،چې راستون شم او په بېړه يې ځان حضرت علي ته ورورساوه او ورته يې وويل : ابا الحسن ! السلام عليکم ! د اسلام مل شه، چې ګوره له لاسه ځي . حضرت علي ورته وويل : څه شوي ؟ حضرت سلمان ورته کيسه وکړه . حضرت علي د رسول اکرم(ص) عبا واخسته، چې پرې لږه اوږده هم وه او په دبدبه مجلس ته ورغى؛نو حضرت عمر، چې وليد،ورغاړې ووت،ورته يې وويل : د هرې ستونزې هواري ته مو زېرمه يې . بيا حضرت علي له يهودانو وغوښتل : وپوښتئ او په پاى کې يې وويل : اخر رسول اکرم (ص) ما ته زر بابه علم رازده کړى،چې له هر يو يې زر نور بابونه پرانستل کېږي . يهودانو خپلې پوښتنې وکړې او حضرت علي ورته وويل : په دې شرط ځواب درکوم،چې که زما ځواب د تورات له مخې و؛نو ټول به ايمان راوړئ،چې بيا حضرت علي د ټولو ځواب ورکړ، چې موږ د لنډيز لپاره نه دي راوړي .